لنډه كۍ پښتــو او پښتنـــــــــــواله

د ويکيتابونه لخوا

نورې ژبې زده كول كه لوى كمال دى

خپله ژبه هېرول بې كمـــــــــــــــــالي ده

نـــــــــــــــــــــــــــوم: لنډه كۍ پښتــو او پښتنـــــــــــواله

ليكـــــــــــــــــوال: محمد ګل خان مومند( پښتو بابا)

خپــــــــــــرندوې: افغان فرهنګي ټولنه-مسكو كمپيوټر چارې: نيك محمـــــد ويـال چاپ نېــــــــــــټه:د ۲۰۰۴ع كال جولاى |۱۳۸۳ل ل زمرى د پښتــــــــــــــــــــــــــــو بابا د مړينې د څلوېښتم تلين د نمانځنې لپاره د چاپ ځـــــاى:مسكوـــــ روسيه شمېــــــــــــــــــــر : ۵۰۰ ټوكه دخپرونو لــــــړ: لومړى


يادښت

د خداى بخښلي محمد ګل خان مومند ( پښتوبابا ) دا ( لنډكۍ پښتـــو او پښتنـــواله ) نومې كوچنۍ رساله چــــې ستاسې په لاس كې ستاسې د لوست انتظار باسي، د لومړي ځل لپاره د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۲۷ل ل كال په كابل كې چاپ شوې وه چې پښتو بابا د مرحوم استاد عبدالروف بينوا د هغې ګيلې په ځواب كې ليكلې وه چې د كابل په مجله كې يې له پښتنو مشرانو څخه د پښتو ژبې د خدمت په اړه، كړې وه . * او بيا د دوهم ځل لپاره استاد بينوا په خپل ( اوسني ليكوال ) نومي كتاب كې د بابا ( وزير محمد ګل خان مومند) د اند او ليكنو د نمونې په ډول چاپ كړه .

څنګه او ولــې مو د نوموړې رسالې د بيا ( دريم ) ځــــل لپاره ( كه چېرې له هاغه دمه تر دې مهاله بيا نه وي چاپ شوې ) چاپ ته زړه ښه كړ ؟

  • عبدالروف بېنوا،اوسني ليكوال ، دريم ټوك ، ۱۲۵۹ مخ ( د ۱۳۴۶ل ل كال چاپ ، كابل )

هغسې خو د نوموړې رسالې د اهميت په پوهېدو او د بيا چاپ مينه يې له پخوا راهيسې راسره په زړه كې وه چې كه خداى( ج ) كول او لاسبري شو، يو وخت يې په مستقل شكل بيا له سره چاپ كړو . څه موده مخكې زما يوه فرهنګي دوست، ځوان شاعر د مســــــكو ښار د (( نړېوالې دوستــۍ پوهنتــــون )) د طب پوهنځي زده كړ پال ښاغلي نيك محمد ويال د يوې پښتو مجلې خبره راسره شريكه كړه چې په مسكو كې د افغان فرهنګي ټولنې له خوا به خپريږي .

د بحث او د موضوعاتو د ټاكنې په ترڅ كې مې د بابا د رسالې يوه برخه ورپه نښه كړه چې په مجلې كې يې د چاپ لپاره ټايپ كړي . بله ورځ مې ترې هيله وكړه چې د بابا د رسالې ډېره برخه دې هسې هم ټايپ كړې ده ( منځنۍ برخه )، كه كولاى شې او وخت لرې، دا پاتې برخــــــــــــــــې ( مخكينۍ او وروستنۍ ) هم درسره ټايپ كړه ، كه كوم وخت وتوانيږو چې د يوې وړوكې رسالې چې هر څوك يې په جېب كې د يوې سپېڅلې كړنلارې په ډول له ځانه سره وګرځولاى شي ، چاپ كړو. د موضوع د اهميت په باب له يوه لنډ بحث نه وروسته نوموړي بــــې له ځنډه وويـل (( كه چاپوې يــــې، د چاپ مصارف يې زه پيدا كوم )) او دا دى د بابا د مړينې د څلويښتم تلين په مناسبت مو، د بابا د روح د خوشالولو په نيت ، چاپ ته تياره كړه. د ستر پښتون بابا دا رساله د پښتو او پښتنولۍ د پېژندګلوۍ په اړوند ښه بډايه منځپانګه لري او د ټاپي پرشننه يې تر ډېره كوښښ كړى دى .

د بابا د رسالې د لومړي چاپ نسخې له يو څو كتابتونونو پرته ( چې هلته يې هم شتوالى په شك كې دى ) په شخصي كتابتونونو او كتابپلورنځيو كې په اسانۍ نه پيدا كيږي ، دوهم چــــــــــاپ ( اوسني ليكوال ) يې له يوې خوا د هر چا په لاس كې نشته او له بلې خوا د يوه ټاپي د لوست له امله څوك مجبوريږي چې يو پنډ كتاب له ځانه سره وګرځوي او وه يې لولي .

په دغسې كوچنۍ كچه له سره چاپ به يې له يوې خوا د نه پيداكېدو ستونزه حل كړې وي او له بلې خوا به يې په اسانۍ ټول مينه وال ولولي ، خپلې پښتو او پښتنولۍ ته به لا ډېر د يو مسوليت په سترګه وګوري او هم به يې د داســـې كسانو ځواب په اسانـۍ او د يـــــو كوچنـــي كتـــــــــابګوټي په بڼه وركړى وي چې وايي (( همي پشتو تان چي است كه ايقدر ميګين ، پختو، پختو ... )) . د (( سره )) او بيا (( شنه )) انقلابه راوروسته ډېر هېوادوال مو له هېواده په وتو او په بهرنيو بېلا بېلو هېوادو كې په مېشتېدو مجبور شول . خامخا دوۍ له هغه ډول كلتورونو سره مخامخ دي چې موږ ته نااشنا څه چې حتى د منلو وړ هم نه دي .

د دې لپاره چې خداى ( ج ) مكړه زموږ هېوادوال بيا په تېره ځوانان ډېر ژر او په اسانۍ د پردي كلتور تر اغېز لاندې راغلي نه وي نو دوۍ ته به د يوې داسې كلتوري درسپاڼې حيثيت هم ولري چې په خپله ژبه او د خپل بابا له قلمه پكې څه ولولي او عمل پرې وكړي . د رسالې په دې چاپ كې مې كوښښ وكړ چې د بابا ليكنه خپله ليكنۍ بڼه وساتي ( پښتوبابا ځانته ځانګړى ليكدود درلود ) ، خو د نوي ليكدود له مخې او هم ددې لپاره چې لوستونكو ته يې لوستل اسان وي ، د يو څو كليمو ليكنۍ بڼـې ته مې بدلون غوره وګاڼه لكه : چېرې چې په ليكنه كې ( ليا ) راغـلى او موخه يې ( يا ) ده نو مې د ياپه بڼـه ، ( چـه ) مـې د ( چې ) ، ( زمونږ ) مـې د ( زموږ ) او ( كښې ) مې د ( كې )،( اولس ) مې د ( ولس ) په بڼه واړاوه ، د ( تنې ) مخـې ته مې چېرې چې لومړى ځل راغلې، د ( ځنې) توضيحي كليـــــمه ور ډېره كــړه او داسې نور . د ګران ويـال په ګوتو او جېب دې بركـــت شي چې د ټايپ كار او مالي لګښت دواړو ته يې اوږه وركړه .

په درنښت د پښتـــو او پښتنــــــولۍ يو ليـــوال ډاكتـر جمشــــېد ( سمــــون ) مســــــكو - روســـــــــــــيه د ۲۰۰۴ ل ل كال دجولاى دمىاشتې څلورمه



زما غښتلى ورور عبدالروف خان!

  • زه ښه روغ نه يم نو ځكه ليك او لوست زيار راپېښوي كه ډېر ضرور نه وي نه يې كوم ، بې دغه سږ كال خټې مې هم درلودې چې درست كال د ورغومي د مياشتې تر سره پورې په هغو اخته وم، په ژمي كې خټې درېدلي وې او وزګارتيا وه نو كله كله به مې د كابل مجلې راواخيستلې او څو كرښې يا كوم مضمون او مقاله به مې ولوستله څو ورځې مخكې مې په (۲۰۱) ګڼې مجلې كې د غښتلي غروال (( چې نوم او كام يې نه پېژنم )) د ځواب په ترڅ كې زما اود ځينو نورو پښتنو نه ستا ګيله ولوستله . كه څه هم ته حق لرې خو موږ معذور يو او زمونږ عذرونه نه دي درڅرګند.

زما خو بې نورو معاذيرو يو عذر د صحت ورانوالى دى، كه نه دغه خو رېښتيا ده چې پښتو يواځې ستا يا د څو كسو نه ده . پښتو د پښتنو نيكونو نه راپاتې ميراث دى چې په دغه كې درست پښتانه برخه لري او درست پښتانه بشپړه ګټه تنې ( ځينې ) اخيستلاى شي خو ويشلاى يې نه شي . پښتو په پښتو نياڼه كې دغسې ده لكه په كاله كې بله ډېوه چې د يوه يا د درو كسانو نه ده بلكې د درست كاله د وګړو د هر يوه ده چې د كاله ټول وګړي هر يو بېلابېل برابره ګټه تنې اخيستلاى شي ، مګر وېش او برخې برخې كول يې امكان نه لري ! خو چې دټولو ده نو ښايي چې ټول پرې پام ولري او ښه يې وساتي او ښه يې سمباله كړي ! كه ورانه يا وركه شوه تاوان يې هم ټولو ته رسيږي . رښتيا ده چې پښتو يواځې ستا يا زما يا د څو تنو نه ده بلكې د درستو پښتنو ده او ټول به يې يوشانتې پالنه او روزنه كوي . پښتو خورا ګران امانت دى چې د نيكونو نه راپاتې دى او زموږ د نيكونو وصيت دى چې بايد دغه امانت د درست ولس د ګټې او فايدې لپاره بې له خيانته خپلو زامنو، نمسو، كړوسو، كودو، پردو، او د هغو نه وروسته ته پرله پسې ورورسو او روغ يې وروسپارو ! وړاندې وروسته ، خوا او شا، ټول ښه او بد، ګټه او تاوان هرڅه په پښتو راڅرګنديږي . پښتو ده چې ننګيالي نيكونه راپيژني او هغوۍ ته مو رسوي ، پښتو به وي چې زموږ نمسـي، كړوسي، كودي او پردي او له هغــــوۍنه وروسته به له موږ سره رانښلوي ، د پښتنوالي اثبات په پښتو سره كيږي ، د دغې لپاره چې اوسني او ورستني پښتانه ځانونه د خپلو پښتنو نيكونو ته ورسوي او ثابته كړي چې دوۍ په رښتيا سره د هغوۍ رښتياني نمسي دي نو ښايي چې د صرف اشتقاق د اصولو په شان لفظي او معنوي بشپړ مناسبت په منځ كې موجود وي او دغه مناسبت بې له كومه تغيير او خلله ټينګ وساتل شي ! كه نه په تشو دعاګانو او خوشې خبرو او پرړو نه څوك پښتون كېداى شي اونه يې څوك پښتون ګڼلى او منلى شي ! پښتانه د پښتواطلاق يوازې پر هغې څرګندې ژبې چې دوې پرې ګړيږي ، نه كوي ، بلكې د پښتنو د وړاندې د پښتو معنى او مفهوم د ژبې نه پرته په حقه ديانت ، اسلامي او پښتني خوى او اخلاق ، پښتني ادب او عادت ، پښتني دود او دوستور د دوې پر درستو ولسي خصايلو، خصايصو، صفاتو او مزاياوو شامل دي چې دغو ورستنيو ته ( پښتنواله ) هم وايـي . د ژبې د اهميت په موضوع كې ما د پښتو د ژبې ليارې نامه كتاب په ننتوځ كې چې څو كاله مخكې مې تاليف او نشر كړى دى لنډ شانته څه ليكلي دي ګوندې ځينو به لوستلي وي ، زما په خيال ښايي چې پښتانه كاكا ګان هغه ولولي او ورته ځير شي او ښه چرت پكې ووهي! د پښتنوالي په موضوع كې مې هم غوښتل يو كتابګى وليكم او پيل مې هم پرې وكړ خو رسمي چارو او صحي احوالو ملګرتيا راسره ونكړه او رانه پاتې شو. په هر تقدير مقصد دغه دى چې پښتو د پښتنو په ولس او جامعې كې لكه روح په كالبد كې ده . څنګه چې كه په كالبد كې روح نه وي كالبد خوشي شى دى همدغسې كه د پښتنو په ټولي ( جامعې ) كې پښتو نه وه نو د پښتنو ټولى به خوشې شى وي بلكې لكه چې روح له كالبده بېل شي خورا ښايسته وجود خراب ، بې ډوله او تږمن ګرزوي چې څوك ورته كتاى او ورنږدې كېداى نشي او هر څوك تنې تښتي همدغسې كه د پښتنو پښتو لاړه نو د پښتنو جامعه به هم بيدو هماغسې شي . خداى مو دې تنې وساتي . پښتو، پښتو منل ، پښتو ويل ، پښتو كول ، او پښتو چلول دي . پښتانه په پښتو سره پښتانه وو او په پښتو سره به پښتانه وي . پښتانه په پښتو چليدلي وو او په پښتو به وچليږي ، پښتانه په پښتو پيژندل كېدل ، په پښتو به پيژندل كيږي او په پښتــــــو به وپيژندل شي . پښتانه په خپل منځ كې هم په پښتو يو د بله سره پيژني ، پښتانه په پښتو سره عزيزان او يو پر بل ګران دي . د پښتنو خپلوي په پښتو سره ده ، خپل او پردى په پښتو سره څرګنديږي او بېليږي ، پښتانه په پښتو باندې سره پوهيږي ، د پښتنو خوږه مركه په پښتو كيږي ، پښتانه د پښتو نه خوند اخلي . تر ټولو مركو خوندوره مركه د پښــــــتو ده ، پښتـــــــانه په پښتو سره خواله كوي ، له عزيزه سره عزيزولي، له خپله سره خپلوي ، له دوسته سره دوستي، او له دښمنه سره دښمني، په پښتو كيږي ، د مشرانو احترام د كشرانو قدر او عزت پر وړو مهرباني او شفقت ، د هغوۍ روزنه، پر هغوۍ د هر پښتانه پاملرنه ، دا ټول په پښتـــــــــــو سره كيږي . پښتانه په پښتو سره يو د بل بابا ګان، داداګان، كاكاګان، ماماګان ، لالاګان ، تاتاګان ، وروڼه زامن چوچي او بچي دي ، او پښتنې هم په پښتو د هر پښتانه ببۍ اناوې، ادې ګانې ، تريندې ، توړۍ ، خويندې ، خوركۍ ، لوڼې ، لوركۍ ، چوچۍ او بچۍ دي . د ولس بېلوالى او نفاق په پښتو وركيږي ځكه چې(اتفاق) او يووالى په پښتـــــــو سره راځي، پښتــــــو ده چې له پښتنو نه يوكــــــــور ، يوه كورنۍ، يو ټبر ، يوه كوړمه ، يو كهول اويو ولـــــــس جوړي .

  • پښتـــــــــو د پښتنـــــو تفكرات ، تخيلات ، ذوق ، او هر څه سره يو شانته او يو كوي .
  • پښتـــــــــو خورا خوږه وروري ده .
  • پښتــــــــــو د پښتنـــــــــو سره خواخوږي ده .
  • پښتـــــــــــو صله رحمي ده .
  • پښتـــــــــــو شفقت دى .
  • پښتـــــــــــو مرحمت دى .
  • پښتـــــــــــو مهرباني ده .
  • پښتـــــــــــو مروت دى .
  • پښتـــــــــــو ښېګڼه ده .

د پښتوله امله پښتانه يو تر بله سر او مال جاروي ، او په دغې چارې كې يو تر بل ړومبى كيږي . كونډې رنډې ، يتيمان ، بېوزلي او مسكينان ، ړانده او ګوډ ، په پښتو ساتل كيږي . ژوبل ، پرهارژلى ، ټپي ، ويشتلى، ناروغه په پښتو پالل كيږي . د ضرورت په وخت كې د هر مسلمان ورور سره بيا په تېره د هر پښتانه سره هر ډول مرسته په پښتو سره كيږي . پښتـــــــو پښتــــانه په غم او ښادۍ كې سره شريك كړي او شريك كوي يې . پښتــــــــــــو پالنه ده . چې پښتـــــــــــــو نه وي نو بيا به مو سره څه وي ؟ په پښتـــو مو سره سازه وه ، په پښتو مو سره سازه ده ، او په پښتو به مو سره سازه وي ، په پښتوبه مو سره ورانه وه، په پښتو سره ورانه ده او په پښتو به مو سره ورانه وي . آهو خود چې په پښتو سره سازه او ورانه ونه كړو نو په څه به يې سره وكړو . كه پښتــــو وه يو د بله خوښ ، يو پر بل راضي ، يو پر بل به ښــــــــاد يو. كه پښتو نه وه يو د بله ناخوښه ، يو د بل نه ناراضه ، او يو به هم پر بل ښاد نه شو، ښادوالى چېرته او خبره چېرته ؟ كه پښتـــــــــو وه زه به تا درنـــوم ته به ما درنوې . كه پښتـــــــــو نه وه ته به ما دګـــې زه به تا دګم ، ته به ما سپكوې زه به تا سپكوم ، دواړه به سره دګلي شو، دواړه به سره سپك شو! ګټه مو څه وكړه ؟ كه پښتو وه زما شته ستا دي ، ستا شته زما دي ، كه پښتو نه وه ته به ما شكوې زه به تا شكوم ، ته به ما تالا كوې ، زه به تا تالا كوم ! چړې وړې چارې لاس د بري كار دى ( يانې د چل ول كار دى ) . كه پښتو وه زه به تاته لاره سيخوم ، ته به ماته لاره راښيې ، كه پښتو نه وه ته به ماته كوهى كينې ، زه به تاته كوهى كينم ، نه پوهېږم چې څوك به مخكې ورولويږي . كه پښتـــــو وه زه به ستا په شته والي خوښ يم ته به زما په شته والي خوښ يې . كه پښتو نه وه ته به زما وركه غواړې زه به ستا وركه غواړم ، يو له بله به سره ګورو چې خداى څه كوي ! كه پښتو وه ټول به پښتانه يو، او درست به په يوې خوا يو، كه پښتو نه وه د هرچا خپله خوا ده ، يو به يوې خوا ته ځي، بل به بلې خواته ، يو به يې يوې خواته راكاږي بل به يې بلې خواته ، ملك به غوبل وي ، اور به پكې بل وي . كه پښتو وه ته به زما سر نه راخوږوې ، زه به ستا سر نه درخوږوم ،كه پښتو نه وه ته به زما د سر خوږ يې ، زه به ستا د سر خوږ يم . نور به دې څه سر خوږوم ، ټول همدغسې درواخله ، پښتو له دښمنه سره دښمني ګالنه ده ، انتقام پښتــــــو ده .


  • د پښتانه سره د پښتو د ليارې سره سم ، روغه كول هم پښتو ده .
  • د پښتو دليارې سره سم پښتانه ته ننواتى كول پښتو ده . د پښتو د ليارې سره سم ، د پښتانه ننواتې منل پښتو ده.
  • پړه منل او پړه وركول پښتـــــــــــــــــو ده .
  • پښتــــــــو اصيلتوب دى .
  • پښتــــــــو سيالوالى دى .
  • پښتــــــــو نجات دى .
  • پښتــــــــو عاليجنابي ده .
  • پښتــــــــو عزت دى .
  • پښتوكې بې پتي ، دګلتوب ( حقارت ) نشته ، ځګه چې پښتانه يې نشي منلى .
  • پښتـــــــو ساوو توب او باداري ده .
  • پښتـــــــو درندوالى( وقار )دى .
  • پښتـــــــو د پښتنــــــــودرنول دي .
  • پښتـــــــو كې ټيټــــال او تملق نشته .
  • پښتو كې سپكه نشته ، نو ځكه سپك ، پښتون نه دى .
  • پښتو كې پوچه نشته، نوځكه پوچخولى پښتون نه دى .
  • پښتــــــــو د پوچخولي خوله څيري .
  • پښتــــــــو شرافت دى .
  • پښتـــــــــو ښه نيت دى .
  • پښتــــــــــو د پښتنـــــو او مسلمانانو خير غوښتنه ده .
  • پښتـــــــــــو ښه اخلاق دي .
  • پښتـــــــــــو سپېڅلتـــــــوب ( تهذيب ) دى .
  • پښتـــــــــــو روغه پوه ده .
  • پښتـــــــــــو تدبير دى .
  • پښتو پاكوالى دى ، چټلتوب پښتو نه ، بې پښتوګي ده .
  • پښتـــــــــــو فضيلت دى .
  • پښتـــــــــــو مزيت دى .
  • پښتـــــــــــو د پښتنو معنويت دى .
  • پښتــــــــــو فرحت دى، سينما، تياتر، او هر ډول تفريح ده .
  • پښتـــــــــــو د پښتنو د روح او ژوندانه ښكارندوې ( تابلو، منظره ) ده .
  • پښتــــــــــــو سړيتوب دى او سړيتوب پښتـــــــــــو ده .
  • پښتـــــــــــــو انسانيت ته خدمت دى .
  • پښتو كې لويي نشته ، پښتو د لويجن سړي سر په تيږه ټكوي .
  • پښتــــــــــــو كې ظلم نشته ، د لږ زورو او بې زورو سره زور پښتو نه ده .
    • پښتــــــــــــو كې مظلوميت نشته .
  • پښتـــــــــــــو په خبره درېدل ، خپله خبـره ترسره كول اوپه عهد وفا ده .
  • پښتـــــــــــــو غنا ده .
  • پښتـــــــــــــو استغنا ده .
  • پښتـــــــــــــو كې سوال نشته، سوال او غوښتنه پښتو نه ده.
  • پښتـــــــــــــو قناعت دى .
  • پښتـــــــــــــو په حق درېدل دي .
  • پښتـــــــــــــو كې ناروا نشته او ناروا پښتــــــو نه ده .
  • پښتـــــــــــــو صبـــــر دى .
  • پښتـــــــــــــو حوصله ده .
  • پښتـــــــــــــو زغم ( تحمل ) دى .
  • پښتـــــــــــــو كار كول دي .
  • پښتـــــــــــــو هاند او كوښښ دى .
  • پښتو زيار ويستل دي ، زيار كښل په پښتو كې يو صفت دى چې دوۍ پرې سرلوړي كوي او پښتانه پرې ستايل كيږي ، لټي ، بيكاري ، نازولتوب بې پښتـــــوتوب دى .
  • پښتـــــــــو ديـن، وطـن او پښتـانه ولس ته خدمت دى .
  • پښتـــــــــو ايثار دي .
  • پښتو فداكاري ده .
  • پښتـــــــــو د اسلام ، د پښتو او پښتنــو د شتوالي د پاره د ځان نشت كول دي .
  • پښتـــــــــــو تكړه توب دى .
  • پښتـــــــــــو غښتلتوب دى .
  • پښتـــــــــــو ښاغلوالى دى .
  • پښتـــــــــــو ريښتيا دي .
  • پښتـــــــــــو كې خيانت نشته .
  • پښتـــــــــــو كې دروه نشته .
  • پښتــــــــــو كې ټګي نشته ، ټګ پښتون نه دى .
  • پښتــــــــــو كې غلا نشته .
  • پښتــــــــــو كې تالا نشته .
  • پښتــــــــــو كې ظلم نشته ، ظلم بې پښتووالى دى .
  • پښتــــو د مظلومو حمايه ده ، په نيمې شپې كې له غږه سره سم د پېښې ځاى ته ځان رسول پښتو ده . غله ، جاني او خاين پسې چيغه ويستل او نيول يا يي وژل ، پښتو ده .
  • پښتـــــــــو صداقت دى .
  • پښتـــــــــو كې درواغ نشته او درواغ بې پښتو توب دى نو يو پښتون نه شي كولى چې د ځان د ګتې يا كومې توزنې هيلې يا د خپل موقعيت ساتنې، يا كوم ضرر او تاوان نه د ځان ژغورنې د پاره درواغ ووايي.
  • پښتـــون ريښتيا وايي ، هرچېرې يې وايي ، هر چا ته يې وايي او هركله يې وايي .
  • پښتــــــون ريښتيا وايي كه څه هم پر سولۍ وخيژي .
  • پښتـــــــو پاك زړه دى .
  • پښتــــــــو سليم وجدان دى .
  • پښتــــــــو ده چې پښتانه له بدو چارو ساتي .
  • پښتــــــــو ده چې پښتانه له بدو ليارو څخه راجار باسي .

ښو ته مخه په پښتو كيږي . پښتـــــــــو دوا ده . پښتـــــــــو شفا ده . د پښتنـــــــــو رنګ په پښتــــــــو ښه كيږي . پښتـــــــو د پښتنــو زلمو ښكلا، او د پيغلو ښايست دى . پښتــــــــو د پښتنــــــــو ګاڼه ده . پښتــــــــو پسول ( زينت ) دى . پښتــــــــو حيا ده . پښتــــــــو د پښتنــو جامه ده ، او حيا يې پرې ساتلې ده . پښتو د پښتنو نارينه و پګړۍ اود ښځو ټيكرى او پوړنى دى . پښتـــــــــو د ښځو ستر دى . پښتـــــــــو عفت دى . پښتـــــــو عصمت دى . پښتـــو د ناموس ساتنه پر هر پښتانه لازمه ګرځولې ده، پښتانه د پښتانه د ناموس په ساتنه كې په سر او مال ولاړوي . كه يو پښتون په خپل كاله كې نه وي ، او نژدې خپل هم ونه لري د هغه د مال او ناموس ساتنه ، د كاله خدمت يې حتى چې د كاله لګن ( مخارج ) يې پر كليوالواو ګاونډيانو دى ، پښتو همدغسې معامله د هر چا په حق كې لازمه كړې ده چې د پښتنو په سيمې كې پروت وي كه څه هم پښتون نه وي او بل څوك وي . پښتــــــــــو ده چې د پښتنــــو سر او مال تر ناموس جاروي . پښتــــــــــو سمه عقيده ده . پښتــــــــــو ايمانداري ده . پښتــــــــــو پر مسلمانۍ ټينګېدل دي . پښتــــــــــو سعادت ته ورغلې سمه سيخه لار ده . پښتــــــــــو ډاډ ( اطمينان ) دی . پښتــــــــــو اتيني ( توکل ) دی . پښتــــــــو په پښتنــــو اعتماد دی . پښتــــــــو په ځان باور دی . د ميلمنو پالنه د پښتـــــــو ځينې ده . پښتــــــــو ډوډيماري ده . وركړه او سخاوت، د بې وزلو سره مرسته لويه پښتو ده، د پښتانه په سيمې كې د هر چا سر او مال او ناموس په پښتو سره ساتلى دى، او څوك چې د پښتانه هېوادوالو ته تاوان ورسوي د هماغه پښتانه دښمني به هم مني ، د پښتو تقاضاداده چې دسيمې خاوند د متجاوز نه د خپل سيمه وال مال يا يې تاوان واخلي ، د پښتانه په سيمې كې تجاوز له دغه پرته بېله جريمه او جزا هم لري . كه د پښتانه په سيمې كې د پښتانه پر سيمه والو حمله يا د هغه پر ناموس تجاوز وشي ، يا پكې څوك ووژل شي نو د متجاوز جزا وژل دي او وينه يې هم توې ده ، او كه په تېښته موفق شو نو وروسته به هم د سيمې خاوند د پښتو د ليارې سره سم له هغه نه بدله او كسات اخلي . جهل په پښتــــــــــو وركيږي . علــــم په پښتـــــــــو زده كيږي . زده كړه په پښتـــــو كيږي . پښتـــــــو د علماو مننه او احترام دى . له سيالانو سره سيالي او له نړۍ سره برابري په پښتو كيږي . د وطـــــــن مينه پښتـــــو ده . كار كول او د وطن ودانول په پښتــــــو سره كيږي . پښتــــــو د پښتنــــــو د بري او لوړوالي ضامنه ده . پښتــــــو د پښتنـــــو د لوړوالي وسيله ده ، يعنى د پښتنو او پښتونوالي ترقي په پښتو سره كېدلاى شي . پښتود سعادت وسيله ده يعنى سعادت يواځې په پښتو پښتنو ته په لاس ورځي . د ژوندانه خوند په پښتو اخيستل كيږي . پښتـــــــــو شتـــه ( ثروت ) دي . پښتـــــــــو پانګه ( سرمايه ) ده . پښتـــــــــو ګټــه ده . پښتــــــــو كې د دواړو نړيو ګټه ده . پښتو اقتصاد دى ولې چې پښتو پښتنو ته امر كوي چې كار وكړي ! ، زيار وكاږي ! پښتو پښتانه ته اجازه نه وركوي چې بې ځايه او بې دوده لګښتونه ( مصارف ) وكړي يانې پښتو نه پرېږدي چې پښتانه په ناروا او ناجايزو لارو كې چې دين ، اخلاق ، او پښتــو روا كړي نه وي ، څه ولګوي . پښتـــو پښتانه سړي ته اجازه نه وركوي چې د ځان د ګټې د پاره بل چاته تاوان ورسوي،يا خيانت وكړي بلكې بلعكس پښتو غواړي چې پښتون سړى دنوروپښتنو اومسلمانانو د ګټې د پاره د ځان تاوان وكړي او پرې خوښ هم وي . پښتــــــو آزادي ده . پښتــــــو قوت دى . پښتــــــو مقاومت دى . پښتــــــو اقتدار دى . پښتــــــو حاكميت دى . پښتــــــو عظمت دى . پښتــــــو شوكت دى . وطــــــن په پښتــــــو ژغورل كيږي . سيمــــه په پښتـــــــو ساتل كيږي ، په پښتـــو كلكيـږي او په پښتو درنيږي . پښتــــــو پښتنـــــو ته مړينـه ډېـره خواره كـــړې او مرګ يــې ورته حقيـــــر كړى دى . پښتـــــو د دين ، پښتو، وطن، اود پښتنـو نيكونو د نامه او د پښتنــــو د ټولې د ګټې او پت د ساتنې د پاره پښتانه د مقتدرو او غدارو دښمنانو په مخكې درولي او كلكو جګړو ته يې څېلمه كړي او پر سرو وينو يې لړلي او رغړولي دي او لړلي او رغړي يــــې . پښتو د پښتنــــو ككرۍ د پښتنــــي او ولسي غروره څخه ډكې كړې او پښتانه يــــې په پښتــــو نېشه كړي دي . پښتــــو زړورتوب دى ، ځكه چې پښتــــانه په دې خبره ايمان لري چې ګټه او تاوان عزت او ذلت هر څه د خداى(ج ) نه دي بې د ده د ارادې نه هيڅوك هيڅ هم نـشي كولى ، نو ځكه پښتــــــو كې وېره نشـــته او پښتــــانه نه وېريږي . پښتــــــــو لــــوړ همـت دى . پښتــــــــو ننــــګ دى . پښتــــــــو حميت دى . پښتــــــــو غيرت دى . پښتــــــــو جرئت دى . پښتــــــــو اراده ده . پښتــــــــو هوډ ( عــــزم ) دى . پښتـــــــــو متـــانت ، ثبــــات او استقــــامت دى . پښتـــــــــو حزم دى . پښتـــــــــو حلم دى . پښتـــــــــو توره ده . پښتـــــــــو د پښتنو هغه مهمه وسيله ده چې په هر ډګركې يې دوۍ بريالي كړي او هېڅ يوه وسيله ورسره مقابله نشي كولى . پښتـــــــو تورزنتوب دى . پښتــــــــو نارينتوب دى . پښتــــــــو مړانه ده . پښتـــــــــو د پښتنـــــو هر ګوره كلك سنګر دى . پښتـــــــــو د پښتنـــــو نه چاپېره خورا كلــكه كلا ده . پښتـــــانه د ژوندانـه درستــې ګرانـې يواځـــې په پښتــــوزغملى ، له سره اړولى او له ځانه لېرې كولى شي . د ژونـــدانه په تيارو كې پښتـــانه يواځې د پښتــــــو په رڼا لاره ميندلى او سيخولى شي . پښتـــــــــو لطـــف دى . پښتـــــــــو معمــــا ده . پښتـــــــــو دعوه ده . پښتـــــــــو اثبــــــات دى . پښتـــــــــو نتيـــــــجه ده . پښتـــــــــو حكمــــــــه ده . پښتـــــــــو حاكمـــــــه ده . پښتـــــــــو حكـــــــــــم دى . پښتــــــــو قانــــــــون دى . پښتـــــــــو پرېكړه ( فيصـــــله ) ده . پښتـــــــــو ضابطــــــــه ده . پښتـــــــــو نظـــــــــــام دى . پښتـــــــــو انتظــــــام دى . پښتـــــــــو سمبــالونه ده . امنيت په پښتو كې دى . خواخوږي په پښتو كې ده . حريــــــت په پښتـو كې دى . عدالت په پښتــــو كې دى . پښتــو نياو ( انصاف ) دى . مساوات په پښتو كې دى . په پښتو كې هغه ريښتينې ډيموكراسي ده چې ټكى چل ول، افراط او تفريط پكــــې نشته . ظلـــــم او استبـداد په پښتـــــو وركيږي . ظالم په پښتــــــو خربشوى كيږي . د مستبدانو سر د پښتـــــــو په تيږه ټكول كيږي . د ولس او وطن ريښتيـني اوخادم،په پښـتوپيژندل كيږي . د دين، وطن، پښتو او پښتنو خاين، په پښتو څرګنديږي . د ظالمـــانو مستبدانو سټــــه او ولــي( ريښې ) په پښتـــــو ويستل كيږي . پښتو كې كشران د مشرانو د پاره او ولس د حكومت د پاره نه دى بلكه مشران د كشرانو د پاره او حكومت د ولس د پاره دى ، د دوۍ موقعيت او احتـــــرام د پښتنـو په سترګو كې ، د دوۍ د خدمت په تناسب دى . پښتــــــو د سمو مشرانو مننــه ده . پښتــــــو د خائنو مشرانو رټنه ده . ډګـــر په پښتـــــو ګټـل كيـږي . خلاصى او نجات په پښتـــو كې دى . جنت پر اسلام باندې په پښتو كولو ګټل كيږي ، حورې ، غلمان ، او د جنت بې شمېـره نعمتونه پښتنـو ته په پښتـــو لاس ته ورځـــي . پښتـــــو د پښتنـــــو د دواړو نړيوو د سعادت ضامنه ده . پښتـــــو د پښتنــــو د وړو روزونكـې ( مربي ) ده د ز لمــو د ژڼو قوت او خوشحــالي ده ، د زړو لكــــړه او امسا ده . پښتـــــو د پښتنــــو د ژوندو ساه او د مړو كپن دى . پښتـــــو پښتنــــــــو ته د پښتنــــي ژوند لاره ښيـي . پښتـــــو د پښتنــــو د ژوندانــه نه ونجيدونكې او نه بدلېدونكې كړنلاره ، دستورالعمل او پروګرام دى . د پښتـنــــو د دواړو نړيو چارې يوازې په پښتـو سره سموالى مينده كوي . پښتـــــو پښتنــــــو ته د مړينــــې ډول او دود ورښيـــــي ، مړينه هم خدايږو په پښتو سره خوند كوي . پښتـــــو د پښتنــــو لوى ناموس دى . پښتـــــو د پښتنــــو د ټولنــــې روح دى . پښتو د پښتنو روحونو او معنوياتو منځۍ ( مركز ) ده يانې د پښتنو روحونه او معنويت په يوځاى كې غونډوي . پښتـــــو د پښتنو لالۍ ده . پښتـــــو د پښتنــــــــــو هغه حق دى چې يوځاى ورسره زېږېدلي دي . پښتـــــو خو نو پښتــــــو ده، پښتـــــــو ده . پښتو په پښتو درېدل او سرومال ترينې( ځينې ) جارول دي . پښتانه په پښتو نازيږي.پښتانه په پښتو سره لوينه كوي. په وروستي كې تللې پښتو هم په پښتو راګرځي، لنډه يې دغه چې د پښتنـــــــــو شته والى په پښتــــــــو سره دى او پاينه ( بقا ) به يې هم په پښتــــــــــو ســــره وي . پښتــــانه په پښتــــــو ولاړ دي ، كه پښتــو نه وي پښتــانه غورځيږي پرزيږي سټــــه يې خيـــژي او وركيږي . پښتــــو غواړي چې د پښتنـــــو درست زده كړي ويښ ځلميان ، هر يو پوه ، حساس پښتون ، د تللې پښتو د ستاينې ، راګرزونې ، راڅرګندونې ، ارتوالي ، لوړوالي او خپرونې په ليار ( تعميم ) كې، خپله ټوله مادي او معنوي قوا په كار واچوي او د خپلې وسې او توانه سره سم هاند وكړي ، درستې بې نظمۍ ، ټولې ناكلارۍ او ناهوسائۍ د بې پښتوګۍ څخه راپېښې دي ، بې پښتــــــوګـــۍ دغومره بيرته پاتې كړي يو ، د بې پښتوګۍ له امله د غومره ټيټ لويدلي يو، د بې پښتـــــــــوګــــۍ له لاسـه ټـوټـــې ټـوټــې يـو ، ځان ځاني ، د بې پښتـــوګــۍ څخــه منځته راغلـــې ده . درستې بښكولې ( ټول فلاكتونه او مصيبتونه ) د بې پښتـــــــوګــــۍوالي له كبـــله رارسيږي او نورې لانجــــې به د همدغه لارې نه راپېـــــښې شــــي . حكومت د بې پښتوګۍ له امله اريان دى ، او لاره يې وركه كړې ! او ولس د بې پښتوګۍ له لاسه بې پته ، خوار ، زار او ورك دى؟ ټول د بـې پښتـــــوګــــۍ په اور ســوي يو، د بې پښتوګۍ په اور سوځو، او د بې پښتوګۍ په اور كړيزو، او د بې پښتوګۍ په اور وريتيږو؟ ښايي د بې پښتوګۍ د لاسه وژاړو، د بې پښتوګۍ د لاسه كوكې او سورې وهــــــــو! واى پښتـــــو! ارمان پښتـــــو! پخوانيو پښتنــو ، پښتـــو تر هر څه ښـه او پښتـــانه يــې تر هر چا لوړ ګڼلي او په خپلو تمامو قواو به يې هاند كاوه چې پښتــــو وكړي او پښتــــو وساتي، په دغه لار كې به يې مالونه او سرونه ښندل ، بې پښتوګي به يې خورا بده ليدله او سپيتانه يـې ګڼله ، په هغه مهــال كې پښتـنـــواله او مړانه په سيالۍ وه لكه چې اوس بې پښتوګي او سپيتانه په سيالۍ ده . پښتـــــوده چې د وطــن ، نامه ، ناموس ، شرافت ، حيثيت او بالاخره د پښتــــو د ساتنـــې د پاره يې پښتانه د سكندر، چنګيـــز، تيمور او نورو نړۍ نيوونكو په مخ كې ودرول او د نامه خاوندان يې كړل چې نيټه ليك ( تاريخ ) پرې شاهدي لولي او ټول خلك پرې قايل دي چې اوس د دوۍ چارليــكونه ( كارنامې ) په غټ قلم او په سرو زرو ليكل كيږي او موږ پرې سرلـــــــوړى كوو . پښتــــــــو ده چې په پښتنــــــو باندې يې هغه چـارې وكــــــــړې چې خلك ورته ګوتـه په غاښ نيــسي او شابسى پرې وايي . هـــــــــو، همدغه پښتــــو ده چې پښتـــــــانه يې د پښتـــــــــــو نياڼــــى له غــــــرو څخه لكه توي و بهــــول اود كلكتـــــــــــې او برما تر ټكه پورې يې ورسول ! هوكې ! پښتو وه چې د پښتنــو يو ټولګى يې تر اصفهانه پورې ورساوه او هلته كې يې څه او څه بري وكړل ! دا خو پښتـو وه چې پښتنو منځنۍ آسيا خوځوله پښتو د منځنۍ آسيا تالنده ( رعد) او پښتانه يې تندر ( صاعقه ) وو. پښتـــو وه چې په پښتنــــو يــې د سروزرو مرغۍ ساتـــله او شندان يـې ورته نه پرېښودل چې ويې نيسي او كه چېـرې وبه يې نيوله ژر به يې بڼه او بڼوكې وروشكولې او منګولې او وزرونه به يې ورمات كړل او د سرو زرو مرغۍ به يې تنې خلاصه كړه . دا خو پښتووه چې د پښتنونه د هر چا سترګه سوځېده او دا پښتانه وو چې د سرو زرو مرغۍ ته يې څوك نه پرېښودل او له همدې كبله د سرو زرو مرغۍ مينان لېوالان تل پښتــو او پښتنو ته په غوسه وو او غاښونه به يې ورته چيچل خو د پښتنـــو نه د پښتـــو پولادي كلا او سنګر چاپېره و، او د پښتو خورا مهمه وسله يې په لاس كې وه هر چا چې بريد كړى دى ماتې يې كړې او ناكامه او شرمېدلي بېرته ګرځېدلي دي، د پښتنو سره هېڅ نه کېدل او هېچا خپله مخه نه ليدله وروسته خلک پوه شول چې په زور سره هېڅ نشــــي كېدلى نو چرتونه يې وهل چې ګوندې په كوم علمي پټ چل سره د پښتنو سنګر مات كړي او د پښتنو كلا ورانه كړي او د پښتو وسله د پښتنو له لاسه وغورځوي او په دغه ډول پښتــــانه مغلوبه كړي دغه و چې متخصصين يې ورته كښېنول چې د پټو جګړه يزو وسلو په څېر نوى چل ورمينده كړي تر څو چې ډېرو ماهرو متخصصينو د ديني ، اجتماعي، سياسي ، اقتصادي او علم النفس د علومو په مرسته د نوو عصري آلو او وسلو په څېر نوي چلونه يې وايستل چې حقيقتاَ پښتـو او پښتنــــو د هغو چلو په مخكې مقاومت ونشو كړى او مغلوبه او حتى په ورستي كې خوار او ذليل او دغه خبره چې كلا له د ننه څخه فتح كيږي دلته بيا خورا ښه مصداق مينده كړ . څه يې وكړل ؟ او څنګه يې وكړل د هغو تشريح او بيان نه شم كولى او دغه ليك كې بيانيږي هم نه ، بلكې كتابـــــونه غواړي . د پښتو او پښتونولۍ تشريح چې د انساني ، اسلامي او پښتني فضايلو بيان دى او د پخوانو پښتنو د اخلاقو، آدابو ، عاداتو، دود او دستور او د ژوندانه د ډول او څه او څه ښوونه ده حقيقتاَ خورا ګران كار دى او د هر چا د لاسه نه دى پوره لكه چې متل دى چې ( پښتو چا تر سره كړې نه ده ) همدغسې چا بشپړه څرګنده كړې هم نه ده ، بالفرض كه څوك وغواړي چې په دغه باره كې څه وليكي نو په يو كتاب نه كيږي بلكې بايد چې كتابونه وليكي . ځما غوندې خلك چې بشپړ علمي استعداد او قلمي توان ونه لري ، د تېرو او اوسنېو پښتنو له حال او احواله څخه پوره خبر نه وي ، پښتنو كې شوي( زوكړى ) او د پښتنو سره لوى شوي نه وي، د ټولو پښتنو په كيلو اوكامونوكې ګرځېدلى او ډېرې شپې يې پكې كړي نه وې، زيږه پښتانه سپين ږيري او سپين سرې يې ليدلي نه وي ، د هغوۍ له خولې يې د پخوانۍ پښتو او پخوانيو پښتنو غورې او كيسې اوريدلي نه وې ، پېښې او واقعات يې له سترګو تېر شوي نه وه ، روغه پوه، تېر نظر او مكمله مميزه قوه ونلري،لنډه يې دغه چې يوپياوړى( داهى ) سړى نه وي نو هغه د پښتنو له بشپړ بيان او تشريح څخه عاجز وي . زه هيله كوم چې په موږ كې دغسې سړى مينده شي چې بې له اروپايي او امريكني يا نورو پردو سترګو په خپلو پښتني سترګو پښتنـــو او پښتــــو او د دوۍ اوس او پخوا ته وګوري او د ريښتيــــنو پښتنــــــــو صفــات او مزايـا او اخــــــــــلاق او د ريښتينـــې پښتو او پښتنـولۍ حقيقت ، څنګه چې ښايي بيان او څرګند كړي تر څو چې ننني پښتانه ځلمي پوه شي چې د څه راز خلكو نمسي دي او د دوۍ نيكونه څنګه مزايا او اخلاق درلودل ؟ پښتـــو او پښتنواله څه شى وو؟ او څه شى دي ؟ د هغې له مخې نه ځان او خپله وظيفه وپېژني او د تګ لاره او ليكه ورڅرګنده شي او په هغې وخوځيږي . اوس خو ډېرځلمي د پاړسو او ډوډۍ او نورو څه په غم كې دي ! موږ يو اروپايي ولس نه يوچې د هغوۍ ديانت او معتقدات ، اخلاق، آداب ، عادات، او دود او دستور، اود ژوندانه ډول ولټوو، او هغه ومنو! او زده يې كړو! دغه زوړ شوى خوسا مدنيت چې نتيجه يې دوۍ ته هم ورڅرګنده شوه او ډګر كې ده موږ ته نه دى پكار ! موږ امريكايي ، افريقايي ، چيني يا جاپاني يا بل څوك نه يو چې د هغوۍ پېښې وكړو او ځانونه د هغوۍ په څېر كړو ! موږ ترك پاړسيوان ( ايراني ) او هندي هم نه يو، موږ بې نومه او بې نښه نه يو ، وركوټى ولس هم نه يو ! موږ د اسيا په منځ كې د نامه خاوندان يومنځګوري اريـايي ولس پښتـانه يو او مهم جغرافيايي موقعيت لرو چې نړۍ موږ پېژني او زموږ د نېكونو چارليكه په نيټه ( تاريخ ) كې ښكلى( ليكل ) شوى دى ، څه كېږي كه اوس پرېو تلي يو! د خاوند اراده ده . ناشكري به مو كړې وي ! دغه حال ځانله موږ ته نه دى راپېښ زمانه ډېر مد او جذر لري ، نورو باندې هم دغسې حالونه ډېر راغلي دي مګر په هغه ويالې كې چې اوبه تېرې شوې وي بيا تېرېږي . اوسني پښتانه چې غورځېدلي، پرزېدلي او پرېوتلي او په خورا بدحال كې دي بيا هم د هماغو تېرو پښتنو نمسي دي . يو څو كسه او څو كورنۍ كه وي مستثنا، نورو كې لاد اروپا پرتوګ كښلي مدنيت دومره ډېر تاثير نه دى كړى چې حتى وينه يې هم وربدله كړې وي، د اوسنيو پښتنو وينه هماغه پخوانۍ پاكه پښتني وينه ده، فطرت خويي هم نه دى بدل شوى نوځكه څوك دا ګومان نه كوي چې ګنې خپل استعداد يې هم بايلى ! نه ! هماغه وينه ده او هماغه استعداد دى خداى ته مو هيله ده چې بيا سر جګ كړي او له خپلو نيكونو نه هم پسې ورتېر شي . څه ګران كار نه دى كه پوه اوپياوړي سپېڅلي پښتانه مشران مخكې شي او د پښتوپه غږ پښتانه راويښ كړي ټول يوځاى او يوكاندى اود پښتو په خوا يې وخوځوي ، د بې پښتوګۍ مخه ونيسي اوبې پښتوواله وركه كړي، ډېرد لږكو ( اقليت ) په ټكي تېر نه ووځي او د دغو لږكو (( اقليت )) له غمه مو خلاص كړي او يو نسل زمونږ د ريښتينې پښتو له روحه سره سم وروزي اوعصري تعليم هم ورزده كړي بيانوڅه غواړي، پنځلس شل ميليونه ولس او هغه هم پښتانه ! څه نشي كولى؟ نور به يې و نه مني پردى به يې بولي مګر موږ پښتانه د پښتو له مخې پوهېږو چې څه نشو كولى؟ هغه څه كولى شو چې نوريې نشي كولى ! هر څه او هر څنګه چې وي زه وايم چې موږ ته د اروپا خوسا پرتوګ غورځولى مدنيت نه دى پكار ، موږ بايد د ځان د پاره لكه پخوا بېل مدنيت جوړ كړو چې هغه مدنيت پرته د اروپا او نورو د مدنيت څخه وي ، د پښتو پښتني مدنيت وي . هوكې ! موږ د فن او صنايعو له پلوه دوۍ ته اړ يو ښايي چې دغه د دوۍ نه زده كړواو زموږ دين هم موږ ته امر كوي چې ( الحكمة ضالة المومن اينما وجده اخذه ) خو پرته له دغه نه د دوۍ نور څه ته اړ نه يو او نه ښايي چې په هر څه كې د دوۍ پېښې وكړو اود دوۍ معتقدات ، اخلاق ، اداب ، عادات ، دود او دستور ... هرڅه په پټوسترګو ومنو! هو زموږ په وطن كې دغسې زلمي شته چې د اروپا مينان او لېوالان دي غواړي چې موږ په هر څه كې داروپا په څېر شو،هر څه د دوۍ ومنو او خپل هرڅه ايسته لرې واچوو! دوى پښتو او پښتونوالــې نه بده مني كه څه هم په ظاهر كې ځان ( اوغان ) مګــــــر په زړه كې پښتانه او پښتو بده ايسي . دغـــه څوك دي ؟ ايا رېښتياني پښتانه نه دي ؟ كه وي نو ولې دغسې دي ؟ په هغې كې به اوس نه ګړېږو ! او نه پكې ګړېږو ! دغه څېړنه به اوس پرېږدو، دغلته نه ځايـــــږي . زما خپل نفس يې نه مني چې موږ په بل چا پسې لاړ شو، ړانده نه يو چې لكړه مو د بل چا په لاس كې وي ، دومره ناپوه نه يو چې لكه واړه د خپل ژوندانه چل به هم نه راځي او په بل پسې به منډې وهو! ليوني هم په خپله خوښه ژوند كوي نه د بل چا په خوښه ، بېزوګانې هم نه يو چې په هر څه كې به د نورو پېښې كووموږ خپلواكه مستقل مزاجه پښتانه يو، زموږ هر څه به زموږ په واك كې وي ، مدنيت به مو هم خپل او پښتني مدنيت وي يوه خبره غوره ده چې ( چا د يوه كاكړ نه پوښتنه وكړه چې كاكړ په چا ورځي ؟ مدعا يې دغه وه چې په كومه لويه پلرينه ګډيږي ! كاكړ وويل چې : كاكا كاكړ په هيچا نه ورځي ! كه څوك په كاكړ راځي راځي دې او كه نه راځي خوښه يې ، كاكړ په چا نه ورځي ) نو موږ مجبور نه يو چې په خوراك او څښاك نمړۍ اواغوستو كې د كور او كلــــي په جوړونې كــې ، په ناسته او ولاړه ، په خبرو او هره اوضاع كې ...په هر څـــه كې لكـــه چې ځينـي وايي او غـواړي داروپائيـــــانو په څېـر شو! نه ! مــوږ مـوږ يـو او اروپـــــايان اروپايان دي او نور نور دي ، اوس هم پښتانه له مخې ورك نه دي پښتـو او پښتنــــواله هم بشپړه نه ده وركه زموږ خپــــل زده كړي ځلمي ( نګه، پښتانه ځلمي )به خپله پښتوراڅرګنده كړي راوبه يې ګرځوي، دغسې د پښتو مدنيت به راته جوړ كړي چې د خلكو سترګې وبرېښوي كه څوك راپسې راځي راځي دې كه نه مونږ په چا پسې نه ځو، هغه څوك چې بې له دغه څه غواړي هغه به پښتون نه وي ! ځكه چې پښتون په پښتنوالي سره پښتون دى او پښتنواله هم دغه غواړي . بېزو، پښتون نه دى او پښتون هم بيزو ندى ، كه څه هم سمدلاسه پښتانه پرځېدلي اوڅانګې وانګې پرېوتلي دي په ستوني باندې يې خلكو پل ايښى دى د سا ښكلو لار يې هم نشته ( د لوى سيند او بحر نه يې لرې او محروم كړي دي ) په ملاپرې كړي اودوه بولكه څه چې لاټوټې ټوټې اوټوكړې ټوكړې دي ، د دې ټوټو يو د بله سره پيوند كيدل او بيا د يوې تنې جوړېدنه او ازاده سا ويستنه سلامتي او تكړه توب يې لكه پخوا ډېر ګران بريښي . دغه تېرې خبرې كه څه هم يواځې تمنيات دي مګر خـــداى ( ج ) لوى دى او په هر څـه قادردى پښتانه د ده بندګان او سپيــن مسلمانان دي د ده په ديـن باندې كلك ولاړ دي تل خپل سرونه او مالونه يې د ده د دين په لار كې د ده د رضا د پاره ښندلي او ښندي يې . كه شيطان كله په پوټكو ورننوتلى وي او په ځينو مواردو كې يې غولولي وي او د نشتمنۍ ، فقر او لوږي له امله ( چې د ده حبيب له هغې نه خپل خاوند ته پناغوښتي ده ) او په ناپوهۍ څه سهوه تنې شوي وي هيله مو ده چې په خپلې مهربانۍ سره راته هدايت وكړي عفو وكاندي او د پښتنو ټوټې ټوټې شوي اندامونه بېرته سره ورولي پرهارونه يې ورغوي ، د ستوني لاره يې ورخلاصه كړي درستې ناروغتياوې ترېنه لرې كړي روغ مټ او تكړه يې كړي او په ريښتيا سره يې د خپل كاله او ملك واكمن كړي د كار سړي پكې شته كړي او د دغې بدحالۍ نه نجات وركاندي . (( والله غفور رحيم . )) ښايي چې پښتانه ځلمي زموږ د كار سړي ، او ځانونه و نه بايلي ، بې هيلې نه شي همت ټيټ نه كړي ، متانت او استقامت له لاسه ورنكړي .پر خداى توكل وكړي ، پښتــــو او پښتنــــــــواله رابرسېره كړي ، پښتــــــــانه د پښتو په غږ ويښ او د پښتنوالي په لار يې وخوځوي ، مسلمــــــان او پښتـــــانه د پاره بې هيـــلي او نا اميدي نشــــته ( الا ان حزب الله هم الغالبون ) بې هيلي كفر دى بې هيلي ډېر خلك د نجات او موفقيت له وره څخه بېرته راګرځــــولي دي ،مېړه اوبيا پښتون سړى هېڅكله بايد بې هيلې نشي، پښتانه ځلمي خپله دينـي او پښتني وظيفه بايد پر ځاى كړي بيا د كېدلو او نه كېدلو مسول يې نه دى ځكه چې هغه د خداى په قدرت كې دي هر زده كړى ځلمى ، هر حساس پښتون ، په خپل كاله كې په خپلې كورنۍ كې ، د خپلو دوستانو عزيزانو سره ، د خپلو ګاونډيانو سره په دېرو او ډبو كې په هرې ډلې كې د خپل چم ګاونډ او خپلو كليوالو سره په جوماتونو كې ، په ودونو كې په هرې ټولنې كې ښايې چې د پښتو مركه جوړه كړي چې كومه خبره پښتو ده او كومه پښتو نه ده ، څه پښتونواله ده او څه بې پښتوګي ، پخوانۍ پښتو زموږ څنګه وه ؟ اواوسنۍ بې پښتوګي له كومه شوه ؟ نور له كومه راغله څنګه راغله،څنګه پاتې شول دهغو لږ كي څنګه راباندې غښتلي شول ؟ لږكي ولې ښاغلي شول ؟ پښتانه ولې نتلي شول ؟ پښتو به كله راوګرځي ؟ څنګه به راوګرځي څوك به يې راوګرځوي ؟ د نورو پېښې څنګه پرېږدو څنګه به ترې لاس واخلو؟ د پښتو او پښتــــونوالي په ساتنې او راګرځونې كې د هر پښتـانه وظيفه څه ده ؟ د هرپښتون وظيفه ده چې تڼۍ دې وشــــكوي منډې دې ووهــــي ، هــانـد به كوې ځــــان به وژنـي او پښتــــو به راګرځوي . څوك چـــې څه ليكلـــــى شي په اخبـــــارو كې په مجلو كې دې مقالـــــې وليكـــــي . دا لازمه نه ده چې خورا لوړه ادبـــي مقـــــــاله دې وي نه ! د چــــا چې څه زده وي هر څه چې ليكلــــى شي هغه دې وليكي د پښتو غږ دې وكړي او خپل خيال دې ښكاره او خپل اخلاص دې څرګند كړي څوك چې كولى شي په ټولنو كې ،په راډيو كې دې وينا وې وكړي ، كتابونه دې په پښتو واړوي ، كه پښتو سره پښتو ونه شي پښتو تللې او پښتانه به هم د همدغه له امله وږي ، تږي ، بربنډ ، بې كوره ، خوار زار ، سپك نتلي او څــه او څــه وي . مـــــــوږ هم خــــــاوره لرو اوبه لرو، غرونه لرو، رغونه لرو، ډاګونه لرو ، ځنګلـــــونه لرو او په نورو ولسونو وطنونو كې هم همدغه وي نه بل څه ، بلكې زموږ د ملك استعداد په ډېرو ملكونو زيات دى زموږ په غرونو كې هر ډول او خورا ډېر درنګونه ( معدنونه ) دي چې په بل ملك كې نه مينده كيږي ؟ ككرۍ لرو، ماغزه لرو، لاسونه لرو، پښې لـــرو نو ولې وږي يو، تږي يو، بربنډ يو؟ ممــــــلكت لرو، نفوس لرو، مفاخر، تاريخ ،دولت ، حكومت، استقلال هم لرو ، نـو ولـې خوار يو،نتلي يو، رټلي يو، سپك يو، ورك يو؟ دا ځكه چې پښتــــــونلرو، پښتنـــواله نلرو ، هر څه رانه خلكو تالا كړي ،وړي دي او وړي يې ، كار كوو د بـل د پاره ، خپل خپلوان ، وروڼه ، عزيزان ، خپل مشران ،خپل كشران سپكــوو، وژنو يې د بل د پاره ! ولې؟ ځكه پښتو نشته ، پښتونواله نشته ، خلك خپل شته والى ساتي ، خپل نفوس ډېروي ، خپله ډله لويوي د خپل ولس غم كوي ، خپلو وږو ته ډوډۍ پيدا كوي، خپل لغړ پټوي ، خپلو بې كورو ته كور جوړوي خپلو وزګارو ته كار مينده كوي ، خپل وطن ودانوي خپل واړه روزي ، خپل وران اخلاق سموي ، خپل علم ، خپل صنايع ډېروي ، خپل مدنيت لوړوي ، د خپل كام د عزت د ساتنـې د پاره هاند كوي... مګر زموږ وجود ټوټې ټوټې دى په غونډولو كې يې نه يو، بلكې د بل چا په ټونګ ، په دا كې يو چې لا يې هم په وړو وړو برخو او ټوټو وويشو، پښتني شته والى نشته او نه يې غواړو ، د نفوس ډېروالى مو څه كوې چې په لږوالي كې يو، د تربګنۍ ، ګوندۍ او څه او څه په نامه د پردو په ټونګ سره وژنو خپله ډله وړوو ، خپل نفوس لږوو ، د ولس غم مو نشته د هرچا سره د خپل ځان غم دى او د هېچا سره د بل غم پېدا نشو د كوم وږي په لاس كې كه څه روټه يا سوكړك وي هغه هم تنې اخلو او لايــــــې پسې وږي كوو، لغړو ته جوړانګې هم نه پرېږدو خلك له كنډرو هم شړو ، وزګارو ته كار مينده كول څه كوې چې لا د خلكو كار اخلو او د كار خلك وزګاروو وطــــــن دومره ودان نشو لكه چې وران شو. د وړو روزنه نشته ، د خلكو بداخلاقي سمول لا پرېږده چې سم اخلاق مو وروران كړل ، علم نشته ، صنايع نشته ، خپل مدنيت پسې نه ګرځو خو د اروپا مدنيت د شپې او ورځې ستايو دغه په موږ كې فضيلت دى ، خپل كام ته عزت وركول اودرنول څه كوې بلكې د شپې او ورځې د دوۍ په بې پتۍاوسپكوالي پسې يو، پالنه نشته، خواخوږي نشته، څــه نشته څـــــــه نشته... هېڅ هم نشته، مشران ځان له دي مونږ ځانلـــــــه يو ! ولې ؟ ځكه چې پښتـــــو نشته پښتنواله نشته خبـــــــره لنډه كــــــــــړم چې د پښتنو د پاره كه پښتــو او پښتــــــــونواله نــــــه وي هېـــــــــڅ به هم نه وي . اروپايي توب او نور هېڅ هم زموږ په درد نه خوري او يو هم زموږ دردونه نه دوا كوي زموږ د ټولو دردونو دوا، د درستو خوږو علاج همدغه يوه نسخه ده چې هغه هم پښتو او پښتونواله ده زموږ د ټولو پرهارونو ملهم همدغه يو ملهم دى چې پښتــــــــــو ده زموږ د ژوندانه زموږ د كارونو زموږ د دواړو نړيو د سعادت د پاره همـدغه يو پروګرام او كړنــــلاره ده چې هغه پښتـــــو او پښتونواله ده . بيا وايم چې كه چېرې زموږ زلمي د نورو پېښې ونكړي او نورو پسې لاړ نشي، وړاندې وروستــه وګوري ، پښتـــــو او پښتـــونواله ولټوي ، مينده يې كړي ، ټينګه يې كړي او د پښتـــو او پښتــونوالي تلقين او تبليغ خپله وظيفه وګڼـي هاند او جديت وكړي ، د بې پښتوګۍ په مخ كې كلك ودريږي مخه يې ونيسي خداى ( ج )ته هيله ده چې پښتانه به ژر د دغې بدحالۍ ووځي زه خو پخپله د پښتو د مينانو او د پښتنو د ريښتينو چوپړيو (خادمانو) ځينې يم ما د پښتــــو او پښتونوالي په رابرسېره كولو او د پښتنــــو په خدمت كې هغومره هاند كړى دى څومـــره چې مې له واكه او توانه كېدى شو ګمان نه كوم چې بـل چا دې دغومره كړى وي په دغې لار كې ډول ډول ګرانو سره هم مخامخ شوى يم چې شرح يې امكان نلري ، ټول مې ځغمل ( زغمل ) او ځغمم( زغمم ) يې ، كه هر چا دغومره كړي واى پښتو به اوس راژوندۍ وه او كه هر څوك دغومره هاند وكړي ډېر ژر به ژوندۍ شي اوتللې پښتـوبه هم بېرته راووزي او پښتـــــــــــــــــــــــانه به له دغې بد حالۍ نه ووځي كه خداى ( ج )كول موږ خپله برخه كړې ، خپل وار موتېركړى او لاره مـــوهم پښتنـو ته ښودلې او پرانيستې ده او پر نورو ده چې ډګر ته راووځي، ورپسې شي او خپله برخه كار وكړي كه څه هم ما اوس هم د پښتـــــو او پښتنــــــو د خدمت نه بشپړ لاس ندى اخيستى اوس هم د موجوده شرايطو او خپله توانه سره سم هغومره مې چې له واكه كيــــږي او په هغه ډول چــــې كېدلى شي كوم يې او تر مړينې پورې به هم لاس وانخلم ځكه چــې پښتون يم پښتـــو د پښتنــــو د ژوندانه د مړينـــې مسله او خبره ده ، رښتيا هم دغه ده چې هر پښتون چې ځان او د درستو پښتنــــو پښتنـــــي ژوند يعنې د پت، شرافت او سړيتوب ژوند غواړي نو هغه بې له پښتـــــو كېداى نشي . كه پښتو په منځ كې نه وي د پښتنــو ژوند به د نوكرانو ژوند وي ، هســـې سا ښكل راښكل خواړه څكه ، څښه كه څوك ژوند بولي نو دغسې ژوند خو څاروي هم لري ، هر څوك چې پښتون او په رښتيا سره د پښتانه زوى وي نو هرومره به پښتو او پښتنواله غواړي او د زړه له كومې څخه به ور سره مينه او محبت لري ، خپله سا به يې بولي او خپل ژوند به ورپورې تړلى ګڼـــي ښايې چې هر پښتـــون د پښتو او بالوسيله د پښتنو د پاره مادتاً او معناً په هره لارې او په هرې وسيلې چې كولى شي، خدمت وكړي په دغې چـــــــارې كې د حيـثـيـت ملاحظـــه مورد نلري زما خپل چرت دغه دى چـې د پښتـانه سړي حيـثـيـت په پښتـو كې او د پښتـــــــو او د پښتنـــــو په چوپړولو ( خدمت ) كې دى د اشخاصو عزت او حيـثـيـت د ټولى او ولس د عزت او حيـثـيـتـه سره تړلى دى كه ولس عزت او حيثيت درلود نو د هغه ولس هر سړى به هم د عزت او حيثيت خاوند وي او كه ولس عزت او حيثيت نه درلود نو د هغه ولس افراد به څه عزت او حيثيت ولري ؟ عزت او حيثيت په ډېر او ښه خوراك ، په ډېر او ښه څښاك په ډېر عيش او عشرت د ډېرو سازونو او سندرو او راډيوګانو په اورېدلو د ډېرو تياترونو او سينماوو په ليدلو او په نمړ يو او جامو ، په ډېرو عطرونو او لونډرو ، په ښو ماڼيو كوټيو ، ګړندو ګاډو په سورلۍ نه دى . عزت او حيـثـيـت په دې كې ندى چې سړى په هره لار چې وي په سود وي كه په غلا وي ، په جبر او ظلم وي ، په تالا وي تجارت وي پيسې وګټي ، عزت او حيثيت په لويۍ ، غرور، عنوان ، لقب او منصب ندى او نه د ميز ناستي او د خوشامندګرو خوشامند او چاپلوسيو ته عزت ويـــــل كيږي دا عزت نه دى چې ټيت خلك او د غرض خاوندان ، چا ته ملك ، خان ، سردار ، باداراو څـه او څـه ووايې او په درواغو خبرو او هغه ستاينـو يـې وستايـې چې په دې كې نه وي، لكه چې ناپوه په پوه ، جاهل په علم ، ظالم په عدالت ، بخيل په سخاوت ، بې زړه په زړه ورتوب ، بې ديانت په ديـندارۍ او ديانت پناهۍ وستايي او فاسق ته ولي الله ووايي عزت او حيثيت په دغه هم ندى چې څوك خپل ځان غټ سړى وبولي. د خپل درندوالي د وقار،ساتنې د پاره ځانله چېرته ناست وي ، ډېر نه ووځي چېرته نه ګرځي او كه وګرځي هم ځانله به ګرځي ، سر به يې ښكته اچولى وي او چاته به نه ګوري نه به چاته سلام اچوي نه به د چا سلام اخلي او كه په چا سلام اچوي يا يې اخلي هغه هم په ډېره استغنا او لويۍ وي او د سر او سترګو په اشاره به وي دا څه عزت او لويي نه ده چې څوك له چا سره لاره چاره ونه لري چا سره دوستي عزيزولي تګ راتګ ، ناسته ولاړه ونكــــړي د چا په غـم ښادۍ كې شريك نشي ، د ناروغو پوښتنه ونه كړي ، چا ته بې ګټې يو پيسه پور ورنه كړي يا د چا يو كار روان نكړي څوك ځانتـــه پرې نـږدي او كه كوم وخت كې څوك ورشي او د ناكامه ورسره وګوري نو بې خونده روغبـــړ او بې خونده مركه ورسره وكړي ، په استغنا سره په مثقالۍ تلې تللې او په سوهان سوهان كړې ، څو رسمي خبرې وكړي د هرڅه په نسبت بدبيـني ښـــــــكاره كاندي د هرچـا او هرڅـه نه بې ځــايه شكايتونه وكړي او ټول چرت يې د ځان په ډاب مصروف وي... څـوك چې په دغه چرت كې وي هغه تېر وتلى دى او داسې كسانو ته د عزت خاوندان نشو ويلى . له پښتو سره ځما مرسته په حيثيت او رتبه پورې څه اړه نلري او كه څوك دا خيال كوي اشتباه به كوي كه زما صحيه احوال ښه واى نو په دغه مهال كې چې رسمي چارې هم راتر غاړه نه دي او ډډې مې تنې سپكې دي د پښتـو په ليكلو كې به مې هم له پښتــــو ټولنــــــو سره مرستــــــه كړې واى . ګرانو پښتنـو ته څه ليكل ،د دوۍ سره خواله كول ، د زړه خوږ ويل ، حال احوال بيانول د ولس او وطن څنګوالى ډګر ته ايستل ، وړاندې وروسته پښتـــــواو پښتنــــولۍ ته د زلمو پام كول ، سمــې او كږې ورښودل ، كوكې سورې وهل، شور او غلبلې كول ، په ژړا ژړل ، اوپه دغې ذريعې د پرهار ژلي زړه غمونه سپكول له پښتو ټولنې سره مرسته نه ده او پرتاسو ښېګڼه اړول نه دي بلكې خپله انسانـــــي، اسلامي او پښتنـــــــــــــي وظيفه په ځــــــــاى كول دي . مګر ارمـــان دى چې د علمي او قلمي استعداد د لږوالي بيا په تېره د روغتيا د نا بشپړوالي له كبله په اخباراتو او مجلاتو كې د مقالو دليكو نه يم . تاسې ومنئ چې دغه مې هم په خورا زيارليكلي دي. په وروستي كې نه پوهېدم چې څه مې ليكلي او څه ليكم؟ نو د دغه د پاره چې ستاسې د زلمو غږ خوشې لاړ نشي دغه مې وليكل ، خداى( ج ) دې وكړي چې پـــدل ( تاثير ) وكړي . بيا كه چېرې شرايطو مساعدت وكړ او خپل توان مې وليد په دغې كې به هم هاند وكړم كه خـــــــداى ( ج ) كول . په وروستي كې د پښتو ويښو زلمو ته د لوى خاوند نه توفيقونه غواړم چې ديني او پښتنــــي څلو او اساساتو سره سم ، د پښتـــــو او پښتــــونولۍ او پښتنــــو او پښتـــو نياڼې د پاره هغسې خدمتونه وكړي چې لوى خاوند او د ده استازى (( صلعــــــم )) او د پښتنـــــو مـــــړي ژونـــــدي درست تنې خوښ او راضي شي نور نو ځان ، تاسې پښتــــــــــــــانه ، پښتــــــــــو او پښتــــــونواله او پښتــــــو نياڼه او درستــــې چارې

په لوى مهربان خداى ( ج ) سپارم !