توحید او شرک

د ويکيتابونه لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

فهرست

د ناشر عرائض 1 توحيد 3 قرآن د الله تعالى په هكله څه وايي؟ 13 د توحيد غوښتني 17 په ربوبيت كي شرك 29 علم غيب 41 توسل 73 شفاعت 81 تأويل 90 قاطعيت او تسامح 127 كوم مذهب حق دئ؟ 133 زمونږ عقيده 145 د الله تعالى په اړه زمونږ عقيده 153 د الله تعالى اسماء او صفات 159 خداى جل جلاله څنگه وپېژنو؟ 168 د الله تعالى نومونه 175 د الله تعالى صفات 181 دالله تعالى افعال 187 قرآنكريم او متشابهات 193







بسم الله الرحمن الرحيم د ناشر عرائض د الله تعالى د پېرزوينو نه ممنون يو چي مونږ ته ئې په پښتو كي د يوه بل علمي اثر د خپرولو توفيق راكړ او د افغان ولس ديني زېرمي او پښتو ادب ته ئې د دې كتاب د ډالۍ كولو فرصت او امكان راپه برخه كړ. د توحيد او شرك تر عنوان لاندي دا كتاب د ورور حكمتيار د ځينو هغو مقالو مجموعه ده چي د همدې موضوع په اړه په دري ژبه ليكل شوې او د ميثاق ايثار لخوا لومړى بېل بېل او بيا د كتاب په بڼه كي نشر شوې، او دا دئ د پښتو ژباړه ئې ستاسو په خدمت كي ده. د كتاب په وروستۍ برخي كي به د هغې رسالې ژباړه هم بيامومئ چي عنوان ئې "زمونږ عقيده" ده او په هغه وخت كي ليكل شوې چي د جهاد په ضد ژوري توطئې رواني وې، له يوې خوا د دې هڅه كېده چي د افغانانو د اسلامي جهاد قيادت د يوه ځواكمن او منظم حزب په لاس كي پاتې نشي او بېلا بېلي سياسي او نظامي ډلي ډگر ته راوايستلى شي او له بلي خوا دا هڅه كېده چي په مجاهدينو كي فكري انتشار راولاړ شي او د داسي اعتقادي بحثونو لړۍ پيل شي چي فتنې راولاړي او مجاهدين پكي مصروف كړي، يوې خاصي كړۍ ته وظيفه وركړى شوې وه چي دا مأموريت سر ته ورسوي، د دې كړۍ د خولې بندولو او د هڅو شنډولو لپاره دا رساله ليكل شوې وه. الله تعالى دي مونږ ته په هر سنگر كي له اسلام نه د صادقانه او مخلصانه دفاع او د دښمن د دوامداري او ستړيا نه منونكې مقابلې توفيق راكړي. د ميثاق ايثار اداره




بسم الله الرحمن الرحيم

لومړى فصل توحيد دا "توحيد" څه دئ چي اسلام ورته هومره لوى ارزښت او ستر اهميت وركړى چي وايي: په توحيد باور لرونكي جنت ته ځي، د دنيا او آخرت سعادت او بريا ئې په برخه كېږي او د منكر سزا ئې دوزخ ده او د دنيا او عقبى له نېكمرغۍ او بريا نه بې برخي كېږي؟ پر توحيد د ايمان او باور او د انسان د كړو وړو او عمل تر منځ څه رابطه ده چه له هغه پرته نه د انسان هيڅ نېك عمل قبلېږي او نه د كوم ارزښت او قدر وړ گڼل كېږي؟ كه قرآنكريم ته مراجعه وكړو نو وبه گورو چي د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام دعوت او بلنه په دوو ټكيو كي خلاصه كوي: اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ الَهٍ غَيْرُهُ "د الله عبادت وكړئ"، "له هغه پرته بل اله او معبود نه لرئ" خلكو ته دانبياوو عليهم السلام د دعوت خلاصه همدا ده: يوازي د الله عبادت وكړئ ځكه له هغه پرته نه بل معبود شته او نه څوك د عبادت او لمانځني وړ. سوال دا دئ چي په دې بلني او دې دعوت كي څه راز پروت وو چي د لويو ټولنيزو انقلابونو سبب شو؟ د ټولني بې وزلو او مستضعفو پكي خپل نجات لټاوو او مستكبرينو د خپل تخت او تاج او استبدادي نظامونو د نسكورېدو عامل بالو؟ دا ولې يوه ورباندي داسي ايمان راوړى چي د هغه لپاره ئې د سر او مال قرباني وركړې، خو بل ترې انكار كړى، د مخالفت لاره ئې ورسره نيولې او په ټول توان سره ئې د هغه مقابله كړې؟ دا ولې د تاريخ په هر پړاو كي د هر پيغمبر له بعثت نه وروسته د ټولني مستكبرينو، د شر او فساد ځواكونو له پيغمبر سره د مخالفت لاره نيولې ده، دا پداسي حال كي چي د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام د دعوت خلاصه دا وه چي: د يوه الله عبادت وكړئ، له هغه پرته بل معبود او خداى نه لرئ!! لدې دعوت نه د مستكبرينو انتباه او انگېرنه څه وه ؟ د نجات دا شعار ئې څنگه تعبيركړى چي مخالفت ئې ورسره ضروري گڼلى؟ هغه څه وو چي دوى باور ورباندي لازمي بالو خو د توحيد شعار " لا اله الا الله " ورسره ټكر كولو؟ او هغه څه وو چي دوى د دې شعار پرځاى پر هغه ټينگار كاوو او هغه ئې د خپل اقتدار او نظام د بقا ضامن بالو؟! كه قرآنكريم په لږ غور سره ولولو نو د دې ټولو پوښتنو ځوابونه به ومومو. راځئ څو شېبې په دې اړه د قرآنكريم په ارشاداتو كي غور وكړو او وگورو چي قرآن د توحيد د دې شعار په اړه څه لارښووني لري ، دا شعار څه ډول معرفي او تعريفوي او پدې هكله څه غوښتني لري؟! قرآنكريم، قريش مشركين گڼي، كه څه هم هغوى په خداى باور درلود، الله ئې د ځمكي او آسمان پالونكى او پيدا كوونكى او د ټولو شيانو خالق منلو، د كعبې طواف ئې كاوو، ځانونه ئې د بيت الله مجاورين او متوليان بلل، بتان ئې خدايان نه؛ بلكه الله تعالى ته د تقرب وسيله شمېرل او ويل به ئې: مونږ دا بتان نه لمانځو بلكه دا زمونږ او د خداى ترمنځ رابطه او وسيله ده، دا د الله تعالى دربار ته د نږدې او مقربو كسانو مجسمې دي، د دوى په وسيله الله ته ورنږدې كېږو او د دوى شفاعت او سپارښتنه زمونږ د دعاگانو او سوالونو د اجابت سبب كېږي!! قريشو د خپل تاريخ د مشهورو او د دوى په نظر د لوړ معنوي مقام د خاوندانو او الهي دربار ته د مقربو كسانو (360) مجسمې په بيت الله كي دننه نصب كړې وې، لومړى ئې د دوى په قبرونو څلي او زيارتونه جوړ كړل او بيا ئې د دوى بتان جوړ او په كعبه كي ئې نصب كړل، دا عقيده ئې درلوده چي د الله تعالى عبادت بايد د دې بتانو له لاري وشي او دعا د همدوى له لاري د الله حضور ته وړاندي شي، همدا ئې د عبادت او دعا د قبلېدو لاره بلله او دا بتان ئې د خداى "اهل بيت: كهول" بلل او هر يوه ته ئې د كايناتو د يوې برخي د واكدار او متصرف په سترگه كتل!! هر بت د يوې ډلي او قبيلې لپاره د ډېرو سياسي، اجتماعي او اقتصادي امتيازاتو وسيله وه، همدې ډلي به هغه ته كرامات ثابتول، د عوامو په زړه كي به ئې د هغه د هيبت، قدر او قيمت زياتولو لپاره پراخ تبليغات كول، د دې لپاره چي ساده زړي عوام د بت په نامه خپلي شكرانې او نذرانې لازياتي كړي؛ غولوونكي لاري چاري به ئې لټولې، له همدغو شكرانو او نذارنو نه چي د ده په نامه به ئې ترلاسه كولې؛ يوه برخه به ئې د بت او د بت د ماحول په سنگارولو او په لازيات جالب او جاذب جوړولو باندي مصرفول او زياته برخه به ئې د عبادت ځي مجاورينو او متوليانو په خپلو كي وېشل. يوه ته بت معبود وو، پناه ځي وو او د حاجتونو ترسره كېدو مرجع، خو بل ته دام او دكان وو او د خلكو د دوكه كولو او لدوى نه د پيسو شكولو وسيله. كه تاسو د هر بت، بتخانې او د هر قبر په سر د زيارتونو جوړولو قصې ته ځير شئ نو حتماً به د هغه ترشا يو "سامري" او "بلعم باعور" بيامومئ. د قرآنكريم له نظره د قريشو دا عقيده د شرك عقيده ده او دې ته ورته هره عقيد د شرك عقيده. لدې شرك سره نه د توحيد ادعا د منلو وړ گڼي او نه په خداى ايمان او اعتقاد د اعتبار وړ. قرآن خلكو ته وايي: الله يو دئ، داسي نده چي د څو خدايانو له جملې نه يو وي، بلكه احد او يوازنى دئ. هغه د ټولو رب دئ، ور ئې د ټولو په وړاندي برابر پرانستى دي، د ده او بنده ترمنځ نه فاصله شته او نه واسطه او وسيله، هرڅوك مخامخ او له واسطې او وسيلې پرته هغه ته رجوع كولى شي، د هرچا دعا اوري، هرچا ته د غاړي تر رگ زيات ورنږدې دئ، شريك نه لري، خپل ملك او واكمني ئې په شريكانو ندي وېشلي. ستا د توحيد معنى دا ده چي له واحد خداى نه پرته نه په بل معبود باور ولرې او نه بل چا ته د دعا او حاجت لاس اوږد كړې. كه قرآنكريم ته رجوع وكړئ نو دا به درته څرگنده شي چي د پيغمبرانو عليهم السلام مبارزه اكثراً د شرك خلاف وه، نه د الحاد او له خداى نه د انكار په خلاف. د ملحدينو په نسبت ئې له مشركينو سره زياته مقابله راغلې. د پيغمبرانو عليهم السلام اساسي او ستر مشكل يا له هغو ټگمارانو سره وو چي له دين نه ئې ځانته دام او دكان جوړ كړى وو او يا له هغو ديندارانو سره چي غولېدلي وو او د دغو ټگمارانو په لومو كي نښتي وو، هغه چي شرك ئې له ايمان سره خلط كړى وو او دې ته تيار نه وو چي خپل جعلي معبودان پرېږدي. د پيغمبرانو عليهم السلام مخالفينو به د هغوى د توحيد پر بلنه دا اعتراض كاوو چي: آيا دوى راغلي چي مونږ له نورو ټولو خدايانو نه لاس واخلو او يوازي د يوه خداى عبادت وكړو!! د پلرونو او نيكونو خدايان پرېږدو، اصنام يا بتان چي الهي دربار ته زمونږ د تقرب وسيله ده، پرېږدو!! قرآنكريم دا حالت څه ښه ترسيموي او فرمايي: أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ * وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنْ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ * مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ * الصافات: 6 آيا ټول معبودان ئې يو معبود گرځولى، دا خو حيرانونكې خبره ده!! مشران او سرداران ئې روان شول او وئې ويل: ځئ او پرخپلو معبودانو صبروكړئ، بيشكه چي همدا مطلوب او غوره كار دئ، دا مو په بل مذهب كي ندي اورېدلي، دا له كذب او افتراء پرته بل څه نه دي. گورئ چي پيغمبر د يوه معبود لوري ته بلنه وركوي او نور ټول معبودان باطل او مردود شمېري، خلكو ته وايي: خداى يو دئ، د ټولو خداى دئ او تاسو ټول د هغه په وړاندي برابر ياست، هم د خدايانو تعدد مردود گڼي او هم له دې تعدد نه راولاړ شوى طبقاتي نظام، خو د شرك ځپلې ټولني سرداران، چي د معبوانو تعدد دوى ته د ټولني سرداري ورپه برخه كړې، د يوه معبود په ځاى د متعددو خدايانو په وجود ټينگاركوي، دوى له دين او مذهب نه هم د طبقاتي نظام د توجيه وسيله او د بقا او دوام ذريعه جوړوي او خپلو پيروانو ته وايي: پرخپلو سابقه، له پلار نيكه نه راپاتې معبوادانو صبر وكړئ! پيغمبر پر توحيد او د يوه معبود په عبادت اصراركوي، خو د شرك ځپلې ټولني سرداران او سالاران د شرك او متعددو خدايانو شعار پورته كوي! پيغمبران عليهم السلام توحيد د خلكو د نجات وسيله شمېري خو د كفر مشران شرك د خپل قدرت د بقا راز بولي. كافر فرعون، د خپل اقتدار د بقا لپاره د موحد موسىعليه السلام مقابله كوي خو له دين نه د دفاع تر نامه لاندي!! وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ * غافر: 26 فرعون وويل: ما پرېږدئ چي موسى ووژنم، هغه دي خپل رب راوغواړي، زه له دې نه وېرېږم چي مبادا هغه ستاسو دين بدل كړي او په ځمكه كي فساد خوركړي. قرآنكريم، فرعون چي د شرك وهلې ټولني د زعامت او مشرتابه نښه او سمبول دئ، د داسي چا په حيث معرفي كوي چي ځانته "اله : معبود "وايي او هغه كسان چي د فرعون اطاعت او مننه كوي د داسي كسانو په توگه معرفي كوي چي هغه ئې خپل اله نيولى دئ، فرعون ته "طاغوت: سركش واكدار" وائې او پلويانو او متابعانو ته ئې د "عبدة الطاغوت: د سركښ واكمن بنده گان" نوم وركوي. د قرآنكريم له نظره تر هغې پوري د چا د ايمان دعوى او پر توحيد عقيده د منلو وړ نده ترڅو پوري چي طاغوت نفى نه كړي او له طاغوت نه انكار او عصيان ونه كړي. الله تعالى فرمايي لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنْ الغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤمِنْ بِاللَّهِ فَقَدْ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ * البقرة: 256 په دين كي اكراه او په زور منل نشته،"په دين" سره هدايت له ضلالت او بې لاريتوب نه څرگند شوى، نو څوك چي پرطاغوت كافر شى او پر الله ايمان راوړي، نو پداسي كلكي كړۍ ئې منگولې لگولې چي شلېدل ئې نشته او الله خو اورېدونكي پوه ذات دئ. د قرآن له نظره د طاغوت نفى د توحيد په لور لومړنى گام دئ، ترڅو پوري چي طاغوت نفى نه كړې او ترې منكر نشې تر هغې پوري تا د توحيد اساسي او لومړنى شرط ندئ پوره كړى. د طاغوت نفى او ترې انكار يعنى دا چي د منازعاتو د حل و فصل او تحاكم لپاره هغه ته رجوع ونكړې، حكمونه ئې د منلو وړ ونه گڼې او معيارونه ئې د پلى كولو وړ، نه له هغه نه طمعه وكړې، نه ئې اصولو او قوانينو ته تسليم شې او نه ئې پرېكړو او فيصلو ته غاړه كښېږدې. كه تا له طاغوت نه انكار نه وي كړى او پر الله د ايمان له دعوا سره سره هغه ته د تحاكم لپاره رجوع كوې، نو په دې صورت كي پر يوه خداى ستا د ايمان دعوى دروغجنه ده او د الله په وړاندي هيڅ ارزښت نه لري. قرآن كريم په دې هكله داسي غوڅه فيصله كړې ده: أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا* النساء:60 آيا هغه كسان دي ونه ليدل چي گمان كوي هم ئې پرهغه څه ايمان راوړى چي پر تا نازل شوى او هم پر هغه چي له تانه مخكي نازل شوى، خو په عين وخت كي غواړي د تحاكم لپاره طاغوت ته رجوع وكړي، پداسي حال كي چي پر طاغوت د كفر امر ورته شوى او شيطان غواړي چي هغوى په لويه بې لارۍ سره بې لاري كړي. بل ځاى فرمايي : فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا* النساء: 65 نو نه، ستا په رب قسم چي تر هغه پوري ئې ايمان ندئ راوړى "مؤمنان نشي بلل كېدى او د ايمان ادعا ئې نشي قبلېدى" ترڅو چي تا په خپلو شخړو كي حكم ونه نيسي او بيا ستا د پرېكړي په هكله په خپلو زړونو كي هيڅ حرج احساس نه كړي او په بشپړه توگه تسليم نشي. متأسفانه ځيني كسان د توحيد په اړه د خپل ناقص فهم او انتباه له امله گمان كوي چي شرك يوازي دا دئ چي څوك د مړه بت په وړاندي د بندگۍ سرټيټ كړي او له هغه نه مرسته وغواړي، دا ډله پدې كي څه اشكال نه گوري چي د ژوندى بت په پښوكي ولوېږي او د طاغوت په وړاندي د بندگۍ او تسليمۍ سرپه ځمكه كېږدي!! د قبرونو طواف شرك بولي خو د قصرونو په طواف كي اشكال نه ويني او هغه له خپل توحيد سره په ټكر او تصادم كي نه گڼي!! هغوى پدې نه پوهېږي چي ژوندى بت بايد له مړه او بې حسه بت نه مخكي نفى شي، دا نده ورته معلومه چي د ده يوازنى معبود، الله جل شأنه د دې لپاره كعبه "د الله كور" د طواف يوازنې ځاى گرځولى چي د قصرونو د طواف مخه ونيولى شي او پدې خاطر ئې جومات د دعا او عبادت ځاى گرځولى چي تا د انسانانو د دړى له ټكولو او بل دربار ته د سوال او دعا لپاره له تلو نه بې نيازه كړي.






قرآن د الله تعالى په هكله څه وايي؟ الله تعالى په قرآنكريم كي د هغه ذات په حيث معرفي شوى چي هم د ټولو عالمونو خالق او پيدا كوونكى دئ او هم ئې رب او پالونكى، ټول كاينات د هغه ملك دئ او هغه ئې ټولواك، د كائناتو په گوټ گوټ او لوېشت لوېشت كي د ده حكم نافذ دئ او ذره ذره ئې د ده حكم ته تابع او خاضع، هر څه يوازي د ده په اراده پيداكېږي اود ده تر مراقبت لاندي وده كوي، كمال ته رسېږي او له مخكي نه ورته ټاكل شوې خاصې نتيجې وركوي، يوه تشه ډكوي، يو ضرورت او اړتيا رفع كوي او بالآخره په زوال او نيستۍ محكومېږي او خپل ځاى نوي، ځوان، تازه او پياوړي توكي ته پرېږدي، دا هر بدلون او تحول دالله په حكم او تصرف، د همغه له لوري د ايښودل شوو ضوابطو، سننو او د ټاكل شوو مقدراتو او اندازې مطابق ترسره كېږي. هغه د رزق او روزي مالك، د مرگ او ژوند خالق، د عزت او ذلت واكدار دئ، عزت ته رسېدل او په ذلت اخته كېدل د همغه په حكم او د همده د ثابتو سننو په اساس ترسره كېږي. الله د دې عالم خالق: پيداكوونكي دئ او هغه ذات دئ چي پدې عالم كي د رب په حيث تصرف كوي، داسي ستايل شوى او حميد ذات چي په ذات، صفاتو او افعالو كي په ټولو كمالاتو متصف دئ، له هر عيب او نقص نه پاك او منزه دئ، د كايناتو ټوله ښكلا، حسن، كمال، جمال او ښېگڼي د ده له لوري دي او ده د عالم جزء جزء ته په وديعت وركړي. هغه واحد ذات دئ چي هيڅ شريك او سيال نه لري، بې مثله او بې مثاله دئ، انتهاء او ابتداء نه لري، اول دئ او آخر، فناء نه لري، هغه ظاهر دئ داسي چي د كايناتو هره برخه ئې په وجود شهادت وركوي، باطن دئ چي د انسان په وهم او فهم كي نه ځائېږي او انسان ئې له درك او ادراك نه عاجز دئ، د كايناتو هيڅ شى ورسره مشابهت نه لري، تل پاتې ژوندى دئ، مرگ نه لري، ټول شيان ئې پيداكړي دي، د ټولو كايناتو خالق، پالونكي او رب دئ، د دې پراخ عالم اداره او تدبير د ده په واك كي ده، هغه قيوم دئ چي يوه شېبه هم د كايناتو د ټولو امورو له ادارې او تدبير نه نه غافل كېږي. مرگ او ژوند د ده له لوري دي او د ده په اراده ترسره كېږي، چا ته ژوند وركوي، پيداكوي ئې، څوك وژني او بيابه ئې بېرته راژوندي كوي، هيڅ پېښه د هغه له ارادې پرته نه شي واقع كېدلى، هره لويه او وړه پېښه د هغه په اراده، اذن او تدبير سره رامنځته كېږي، ټول كائنات د هغه د قضاء او قدر تابع دي، د شيانو په پيدايښت كي او په تحولاتو او بدلونونو كي ئې خاص حكمتونه او مصلحتونه ايښي دي، هيڅ شى ئې بيهوده، عبث او بې هدفه ندى پيدا كړى، هرڅه ئې په ډېره ښه او غوره توگه پيدا كړي او هر څيز ئې د خاص هدف د تحقق لپاره په كار گمارلى. په خاص شكل او كيفيت سره د اشياوو خلقت او پيدايښت د ده كار دئ، ځكه هغه خالق، بارئ او مصور دئ، د كمال صفات ئې ازلي او ابدي دي، نه څه ترې كم او نه څه ورباندي اضافه كېږي. هغه غني او بې نيازه دئ، هيچا ته محتاج او اړ ندئ، غناء ئې ذاتي صفت دئ، ټول مخلوقات فقير او ده ته اړ دي، هرڅه په موجوديت، بقاء او دوام كي الله ته محتاج دي. هغه قدير او توانا دئ، ټول كارونه ورته آسان دي، هر څه ئې پيداكړي، برابركړي، اندازه او مقدار ئې ورته ټاكلى، پيل او پاى ئې ورته تعيين كړى، هر څيز ته ئې خاص مسير ټاكلى او لارښوونه ئې ورته كړې. په هرڅه عالم دئ، نه څه له پيدايښت نه مخكي ترې پټ او مخفي دي او نه له پيدايښت نه وروسته. علم ئې په هر څه حاوي دئ، ښكاره او پټ، شاهد او غائب، ماضي او راتلونكې، هر څه ورته معلوم دي، هيڅ ترې پټ ندي، وړوكى، لوى، لېري، نږدې، رڼا او تياره، ټول ورته ښكاره او عيان دي. هغه نه يوازي دا چي دا دنيا او كاينات ئې پيدا كړي بلكه هغه د رب په حيث د هرڅه پالنه او ساتنه كوي. هرڅه د ده په تقدير او اراده ترسره كېږي، ټول د ده د قضاء او قدر په وړاندي تسليم دي، اراده ئې په هر كار او هر ځاى كي حاكمه او نافذه ده، هيڅ شى ئې د ارادې مخه نشي نيولى، هغه چي اراده ونكړي هيڅ شى نشي واقع كېدى، د بندگانو اراده د ده د ارادې تابع ده، څه چي وغواړي همغه كېږي او څه شي ته ئې چي اراده ونشي، نه شي كېدلى، د ده له ارادې او توفيق نه پرته بندگان هيڅ نشي كولى. نه څوك د هغه قضاء ردولى شي او نه څوك دا وس لري چي د هغه حكم وځنډوي. هيڅ داسي قدرت نشته چي د هغه له امر نه پورته وي او د هغه د حكم او امر مانع واقع شي، د هغه قضاء حاكمه او حكم ئې نافذ دئ، هرڅه د ده (سبحانه و تعالى) په حكم او امر تر سره كېږي. داسي هم نده چي د كايناتو د خلقت او پيدايښت، د قضاء، سننو، قدر او تقدير له ټاكلو وروسته ئې خپلي مخي ته پرېښي دي، داسي چي اوس حوادث او پېښي په خپله د حاكمو ضوابطو او سننو مطابق واقع كېږي ،نه، داسي نه ده، بلكي هره شېبه او هره پېښه د هغه په اذن او توفيق او د ثابت او تغيير نه منونكي قدر او قضاء مطابق تر سره كېږي.



د توحيد غوښتني خالص او له شرك نه منزه توحيد څه داسي مبرمي غوښتني لري چي بايد د موحد په اعتقادي او عملي شخصيت كي راڅرگندي شي، كه دا غوښتني پوره نشي نو دا يا توحيد نه دئ او يا ناقص او شرك لړلى توحيد دئ. قرآنكريم د توحيد دا ډول غوښتني په مفصله توگه بياني كړې دي، چي مونږ ئې په لاندي څو عنوانونو كي خلاصه كوو: ستاينه:

موحد بايدپدې باور وي چي الله تعالى په ذات، صفاتو او افعالو كي د كمال په ټولو صفاتو متصف او له هر عيب او نقص نه منزه دئ. موحد ټول موجودات د خپل رب د صفاتو او افعالو مظهر گڼي او پدې عقيده وي چي هيڅ څه بيهوده او عبث ندى پيدا شوى، پدې خور عالم كي نه څه خلا او تشه شته، نه څه كموالى او زياتوالى، نه داسي كوم څه پاتې دئ چي كموالى ئې احساس شي او نه داسي څه چي اضافي او غيرضروري وگڼلى شي، هرڅه پوره او په خپله اندازه پيدا شوي. موحد دې عالم ته د توحيد له منظار نه گوري او هر څه ئې ورته ښايسته او بشپړ برېښي او هيڅ عيب پكي نه گوري او كه ئې كوم عيب تر سترگو شي نو دا يا د خپل لنډ او محدود فكر او نظر عيب گڼي او يا ئې د خپلي نامناسبي معاملې او ناسمو كړو محصول عيب. تل د خداى ستاينه كوي، په هر حالت او هر صورت كي، د دې خور عالم په غېږ كي هره ښكلا، كمال او جمال دي د همدې ښكلا، كمال او جمال د خالق ستايني ته هڅوي، د هر بدلون او تحول تر شا حكمتونه او مصلحتونه گوري، كه له كوم نعمت نه برخمن شي هغه د خپل مهربانه او منعم خداى وركړه او عنايت گڼي او كه له كوم نقمت، كړاو او ستونزي سره مخ شي هغه د خپلو كړو عادلانه بدله او جزا بولي.

لمانځنه حقيقي موحديوازي د يوه خداى عبادت كوي، بل هيڅ شى او هيڅوك د لمانځني وړنه بولي او له الله نه پرته د هيچا په وړاندي د اطاعت او بندگۍ سر نه ټيټوي. د خداى عبادت او لمانځنه نه يوازي د الله په وړاندي د بنده مسئوليت او پر بندگانو د الله حق شمېري بلكه عبادت د معنوي ارتقاء، روحي تسكين، قلبي ډاډ، آزادۍ او سرلوړۍ راز او عامل شمېري، د الله بندگي د نورو له بندگۍ نه ورته دآزادۍ درس وركوي. قرآنكريم د لمانځني لپاره د"عبادت" اصطلاح غوره كړې، مسلمان مكلف دئ چي هره ورځ په پنځگونو لمونځونو كي په دې صيغې سره تعهد او تړون وكړي "اياكَ نَعٌبُد: يوازي ستا عبادت كوو" عبادت د عبد له كلمې نه مشتق دئ،او عبد(بنده) هغه چا ته ويل كېږي چي لاندي خصوصيات او ځانگړتياوي لري : • عبديعنى هغه چي د خپل ځان مالك نه دئ، ځان او نفس ئې د بادار امانت دئ، مكلف دئ چي له خپل توان، قدرت او استعداد نه د خپل بادار د حكم مطابق كار واخلي. • كوم مال، پانگه، وسايل او امكانات چي په خپل واك كي ئې لري هغه ټول د ده د بادار امانت دئ، دا حق نه لري چي لدې امانتونو نه د خپلي خوښي او غوښتني مطابق گټه واخلي. • هيڅ كار په خپل سر او خپله خوښه نه كوي، په هرڅه كي د خپل بادار حكم او امر ته انتظار كوي. • دوستي او دښمني ئې له خپلو تمايلاتو او احساساتو نه نه وي راولاړه شوې، نه شخصي دوست لرى او نه شخصى دښمن، د خپل بادار دوست ئې دوست وي او دښمن ئې دښمن. • له ټولو هڅو، هلو ځلو او كوششونو نه ئې هدف دا وي چي د خپل بادار رضا او خوښي ترلاسه كړي، په هر كار كي ئې هاند دا وي چي دې هدف ته ورسېږي او خپل آقا راضى كړي، لدينه په كلكه ډډه كوي چي د خپل نفس د ارضاء لپاره خپل بادار ناراضه كړي. څوك چي د يوازني خداى د عبادت ژمنه كوي هغه په حقيقت كي له خداى سره په دغو ټولو مفاهيمو ژمنه او تعهد كوي، د خداى عبادت همدا ټول مفاهيم احتوا كوي. قرآنكريم، "عبادت" او "استعانت" د توحيد د ماڼۍ دوه اساسي ستني او اركان گڼي او په دې ټينگار كوي چي له الله تعالى پرته نه بل څوك د عبادت وړ دى او نه د استعانت وړ، نه به د بل لمانځنه كوئ او نه به له بل نه مرسته غواړئ، لكه څرنگه چي بايد يوازي د يوه الله لمانځنه وشي همداسي بايد يوازي له يوه خداى نه مرسته وغوښتى شي. نه گورې چي مسلمانان پدې مكلف شوي چي په هر لمانځه كي بايد په مكرره توگه له خپل خداى سره عهد وكړي او هرځل دا ژمنه تجديدكړي چي: خدايه! يوازي ستا عبادت كوو او يوازي له تا مرسته غواړو " اِيَاكَ نَعٌبُدُ وَايَاكَ نَسٌتَعيٌن " داستعانت او عبادت پدې عهد او ژمنه كي داسي حصر او تأكيد راغلى چي له الله تعالى نه پرته له بل هرچا نه مرسته غوښتل او د بل چا عبادت كول په بشپړه توگه نفى كوي. قرآنكريم فرمايي: وَمَنْ يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ * النور: 117 او څوك چي له الله سره بل معبود ونيسي، پداسي حال كي چي پدې باندي هيڅ دليل هم نه لري، حساب ئې له خپل رب سره دئ، بيشكه چي دا كافره ډله به كله هم بريالۍ او كاميابه نشي. هيله من يم د دې آيت په وړاندي لږ توقف وكړ‏ئ او الفاظ او مفاهيم ئې په غور او دقت له نظره تېركړئ، په دې مبارك آيت كي ويل شوي: هر څوك چي د الله تعالى په څنگ كي بل چا ته، بل دربار او پناه ځاى ته د سوال او احتياج لاس اوږد كړي او مرسته ترې وغواړي، په حقيقت كي ئې همدا مرجع خپل اله او د خداى شريك گرځولې، دا پداسي حال كي چي د دې غلط تصور او انگېرني لپاره هيڅ دليل او برهان نه لري، په همدې خاطئ تصور سره چي گمان كوې: "د خداى تر څنگ بل داسي معبود او اله هم شته چي د دعا په قبلولو كي ورسره شريك دئ" هغه د كافرانو په ډله كي شامل شوى او له فلاح او بريا نه محروم شوى. قرآن كريم په استعانت كي شرك او توحيد په څو جالبو او ښكليو مثالونو كي په ډېر ښايسته انداز كي ترسيم كړي، هلته چي فرمايي: فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوْا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ: العنكبوت: 65 بيا كله چي په كښتۍ كي سپاره شي نو الله ته پداسي حال كي سوال او دعا كوي چي دين ئې ورته سوچه او خالص كړى وي، خوكله ئې چي د وچي په لوري وژغورو نو ناڅاپه شرك كوونكي شي. يعنى كله چي انسان په كښتۍكي سپور شي او دا وويني چي د نجات له ټولو وسايلو او امكاناتو سره ئې رابطه شلېدلې، په خپلي شا او خوا كي هيڅ داسي څه نه گوري چي زړه ورپوري وتړي، تكيه ورباندي وكړي او مرسته ترې وغواړي او له ټولو ئې اميد قطع شي، نو پدې حالت كي يوازي د خداى لوري ته مخه كړي، مرسته ترې غواړي او مستقيماً او نېغ په نېغه هغه ته رجوع كوي، همدې حالت ته قرآنكريم په دين كي اخلاص ويلى دئ، يعني انسان هغه وخت په خپل دين كي مخلص دئ او هغه وخت ئې ايمان له شرك نه پاك او منزه دئ چي په كښتۍ كي د سپور انسان په څېر يوازي يوه خداى ته ئې مخه وي او يوازي هغه ته پناه يوسي؛ خو گورو كله چي كښتۍ د بحر له څپو نه روغه ساحل ته ووځي، نو بيا د همدې انسان حالت بدل شي، هغه د څپو په منځ كي احساس ئې ورسره پاتې نشي، نور نو هغه كس نه وي چي له الله نه پرته ئې هيچا ته طمعه نه وه، له خداى نه سوى له ټولو نه ئې اميد قطع كړى وو، يوازي له يوه خداى نه ئې مرسته غوښته، اوس ئې د اميد دروازې ډېري شوې، د يوه دربار په عوض ئې گڼو دړو ته سترگي دي، كله دا د خپل نجات عامل گڼي او كله هغه بل، كله ئې گمان دا وي چي د فلان مرستي وژغورلو او كله د هغه بل توجه او عنايت د خپلي ژغورني وسيله گڼي او پدې سره خپل دين او ايمان په شرك ملوث او ككړ كړي او د شرك مرتكب شي. همدارنگه قرآن د يونس سوري په 21 ،22او 23 آيتونو كي فرمايي: وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِنْ بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُمْ مَكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلْ اللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ * هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنْتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِمْ بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمْ الْمَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوْا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَيْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنْ الشَّاكِرِينَ * فَلَمَّا أَنْجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ * يونس: 23 او كله چي خلكو ته د پېرزويني څه خوند وروڅكو، وروسته له هغه چي كوم كړاو وررسېدلى وي، ناببره له دوى سره زمونږ د آيتونو په هكله د مكر اراده راپيدا شي. ورته ووايه: الله تعالى په مكر كي تر ټولو سريع دئ، بيشكه چي زمونږ رسولان ستاسو مكرونه ليكي، الله هغه ذات دئ چي تاسي په وچه او اوبو كي بيايي، تردې چي تاسي په كښتۍكي وئ او كښتۍ له سورو سره يوځاى د ملايم او خوندور نسيم سره وخوځي او پدې سره خوشحاله شي، خو ناڅاپه تېز باد او طوفان ورباندي راشي او له هر لوري څپې ورباندي راتاو شي او گمان وكړي چي محاصره شول، پدې وخت كي الله ته پداسي حالت كي دعا كوى" او مرسته ترې غواړي چي په خپل" ديانت كي ورته مخلص شوي وي او وايي: كه دي لدې نه وژغورلو نو حتماً به شكر كوونكي بندگان وو، خو كله چي نجات وركړو بيا د خپل تعهد خلاف په ناحقه په ځمكي كي سركشي او بغاوت كوي. اې خلكو! په يقين سره چي ستاسي سركشي او بغاوت ستاسي په ضرر ده " دا دركړى شوى فرصت " د دنيوى ژوند يوه متاع ده، بيا مو زمونږ لوري ته راتگ دئ او په هغه څه به مو خبر كړم چي تاسو كول. توحيد، وېره او هيله

سوچه توحيدحكم كوي چي د انسان خوف او طمع بايد يوازي له الله تعالى څخه وي، له بل هيچا نه د الله تعالى په څېر نه وېره ولري او نه طمع، موحد پدې باور لري چي د گټي او تاوان پرېكړه الله تعالى كوي، تر څو پوري چي د هغه اراده نه وي شوې نه چا ته گټه رسېدى شي او نه زيان، كه د ټولي دنيا خلك راغونډ شي او وغواړي تا ته گټه يا زيان ورسوي، د الله تعالى له اذن او ارادې پرته هيڅ نه شي كولى او څه چي خداى مقرركړي له هغه نه څه كم او زيات نشي كېدى، كه خداى وغواړي چي تا ته گټه ورسېږي نو څوك د هغه مخه نشي نيولى او كه د هغه له لوري تا ته د زيان فيصله وشي نو څوك به وي چي دا فيصله وځنډوي؟ 

قرآنكريم څه ښه فرمايي: قُلْ مَنْ ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُمْ مِنْ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا* الاحزاب:17 ووايه: هغه به څوك وي چي تاسي له الله نه وساتي كه هغه ستاسو لپاره د كوم زيان اراده وكړي او يا درته د رحمت اراده وكړي؟ له الله تعالى پرته به بل يار او مددگار ونه مومي.

بل ځاى كي فرمايي:

قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم * المائده: 76 ووايه: آيا له الله پرته د داسي څه عبادت كوئ چي نه تا سي ته د كوم زيان واك لري او نه د كومي گټي او دا خو الله دئ چي اورېدونكى پوه دئ. لازمه ده د دې مبارك آيت په اړه لږ دقت وكړو او د مخكينيو آيتونو په رڼا كي ئې ژور مفاهيم په غور او دقت سره تر نظر تېر كړو. دا آيت د هغه بحث پاى دئ چي د المائدې سورې له 72 آيت نه پيل شوى، دلته هغو كسانو ته اشاره شوې چي مسيح عليه السلام ئې د بندگۍ له مقام نه د الوهيت مقام ته اوچت كړى او د شرك مرتكب شوي، حال دا چي مسيح عليه السلام بني اسرائيلو ته ويل: د خداى جل شأنه عبادت وكړئ، هغه زما او ستاسو ټولو رب دئ، هر څوك چي له خداى سره شريك ونيسي پر هغه باندي خداى جنت حرام كړى، ځاى ئې دوزخ دئ، دا ظالمه ډله هيڅ مل او ملگرى نه لري. پدې پسې فرمايي: هغه كسان چي ويل ئې: خداى له دريو خدايانو نه يو دئ، دا كسان كافر شوي، له الله پرته بل معبود او اله نشته، بيا فرمايي: د مريم عليها السلام زوى مسيح عليه السلام فقط يو پيغمبر وو، داسي پيغمبر چي له ده مخكي د ده په شان ډېر پيغمبران تېرشوي؛ مور ئې نېكه او صادقه ښځه وه. د دې مبحث په پاى او وروستۍ برخه كي دا 76 آيت د دې بحث د خلاصې او تتمې په شكل راغلى او دا څرگندوي چي بني اسرائيل د مسيح او مريم عليهما السلام په هكله په خپلي عقيدې كي د شرك مر تكب شوي، د هغه په اړه د دوى عقيده مشركانه ده، د دوى عبادت ئې كړى او د گټي په جلب او د زيان په دفعه كي ئې له هغوى مر سته غوښتې، له همدې كبله قرآن كريم د دوى په هكله فرمايي: بني اسرائيلو له مسيح او مريم عليهماالسلام نه د گټي د حاصلولو او د زيان د دفع كولو په هيلي او د مرستې په غوښتلو سره د هغوى عبادت كړى، هغوى ئې خپل خدايان نيولي، پداسي حال كي چي مريم او مسيح عليهما السلام لكه د نورو په شان نه د گټي مالكان دي، نه چاته زيان رسولى شي، نه د چا چيغي اورېدلى شي او نه د چا د كوم درد دوا ورسره شته، دا يوازي الله دئ چي د ټولو فريادونه اوري، دعاگاني قبلوي او د خپلو بندگانو له ټولو دردونو او غمونو خبر دئ. كه ته پدې باور وې چي خداى ستا د رزق او روزي مالك دئ، د هر څه خزانې له هغه سره دي، باران د هغه په اراده ورېږي، دانې او مېوې د هغه په حكم شنې كېږي، د مرگ او ژوند، عزت او ذلت، كاميابى او ناكامي، صحت او رنځ ، دا ټولي فيصلې د هغه له درباره صادرېږي ، لدې عقيدې او باور سره سره كه ته له الله تعالى نه پرته له بل چا نه طمع كوې او په زړه كي له بل چا نه وېره او هيله پالې، نو آيا دا په رښتيا چي د ډېر افسوس او حيرت خبره نده!! محبت د توحيد بله مهمه او اساسي غوښتنه له الله تعالى سره كلكه او خالصه مينه ده، داسي او دومره زيات محبت چي د بل هيڅ شي محبت ورسره د مقايسه كېدو نه وي، لازمه ده له الله تعالى سره دومره محبت ولرو چي سارى او مثال ونلري. كه مونږ له الله تعالى نه پرته له بل چاسره د خداى د محبت په شان محبت ولرو په حقيقت كي د شرك مرتكب شوي يو او دا محبوب مو له الله تعالى سره شريك او سيال گرځولى دئ، په دې هكله قرآنكريم فرمايي: وَمِنْ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ...* البقره: 65 ځيني كسان داسي غيرالله له خداى سره ند او سيال نيسي چي له هغوى سره د الله د محبت په څېر محبت كوي، خو مؤمنان له الله سره ډېره كلكه مينه لري،... د انسان مينه او محبت له كوم كس يا كوم څيز سره يا د هغه څيز يا كس له ښكلا او كمال نه منشأ اخلي او همدا ښكلا او كمال ئې مينه او حيرت راپاروي او د دې باعث شي چي محبت ورسره وكړي ،او يا ئې د ده په ژوند كي اغېزه دومره ستره او رغنده وي او د ده په اړه ئې پېرزوينه، احسان او عنايت هومره وي چي د ده د ميني او محبت باعث شي، د هغه احسان د ده مينه او محبت راپاروي. په كايناتو كي هيڅ داسي څه نشته چي له دې يا هغه اړخه له الله تعالى سره برابري وكړى شي، همدا وجه ده چي له الله تعالى سره محبت بايد له هر بل محبت نه زيات، سوچه او لوړ وي. محبت په اصل كي د انسان د اړيكو او د انسان د حركت د لوري او هدف د معلومولو لپاره دقيق معيار او محك دئ، په دې معيار سره دا معلومېدى شي چي د انسان معرفت د خپل رب په هكله څومره او باور ئې څنگه دئ. كه د خداى په يادولو سره ئې زړه ولړزېدو، په سترگو كي ئې اوښكي ورغړېدې، په څېره كي ئې د محبت او ميني نښي څرگندي شوې،كه دا وشول نو ويل كېدى شي چي خپل رب ئې ښه پېژندلى، عقيده ئې پخه، باور ئې موحدانه او توحيد ئې له شرك نه منزه دئ او كه له خداى نه پرته د بل چا په ياد سره ئې دا حالت شو نو پوه شه چي له خداى سره ئې سيال او شريك نيولى، په باورونو كي ئې شرك رخنه كړې او د توحيد ونه ئې د شرك چنجي ورسته كړې.



په ربوبيت كي شرك آيا الله تعالى د امورو په سمبالولو كي شريك لري؟ له قرآنكريم نه د بېلتون او غفلت په سبب د مسلمانانو په منځ كي گڼ شمېر داسي عقايد خواره شوي چي د اسلام له اساساتو سره ټكر كوي او قرآن ئې د توحيد منافي او د شرك عامل شمېري او د هغه د نفى لپاره ئې مفصل بحثونه كړي. له دغو عقيدوي انحرافاتو نه يو هم په ربوبيت كي شرك دئ، په دې معنى چي څوك د كايناتو په اداره او د امورو په سمبالولو كي ئې له خداى سره بل څوك شريك وگڼي او دا عقيده ولري چي الله تعالى د كايناتو اداره او د امورو تدبير ئې په يوازي توگه نه كوي بلكه كارونه ئې له نورو ذواتو سره وېشلى، ځيني په خپله كوي او ځيني نور ئې هغوى ته سپارلى او هغوى ته ئې دا واك وركړي چي د خپلي خوښي مطابق پكي تصرف وكړي. دا ډله خلك يا دا گمان كوي چي: الله تعالى د دنيا او عالم له پيدايښت او په هغه كي د ضوابطو له وضعه كولو نه وروسته دا مخلوقات په خپل حال پرېښي دي، امور او كارونه په خپله د الهي مقدراتو او ضوابطو مطابق ترسره كېږي، ټول كارونه همداسي په خپل سر د الهي سننو مطابق روان دي، الله تعالى نه هيڅ مداخله پكي كوي او نه دې ډول مداخلې ته څه ضرورت ليدل كېږي!! او يا دا گمان كوي چي: الله تعالى هم لكه د دنيوي واكمنانو په شان د خپلي پاچائې د چارو د ادارې او سمبالولو پخاطر هره برخه يوه چاته سپارلې ده او په همدې برخه كي ئې همدا كس خپل نائب او د چارو "قيم" او "متصرف" منلى دئ!! اوس كه څوك پدې برخه كي له كوم مشكل سره مخ كېږي نو بايد د همدې برخي قيم، وصى او متصرف ته مراجعه وكړي، له هغه مرسته وغواړي او له دې لارى خپل مشكل حل كړې، پدې معنى چي د الله تعالى دربار ته له رجوع نه مخكي بايد دغو متصرف او قيم ذواتو ته مراجعه وشي، له دوى نه د خپلو مشكلاتو د حل غوښتنه وشي او يا له همدې لاري، د مراتبو د تسلسل مراعات سره پوړ په پوړ پورته ولاړ شي او خپل سوال د الله در بارته وړاندي كړي،دوى وايي: كه د الله تعالى د پاچايې دا واكمن مأمورين، هغه چي ته ئې د امورو په تدبير او موجوداتو په اداره كي د الله نائب او وكيل شمېرې كه دا متصرفين ستا د مشكلاتو د حل وس او توان لري، ستا فرياد اورېدى شي او ستا دعاگاني اجابت كوى شي، نو بيا څه ضرورت دئ چي د مراتبو د تسلسل له مراعات نه پرته او مستقيما د الله دربار ته د مراجعى بې باكي كوې؟!! خپل حيثيت دي وپېژنه، هغه ځاى ته د تلو بې ځايه هڅه مه كوه چي نه ئې اهليت لرى او نه توان، دا خبره ومنه چي د الله تعالى دربار داسي دروازى لري چي د هر چا په وړاندي نه پرانيستل كېږې او داسي ساتونكى لرى چي هرچا ته د نږدې كېدو اجازه نه وركوى!! دې دربار ته د رسېدو لپاره وسيلې، واسطې او سفارش كوونكي ته اړتيا شته، دا واسطې او سفارش كوونكي وپېژنه، د هغوى لاس او لمن ونيسه، ترڅو د الله دربار ته لار پيدا كړې او دروازه ئې در ته پرانيستل شي، دا د الله په هكله د مشركينو گمان وو، راشئ وگورو چي قرآن پدې هكله څه وايي: إِنَّ رَبَّكُمْ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمْ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ * يونس: 3 بيشكه چي ستاسي رب هغه ذات دئ چي آسمانونه او ځمكه ئې په شپږو ورځو كي پيدا كړه، بيا ئې په عرش استوا وكړه، چارى سمبالوي، هيڅ داسي شفاعت كوونكي نشته چي د ده له اذن او اجازې پرته شفاعت وكړى شي، دا ستاسي رب دئ، نو د ده عبادت وكړئ، آياعبرت نه اخلئ. دا مبارك آيت لانديني مهم مطالب بيانوي: • الله تعالى ځمكه او آسمانونه په شپږو تكويني مراحلو كي پيدا كړل. • آسمانونه او ځمكه ئې له پيدايښت نه وروسته مهمل او خپلي مخي ته نده پرېښى، بلكي په هغه عرش ئې د ټولو موجوداتو د مالك، حاكم او واكدار په حيث استوا وكړه چي ځمكه آسمانونه ترې لاندي دي. د دې پراخى هستي د ټولو امورو تدبير ئې په خپل واك او اختيار كي ساتلى دئ. • هيڅوك د الله له اذن او اجازې پرته د هغه په وړاندي د شفاعت او سفارش توان او صلا حيت نه لري، هغه د دنيا د پاچايانو په شان ندى چي د نورو سفارش او شفاعت ته اړ وي، داسي نده چي بايد بل څوك يو مظلوم ور معرفي كړي، بل څوك د چا د لياقت او اهليت په هكله معلومات وركړي او د ده او بنده ترمنځ واسطه شي. • هغه رب او پالونكى چي بايد يوازي د هغه عبادت وكړې او يوازي له هغه نه مرسته وغواړې، صفات ئې دا دي: د ټولي هستي خالق، ستا او د ټولو مخلوقاتو رب او پالونكي دئ، په عرش ئې استوا كړې، د هرڅه مالك او واكدار دئ، د هستي د ټولو امورو د تدبير اختيار ورسره دئ، ستا او هغه ترمنځ د رابطې لپاره هيڅ وسيلې، واسطې، سفارش او شفاعت كوونكي ته ضرورت او اړتيا نشته. دا درس بايد درته پند وي او د هغه په رڼا كي نېغه لاره له كږې نه بېله كړې او د الله تعالى له دربار نه پرته بل دربار ته له رجوع او پناه وړلو نه ځان وساتې. قرآنكريم په بل آيت كي په دې هكله فرمايي: قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنْ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّنْ يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَنْ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنْ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنْ الْحَيِّ وَمَنْ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ * يونس:31 ووايه: څوك له آسمان او ځمكي نه تاسي ته روزي دركوي؟ او څوك ستاسي د غوږونو او سترگو مالك دئ؟ او څوك ژوندى له مړه نه او مړى له ژوندي نه راوباسي؟ او څوك چارى سمبالوي؟ دوى به حتماً وايې: چي الله، نو ورته ووايه: آيا نه وېرېږئ، ځانونه نه ساتئ؟ په دې مبارك آيت كي دا اساسي مطالب زمونږ مخي ته ايښودل شوي: • دا خو يوازي الله دئ چي د رزق او روزي انتظام ئې په واك كي دئ ،كه له آسمانه باران راووېرېږې، كه د لمر وړانگې پرځمكه لگېږي او له ځمكي نه مېوې او دانې راټوكېږي او كه ځمكه ستاسي لپاره په خپله غېږ كي د څښلو اوبه ساتي او پدې ترتيب سره ستاسي د روزۍ اسباب او وسايل برابروي، ووايي داسي كوم څوك شته چي پدې كارونو كي له الله تعالى سره شريك وي؟ • ستاسي د غوږونو او سترگو اصلي او حقيقي مالك څوك دئ؟ دا نعمتونه چا دركړي او دا د چاپه ارادې سره ستاسي په خدمت كي دي او تاسي ته لار ښيي؟ كه خداى اراده وكړي چي دا سترگي او غوږونه درنه واخلي، آيا داسي څوك شته چي دا شيان بېرته دركړى شي؟ • آيا له الله تعالى نه پرته په دې ټولو موجوداتو كي داسي څوك شته چي له مړي نه ژوندى او له ژوندي نه مړى راوباسي؟ د مرگ او ژوند فيصله څوك كوي؟ د چاپه حكم سره مړه خاوره په دانو او مېوو بدلېږي او بيا د انسان او حيوان په بدن كي ژوندۍ نطفه ترې جوړېږي؟ • پدې پراخ كاينات كي چي په هره برخه كي ئې حركت، خوځښت او د كمال په لور هاند او تحرك دئ، هرې خوا ته ئې نظم او نسق، ښكلا او ښايست دئ، هرڅيز له نيست نه هست كېږي، بيا وده مومي د كمال په لور درومي او كله چي د كمال او ودې يوه ثابت حد ته ورسېږي نو د زوال مرحله يى پيل شي او په مرگ محكوم شي، پناه شي او ځاى ئې بل ته خوشى شي. څوك دي چي دا ټول امور اداره او تنظيموي؟ آيا له دينه پرته چي ووايو او اعتراف وكړو چي د دې هستى د ټولو امورو تدبير د الله تعالى په لاس كي دئ، آيا له دې اعتراف نه پرته بله چاره لرو؟ قرآنكريم څه ښه فرمايي: اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَفْعَلُ مِنْ ذَلِكُمْ مِنْ شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ * الروم:40 خداى هغه ذات دئ چي تاسي ئې پيدا كړى، بيا ئې تاسي ته روزي دركړه، بيا تاسي وژني، بيا مو بېرته راژوندي كوي، آيا ستاسي له شريكانو نه داسي څوك شته چي له دې كارونو نه كوم يو وكړى شي؟! پاكي ده الله لره او هغه لوړ دئ له هغه څه نه چي دوى ئې ورسره شريك گرځوي. يعني ستاسي په پيدايښت كي، ستاسي په رزق او روزي كي او ستاسو په مرگ او ژوند كي هيڅوك له خداى سره شريك نه دي، الله تعالى له دې عيب نه پاك او لدينه لوړ دئ چي په دې كارونوكي څوك د ځان شريك ونيسي. قرآنكريم په يوه بل آيت كي لكه څرنگه چي خلقت په الله تعالى پوري مختصوى او د ماسوى الله اشتراك پكي له بنياده نفى كوي همداراز د امورو تدبير او انتظام هم په الله پوري مختص شمېري او پدې كار كي هم د بل چا شراكت نفى كوي، فرمايي: إِنَّ رَبَّكُمْ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ * الاعراف:54 بېشكه چي ستاسي رب هغه الله دئ چي ځمكه او آسمانونه ئې په شپږو ورځو (شپږوتكويني مراحلو)كي پيدا كړي، بيا ئې په عرش استواء وكړه، د شپې پرده په ورځي غوړوى، "يوه بله" په ډېره چټكۍ سره لټوي، لمر، سپوږمۍ او ستوري د هغه حكم ته تابع دي، پوه شه چي پيدايښت او امر ده لره مختص دئ، د عالمونو رب او پالونكي بابركته دئ. قرآنكريم په خلقت او امر كي د ماسوى الله يعني له الله نه پرته د بل هرچا هر راز ونډه نفى كوي او فرمايي: يَأَيُّهَا النَّاس ضرِب مَثَلٌ فَاستَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يخْلُقُوا ذُبَاباً وَ لَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَ إِن يَسلُبهُمُ الذُّبَاب شيْئاً لا يَستَنقِذُوهُ مِنْهُ ضعُف الطالِب وَ الْمَطلُوب‏* مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ * الحج: 73-74 اې خلكو! يو مثال راوړل كېږي، ورته غوږ شئ: بيشكه څوك چي تاسي له الله پرته خپلي مرستې ته رابولي، يو مچ هم نشي پيدا كولى او كه دا مچ څه ترې وتښتوي نه ئې شي ترې ژغورلى، طالب او مطلوب دواړه بې وسه شول، د الله تعالى قدر ئې لكه څنگه چي له ده سره ښايى ندى پېژندلى، بيشكه چي الله زورور عزتمند دئ. يعني له الله تعالى نه پرته چي تاسي له بل هر څه او هركس نه مرسته وغواړئ، كه دا په آسمان كي وي او كه په ځمكه كي، انسان وي كه پرښته، ژوندى وي كه مړ، يو هم نشي كولى يوه وړه او حقيره حشره پيدا كړي او كه دا حشره څه ترې وتښتوي نو د هغه د ژغورني توان هم نه لري، نه څه شى پيدا كولى شي او نه ئې ژغورلى شي، په دې معامله كي طالب او مطلوب دواړه كمزوري او بې وسه دي، مطلوب كمزورى او بې وسه دئ ځكه چي نه د كوم څيز د خلقت او پيدا كولو توان لري او نه پر نورو د حكمرانۍ او واكمنۍ قدرت ورسره شته او طالب ځكه كمزورى او ضعيف دئ چي پداسي يوى بې وسه او كمزورى متكاء ئې تكيه وكړه او مرسته يى ترې وغوښتله چي د هيڅ څه واك او توان نه لري. د قرآنكريم لومړنى درس، د دې الهي كتاب په لومړنى آيت كي پدې ټكي ټينگاركوي چي: الحمدلله رب العالمين: ټولي ستايني هغه الله لره دي چي د عالميانو رب او پالونكى دئ" يعني دا كاينات داسي رب او پالونكى لري چي د هرڅه پالنه كوي، د هستي د هرې برخي ساتنه او د چارو سمبالول ئې په واك كي دي او په ټولو امورو كي د رب په حيث تصرف كوي. د خداى د ربوبيت نفى يا تعطيل او دا اعتقاد چي الله تعالى د مخلوقاتو له پيدا كولو وروسته د امورو اداره او د چارو سمبالول ئې په كايناتو حاكمو ضوابطو او سننو ته پرېښې، همداراز په ربوبيت كي شرك يعني دا باور چي د كايناتو د امورو په اداره كي خداى شريك لري، دا دواړه (د ربوبيت نفى او په ربوبيت كي شرك) د قرآنكريم له بنيادى او اساسي مفاهيمو سره ټكر او تناقض لري. نه پوهېږو هغه كسان چي د دې ډول شرك مرتكب كېږي، د قرآن هغه په سلگونو آيتونه څنگه توجيه كوى چي د ربوبيت په توحيد دلالت كوي او په پوره صراحت او قاطعيت سره په دې خبرى ټينگار كوى چي يوازي الله تعالى د ټولو امورو متصرف او پالونكىدى؟! دا ډله د دې آيتونو په هكله څه وايي: وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُور الحج:41 د ټولو امورو پايله الله لره ده وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ * البقره:210 ټول كارونه د الله په لوري گرځول كېږي أَلا إِلى اللَّهِ تَصِيرُ الأُمُورُ* الشورى: 53 پام چي ټول كارونه د خداى لور ته ورگرځي قُلْ إِنَّ الأَمْرَ كلَّهُ للَّهِ آل عمران :154 ووايه چي بيشكه كارونه ټول الله لره دي پداسي حال كي چي قرآنكريم رسول الله عليه السلام ته فرمايي چي ته د هيڅ شي واك او اختيار نه لرى، دا په خداى پوري اړه لري چي د چا توبه قبلوى او چا ته عذاب وركوي، دا يوازي د خداى كار دئ، نه په تا پوري اړه لري او نه بل چا پوري، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په هكله چي حكم دا وي نو د نورو عادي خلكو په هكله به حكم څه وي؟ الله تعالى خپل رسول صلى الله عليه وسلم ته فرمايي: لَيْس لَك مِنَ الأَمْرِ شىْ‏ءٌ أَوْ يَتُوب عَلَيهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظلِمُونَ‏* آل عمران:128 د دې كار هيڅ څه په تا پوري اړه نه لري، يا به ئې توبه قبلوي او يا به ئې د دې لپاره تعذيبوي چي ظالمان دي. قرآنكريم په ربوبيت كي د شرك د نفى او ترديد لپاره پدې قاطع دليل او حجت استدلال كوي چي كه په ځمكه او آسمان كي له يوه خداى نه پرته نور خدايان وى نو حتماً به د ځمكي او آسمان ټولى چارى مختل او هر څه به تباه شوي وو، دا ځكه چي په هغه صورت كي به هر خداى له خپلي خوښي سره سم د دې عالم اداره غوښتله، د آراوو اختلاف، په اجراءاتو او تصرفاتو كي د ارادو تعدد به حتماً په ټكر او تصادم منتج كېده او دا به په كائناتو كي د لويي تباهي سبب جوړيده. په هستي او كايناتو كي دا حاكم نظم او نسق پدې دلالت كوي چي د مخلوقاتو د امورو د تدبير واك او اختيار له يوه ذات سره دئ. لَوْ كانَ فِيهِمَا ءَالهَِةٌ إِلا اللَّهُ لَفَسدَتَا فَسبْحَنَ اللَّهِ رَب الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ * الانبياء:‏22 كه په آسمان او ځمكي كي له الله پرته نور خدايان وى؛ دواړه حتماً تباه كېدل، نو د دوى له ستايلو نه د عرش پالونكي الله لره پاكي ده. د قرآنكريم ترټولو ستر او مبارك آيت (آيت الكرسي) پدې رابطه فرمايي چي الله تعالى د ټولو موجوداتو د امورو مدبر او قيوم دئ، د هرڅه قوام لده نه دئ، يوه لحظه هم د كايناتو له ادارې څخه نه غافل كېږي، د ځمكي او آسمان د هرڅه مالك دئ، هيڅوك ئې په وړاندي له اجازې پرته د سفارش او شفاعت توان نه لري، په پټو او څرگندو شيانو عالم دئ، د نورو علم هم د ده وركړه ده، د ده په حكم او اذن سره له څه خبرېدى او په څه پوهېدى شي، د هغه د اقتدار كرسۍ پر آسمانونو او ځمكي احتواء كړې ده، ټول شيان ترې لاندي دي، د دې ارت عالم ساتنه او تنظيم د هغه د ستړيا سبب نه كېږي. فرمايي: اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ * البقرة:255 الله هغه ذات دئ چي له ده پرته بل معبود نشته، همغه ژوندى قيوم ذات، نه خوب ورباندي راځي او نه پرموښى، څه چي په آسمانونو كي دي او څه چي په ځمكي كي دي، ټول هغه لره دي، دا به څوك وي چي د ده له اجازې پرته د ده په وړاندي سفارش او شفاعت وكړي شي، په هر هغه څه پوهېږي چي د دوى مخى ته دي يا ئې شاته دي او دوى د ده له علم څخه يوازي په دومره څه احاطه كولى شي چي دى ئې وغواړي، د قدرت او واكمنۍ كرسۍ ئې پر آسمانونو او ځمكي حاوي ده او د دوى دواړو ساتنه ئې نه ستومانه كوي او هغه لوړ ستر ذات دئ. قرآنكريم د ربوبيت د جزئي او كلي تعطيل د نفى او د دې مفهوم د اثبات لپاره چي خداى په دايمي او دوامداره توگه له يوى شېبې غفلت نه پرته د عالم امور اداره او سمبالوي او همدا راز د دې مطلب د اثبات لپاره چي ټول مخلوقات د خپلو اړتياوو د پوره كولو لپاره الله ته رجوع كوي او هغه ئې اړتياوې پوره كوي، فرمايي: يَسْأَلُهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ * الرحمن:29 څه چي په آسمانونو او ځمكه كي دي ټول ده ته سوال كوي ، دى هره شېبه په يوه كار كي دئ. دا او په لسگونو نور آيتونه د دې لپاره كافي دي چي ووايو: هرڅوك چي د هستي د چارو په اداره او تدبير كي له خداى سره شريك ونيسي، هغه په حقيقت كي قرآنكريم تكذيب كړى، د شرك مرتكب شوي او د توحيد له دايرې او د موحدينو له ډلي نه وتلى دئ.



علم غيب آياعلم غيب خاص الله تعالى لره دئ؟ د اسلام له مهمو اعتقادي مسائلو نه يو هم غيب او علم غيب دئ. قرآنكريم موجودات په دوو برخو وېشلي: • مشهود (ښكاره) هغه څه چي لمس او ليدى شي. • غيب (له نظر نه پټ) هغه څه چي نه ليدى شي او نه لمس كېدى شي. هر هغه څه چي انسان ئې نشي ليدى او په حواسو ئې نشي درك كولى، هغه د غيب په شمار كي راځي.

قرآنكريم علم غيب يعني د پټو شيانو علم په الله تعالى پوري خاص شمېري او په ډېر تأكيد سره فرمايي چي له الله تعالى نه پرته بل هيڅوك علم غيب نه لري. لاندنيو آيتونو ته توجه وكړئ:

قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُون* النمل:65 ووايه: په غيب له الله تعالى پرته د آسمانونو او ځمكي هيڅ څه نه پوهېږي او پدې هم نه پوهېږي چي څه وخت به بيا راژوندي كړى شي. عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * الجن:26 په غيب پوه خداى چي هيڅوك په خپل غيب نه خبروي. فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنْ الْمُنْتَظِرِينَ * يونس:20 نو ووايه: غيب خو يوازي الله لره دئ، نو انتظار وكړئ چي زه هم ستاسو په څنگ كي له منتظرينو څخه يم. وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ * الانعام:59 او له ده سره د غيب (د خزانو) كلياني دي چي له ده نه پرته هيڅوك ورباندي نه پوهېږي، په وچه او بحر كي چي څه شته په ټولو پوهېږي، هيڅ پاڼه نه راپريوځې مگر دى ورباندي پوهېږي او نه د ځمكي په تيارو كي كومه دانه او نه كوم لوند او وچ داسي څه شته چي په څرگند كتاب كي دې نه وي. دې آيتونو علم غيب په پوره تأكيد سره په الله تعالى پوري مختص كړى او د ځمكي او آسمان له نورو ټولو موجوداتو نه ئې نفى كړى، له ملايكو نه، له انسانانو، مړو او ژونديو نه او له هرڅه او هرچا نه ئې علم غيب نفى كړى، په دې هكله د دې آيتونو الفاظ دومره واضح او څرگند دې چي د هيڅ شك او شبهې مجال نه پرېږدي. د دې آيتونو په رڼا كي په پوره ډاډ او قاطعيت سره ويلى شو: هرچا چي له الله تعالى نه پرته د بل چا لپاره د علم غيب ادعا وكړه او دا ئې وويل چي له الله پرته بل څوك هم علم غيب درلودى شي، هغه په حقيقت كي د الله تعالى كتاب تكذيب كړى. قرآنكريم په لانديني آيت كي څو داسي شيان په گوته كوي چي علم ئې يوازي له الله سره دئ، هلته چي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ * لقمان:34 بيشكه چي د قيامت علم له الله سره دئ، هغه باران وروي او په هغه څه علم لري چي د ميندو په رحم كي وي، هيڅوك پدې نه پوهېږي چي سبا به څه كوي، هيڅوك پدې نه پوهېږي چي چيرته به مري، بيشكه چي خداى ښه پوه باخبره ذات دئ. په دې آيت كي د لاندنيو شيانو علم تر الله تعالى پوري مختص شوى: الف- د قيامت وخت: قرآنكريم په متعددو آيتونو كي دا مطلب بيان او روښانه كړى چي له الله تعالى نه پرته هيڅوك د قيامت د راتلو له وخت نه ندي خبر. ب - د باران د اورېدو وخت او ځاى. پدې هكله بايد دوه ټكي په پام كي ولرو: د باران په هكله د انسان وړاندوىنه په حدس او گمان ولاړه ده، د حدس (گمان) او علم ترمنځ ژور توپير بايد هير نه كړو، گمان ته علم ونه وايو، په هر حدس او گمان كي گڼ شمېر احتمالات وي؛ خو علم احتمالات يوې خوا ته پرېږدي او قاطع فيصله صادروي، په علم كي متعددو احتمالاتو ته ځاى نه وي. كله چي مونږ د پرمختللو وسايلو په واسطه د بادونو سرعت او استقامت او د وريځو حالت او كيفيت معلوموو او بيا په همدې اساس او د دغه معلومات په رڼا كي وايو چي په فلاني وخت او فلاني ځاى كي د باران اورېدو احتمال شته، دا وړاندوىنه كه هرڅومره دقيقه وي، د حدس او گمان له دايرې نشي وتى، انسان نشي كولى ټول هغه عوامل چي د وريځو په جوړيدو، حركت او د باران، ږلۍ يا واورې په اورېدو كي لږ يا زيات ونډه او اغېز لري درك او په دقيقه توگه ئې وپېژني او بيا د هغه په رڼا كي سل په سلو كي علمي وړاندوىنه وكړي. هغه وړاندوىنه چي په هغې كي د يوې ثانيي 1000/1 ، يا د يوه مليمتر 1000/1 د اشتباه احتمال ولري دا په حدس او گمان ولاړه ده او نه ښايي هغه ته علم ووايو، ځكه په علم كي د اشتباه هيڅ احتمال نه وي.

همدا وريځ چي په خاص سرعت سره د خاص استقامت او سمت په لور روانه ده او هغه سړه وږمه چي د باران سبب كېږي، په څو كيلومترۍ كي ورته انتظار باسي، دا احتمال شته چي له يوه بل استقامت نه ديوه تېز باد په لگيدو سره خپله لاره بدله كړي او په بله خوا لاړه شي، د همدې ډول احتمالاتو د شته والي له امله د انسان وړاندويني ته علم نشو ويلى، خو الله تعالى عالم الغيب دئ او په ټولو عواملو پوره علم لري.

ج - الله تعالى پدې پوره علم لري چي په رحم كي څه دي، پدې عالم دئ چي دا د مور په گيډه كي نوى جوړ شوى ماشوم نېكمرغه دئ كه بدمرغه، ښكلى دئ كه بدرنگه، ذكي دئ كه غبي، هلك دئ كه نجلۍ...الله پدې علم لري؛ خو انسان نه شي كولى د مور په گيډه كي د ماشوم د ټولو مواصفاتو په هكله علم ولري. دا چي اوس د اشعي په واسطه او په هغو پرمختللو وسايلو چي د رحم د بل لوري جدار ښكاره كوي، د نطفې د تأنيث او تذكير حالت معلومېدى شي، دا بايد د پورته ذكر شوي آيت منافي ونه بلل شي. پدې وسايلو سره په رحم كي د ماشوم په حالت خبرېدل داسي دي لكه چي د يوه ديوال شا ته د نصب شوې ويديويي كامرې په واسطه هغه كسان ووينې چي د دېوال شاته ولاړ دي، ته ئې په خپلو سترگو نشي ليدلى خو دوى د همدې كامرې په واسطه وگورې او بيا ووايې چي هلته فلانى او فلانى ولاړ دي، آيا ديته علم غيب ويلى شو؟ هيڅكله نه، همدا راز كه د يوه قوي دوربين پذريعه څو كيلومتره لرى چي هلته سترگي كار نه كوي، ته يو څوك په آس سپور وويني، بيا خپلو ملگرو ته ووايي چي اوس به فلانى زمونږ خواته راشي، آيا دا علم غيب دئ؟ نه، هيڅكله نه، علم غيب دا دئ چي ته بې له وسايلو او ذريعو او بې له دې چي په حواسو ئې درك كړي په پټو شيانو پوه او خبر شي. د - انسان په دقيقه توگه پدې نه پوهېږي چي سبا به څه كوي، سبا غايب دئ او څه چي سبا راتلونكي دي هغه له انسان نه پټ دي، هلته په مليونونواحتمالات شته، هيڅوك نه شي كولى په دقيقه توگه په دې پوه شي چي سبا به په څه حالت كي وي او څه به كوي؟ ستا تصميم صرف يو احتمال كېدى شي، له ډېرو او بې شمېره احتمالاتو نه يو احتمال، كولى شې گمان وكړې، ممكنه ده گمان او تخمين دې واقعيت ته ډېر نږدې وي، خو دانشې كولى په سبا پېښيدونكو حوادثو او هغه څه چي سبا ئې كوې علم ولرې.

ه - هيڅوك پدې نه پوهېږي چي چيرته به مري، څه وخت به د مرگ قاصد ورته راځي او په كوم ځاى او كوم حالت كي به د روح امانت خپل مالك ته سپاري. 

قرآنكريم په پوره تأكيد سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته فرمايي چي خلكو ته په څرگندو ټكيو كي ووايه چي ته علم غيب نه لري، يوازي زېرى وركوونكى او وېروونكى يى، د الهي وحى امين او د الهي پيغام داسي وړونكي چي بېله كمښت او زيادت نه ئې خلكو ته رسوي، قرآنكريم دا هم بيانوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم خلكو ته اعلان كړى چي كه هغه له جنت، دوزخ، ملائكو، جنياتو، قيامت او نورو پټو امورو څخه خبري كوي او پدې هكله معلومات وركوي، نو تاسي دا گمان ونكړئ چي هغه علم غيب لري، څه چي وايي هغه وحى ده نه د ده شخصي علم او پوهه. قرآنكريم په دې هكله فرمايي : قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنْ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِي السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤمِنُونَ * الاعراف:188 ووايه : د خپل ځان لپاره د گټي او زيان مالك نه يم، مگر هغه څه چي خداى ئې وغواړي، كه په غيب پوهېدلى نو د ځان لپاره به مي ډېره گټه ترلاسه كوله او هيڅ تاوان به نه رارسېدو، زه د مؤمنانو ډلى ته د يوه انذار كوونكى او زېرى وركوونكى نه پرته بل څه نه يم. دا آيت شريف مونږ ته په ډېره دقيقه توگه لارښوونه كوي او يو حساس او دقيق معيار په اختيار كي راكوي او وائى: علم غيب د گټي د ټولو مواردو د لاس ته راوړو او د تاوان له ټولو مواردو نه د ځان ژغورني وسيله ده، څوك چي علم غيب ولري هغه ته له هيڅ پېښي تاوان نه رسېږي، له هيڅ څه نه صدمه نه گوري، د هيڅ دښمن په وړاندي ماتې نه خوري، په خپل ژوندكي له هيڅ خنډ او مانع سره نه مخ كېږي، په هرعمل كي بريالى وي، ځكه پوهېږي چي د ضرر او زيان موارد كوم دي، له هغو نه ځان ساتي، په دې پوهېږي چي د گټي او منفعت عوامل او موارد كوم دئ، ټول خپلوي او كار ترې اخلي، له هغه خوړو نه ډده كوي چي صحت ته ئې ضررلري، د خپل هر درد دوا پېژني، نو پدې اساس نه ناروغه كېږي، نه ئې دښمن دا فرصت موندلى شي چي پر ده غالب شي، ځكه هغه ته د غلبې عوامل او لاري چاري معلومې وي او ټول د ځان په گټه په كار اچوي، دښمن نشي كولى هغه زنداني كړي، له وطن نه ئې وشړي، وئې وژني، د خلكو له ملاتړ نه ئې محروم او كمزورى كړي، دا ځكه چي هغه مخكي له مخكي نه د دښمن له تصميم نه خبرېږي او لازم تدابير نيسي، په جگړه كي برى د هغه چا وي چي د مقابل لوري له نقشې، اهدافو، وسايلو او تاكتيك نه خبر وي، د كمزورۍ نقطې ئې ورته معلومې وي. رنځ هم د رنځ له عواملو نه د ناخبرۍ له امله پيدا كېږي، زيان او ضرر هم هغه وخت چا ته رسېږي چي د زيان عوامل او اسباب ونه پېژني. كه پيغمبرانو عليهم السلام او نورو لويو شخصيتونو علم غيب درلودى نو زندان ته به نه اچول كېدل، په شهادت به نه رسول كېدل، ماتى به ئې نه خوړله، له وطن نه به نه شړل كېدل، ملگرې به ئې د دښمن په لاس نه وژل كېدل او نه به تعذيبيدل، له مشكلاتو او كړاوونو سره د هغوى مخامخ كېدل پدې دلا لت كوي چي هغوى علم غيب نه لري. قرآنكريم د الله رسول صلى الله عليه وسلم ته امر كوي چي خلكو ته ووايي چي علم غيب نه لري: قُل لا أَقُولُ لَكمْ عِندِى خَزَائنُ اللَّهِ وَ لا أَعْلَمُ الْغَيْب وَ لا أَقُولُ لَكُمْ إِنى مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلا مَا يُوحَى إِلىَّ ‏* الانعام:50 ووايه : زه نه درته وايم چي د الله خزانې له ما سره دي او نه په غيب پوهېږم او نه دا درته وايم چي زه پرښته يم، زه يوازي د هغه څه پيروي كوم چي راته وحى كېږي. ما ته وواياست: پداسي حال كي چي په هر څه پوه خداى چي عالم الغيب والشهاده دئ، په تأكيد او مكرره توگه د قرآنكريم په متعددو آيتونو كي په څرگنده توگه وايي چي له الله نه پرته هيڅوك علم غيب نه لري، له ده نه پرته نه په آسمان كي څوك علم غيب لري او نه په ځمكه كي، الله خپل پيغمبر ته امر كوي چي د خلكو ابهام او تشويش رفع كړي او دا ورته اعلان كړي چي علم غيب نه لري، هغه يوازي پيغمبر دئ، هغه څه وايي چي ورته وحى شوې. اوس لدې صراحت سره سره كه څوك راشي او د الله او رسول صلى الله عليه وسلم د قول مغايره او مخالفه ادعا وكړي او ووايي چي علم غيب لري او يا دا هڅه وكړي چي د بل چا لپاره علم غيب ثابت كړي، آيا دا ادعا دروغجنه او بې بنسټه نه ده؟ آيا دا د الله او د ده د رسول د قول د تكذيب هڅه نده؟ په قرآنكريم كي دوه آيتونه داسي دي چي يو شمېر كسان استدلال ورباندي كوي او له الله تعالى نه پرته د نورو لپاره ئې د علم غيب د اثبات د دليل په توگه وړاندي كوي، لومړى ئې د آل عمران 179 آيت او دوهم ئې د الجن د سوري 26 آيت دئ. نوموړي آيتونه دا دي : مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنْ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَإِنْ تُؤمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ * آل عمران:179 الله تعالى داسي ندى چي مؤمنان به د پاك او ناپاك له بېلولو نه پرته همداسي ستاسو په موجوده حالت كي پرېږدي او الله داسي هم نه دئ چي تاسى له غيب نه خبر كړي، لكن خداى له پيغمبرانو نه چي څوك وغواړي هغه غوره كوي، نو په خداى او په پيغمبرانو ئې ايمان راوړئ، كه مو ايمان راووړ او تقوى مو غوره كړه نو ستاسي لپاره ستر اجر دئ. عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * إِلَّا مَنْ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا * لِّيَعْلَمَ أَن قَدْ أَبْلَغُوا رِسلَتِ رَبهِمْ وَ أَحَاط بِمَا لَدَيهِمْ وَ أَحْصى كلَّ شىْ‏ءٍ عَدَدَا * الجن: 26-28 په غيب پوه خداى، چي له خپل غيب نه هيڅوك نه خبروي، مگر هغه رسول او استازى چي په خپله ئې غوره كړي وي چي د هغه مخي او شاته څارونكي لېږي، ترڅو پدې پوه شي چي د خپل رب پيغامونه ئې رسولي دي، پداسي حال كي چي د دوى په هر څه ئې احاطه كړي ده او هرڅه ئې په دقيق شمېرلو سره شمېرلي. پدې مباركو آيتونو د غيرالله لپاره د علم غيب د اثبات په خاطر استدلال ډېر بې بنسټه، بې محتوى او غيرعلمي استدلال دي، څوك چي گمان كوى په دې آيتونو كي پيغمران له عدم علم غيب نه مستثنى شوي سخته اشتباه كوي، د دې باطلې مدعا لپاره پدې آيتونو استدلال لويه غلطي ده، دوى په حقيقت كي نه پدې آيتونوكي دقت كړى او نه ئې لدينه مخكي او وروسته آيتونو ته توجه كړيده او نه ئې د قرآنكريم هغه ټول آيتونه په نظركي نيولي چي په پوره صراحت او قاطعيت سره علم غيب تر الله پورى محدود او مختص بولي او له الله تعالى نه پرته له هر څه نه كه په ځمكه كي دي كه په آسمانونو كي علم غيب نفى كوي. د دې ډلي استناد هغه كسانو ته ورته دئ چي په قرآنكريم كي د خپلي نظريي د اثبات لپا ره دلايل لټوي، خو كله چي د خپل قول د ثبوت لپاره صريح او څرگند دليل ونه مومي نو بيا كوشش كوي په قرآنكريم كي داسي الفاظ او كلمات ومومي چي لده سره د مدعا په اثبات كي مرسته كولى شي، دوى د دې پرځاى چي خپل افكار له قرآن نه واخلي او قرآنكريم د خپلو افكارو لپاره محك او معيار وټاكي برعكس هڅه كوي خپل افكار پرقرآنكريم تحميل كړي، دوى د خپلو نظرياتو د اثبات لپاره آيتونه توجيه او تأويلوي!! پر قرآنكريم د ايمان غوښتنه خو دا ده چي د هر آيت په وړاندي (آمنا و اسلمنا) ووايو، په پوره خلوص ورته تابع شو، هر هغه فكر او ذهنيت لرې واچوو چي له قرآن سره توپير او مغايرت لري او خپل افكار د قرآن په رڼا كي تصحيح او سم كړو، نه داسي چي قرآنكريم د خپلو نظرياتو او افكارو په گټه تأويل كړو. هغه كسان چي گمان كوي د جن د سورې په 27 آيت كي استثناء د الله تعالى د غوره شوو پيغمبرانو عليهم السلام لپاره علم غيب ثابتوي، دا كسان د څو لويو اشتباهاتو مرتكب شوي: دوى له دې آيت نه مخكي 25 او26 آيتونو ته توجه نده كړې، هغه چي فرمايي : قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا * عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * ووايه: نه پوهېږم آيا هغه څه چي له تاسو سره ئې وعده شوي ده، نږدې ده او كه رب مي كومه نېټه ورته ټاكلى ده، هغه رب مي چي په غيب پوه دي او هيڅوك په خپل غيب نه خبروي. پدې آيتونوكي رسول صلى الله عليه وسلم ته امركېږي چي ووايي: زه علم غيب نه لرم، نه پوهېږم چي ستاسي په هكله الهي وعده كله سرته رسېږي، يوازي زمارب په غيب عالم دئ او هيچا ته په غيب د پوهېدو مجال نه وركوي. دوى ديته ندي متوجه چي پدې آيت كي استثناء پيغمبرانو عليهم السلام ته نه بلكه د وحى راوړونكي پرښتې ته متوجه ده، په 27 آيت كي له رسول نه مراد د وحى راوړونكي پرښته ده چي مخكي او وروسته ئې نورې ساتونكي پرښتې هم لېږل كېږي، ترڅو د وحى پيغام په پوره توگه له كمښت او زيادت او ځنډ او تأخير نه پرته په خپل وخت پيغمبر ته ورسوي. دوى دي ته متوجه ندي چي دا مباركه سوره له پيل نه تر پاي پوري په دې تأكيد كوي چي له الله نه پرته بل څوك علم غيب نه لري. دوى پدې نه پوهېږي چي علم غيب او د وحى پذريعه د غيب په هكله اطلاع او معلومات يو له بل سره توپير لري، د غيب په هكله يوازي د وحى پواسطه اطلاع موندلى شو او د وحى پذريعه له غيب نه اطلاع او خبرېدل علم غيب ندى!! خداى په ځمكه او آسمان كي هيچا ته علم غيب ندى وركړى، خو پيغمبران عليهم السلام ئې د وحى پذريعه له يو شمېر غيبي امورو نه خبر كړي او الله تعالى په خپلو كتابونو كي داسي غيبي امور بيان كړيدي چي انسان ئې په مستقيمه توگه له ادراك نه عاجز دئ. الهي كتابونو ته له مراجعي نه وروسته هرڅوك له ډېرو غيبى امورو نه خبرېدلى شي، جنت، دوزخ، پرښتې، پيريان، روح، برزخ، قيامت او داسي نور ټول غيبي امور دي چي مونږ د قرآنكريم له لاري پدې شيانو خبر شوي يو. متأسفانه دا ډله پدې غلطۍ كي لويدلى چي د وحى په ذريعه له غيب نه اطلاع ته علم غيب وايي او له غيبي امورو نه اخبار او اطلاع له علم غيب سره خلط كوي. همداراز هغه كسان چي د آل عمران د سورې د129 آيت د ې برخي "وَلَكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ" په هكله دا تصور لري چي دلته ځيني پيغمبران له عدم علم غيب نه مستثنى شوي، پدې استثناء استدلال كوي او پيغمبرانو عليهم السلام ته د علم غيب ثابتولو هڅه كوي، پدې كار سره دوى د څو اشتباهاتو مرتكب شوي: د دې آيت د بحث اصلي موضوع ته ئې پام ندى كړى، د آيت له وروستۍ برخي نه داسي انتباه اخلي چي د همدې آيت له لومړنۍ برخي سره هيڅ اړخ نه لگوي، د آيت پيل داسي دئ: مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنْ الطَّيِّبِ: الله تعالى داسي ندى چي مؤمنان به ستاسو پدې موجوده حالت كي پرېږدي، تر څو ناپاك له پاك نه بېل كړي. يعني د خداى سنت دا ندى چي مؤمنان د ښه او بد، پاك او ناپاك ترمنځ له توپير، تمييز او بېلتون نه پرته همداسي گډ او مختلط پرېږدي. حتماً به داسي حالت راولي چي دا دواړه ډلي سره بېلې شي، بيا فرمايي: وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ او خداى داسي ندى چي تاسي پرغيب خبر كړي. يعني د ښه او بد، پاك او ناپاك ترمنځ د تفكيك او بېلتون طريقه دا نده چي تاسي له غيب نه خبركړي او د علم غيب له لاري پدې پوه شئ او دا درك كړئ چي څوك خبيث او څوك طيب دئ. پدې پسې متصل فرمايي: وَلَكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَإِنْ تُؤمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ: خو الله تعالى له خپلو پيغمبرانو نه چي څوك وغواړي هغه غوره كوي، نو په خداى او پيغمبرانو ئې ايمان راوړئ، كه ايمان مو راووړ او تقوى مووكړه نو ستاسي لپاره لوى اجر دئ. يعني د پاك او ناپاك، خالص او ناخالص، مخلص او نامخلص ترمنځ تفكيك او بېلتون د پيغمبرانو د غوره كولو او خلكو ته د هغوى د لېږلو له لاري ترسره كېږي،د پيغمبرانو عليهم السلام په بعثت سره خلك په دوو ډلو وېشل كېږي او پاك له ناپاك نه بېلېږي. پر خداى او رسولانو باندي په ايمان، د هغوى په اطاعت او په تقوى سره د پاكانو په ډله كي شاملېږى او لوى اجر مو په برخه كېږي. پدې آيت كي به يوازي هغه چا ته څه ابهام او اغماض ښكاري چي د رنځور زړه خاوند وي او هغه ته له كږې زاويي گوري. عجيبه ده دا كسان د دې پرځاى چي دا آيت د خپلو كږو او باطلو افكارو د تصحيح او سمون لپاره خپل لارښود ونيسي او ووايي چي خداى هيچا ته علم غيب نه دى وركړى، برعكس تصور كوي چي پدې آيت كي د يو شمېر پيغمبرانو عليهم السلام لپاره د علم غيب د اثبات دليل وجود لري !! دوى متوجه ندي چي پدې ډول تعبير سره هر مخاطب ته دا انتباه وركوي چي گويا په قرآنكريم كي تناقض شته، ځيني آيتونه ئې په صراحت او قاطعيت سره اعلانوي چي له الله تعالى پرته هيڅوك علم غيب نه لري؛ خو په ځينو نورو آيتونو كي داسي نښانې ليدل كېږي چي مخاطب ته دا انتباه القاء كوي چي له الله تعالى نه علاوه نور هم علم غيب لرلي شي!! حقيقت دا دئ چي الهى كلام لدې عيب نه پاك او منزه دئ، نه يوازي هيڅ تناقض پكي نشته بلكه آيتونه ئې ټول په خپل منځ كي يو د بل موئيد، همغږي او يو د بل شرح او تفسير. هرڅوك چي له كوم آيت نه داسي تعبير او انتباه واخلي چي له بل آيت سره تناقض او ټكر ولري هغه غلط شويدى او په قرآنكريم كي ئې د تناقض پيدا كولو غلطي كړي ده. قرآنكريم د متعددو كيسو له لاري هم دا حقيقت په گوته كوي چي پيغمبران عليهم السلام علم غيب نه لري: د ابراهيم عليه السلام په هكله فرمايي: يوه ډله پرښتې د ښايسته ځوانانو په شكل كي د هغه كور ته راځي، هغه هركلى ورته وايي، ځى يو خوسى ورته حلالوي، په غوړيو كي ئې وريتوي او هغه د دوى مخي ته ږدي، ناڅاپه متوجه كېږي چي ميلمانه ئې ډوډۍ ته لاس نه وروړي، د وېرې احساس كوي، وايې هسي نه چي ميلمانه ئې د دښمنۍ قصد ونلري، ځكه خو ډوډۍ نه خوري، هغه وخت معمول دا وو چي څوك به د دښمنۍ په نيت د چا كور ته ورغى نو د هغه پر دسترخوان به ئې ډوډۍ نه خوړله. پرښتو چي هغه پريشانه وليد نو ورته وئې ويل: مونږ ستا د رب له لوري رالېږل شوي يو، ترڅو د اسحاق او ورپسې د يعقوب زېرى دركړو، ابراهيم عليه السلام تعجب كوي او ميرمن ئې په حيرانتيا سره پوښتنه كوي چي دا څنگه كېدى شي چي مونږ د اولاد خاوند شو، پداسي حال كي چي زه بوډۍ او خاوند مي بوډا؟ ملايكو ورته وويل: آيا د الله تعالى كار ته حيران يى او شك كوى؟! ابراهيم عليه السلام له خپل هغه اوچت معنوى مقام سره سره لدې نه عاجز وو چي كورته راغلې پرښتې وپېژني او لدينه هم خبر ندى چي الله تعالى ورته زامن، اسحاق او يعقوب وركوي او پدې هم نه پوهېږي چي دا پرښتې په ځمكه كي څه مأموريت لري، پوښتنه ترې كوي: ستاسي مأموريت څه دئ؟ پرښتې ورته وايې: مونږ راغلي يو دا لاندي كلى چي اوسېدونكي ئې ظالمان دي په بل مخ واړوو. ابراهيم عليه السلام ورته وايي: هلته خو لوط عليه السلام هم اوسېږي!! هغه كلى څنگه ورانوى چي لوط عليه السلام غوندي غوره شخصيت پكي اوسېږي؟ پرښتې وايي: مونږ د كلى اوسېدونكي پېږنو، لوط عليه السلام او اهل ته ئې نجات وركوو، پرته له ميرمني نه ئې، ميرمن به ئې له نورو سره وروسته پاتې كېږي او له هغوى سره به يوځاى هلاكېږي. قرآنكريم د يعقوب عليه السلام په هكله فرمايي: زامنو ئې اراده وكړه چي خپل ورور يوسف عليه السلام له مخي نه ايسته كړي او په څاه كي ئې واچوي. خپل پلار ته راغلل او وئې ويل: پلاره! د يوسف په هكله ولې پرمونږ باور نه كوې؟ پداسي حال كي چي مونږ د هغه خير غواړو، سبا هغه له مونږ سره دښتې ته ولېږه ترڅو ساعت تېري او لوبې وكړي، يعقوب عليه السلام نه پوهېږي چي زامن ئې د يوسف عليه السلام په هكله بدنيت لري، هغه ورسره لېږي، ماښام چي بېرته كور ته راگرځي، پلار ته وايي: مونږ مسابقه درلوده، سيالي مو كوله، يوسف مو د خپل سامان خوا ته پرېښى وو، ليوه راغى او هغه ئې وخوړ، دا ئې په وينو رنگ جامې، يعقوب عليه السلام لدې نه خبر نه وو او علم ئې نه درلود چي په گران زوى ئې څه تېر شوي، له ډېره غمه ئې سترگي ړندې شوې او ترهغه د يوسف عليه السلام له حاله خبر نه شو چي زامنو ئې له مصر نه د ده خبر راووړ. له لوط عليه السلام نه حكايت كوي چي همدغه د ابراهيم عليه السلام خوا ته راغلې پرښتي په اصل كي د ده د دعا په اساس او د ده د مرستې لپاره لېږل شوې وې، خو كله چي د ده خوا ته راځي دى نه پوهېږي چي دا ملايكي دي او د ده مرستي ته راغلى دي، برعكس د دوى په راتگ سره سخت غمجن شو، دومره چي زړه ئې تنگ شو او وئې ويل: اى كاش كوم پياوړى ملاتړ او مرستندوى مي درلوداى چي د دې مفسد او بدكار قوم د هجوم په وړاندي مي له خپلو ميلمنو دفاع كړې وى!! لوط عليه السلام هغه وخت پدې پوه شو چي دا خو ملائكي دي نه ځلميان چي پرښتو په خپله ځان ورمعرفي كړ او ورته وئي ويل مونږ پرښتې يو، ستا مرستي ته راغلي يو او مأموريت مو د دې ظالم قوم دا كلى نسكورول دي. د زكريا عليه السلام كيسه داسي كوي چي الله تعالى ئې دعا قبوله كړه، يوه پرښته ئې د زوى د زېري لپاره ورولېږله، زكريا عليه السلام لمونځ كاوو چي پرښتې زېرى وركړ، ده په ځواب كي ورته وويل: اې خدايه! ما ته به څنگه زوى راكوې، زه خو زوړ يم او ميرمن مي شنډه ده؟! د دې نښه به څه وي؟ ورته وويل شول: نښه ئې دا ده چي د زوى د تولدپه ورځو كي به درې ورځي خبري ونشې كړى. قرآنكريم د اسلام د ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم د خوب كيسه كوي، خوب ئې وليد چي مسجدحرام ته داخل شوى او عمره ادا كوي، د همدې خوب په اساس له يو زر څلور سوه كسانو سره د مكي په لور روان شو، حديبيه ته چي ورسېد له خنډ سره مخ شو، قريشو ئې مخه ونيوله، مكې ته د ده او د يارانو له ننوتو او د مناسكو ترسره كولو نه ئې مخنيوى وكړ، رسول الله صلى الله عليه وسلم ناچار ودرېد، له عمرې نه منصرف شو، هملته ئې د قربانۍ څاروي ذبح كړل او ټول له احرام نه ووتل او له قريشو سره د يوه تړون په اساس بېرته مدينې ته ستون شو، د رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه خوب يو كال وروسته تحقق وموند، دا جريان پدې دلالت كوي چي نه رسول الله صلى الله عليه وسلم علم غيب درلود او نه ئې يارانو رضي الله عنهم، ان تردې چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل خوب د تحقق له وخت نه هم خبر نه وو. قرآن فرمائى چي پيغمبر عليه السلام حتى له دې خبر نشو چي يوه ډله پيريان د ده خوا ته راغلل، د ده تلاوت ئې واورېدو، په قرآن ئې ايمان راووړ، خپل قوم ته ولاړل او هغوى ته ئې وويل چي مونږ عجيب قرآن واورېدو، هغوى ئې د الله عبادت ته راوبلل، كه له الله تعالى نه پرته بل چا علم غيب درلوداى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم بايد پدې پوه شوى وى چي پيريانو د ده تلاوت واورېد، ترې متأثره شول، ايمان ئې ورباندي راووړ، بايد هغه پدې خبر شوى وى، خو داسي نه وه، رسول الله صلى الله عليه وسلم لدې جريان نه څه موده وروسته د وحى په واسطه خبرېږي او مونږ هم لدې حادثې نه د وحى په واسطه خبر شوي يو، دا پېښه داسي وه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د طائف له سفر نه ډېر غمجن او نااميده راستون شو، مكي ته نږدې وادي نخله ته چي راورسېد هلته ئې د قرآنكريم تلاوت كاوو، دا تلاوت پيريانو واوريد، ترې متأثره شول، په محمد صلى الله عليه وسلم او قرآنكريم ئې ايمان راوړ، رسول صلى الله عليه وسلم دغه وخت پدې نه وو خبر چي پيريانو د ده تلاوت اورېدلى او ايمان ئې ورباندي راوړى، څه موده وروسته قرآنكريم نازل شو او دى ئې له دې پېښي خبر كړ. هغه علم چي د وحى په واسطه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وركړل شويدى اوس د قرآنكريم په متن كي زمونږ ټولو په اختيار كي دئ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا ډول علم ته بايد علم غيب ونه ويل شي. بخاري روايت كوي چي عائشي رضي الله عنها وويل: مَنْ حَدَّثَكَ أَنَّ مُحَمَّدًا صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأَى رَبَّهُ فَقَدْ كَذَبَ وَهُوَ يَقُولُ ( لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ ) (وَ مَا كانَ لِبَشرٍ أَن يُكلِّمَهُ اللَّهُ إِلا وَحْياً أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسولاً فَيُوحِىَ بِإِذْنِهِ مَا يَشاءُ ) وَمَنْ حَدَّثَكَ أَنَّهُ يَعْلَمُ الْغَيْبَ فَقَدْ كَذَبَ وَهُوَ يَقُولُ لَا يَعْلَمُ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ * كه چا درته وويل چي محمد صلى الله عليه وسلم خپل رب ليدلى دئ نو پوه شه چي دا شخص دروغ وايي، ځكه الله تعالى فرمايي: "سترگى ئې نشي ليدلى"، "او هيڅ انسان لره نه ښايي چي الله ورسره تكلم وكړي مگر په وحي سره، يا د حجاب له شا نه او يا كومه فرشته ولېږي نو هغه د الله په حكم هغه څه ورته وحي كړي چي غوښتي ئې وي" او كه چا درته وويل چي هغه علم غيب لري، نو دا هم دروغ وايي ځكه الله تعالى فرمايي : له الله پرته هيڅوك علم غيب نه لري. د يوه بل اولوالعزمه پيغمبر نوح عليه السلام كيسه بيانوي او وايي: له نوح سره ئې ميرمني او زوى ملگرتيا ونكړه او په كښتۍ كي ورسره سپاره نشول، وروسته پاتې او په طوفان كي غرق شول، نوح عليه السلام د داسي پېښى انتظار نه درلود، د الله تعالى له وعدې نه ئې انتباه دا وه چي ټوله كورنۍ به ئې ژغورل كېږي، د طوفان په وخت كي ئې خپل زوى ته بلنه وركړه؛ خو هغه د ده خبره ونه منله، په كښتۍ كي له سپرېدو ئې ډډه وكړه، دوى په خبرو كي وو چي د طوفان څپې ئې ترمنځ حايل شوې. كله چي كښتۍ پرغره تم شوه، نوح عليه السلام خپل رب ته دعا وكړه او وئې ويل: لويه ربه ! زما زوى خو زما له اهل څخه دئ او ستا وعده هم رښتونې ده، نو د هغه ډوبيدل يعني څه!! خداى ورته وفرمايل: زوى دې ستا له اهل څخه ندى، هغه ناصالح وو، تا لدينه په خپلي پناه كي ساتم چي له جاهلانو څخه وې. ووائې چي دا جريان په څه دلالت كوي؟ آيا پدې چي نوح عليه السلام علم غيب درلود او كه پدې چي هغه پدې نه پوهېدو چي زوى ئې د ده له اهل څخه ندى او غرق به شي؟! دا او ديته ورته ډېر داسي مثالونه شته چي په قرآنكريم كي د دې لپاره راغلي چي د هغوكسانو لپاره د ابهام او تشويش هيڅ مجال پاتې نشي چي د قرآنكريم د صريحو آيتونو سره سره ئې پدې اړه قناعت نه وي حاصل شوى چي له الله پرته بل څوك د غيب علم نه لري، لا ئې هم پدې هكله په زړه او دماغ كي څه توهم او شبه پاتې وي. دا ډله خلك له ماسوى الله نه د علم غيب د نفى په هكله په لسگونو قرآني آيتونه له نظره غورځوي او د علم غيب په رابطه داسي تصور لري چي د قرآن له روح سره ټكر كوي. ځيني كسان وايي چي له موسى عليه السلام سره د خضر عليه السلام د سفر او ملگرتيا كيسه او د سليمان عليه السلام له درباريانو نه د هغه كس كيسه چي په كتاب ئې علم درلود او د سبا د ملكي تخت ئې د سترگو په رپ كي د سليمان عليه السلام مخي ته كيښود، دا كيسې دا ښيي چي يوازي تر الله تعالى پوري د علم غيب منحصرولو او محدودولو ادعا درسته نده، د دوى په ځواب كي بايد ووايو: • د سليمان عليه السلام په كيسه كي د دوى د تصور خلاف داسي قاطع دلايل شته چي له الله تعالى نه پرته له بل هرچا نه علم غيب نفى كوي. په همدې كيسه كي دا په ډاگه شوى چي سليمان عليه السلام پدې علم نه درلود چي د سبا په نوم كوم ملك شته او يوه ښځه ورباندي حكومت كوي،اوسېدونكي ئې مشركان دي او لمر ته سجده كوي او ملكه ئې لوى تخت لري، دا معلومات يو مرغه (هدهد) وركوي، كه سليمان عليه السلام علم غيب نه لري نو څنگه امكان لري چي د ده يو امتي دې علم غيب ولري؟! • په الهي كتاب د يوه پوه انسان دا خبره او دا عمل ولې علم غيب شمېرئ؟ قرآن خو دا ندي ويلي چي ده علم غيب درلود، تاسي له كومه ځايه دا خبره كوئ !؟ • په كوم اساس د كيسې له يوى برخي نه داسي تعبير او انتباه اخلئ چي سل په سلو كي له نورو برخو سره تناقض لري؟! • څه اشكال لري كه د قرآنكريم له صريحو آيتونو سره متناقض او مخالف تصور او تعبير پرېږدئ او دا ومنئ چي دا سړى مستجاب الدعوات وو، دعا ئې وكړه او خداى ئې دعا قبوله كړه او د سترگو په رپ كي د ملكي تخت د سليمان عليه السلام مخي ته كيښودى شو. همدارنگه له موسى عليه السلام سره د هغه كس ملگرتيا چي په ځينو رواياتو كي ئې نوم خضر ښودل شوى، د دې كيسې په هكله هم بايد دې ډلي ته ووايو: قرآنكريم دا څرگندوى چي د دې كيسې هدف دا دئ چي موسى عليه السلام ته دا وښيي او ورته ثابته كړي چي له هر پوه نه پورته بل پوه شته، "وفوق كل ذى علم عليم" نه ښايي په خپل محدود علم غره شو او خپل علم مكمل او د علم پاى او انتهاء وگڼو. • پدې كيسه كي هيڅ داسي دليل نشته چي د خضر عليه السلام لپاره علم غيب ترينه ثابت شي، قرآن ندي ويلي چي خضر عليه السلام په غيب پوهېدو، نه پوهېږو دوى دا انتباه له كومه ځايه اخيستى ده؟! • د ظالم او غاصب پاچا په هكله د هغه علم، د هغه ځوان له نېك عمله مور او پلار نه د ده خبرتيا او تر نړيدونكي ديوال لاندي د هغو يتيمانو خزانه چي صالح مور پلار ئې له لاسه وركړي وو، دا معلومات ولې په علم غيب حمل شي؟ دا ولې د هغه د پوهې او بصيرت نښه ونه شمېرو، لكه څرنگه چي قرآن فرمايي: وَفَوقَ كُل ذِي عِلمٍ عَلِيمٌ له هغه پوه او عالم سړي سره د موسى عليه السلام د ملگرتيا په كيسه كي څو په زړه پوري او د زياتې توجه وړ ټكي زمونږ مخي ته ايښودل شوي: • موسى عليه السلام چي د پنځو اولوالعزمه پيغمبرانو څخه دئ له خپل پوه او عالم ملگري نه داسي څه ويني چي د ده لپاره د توجيه او منلو وړ ندي، په ظاهر كي داسي بد او قبيح ورته ښكاري چي په وړاندي ئې چوپ نشي پاتې كېدى، فوراً اعتراض كوي. كه څه هم ژمنه ئې كړې وه چي ترڅو پوري ده خبر نه وي وركړى او مسئله ئې نه وي ورته بيان كړې، تر هغې پوري به د هيڅ كار په اړه پوښتنه نه كوي، خو گورو چي موسى عليه السلام هرځل خپل تعهد هيروي، سكوت ماتوي او له خپل ملگرى نه سوال كوي، اعتراض ورباندي كوي او ورته وايي: دا څه عجيب كار!! دا څومره ناوړه عمل!! او ملگرى ئې هرځل ورته وايي: تا ته مي ويلي وو چي زما ملگرتيا نه شي كولى، زما پركارونو صبرنه شې كولى، ځكه چي په راز ئې نه پوهېږې، د كارونو له اسرارو نه بې خبري د دې سبب كېږي چي بې صبره شې. دا كار درې ځله تكرارېږي، بالآخره موسى عليه السلام اعتراف كوي چي لدې شخص سره د ملگرتيا توان نه لري او د هغه د عجيبو كارونو په وړاندي صبرنه شي كولى. كه موسى عليه السلام علم غيب لرلى نو داسي به نه كېدل، نه به ئې په خپل ملگري اعتراض كاوو او نه به ئې له ملگرتيا نه پاتې شوى وى، كه موسى عليه السلام چي له اولوالعزم رسولانو څخه دئ، علم غيب نه لري نو بل به څوك وي چي د علم غيب خاوند وي؟! • موسى عليه السلام پدې اعتراض وكړ چي د مسكينانو كښتۍ ولې تخريب شي او ولې له سفر نه پاتې شي، خو لدينه خبر نه وو چي څو قدمه وړاندي دې كښتۍ او مالكانو ته ئې خطر متوجه دئ، هلته د يوه ظالم پاچا پلويانو كمين نيولى، هره كښتۍ چي مومي غصبوي ئې! د موسى عليه السلام ملگرى پدې خبر وو، د دې لپاره چي دا كښتۍ او غريب مالكان ئې له خطر سره مخ نه شي يو تدبير ئې وسنجاوو، كښتۍ ئې سورى كړه، ترڅو له سفر نه پاتې شي، دا كار چي د موسى عليه السلام لپاره د توجيه وړ نه وو په حقيقت كي د كښتۍ د مالكانو لپاره لوى خدمت وو او په همدې كي د موسى عليه السلام لپاره يو لوى درس پروت وو او هغه دا چي يو چا ته د ډېري گټي لپاره لږ ضرر رسول د ستايني وړ دئ نه د اعتراض وړ. • په دوهم ځل ئې هم د خپل پوه او عالم ملگري په كړو صبر ونشوى كړى، بيائې اعتراض وكړ چي دا ځوان دې ولې بې موجبه په قتل ورساوو؟! لدينه خبر نه وو چي دا ځوان يو شرير، سخت زړى، فاسد او كافر انسان دئ، مور او پلار ئې مسلمانان دې او د ده خطر دومره لوى شوى چي كورنۍ ئې تهديدوي، دا په اصطلاح يو فاسد غړى دئ، جراحي ته ضرورت لري، د دې فاسداو خطرناك غړي قطع كول په واقع كي لدې مؤمني كورنۍ سره مرسته ده. د موسى پوه او عالم ملگري دې مؤمني كورنۍ ته لوى خدمت وكړ، د يوه شرير انسان له شره ئې وژغورله او موسى عليه السلام ته ئې دا درس وروښود چي: په سالم بدن كي د فاسد غړى جراحي ممانعت نه لري ، له سالم بدن نه د هغه غړي قطع كول ضروري دي چي د اصلاح او جوړيدو امكان ئې نه وي. كه اسلامي ټولني ته د يوه شرير او فاسد انسان له خوا گواښ او تهديد متوجه شي او تر خطر لاندي راشي چي له تصفيىاو منځه وړلو پرته بله چاره ونلري، نو د دا ډول غړي له منځه وړل د اعتراض نه بلكه توجيه وړ عمل دئ. • دريم ځل ئې پدې اعتراض وكړ چي ولې له هغه بخيل قوم سره د كاږه ديوال په جوړولو او له غورځيدلو نه مخنيوى كي مرسته كوي، له داسي قوم سره ولې مرسته كوي چي دومره بخيل او بې احساسه دئ چي اړ او مجبور انسان ته يوه مړى ډوډۍ هم نه وركوي او ولې ئې دې خلكو ته مفت او مجاني كار وكړ؟ موسى عليه السلام د خپل ملگري پدې عمل انتقاد وكړ، ځكه هغه پدې نه وو خبر چي تردې ديوال لاندي د هغو دوو يتيمانو خزانه ده چي له مؤمنو والدينو نه په ميراث ورته پاتې ده، د موسى عليه السلام ملگرى په خپل دې مفت او بې مزده كار سره هغو يتيمانو ته غټ خدمت وكړ او په عين وخت كي ئې موسى عليه السلام ته دا لارښودنه وكړه چي انسان ته نه ښايي تل بالمثله معامله وكړي، مناسبه نده چي د ټولني د اكثريت بدكړه او ناسمه معامله تا له كمزوري اقليت سره له نېكي نه منع كړي. عجيبه ده؛ هغه كسان چي زړونه ئې بيمار دي، لدې ښوونكي او له پندونو نه ډكي كيسې نه سرچپه او غلطه انتباه اخلي او د داسي يوه تصور د اثبات لپاره پرې استدلال كوي چي په حقيقت كي دا كيسه د هغه د ترديد او نفى لپاره راغلي. دوى هڅه كوي لدې كيسې نه د پيغمبرانو عليهم السلام لپاره د علم غيب د اثبات لپاره د دليل په توگه كار واخلي، پداسي حال كي چي دا كيسه په واقع كي د موسى عليه السلام نه د علم غيب نفى كوي. پدې هم بايد ځان پوه كړو چي د عيسى عليه السلام د هغه غيب ويلو معنى او مفهوم څه دئ چي قرآنكريم ترې يادونه كړي ده؟ قرآن د آل عمران سورې په 49 آيت كي له عيسى عليه السلام نه داسي حكايت كوي: وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤمِنينَ * آل عمران: 49 له هغه څه نه چي تاسي ئې خورئ او له هغه څه نه چي په كورونوكي ئې ذخيره كوئ، تاسو خبروم، پدې كي ستاسي لپاره نښه ده كه باور لرئ. پدې اړه بايد لانديني ټكي په پام كي ونيول شي: • پيغمبران عليهم السلام د ژوند په ډېرو برخو كي خاصې ځانگړتياوې لري او نه ښايي عادي خلك په هغوى باندي قياس كړو او په دوى پوري مختص او خاص حكم نورو ته هم وغزوو. • د پيغبرانو عليهم السلام معجزې بايد عامې ونه بلل شي او بايد نورو ته د معجزو د اثبات هڅه ونشي. • هغه څه چي پيغمبرانو عليهم السلام ته د وحى له لاري القاءكېږي بايد د هغوى له ذاتي علم سره خلط نه كړى شي او وحى بايد د پيغمبرانو عليهم السلام لپاره د علم غيب په معنى ونه نيولى شي. • د عيسى عليه السلام معجزې لكه د مړيو ژوندي كول، له خټې د جوړ شوي مرغه په بدن كي روح پوكل، له مور نه ړوند پيدا شوي او پيس ته شفا او نور، دا د هغه خاصې معجزې دي چي عموميت ئې صحيح ندى. • دا ډول پېښي بايد د نورو آيتونو په رڼا كي تفسير او تشريح كړو او نه ښايي داسي تعبير ترې واخلو چي د قرآن له نورو صريحو آيتونو سره تصادم كوي. د الانعام سورې پنځوسم آيت دا بيانوي چي رسول صلى الله عليه وسلم علم غيب نه لري، قُل لا أَقُولُ لَكمْ عِندِى خَزَائنُ اللَّهِ وَ لا أَعْلَمُ الْغَيْب وَ لا أَقُولُ لَكُمْ إِنى مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلا مَا يُوحَى إِلىَّ قُلْ هَلْ يَستَوِى الأَعْمَى وَ الْبَصِيرُ أَ فَلا تَتَفَكَّرُونَ * الانعام:‏50 ووايه: زه نه دا وايم چي د الله خزانې راسره دي او نه په غيب پوهېږم او نه دا وايم چي زه پرښته يم، زه خو يوازي د هغه څه متابعت كوم چي ما ته ئې وحي كېږي، ووايه: آيا ړوند او سترگه ور سره برابر دي، آيا تفكر نه كوئ؟! په يوه آيت كي او په يوه بل پسې "په غيب نه پوهېدل" او "د وحي متابعت" راوړل دا مطلب افاده كوي چي كه پيغمبر عليه السلام د وحى په اساس له غيب او غيبي امورو نه خبرى كوي نو دا د ده علم غيب نه، بلكه د الله له لوري وحى ده، مبادا د وحي له لاري په غيبي امورو پوهېدل د پيغمبر علم غيب وگڼلى شي. پدې مطلب هم بايدځان پوه كړو چي له نښو، نښانو او آثارو نه په يوه پټ او غيبي څيز پوهېدل او د عقلي دلائلو له مخي د هغه په موجوديت حكم؛ بايد علم غيب ونه گڼلي شي، په عقلي دلايلو اود پټ څيز پر آثارو د علم په اساس د هغه په حالت خبرېدل علم غيب ندى. همدا راز الهام، خوب او هغه فراست چي د ايمان او تقوى نښه ده او پدې سره كله كله انسان د پټو حقايقو او احتمالي راتلونكو پېښو په هكله نسبي پوهه ترلاسه كوي او د واقع كېدو تخمين ئې كوي دا هم بايد علم غيب ونه بلل شي. كه وغواړو دا مسئله په يوه مثال سره توضيح كړو نو وايو: تاسي له خپلو ملگرو سره په يوه كوټه كي ناست ياست، د باندي چي څه تېرېږي هغه له تاسي نه پټ دي، پدې وخت كي ستاسي يو دوست وايي چي اوس به قسيم، ورپسې، نسيم او ورپسې حكيم كوټې ته راداخل شي. بل كس له كوټې نه وځي او د دريو كسانو د پلونو له نښو او څرنگوالي نه گمان كوي چي دا درې كسان به ظاهر، طاهر او قاهر وي، دوى تقريباً نيم ساعت مخكي لدې ځاى نه تېر شويدي، كېدى شي اوس فلاني ځاى ته رسېدلي وي. پدې صورت كي لومړنى كس چي كوټي ته د دريو كسانو د راتلو ادعا ئې كړې وه، غيب وينه كړې ده، د ده دا خبره د منلو نده، دا غيب دئ او په غيب له الله پرته بل څوك نه پوهېږي، خو كه فرضاً همداسي وشي او همغه درې كسان راشي نو بيا حتماً به څه فريب او چل په منځ كي وي. دوهم كس چي له آثارو او خپل فراست نه ئې كار اخيستى، تخمين ئې كړى، هرڅومره ئې چي فراست او پوهه ډېره وي، په همغه اندازه به ئې خبره حقيقت ته نږدې وي. د لومړني كس عمل غيب ويل دي او د منلو ندى او د دوهم كس عمل يو استنباط او استدلال دئ چي هم روا دئ او هم د ستايلو وړ. قرآنكريم د هغه بصيرت او فراست په هكله چي د تقوى له امله انسان ته په لاس ورځي فرمايي : يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ*

الانفال:29

اې مؤمنانو! كه تقوى وكړئ؛ الله تعالى به فرقان دركړي، بدي به مو له منځه يوسي او بخښنه به درته وكړي او الله تعالى د لوى فضل خاوند دئ. يعنى تقوى تاسى ته داسي بصيرت او فراست دركوي چي كولى شى په هغه سره په پوره آسانۍ د حق او باطل، ښه او بد، مفيد او مضر، دوست او دښمن ترمنځ توپير وكړئ او هروخت مناسبه فيصله وكړئ او گټور تصميم ونيسئ. د ژورو حقايقو ادراك، د نظر وسعت، په پيچليو مسائلو او پداسي قضاياوو پوهېدل چي د سطحي نظر خاوندان ئې نه شي دركولى، د تقوى نتيجه ده. رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: د مؤمن له فراست نه ځان وساتئ؛ ځكه هغه د ايمان په رڼا كي ليدل كوي. همداراز فرمايي: مؤمن هوښيار او زيرك وي. هغه څه چي مؤمن ئې په خپل فراست سره درك كوي، د الهام له لاري ورښودل كېږي،او يا ئې په خوب كي ويني، دا بايد له علم غيب سره اشتباه نه كړو. بايد وگورو چي كوم كسان د ماسوى الله لپاره د علم غيب ادعا كوي؟ آيا دا امكان لري چي په قرآن پوه او عالم شخص دا ډول ادعا وكړي؟ او آيا دا ممكنه ده چي په خداى ايمان لرونكي موحد انسان، چي په قرآن ايمان لري، خپل رب پېژني او د انسان د استعدادونو له حدودو نه واقف دي؛ له الله تعالى سره په علم غيب كي بل څوك شريك كړي؟ واقعيت دا دئ چي فقط هغه كسان د داسي ادعا جرأت كوي چي غواړي خلك د الله تعالى د بندگۍ په ځاى د خپل ځان او يا د ځان په څېر د بل انسان عبادت ته راوبولي، دا ډله بې علمه او جاهلو خلكو ته وايي: راشئ د دې ښاغلي لاس او لمن ونيسئ، د ده په درشل كي سرونه ټيټ كړئ، ترڅو مو د غيب له اسرارو نه خبر كړي، له هغه زيان نه مو وژغوري چي تاسو ترې بې خبره ياست خو هغه ورباندي پوه دي، هغه كولى شي له تاسو نه د داسي خطرونو په وړاندي دفاع وكړي، هغه ستاسي په حال خبر دئ، پدې پوهېږئ چي تاسى له كوم برخليك سره مخ كېدونكي ياستئ، كه تاسي د هغه لمن ونيسئ، دربار ته ئې پناه وروړئ، نو برخليك به موبدل كړي، تقدير به داسي واړوي چي ستاسي په گټه به وي، هغه له هرځاى نه ستاسي فرياد اورېدى شي او ستاسو مرستي ته رسېدي شي....دا ټولي ادعاگاني دروغجني او غولوونكي او دا خيالات او باورونه بې اساسه او په شرك ككړ دي او د اسلام له اصولو او اساساتو سره تناقض لري. له الله تعالى نه پرته هيڅوك علم غيب نه لري، هيڅوك د الله له ارادې پرته د هيڅ شي وس نه لري، له الله پرته هيڅ مرسته كوونكى، مغيث او دعا قبلوونكىنشته، د هيچا له وسه نده پوره چي تقدير بدل كړي، چا ته گټه او زيان ورسوي، هرڅه د الله تعالى په واك او اختيار كي دي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: عَن ابن عباس قَال : كُنْتُ خَلْفَ النبيِّ يَوْماً، فَقَالَ: يَا غُلاَمُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كِلمَاتٍ: إِحْفَظِ الله يَحْفَظْكَ، إِحْفَظِ الله تجِدْهُ تجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ الله، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بالله، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلآ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ الله لَكَ، وَإنِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلآ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ الله عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَفْلاَمُ وَجَفَّتِ الصُّحُف. رواه الترمذي له ابن عباس رضىالله عنه روايت شوى چي وايي: يوه ورځ د رسول الله صلى الله عليه وسلم شا ته سپور وم، راته وئې ويل: اې ځوانه! څو خبري درښيم: د الله تعالى د حقوقو حفاظت وكړه، ترڅو الله ستا ساتنه وكړي، كه د الله د حقوقو ساتنه وكړې؛ خپلي مخي ته به ئې ومومي، كه څه دې غوښتل نو له الله ئې وغواړه، كه مرسته دې غوښتله نو له الله ئې وغواړه، پدې پوه شه چي كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او وغواړي تا ته څه گټه ورسوي، نو يوازي هومره گټه دررسولى شي چي الله درته ليكلي او كه ټول پدې راغونډ شي چي تا ته كوم تاوان ورسوي نو يوازي هومره تاوان دررسولى شي چي الله درته ليكلى، قلمونه پورته شوي او صحيفى وچي شويدي. يعنى د مقدراتو كتاب وچ شوي، نور نه څه پكي زياتېږي او نه څه ترې كمېږي او هغه قلم چي د انسان برخه ليك ئې ليكو پورته كړي شوي او له ليكلو ودرېدلي.

ديته په پام چي د غرض خاوندان له دې باطل تصور او ذهنيت نه ناوړه استفاده كوي او خلك ورباندي غولوي او بې لاري كوي، قرآنكريم په مكرره توگه له ماسوى الله نه علم غيب نفي كوي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په تأكيد سره مكرراً امر كوي چي اعلان وكړي علم غيب نه لري.



توسل يو بل قرآني مفهوم چي د عوامو او عوام غولوونكو له خوا ظلم ورسره شوى، سخت مظلوم واقع شوى او داسي جامه وراغوستل شوې چي نه ئې له ښكلي شكل سره ښايي او نه ئې له اوچتې وني سره اړخ لگوي؛ د "توسل" مفهوم دئ. وسيله په قرآنكريم او حديث كي د هغه نېك عمل په معنى استعمال شوې چي د الله تعالى د تقرب او نږديوالي موجب گرځي، الله تعالى فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُوا فِي سَبيلهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ * المائد:35 اې مؤمنانو! له الله نه ووېرېږئ او د ده لوري ته وسيله ولټوئ او د ده په لار كي جهاد وكړئ ترڅو بريالي شئ. پدې آيت كي د مؤمنانو د برياليتوب لپاره درې شرايط ښودل شوي: 1- تقوى او ځان ساتنه. 2- د الله تعالى لوري ته د وسيلى لټول. 3- د الله تعالى په لار كي جهاد.

كه دا مبارك آيت د قرآن په رڼا كي تفسيركړو او په قرآن كي دا ولټوو چي تقوى، وسيله او د الله په لار كي جهاد كومو اعمالو ته ويل كېږي چي بنده الله ته نږدې كوي؛ نو وبه گوروچي قرآنكريم لمونځ، زكات، حج، روژه، په نېكۍ امر، له بدي نه نهى، د الله په لار كي مال لگول، له الله او رسول نه اطاعت او د اسلام د حاكميت لپاره جهاد؛ الله ته د نږديوالي او تقرب وسايل دي. د اسلام له نظره هيڅ داسي عمل نشته چي د فرائضو تر ادا كولو نه زيات الله تعالى ته د تقرب سبب شي، پيغمبر عليه السلام فرمايي چي انسان د سجدې په حالت كي تر بل هر حالت نه الله ته ورلنډ وي. خو كه د رنځورو زړونو خاوندانو ته ووايو چي د قرآن له نظره دا اعمال، الله ته د تقرب وسايل دي؛ د هغوى شيطان پدې خبرو نه قانع كېږي! كه ورته وويل شي چي د دعا د اجابت او قبلېدو تر ټولو غوره وخت د فريضې له ادا نه وروسته شېبې او لحظې دي، د دعا د قبلېدو لپاره تر ټولو غوره ځاى جومات او د جهاد سنگر دئ، په دې هم نه راضي كېږي، كه څه هم دا د الله او د ده د رسول خبره ده. دوى داسي دريځ نيولى چي نه د خداى خبره مني او نه د ده د رسول!! آيا د تعجب او حيرت خبره نده چي څوك په قرآن باندي له ايمان سره سره له وسيلې نه داسي تعبير ولري چي سل په سلو كي له قرآنكريم سره تناقض لري؟ قرآنكريم "وسيله" هلته ذكر كړي چي له هغې نه مخكي او وروسته ئې د شرك په نفى او له غيرالله نه د مرستې غوښتلو په تحريم ټينگار كړى او فرمايلي ئې دي: كه له خداى نه پرته له هرچا نه، كه په ځمكي كي وي يا آسمان كي، مړ وي يا ژوندي، انسان وي يا پرښته او له هرچا او هر څه نه استعانت او مرسته وغواړئ، هغه نه درنه د زيان دفع كولو وس لري او نه ستا حالت بدلولى شي، هغه چي مشركان مرسته ترې غواړي په خپله د الله دربار ته د تقرب د وسيلې په لټه كي دي، غواړي د الله په وړاندي نږدې مقام ترلاسه كړي، په خپله ئې سترگي د الهي رحمت په لوري دي او له عذاب نه ئې وېره لري. فرمايي:

قُلْ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا * أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمْ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا * الاسراء: 56-57 ووايه: له الله تعالى نه پرته چي "پر هر چا او هرڅه د ملجأ او مرجأ" گمان كوى؛ "خپلي مرستې ته" ئې راوبولئ، هغوى نه له تاسو نه د ضرر دفع كولو توان لري او نه ئې د بدلولو، هغه چي مشركان ئې مرستي ته رابولي؛ هر يو ئې چي الله ته ډېر نږدې وي په خپله د الله دربار ته د تقرب وسيله لټوي، د هغه رحمت ته ئې سترگي دي او له عذابه ئې وېره لري، بيشكه چي ستا د رب عذاب د دې وړ دئ چي وېره ترې وشي. قرآنكريم خپلو مخاطبينو ته امركوي چي له شرك او له ماسوى الله نه له مرستې غوښتلو نه ډډه وكړي، يوازي له خداى نه مرسته او مدد وغواړي او د الله لوري ته ورلنډ شي. پداسي حال كي چي د خداى لوري ته وسيله لټول، د شرك د نفى لپاره او د هغه ترڅنگ ذكر شوي، خو متأسفانه عوام غولوونكي او ټگماران دا جزء داسي تفسيروي چي له ماسوى الله نه د مرستې غوښتلو د جواز دليل پكي وموندل شي. د سني او شيعه ټول علما او معتبر تفاسير؛ وسيله يا د تقرب يعنى نږديوالي په معنى اخلي او يا د هغه عمل په معنى چي د تقرب موجب گرځي، په احاديثو كي چي هرچيرته د وسيلې كلمه راغلې نو مطلب ترينه تقرب (نږديوالى ) او د الله په وړاندي لوړ مقام دئ. تفسير نمونه له نهج البلاغه نه په روايت سره وايي چي علي رضى الله عنه فرمايي: ان افضَل مَاتوسل به المُتَوسلُون الى الله سبحانهُ وتَعالى الايمانُ بهِ وَبرَسُولهِ وَالجِهادُُ في سبېلهِ فَاِنهُ ذَروَةُ الاسلام، وَكلِمَةُ الاخلاص فَانهَا الفِطرة واقامِ الصلاة فَاِنهاالملة ، وايتاء الزكاة فانها فَريضَة وَاجِبة وصَومِ شَهررمَضَان فَانهُ جُنة مِنَ العقَاب وحج البَيتِ واِعتمَاره فَاِنهما يَنفِيَان الفقرَويرحضَان الذنبَ، وصِلة الرحم فَاِنها مُثراة فِى المال وَمنساة في الاجَل وَصَدَقَة السر فَاِنها تَكٌفُرُ الخَطِيئَة وصَدقة العلانيةَ فَاِنها تَدفَعُ ميتَة السُوء وصَنَائِعُ المَعٌرُوفِ فَاِنها تَقي مصَارع الهوَان ترټولو غوره شيان چي الله تعالى ته د تقرب سبب كېږي عبارت دي له: په خداى او رسول ايمان، د الله په لار كي جهاد، چي هغه د اسلام لوړه څوكه ده، د اخلاص كلمه چي د فطرت غوښتنه ده، د لمانځه ادا كول چي د اسلام ستنه ده، د زكات وركړه چي يوه واجبه فريضه ده، د رمضان روژه چي د گناه او عذاب په وړاندي ډال دئ، حج او عمره چي فقرله منځه وړي او گناوې وينځي، صله رحم چي مال زياتوي او عمر اوږدوى، په پټه خيرات وركول چي گناوې له مينځه وړي او په ښكاره توگه خيرات وركول چي د ناوړه مرگ مخه نيسي اونېك كارونه چي انسان له نيستۍ اوهلاكت نه ژغوري. تفسيرنمونه (ص364 تر365 )

مونږ ته رسول الله صلى الله عليه وسلم لارښودنه كوي چي له آذان نه وروسته دا دعا وكړو: 

اللهمَّ ربَّ هٰذه الدعوةِ التامَّة والصَّلاةِ القائمةِ آتِ محمداً الوسيلةَ والفضيلةَ، وابعثْه مَقاماً محموداً الذي وَعدْتَه* متفق عليه اې ربه! د دې بشپړې بلني او د دې ادا كېدونكي لمانځه ربه! محمد صلى الله عليه وسلم ته وسيله، فضيلت او لوړه درجه وركړه او په هغه ستايل شوي مقام ئې بېرته راژوندى كړه چي تائې وعده ورسره كړيده. وواياست: مونږ پدې دعا كي له الله تعالى نه د اسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته كومه وسيله غواړو؟! الهي دربار ته مزيد تقرب او كه پر بل انسان توسل چي د ده او الله ترمنځ وسيله شي، سوالونه ئې خداى ته ورسوي او د دعا د اجابت لپاره ئې سفارش او شفاعت وكړي؟!! اوس دا هم وواياست چي له لاندي راتلونكو دوو تعبيرونو نه كوم يو له قرآن او احاديثو سره تطابق لري او كوم يو ورسره ټكر كوي: • وسيله يعنى له الله تعالى نه د مرستې پخاطر په بل چا توسل او هغه د ځان او الله جل جلاله ترمنځ وسيله او واسطه گرځول، هغه مغيث او د مشكلاتو حلوونكى گڼل او د ده له لارى الله تعالى ته د سوال او دعا رسول!! • وسيله يعني الله ته په نېك عمل سره نږديوالى.

راشئ وگورو چي د "وسيلې" لدغو دوو معانيو نه كومه يوه د اسلام له روح سره برابره ده؟ كه قرآنكريم ته په دقت سره ځير شو نو په هيڅ آيت كي به هم دا ونه مومو چي الله تعالى ته د تقرب لپاره په ماسوى الله د توسل جواز ترې ثابت شي او صراحتاً يا اشارتاً پدې دلالت وكړي چي الله تعالى ته د رسېدو په لار كي داسي ساتونكي او څارونكي گمارل شوي چي لومړى بايد دوى ته مراجعه وكړو، د دوى له لاري د الله دربار ته ځان ورسوو، خپل سوالونه او عرايض د دوى په لاس د الله حضورته وړاندي كړو، كه نه نو الله تعالى ئې نه قبلوي، د دې برعكس قرآنكريم په ټينگار سره وائې: 

الله تعالى تاسو ته ستاسو د غاړې له رگ نه هم درنږدې دئ. الله تعالى دعا قبلوي. هرڅوك چي خداى ته رجوع وكړي توبه ئې قبلوي. هر چا چي له خداى نه مرسته وغوښتله همغه ورته كافي دئ. له خداى نه پرته تاسي بل ولې او مرستندوى نه لرئ. يوازي د خداى عبادت وكړئ او يوازي له همغه مرسته وغواړئ. خو دا خبره چي آيا د دې جواز شته چي له كوم ژوندي انسان نه د دعا غوښتنه وكړو؟ هو، دا نه يوازي جائز ده بلكه الله تعالى د يوه مسلمان دعا د بل په حق كي ژر قبلوي، الله تعالى د مور او پلار دعا، د دوستانو دعا او د مسلمان له خوا بل مسلمان ته دعا، ژر قبلوي، خو پدې شرط چي له داسي چا نه دعا وغوښتل شي چي ژوندى وي او د دعا توان ولري، انسان له مرگ نه وروسته بل چا ته د دعا وس او توان نه لري، بلكه په خپله د نورو دعا ته محتاج وي، دا كه هرڅوك وي او د هر څومره لوړ مقام خاوند وي. نه گورئ چي مونږ د هر لمانځه په وروستۍ برخه كي محمد صلى الله عليه وسلم، ابراهيم عليه السلام او نورو صالحو بندگانو ته دعا كوو او له لوى خداى نه ورته لوړې درجې غواړو. د دعا د الفاظو او طريقې په هكله هم بايد زمونږ لپاره قرآنكريم او نبوي احاديث معيار وي، په قرآنكريم كي د ډېرو پيغمبرانو عليهم السلام دعاگاني رانقل شويدى، داسي دعاگاني چي پيغمبرانو عليهم السلام د خپلو مشكلاتو د حل لپاره د الله تعالى حضورته وړاندي كړې او رحيم خداى هغه قبولى كړې دي. زمونږ اړتياوى، غوښتني او سوالونه به حتماً د الله تعالى د دغه غوره بندگانو د غوښتنو په څېر وي، بايد د هر ضرورت او مشكل د حل لپاره همغه لاره غوره كړو چي دوى غوره كړې، خپل عرايض په همغو كلماتو سره الله تعالى ته وړاندي كړو چي لدوى نه كوم يوه په خپلي دعا كي كارولى. په قرآني دعاگانو كي له ورايه گورو چي په هرى دعا كي په مستقيمه توگه الله تعالى ته خطاب شويدى، د هر څه سوال مستقيماً او له كومې واسطې پرته مخامخ الله تعالى ته راجع شوى دئ.




شفاعت د قرآنكريم يو بل مفهوم چي غلط تعبير ترې كېږي، مظلوم واقع شوى او عوام غولوونكي ناوړه گټه ترې اخلي؛ د شفاعت مفهوم دئ، كه قرآنكريم ته مراجعه وكړئ نو وبه گورئ چي پريهودانو باندي د قرآن يو اعتراض دا دئ چي هغوى له شفاعت نه ناسم او غلط تعبير درلود، قرآنكريم فرمايي: يَابَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِي الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ* وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ * البقرة:47-48 اې بني اسرائيلو! زما هغه نعمت رايادكړئ چي پر تاسو مي پېرزو كړي او دا چي پر ټولو عالميانو مي فضيلت دركړ او له هغې ورځي نه ووېرېږئ چي نه څوك له بل نه څه شي دفع كولى شي او نه كوم شفاعت ترې قبلېدى شي او نه عوض او بدل ترې اخيستل كېږي او نه ئې مرسته كېدى شي. دغه مبارك آيت چي په قرآنكريم كي په څه معمولي تفاوت سره څو ځله تكرار شويدى؛ څو اساسي مطالب افاده كوي: • يو وخت الله تعالى پر بني اسرائيلو هومره پېرزوينه كړې وه چي دوى ته ئې د خپل عصر تر ټولو خلكو نه زيات فضيلت وركړى وو. • د قيامت د ورځي او په هغه ورځ د الهي محاسبې په هكله د بني اسرائيلو تصور او باور داسي شو چي گمان ئې كاوه، لويو او الله ته نږدې ذواتو ته د دوى انتساب او له هغوى سره د دوى تړاو او رابطه به له الهي عذاب نه د دوى د نجات سبب شي، گمان ئې كولو چي مونږ پيغمبرانو عليه السلام ته منسوب يو او گڼ شمېر پيغمبران زمونږ له قوم نه غوره شوي، نو دا پيغمبران به خامخا نه پرېږدي چي د دوى قوم او دوى ته منسوب كسان دوزخ ته لاړ شي!! د دوى د دې غلط تصور د تصحيح لپاره ويل كېږي چي: په هغه ورځ هيڅوك له بل نه د څه دفع كولو توان نه لري، هرڅوك به په يوازي توگه خپل رب ته حساب وركوي، له هر چاسره به د هغه د عمل مطابق معامله كېږي، د الله مقربو بندگانو ته انتساب نه له چا نه عذاب دفع كولى شي او نه ئې له محاسبې خلاصولى شي. • په هغه ورځ په معاوضې او بدل سره هم له الهي عذاب نه نجات ممكن ندى، د الله تعالى محاكمه د دنيوي محاكمو په شان نده چي په مالي جريمه او عوض سره له مجازاتو نه ځان پرې وژغورلى شو، هلته به هرڅوك د خپل عمل جزا ويني، داسي هم نده لكه عيسويان چي عقيده لري او وايي چي عيسى عليه السلام د خپلو پلويانو د نجات او له الهي مجازات نه د دوى د خلاصون لپاره ځان قربان كړ او په دار شو، نو ځكه به نه لدوى پوښتنه كېږي او نه به مجازات كېږي!! قرآنكريم داسي باورونه او تصورات بې بنسټه او باطل گڼي. • دوى د شفاعت په هكله هم جاهلانه او د دېني اصولو مخالف تصور لري، گمان كوي څرنگه چي دوى د لويو او مقربو شخصيتونو لمني نيولې دي، له هغوى سره د محبت ډبرې ئې په سينه وهلى دي او تل ئې دوى ته مراجعه كړې ده، پر دوى ئې توسل كړى، نو د غه محبت، توسل او انتساب به د دې سبب شي چي د قيامت په ورځ د همدغو نازولو له شفاعت نه برخمن شي!! او چي دوى ئې شفا عت وكړي نو بيا به ولې جنت ته نه ځي او ولې به له دوزخ نه نه ژغورل كېږي؟! د شفاعت په اړه د دوى د دې غلط تصور لپاره قرآن فرمايي: • د قيامت په ورځ د هيچا شفاعت د هيچا لپاره هيڅ گټه نه لري. • د قيامت په ورځ به داسي څوك ونه موندلى شي چي د مجرم شفاعت ته راودانگي، د هغه مرسته وكړي او له الهي محاسبې نه ئې وژغوري. قرآنكريم فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمْ الظَّالِمُونَ* البقره:254 اې مؤمنانو! زمونږ له لوري دركړل شوې روزي د هغې ورځي له رارسېدو نه مخكي انفاق كړى چي نه پيرل او پلورل پكي شته او نه دوستي او نه شفاعت او كافران ظالمان دي. همدا راز قرآنكريم هغه شفاعت نفى كوي چي په شرك منتهي كېږي، فرمايي: وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَى كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُمْ مَا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاءَ ظُهُورِكُمْ وَمَا نَرَى مَعَكُمْ شُفَعَاءَكُمْ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاءُ لَقَدْ تَقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُمْ مَا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ * الانعام:94 بيشكه چي زمونږ خوا ته همغسي يوازي راغلئ لكه چي لومړى ځل مو پيدا كړي وئ او هر هغه څه مو شا ته پرېښودل چي مونږ درباندي پېرزو كړي وو او اوس ستاسو هغه شفاعت كوونكي هم نه درسره وينو چي گمان مو كړي وو دوى ستاسو په اړه زمونږ شريكان دي، بيشكه چي ستاسي ترمنځ بېلتون راغى او مزعوم شفاعت كوونكي مو درنه ورك شوي. همدا راز فرمايي: وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤلَاءِ شُفَعَاؤنَا عِنْدَ اللَّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ *

  يونس:18

دوى له الله تعالى نه پرته د داسي چا عبادت كوي چي "په نه عبادت سره ئې" دوى ته ضرر نشي رسولى او " په عبادت سره ئې" دوى ته گټه نشي رسولي او وايي: دا د الله په وړاندي زمونږ شفاعت كوونكي دي، ووايه: آيا پدې شفاعت كوونكو سره غواړئ خداى د آسمانونو او ځمكي پداسي څه خبر كړى چي نه ورباندي پوهېږي؟! پاكي ده هغه لره او لدينه ډېر لوړ دئ چي شريك ورسره نيسي. يعنى: دا مشرك عناصر چي د شفاعت په هكله غلط او باطل تصورلري، د داسي څه عبادت كوي چي دوى ترې د ضرر د دفع كولو او گټي رسولو طمع لري ، پداسي حال كي چي دوى نه د گټي وس لري او نه دتاوان واك، د گټي او تاوان فيصلې له الله تعالى سره دي. مشركين له الله تعالى نه پرته له نورو نه د مرستې غوښتلو د جواز په هكله وايي: مونږ خو د دې شيانو عبادت نه كوو، فقط دوى د خداى په درباركي خپل شفاعت كوونكي نيسو، دوى د خداى په وړاندي زمونږ وسيله او شفيع دي، قرآن د دوى د دې ادعا د ترديد لپاره فرمايي: آيا تاسي غواړئ د خپلو شفاعت كوونكو له لاري الله تعالى ته داسي څه وواياست چي هغه نه پرې پوهېږي؟!! په ځمكه او يا آسمان كي له هغه نه پټ دي؟! په دنيا كي چي څوك د حاكم او پاچا په وړاندي د كوم كس شفاعت كوي نو ورته وايي: دا ښه سړى دئ، له تاسي سره اخلاص لري، څه جرم ئې ندى كړى، ستاسي معلومات د ده په اړه مكمل او دقيق ندي، هغه د دې لايق ندى چي سزا وركړى شي او مجازات شي، بايد عفوه ورته وشي، دا ستاسي او د نظام په گټه ده......... آيا فكركوئ چي الله تعالى هم همداسي دئ لكه دا دنيوي پاچايان چي شفاعت كوونكي ئې د مجرم له حقيقي حالت نه خبروي؟! آيا داسي څه شته چي له الله تعالى نه پټ وي؟! او بيا دا شفاعت كوونكي راشي او الله تعالى ته ئې په هكله معلومات وركړي ؟! الله تعالى لدې عيب نه پاك او له شريك نه بې نيازه دئ. قرآن د هغه كسانو حالت څومره ښه ترسيم كړى چي پدې ډول شفاعت باورلري او خپل مزعوم شفاعت كوونكي ئې د الوهيت تر درجې پورى لوړ كړيدي، دا كسان به د قيامت په ورځ په حقيقت پوه شي او وبه ويني چي دوى په غلطه روان وو، د دې خيالي شفاعت كوونكو په هكله ئې باطل تصور درلود، هغه چي دوى په دنيا كي له الله تعالى سره برابر او شريكان گرځولي وو، نه يوازي د شفاعت كولو توان نه لري بلكه له دوى نه خپله بيزارى اعلانوي او په خپله غلطۍ اعتراف كوي، قرآن فرمايي: تَاللَّهِ إِن كُنَّا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ * إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ * وَمَا أَضَلَّنَا إِلآَ الْمُجْرِمُونَ * فَمَا لَنَا مِن شَافِعِينَ * وَلاَ صَدِيقٍ حَمِيمٍ * الشعراء: 97-101 قسم په خداى چي مونږ په څرگند ضلالت او بې لاري كي وو چي تاسو مو له رب العالمين سره برابرگرځولي وئ، مونږ بل چا نه يو بې لاري كړي مگر دغو مجرمينو، اوس نه شفاعت كوونكي لرو او نه رښتينى دوست. د قيامت په ورځ چي ټول حقايق به څرگند شي، وبه ليدل شي چي دا مشركه ډله او په مشركانه شفاعت باور لرونكي به په خپله خپل باورونه غلط شمېرى، ځانونه به گمراه بولي، اعتراف به كوي چي دوى خپل لويان د الوهيت درجې ته اوچت كړي وو او هغه كسان به مجرم شمېري چي دوى ئې بې لاري كړي وو او وبه وايي: اوس نه داسي شفيع لرو چي د خداى په وړاندي زمونږ شفاعت او مرسته كولى شي او نه داسي دوستان او اولياء چي گمان مو كولو دوى پر مونږ او مونږ پر دوى گران يو او د قيامت په ورځ به د الله په وړاندي زمونږ حمايت او شفاعت كوي!! د قرآنكريم متعدد آيتونه پدې دلالت كوي چي د قيامت په ورځ شفاعت نشته او د هيچا شفاعت بل چا ته گټه نه شي رسولئ، له الهي عذاب او مجازات نه ئې نه شي ژغورلى، د دې آيتونوترڅنگ داسي مبارك آيتونه هم شته چي "مشروط شفاعت "په اثبات رسوي او په جواز ئې دلالت كوي، قرآنكريم فرمايي: مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ"

البقره :255

هغه به څوك وي چي د ده په وړاندي د چا شفاعت وكړى شي، مگر د ده له اذن او اجازې وروسته؟ په ټولو هغو شيانو پوه دئ چي د دوى مخى او يا شاته دي او دوى د ده له علم نه په هيڅ شي احاطه نشي كولى، مگر په هغه څه چي ده غوښتي.... يعنى هغه شفاعت نشته چي تاسي ئې تصور او گمان كوئ، داسي نده چي كومه پرښته يا كوم مقرب بنده به يو شمېر مجرمين راغونډوي، د خداى حضور ته به ئې ورولي او هلته به ئې شفاعت كوي، نه، داسي نده، بلكه شفاعت كوونكي به هم د خداى له لوري غوره كېږي او شفاعت كېدونكي هم، هغه به مشخصو كسانو ته د خاصو كسانو په اړه د شفاعت اجازه وركوي، دواړه به د الله تعالى له لوري ټاكل كېږي، داسي گمان ونكړئ چي د لوى رب په وړاندي څوك د ده له اجازې پرته د خبرو او شفاعت توان او جرأت ولري او يا څوك دا توان ولري چي د خداى په نزد بې اجازې د كوم مجرم شفاعت وكړي او په هر څه عالم خداى د كوم مجرم له حال نه خبركړي او د هغه د داسي صفاتو په هكله ورته معلومات وركړي چي له مجازاتو نه پرې معاف شي. الله تعالى فرمايي: يَوْمَئِذٍ لَا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَانُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا* يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا * طه:109-110 په هغه ورځ به شفاعت څه گټه نه رسوي، مگر د هغه چا چي خداى اجازه وركړي او د ده په وينا راضي شي، هر هغه څه ورته معلوم دي چي د دوى مخي ته دي يا ئې شا ته دي او دوى علماً پر ده احاطه نشي كولى. بل ځاى كي فرمايي: "....مَا مِن شَفِيعٍ إِلآَ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلاَ تَذَكَّرُون"َ * يونس:3 د الله تعالى له اجازې پرته به هيڅ شفاعت كوونكي نه وي، دا دئ ستاسو رب، هغه چي بايد عبادت ئې وكړى، آيا عبرت نه اخلئ؟ دا آيتونه پدې دلالت كوي چي د قيامت په ورځ به د مشركانو مزعوم شفاعت نه وي، د شفاعت په اړه د دوى تصور او گمان بې اساسه او غلط دئ، دا ډول تصور په شرك ككړ او له شركي افكارو نه راولاړ شوى تصور دى، شريعت هغه شفاعت مني چي د دې خصوصياتو درلودونكي وي: • شفاعت كوونكي د الله تعالى له خوا ټاكل كېږي او د الله تعالى له اجازې نه وروسته به شفاعت كولى شي. • د شفاعت وړ او د سفارش مستحق كسان به هم د الله تعالى له خوا غوره كېږي او له الهي اذن نه وروسته به د دوى شفاعت كولى شي. • هيڅوك دا جرأت او وس نه لري چي د الله تعالى له اجازې پرته د هغه په وړاندي څه ووايي او نه څوك د هغه له اذن نه پرته د چا د شفاعت حق او جرأت لري. • هغه شخص د شفاعت وړ بلل كېږي چي مسلمان وي خو جرم ترې شوى وي، د مشرك لپاره شفاعت نشته، الله تعالى له شرك نه پرته د ټولو گناهونو بخښنه كوي. خوشرك نه بخښي او نه د مشرك په حق كي د چا شفاعت قبلوي او هيڅوك هم دا جرأت نشي كولى چي د الله تعالى په وړاندي د كوم مشرك شفاعت وكړي.




تأويل دا ليكنه په اصل كي د يوه ايراني ليكوال د يوې مقالې ځواب دئ چي د ورور حكمتيار لخوا وركړي شوي او د ايراني مشهورې ورځپاڼې (همشهرى) د1379 كال په 17 او 18 گڼه كي خپره شوې وه او په ايراني مطبوعاتو كي ئې زيات بحثونه راولاړ كړي او ډول ډول غبرگونونه ئې راپارولي وو. په ځواب كي ئې ديارلس مقالې وليكل شوې خو ټولي ناقصي او كمزورې، مونږ دلته همدا ليكنه د درنو لوستونكو د استفادې لپاره رااخلو: محترم ورور ډاكټرحبيب نبوى يجي په قرآن كي د تأويل او د هرمنوتيك علم په اړه يوه مقاله ليكلى چي په همشهرى نومې مشهوره ورځپاڼه كي د ارديبهشت مياشتى په 17 او18 نېټه خپره شوې وه، نوموړي د تأويل په اړه د څو نظرياتو يادونه كړيده؛ خو نه پوهېږم ولې ئې د تأويل په اړه تر ټولو مهم او اساسي نظر چي فكر كوم له ټولو نظرياتو نه دقيق او زيات صحيح دئ له پامه غورځولى دئ او هيڅ توجه ئې نده ورته كړې! له همدې كبله مي وغوښتل همدا تشه ډكه كړم، له محترم ليكوال نه پاتې شوى نظر وليكم او د همشهرى درانه لوستونكي د هغه څه لوستلو ته راوبولم چي د دكتور حبيب په مقاله كي توجه نده ورته شوې. هغه څه چي د تأويل په رابطه د مفسرينو ترمنځ د اختلاف سبب شوى، د آل عمران د سورې په اووم نمبر آيت كي د (متشابه) كلمې په څنگ كي د هغې راوړل دي: هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تأويلهِ وَمَا يَعْلَمُ تأويلهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُوْلُوا الْأَلْبَابِ* آل عمران :7 الله هغه ذات دئ چي پر تائې دا كتاب نازل كړ چي ځيني آيتونه ئې محكم دي او دا د دې كتاب اصل او بنسټ دئ او پاتې ئې متشابه دي. نو هغه كسان چي په زړونو كي ئې كوږوالى دئ هغوى په متشابهاتو پسې درومي، د فتنې په لټه كي او د تأويل لپاره، پداسي حال كي چي په تأويل ئې له الله تعالى پرته هيڅوك نه پوهېږي او هغه كسان چي په علم كي راسخ دي وايي: ايمان مو پرى راوړى، ټول د الله تعالى له لوري دئ او پند نه اخلي مگر د عقل خاوندان. دغه آيت څو اساسي مطالب په گوته كوي: 1: د قرآنكريم آيتونه په عمومي توگه په دوه ډوله دي : محكم او متشابه. 2: محكم آيتونه د قرآنكريم اساسي محور دئ او متشابه آيتونه ئې كمه، محدوده او ضمني برخه ده. كه په قرآنكريم كي لږ غور او دقت وكړو نو دا به راته په ډاگه شي چي د قرآنكريم د بحث او څيړني دوه اساسي محورونه دي، يو شمېرئې په هغو قضاياوو پورى اړه لري چي د انسان لپاره مشهود، څرگند او ښكاره دي او په انساني قاموس كي ورته صريح او څرگند الفاظ شته، لكه لمر، سپوږمۍ، آسمان، ځمكه، غر، انسان او نور، دوهمه برخه ئې لداسي شيانو سره تړاو لري چي له نظره پټ او غايب دي او انسان په خپل قاموس كي داسي كلمات نه لري چي د هغوى د معرفي كولو لپاره ئې وكاروي. د دې غيبي شيانو د پېژندلو او معرفي كولو لپاره لابد بايد هغه الفاظ وكارولي شي چي په اصل كي د ملموسو او ښكاره شيانو لپاره وضع شويدي او ناچار بايد د تشبيه له فن نه كار واخيستل شي ترڅو د دې غيبي څيز يو داسي انځور وړاندي كړى شي چي حقيقت ته نږدې وي، له همدې ځايه آيتونه په دوو برخو وېشل كېږي: هغه آيتونه چي د ښكاره او مشهود عالم په اړه بحث كوي، پدې ډول آيتونو كي داسي الفاظ استعمال شويدي چي هريو د خپل ځانگړي مورد لپاره وضع شويدى، مفهوم او مدلول ئې څرگند دئ، د آيت مراد او په خپل مورد د لفظ تطبيق آسانه دئ، دا آيتونه محكم دي، خو هغه آيتونه چي له غيب او غيبي شيانو نه بحث كوي، پدې ډول آيتونو كي د غيبي شيانو د افادې او تعريف لپاره د تشبيه فن كارول شوى او داسي الفاظ پكي استعمال شويدي چي په اصل كي د څرگندو او ټولو ته د ښكاره شيانو لپاره وضع شوي دي، دا آيتونه متشابه بلل كېږي. لكه په دې مبارك آيت كي: إِنَّ رَبَّكُمْ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ * الاعراف:54 د يوم، استواء او عرش الفاظ په حقيقت كي د ښكاره او څرگندو شيانو لپاره وضع شويدي، خو پدې آيت كي د ځمكي او آسمان د پيدايښت د شپږو مراحلو او پرځمكه او آسمان د الله تعالى د سلطى او سيطرى د افادى او بيانولو لپاره استعمال شويدي او د دې مطلب د افاده كولو لپاره راغلي چي دا ځمكه او آسمان په شپږو مرحلو كښى پيدا شوى، الله تعالى د هر څه مالك او واكدار دئ او هر څه ئې تر واك او عرش لاندي دي. او څرنگه چي د قرآنكريم اصلي محور محكم آيتونه دي نو لازمه ده چي متشابه آيتونه همدې لورته راجع كړو او د محكمو آيتونو په رڼا كي ئې تفسير او توضيح كړو. نه ښايي متشابه آيتونه په مستقله توگه او محكم آيتونو ته له ارجاع نه پرته په ځانگړي ډول بيان او توضيح كړو. هغه كسان چي په متشابه آيتونو پسې ځي او هڅه كوي چي په ځانگړى توگه او محكمو آيتونو ته له ارجاع پرته ئې تفسير كړي، هغوى په غلطه روان دي، زړونه ئې رنځور دي، فكري انحراف ئې د دې سبب شوى چي دا غلط تصور خپل كړي، د هغوى مقصد يا فتنه وي او يا د دې آيتونو پر تأويل علم او پوهه حاصلول. هر چا چي د متشابه آيتونو په مراد اكتفاء ونكړه او د تأويل په لټه كي شو، هغه به يا د رنځور زړه خاوند وي چي فتنه لټوي او يا به ئې داسي كارته ملا تړلى وي چي له الله تعالى پرته ئې هيڅوك هم د كولو توان نه لري. هغه غواړي د متشابهاتو په تأويل پوه شي خو د متشابهاتو علم يوازي له الله تعالى سره دئ؛ ځكه هغه څه چي د انسان له حواسو نه پټ دي او په عالم غيب كي قرار لري او انسان نه شي كولى په خپلو محدودو حواسو ئې درك كړي، قرآنكريم د عالم غيب د دغو پټو شيانو د پېژندني او معرفي كولو لپاره داسي الفاظ استعمال كړيدي چي د انسان لپاره ئې درك او فهم آسانه دئ او په همدى الفاظو سره ئې د غيبي شيانو مناسب او ممكن انځور وړاندي كړى او د كايناتو او عالم په معرفي كولو كي تر هغه ځايه مخكي تللى تر كومه پورى چي انساني عقل د تلو توان لري، لدينه آخوا انساني عقل د مخكي تگ وس او توان نه لري، نور ئې وزرونه سوځي، بايد همدلته توقف وكړي، د هغه د ناقص عقل، قاصر تصور او محدود توان، تنگ نظر، ناقص استعداد او محدود قاموس غوښتنه دا ده چي همدلته په همدې كرښه ودرېږي او نور د مخكي تگ هڅه او هاند ونكړي، هغه نور د مخكي تگ توان نه لري او نه شي كولى د غيبي شيانو په حقيقت او تأويل پوه شي. د افسوس خبره ده چي يو شمېر دوستان د دې مبارك آيت صريح حكم ته توجه نه كوي او د آيت د وروستۍ برخى په رابطه داسي څه وايي چي له لومړۍ برخي سره ئې تناقض لري، د آيت لومړنۍ برخه وايي: د رنځور زړه خاوند، فتنه لټوونكى، ماجرا غوښتونكى، شكاك او قناعت نه كوونكى د متشابه آيتونو په لټه كي وي، هڅه كوي پر تأويل ئې پوه شي او په همدى پسې وايي: له الله تعالى پرته هيڅوك د متشابهاتو په تأويل نه پوهېږي. په پاى كي فرمايي: د دې ماجرا غوښتونكو، فتنه گرو او بيمارو زړونو خاوندانو په مقابل كي عالمان او د پاخه علم خاوندان وايي: مونږ ايمان ورباندي راوړى دئ، ټول د الله له لوري دئ او له عاقلانو پرته بل څوك پند نه اخلي. د تعجب ځاى دئ چي هغوى په دې صراحت سترگى پټوي او ادعا كوي چي د آيت په وروستۍ برخه كي الله او د پاخه علم خاوندان مستثنى شويدي او د ( الله ) او (الراسخون) ترمنځ "واو" د عطف واو دئ، دا غلط نظر نه يوازي د همدې آيت له لومړنۍ برخي سره ټكر كوي بلكه د بلاغت خلاف هم دئ، كه د الله (تعالى) له لفظ نه وروسته توقف ونكړو او دا واو د عطف واو وشمېرو نو بايد وروستنۍ جمله ټوله پر ماقبل عطف كړو چي بيائې معنى داسي كېږي: د هغوى پر تأويل له الله او الراسخون في العلم نه پرته بل څوك نه پوهېږي او خداى او د پاخه علم خاوندان وايي: مونږ ايمان ورباندي راوړى، ټول د الله له لوري دي!! يعنى بايد د يقولون په لفظ كي ضمير الله او الراسخون في العلم دواړو ته راجع وي!! او څرگنده ده چي دا نه معقول ده او نه صحيح. د آيت اول او آخر په دې دلالت كوي چي بايد د الله له لفظ سره توقف وكړو او د متشابهاتو د تأويل علم يوازي تر الله تعالى پورى خاص و شمېرو. په خواشينۍ سره يادونه كېږي چي ځيني نور بيا وايي چي كېدى شي يو آيت يو وخت متشابه وي او بل ځاى محكم، يعنى كولى شو له يوه اړخه ئې متشابه وگڼو او له بله اړخه ئې محكم وشمېرو!! دا نظر نه يوازي د آيتونو د وېش په اړه د قرآنكريم له څرگندونو سره اړخ نه لگوي بلكه پدې سره د قرآنكريم د هر آيت په اړه دا گمان راولاړوي چي شايد دا به هم متشابه وي!! دا نظر هغه كسان وړاندي كوي چي اصلاً د محكم او متشابه په اړه پوره او لازم علم نه لري، دوى د قرآنكريم د مخاطبينو فهم او پوهه معيار گرځوي، يعنى هغه آيت چي مخاطب پرې پوه شو، شك او تردد ورته پكي پيدا نشو، هغه محكم دئ او كه شك او تردد ئې پكي وكړ او له فهم نه ئې عاجز شو؛ نو بيا دا آيت متشابه دئ؛ خو حقيقت دا دئ چي د محكم او متشابه د وېش معيار د مخاطب فهم او علم ندى، آيتونه د مخاطبينو انگېرني او فهم ته له توجه او پاملرني پرته په محكم او متشابه وېشل شويدي. د متشابه لفظ په خپله پدې دلالت كوي چي لدينه هغه آيتونه مراد دې چي د تشبيه فن پكي په كار وړل شويدى، د غيبى عالم شيان پداسي الفاظو سره پكي معرفي شويدي چي په اصل او حقيقت كي د ښكاره او ظاهري څيزونو لپاره وضع او ايښودل شويدي او د تشبيه پذريعه همدا غيبي شيان انسان ته معرفي شويدي. د تأويل لغوي معنى اصل او اول ته اړول دي او دلته دا مطلب افاده كوي چي متشابه لفظ له فعلي حالت نه خپل اصلي او اولني حالت ته واړولى شي. يعني دا چي له تشبيه نه لاسته راغلى مفهوم كافى ونه شمېرو، بلكه د هغه څيز په حقيقت د پوهېدو هڅه وكړو چي چي د تشبيه له لاري مونږ ته رامعرفي شويدى. د مثال په ډول: زمونږ په عرف او قاموس كي عرش هغه تخت ته ويل كېږي چي پاچا ورباندي كښېني او دا ئې د قدرت او واك نښه وي. دا عرش يو جسم وي چي څلور پښى لري. ښه نو د الله تعالى د عرش معنى څه ده؟ كه مونږ د دې لفظ د تأويل هڅه وكړو نو بايد پدې اكتفاء ونكړو چي د الله تعالى عرش د ده د قدرت او بې مثاله واكمنۍ مظهر او نښه ده، بلكه دا معنى كافى ونه شمېرو او هڅه وكړو چي د الله تعالى د عرش په ماهيت ځان پوه كړو، حال دا چي ممكنه نده د الله تعالى د عرش ماهيت درك كړو او په حقيقت ئې پوه شو، لا زمه ده چي په خپل حد ودرېږو، له پولو نه د تجاوز او تېرېدو هڅه ونكړو. هرڅوك چي د عرش د ماهيت او كيفيت او د استواء د كيفيت په هكله بحث او مناقشې كوي دا ډول كسان به يا د رنځور زړه خاوندان وي او يا به د خلكو په منځ كي د فتنې ايجادول غواړي او يا به د بې ځايه غرور او لوئى په مرض اخته وي او ځان به ورته لوى ښكاري، په خپل عقل به غره وي او داسي مړۍ يا گوله به خولى ته وړي چي ترستوني ئې نه شي تېرولى او له خپل ټغر نه به پښى اوږدې غځوي. پدې ټول پوهېږو چي قرآنكريم د انسانانو په ژبه نازل شوى او خپل پيغام ئې پداسي الفاظو سره بيان كړى چي په عربي قاموس كي موجود دې او دا الفاط په اصل كي د مشهودو او ښكاره څيزونو لپاره وضع شوي، كله چي قرآنكريم انسان ته له ښكاره او څرگندو شيانو نه خبري او بحث كوى نو لفظ او مدلول ئې دواړه واضح او څرگند وي، انسان ئې په آسانۍ سره درك كولى او ورباندي پوهېدلى شي، مخاطب د دا ډول كلماتو د اورېدلو او ويلو په وخت كي له هيڅ مشكل، شك او اشكال سره نه مخ كېږي، خو كله چي د قرآنكريم د بحث موضوع بدلېږي، له غيبى او غيرمشهودو شيانو نه خبرى كوي او د پټ عالم بحث شروع كېږي، نو پدې صورت كي د انساني قاموس په وړاندي سره كرښه كښل كېږي، دغه قاموس بيا د دې پټ او غيبي عالم د اجزاوو د تعريف او پېژندني لپاره مناسب او لا زم الفاظ نه لري، دا پټ عالم په انساني قاموس كي نه شى ځائيدلى، دا قاموس د دې غيبي شيانو د معرفي كولو صلاحيت او ظرفيت نه لري، د ناچارۍ له مخي د دې غيبي امورو د معرفي كولو لپاره بايد همغه ناقص او تنگ الفاظ وكارول شي او همغه د مشهودو او ښكاره شيانو لپاره وضع شوي الفاظ استعمال شي او په همدى الفاظو سره د انسان د فهم او پوهى لپاره د غيبي شيانو يو تصوير او ترسيم وړاندي شي او د تشبيه د فن په مرسته انساني عقل ته د غيبي امورو نقشه انځور شي. د دا ډول آيتونو د الفاظو تأويل او د تشبيه له حالت نه اصلي او لومړني حالت ته اړول د انسان د وس خبره نده، پدې كيفيت له الله تعالى پرته بل څوك نه پوهېږي، ځكه تركومه حده چي ممكنه وه او انسان ئې توان درلودو، ترهغه حده همدې متشابه آيتونو په همدې الفاظو سره دا شيان معرفي كړي دي، لدينه آخوا انساني عقل د مخكي تگ استعداد او توان نه لري، انسان بايد همدلته په همدې پوله توقف وكړي، نور بايد د وړاندي تگ هيله او هڅه ونكړي، همدا ئې د توان آخرينۍ او وروستۍ پوله ده، عقل او فهم ئې نور د مخكي تگ توان نه لري، نور نشي كولى دا شيان لدينه زيات وپېژني. ځيني دوستان وايي: له مونږ سره داسي روايات شته چي ثابتوي "الراسخون فِي اَلعِلمِ" يا د پاخه علم خاوندان په تأويل پوهېږي، پدې اړه لانديني څوټكي يادول غواړو: • پدې كي شك نشته چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحاب او اهل بيت رضي الله عنهم له بل هرچا نه د قرآنكريم په ژبه ښه او زيات پوهېدل، هغوى له ټولو نه زيات د قرآنكريم په مفهوم او هدف پوه وو، مسلمانان ټول پدې اتفاق لري او ټول عقيده لري چي د قرآني مفاهيمو د زده كړې او پوهې لپاره بايد د اصحابو رضي الله عنهم نظرياتو ته مراجعه وشي، پدې رابطه هيڅ اختلا ف نشته، اختلاف پدې كي دئ چي د روايت راوي څوك دي؟ آيا دا روايت له مصئون او ډاډمني لاري مونږ ته رارسېدلي؟ او آيا د وخت تېرېدو او د راويانو تعدد خو پر روايت څه اثر ندى كړى او په الفاظو كي ئې د څه بدلون باعث ندى شوى؟ آيا د رواياتو د ثبتولو په اړه همغه اهتمام او دقت شوى چي د آيتونو په ارتباط شوى؟ • نه ښايي هر روايت معيار وگرځوو او د قرآن آيتونه د هغه په گټه توجيه كړو، بلكه لازمه دا ده چي هر روايت قرآن ته راجع كړو، په قرآن ئې وتلو، كه له قرآنكريم سره موافق او برابر وو نو قبول ئې كړو او كه نه نو د قبول وړ ئې ونه گڼو. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: كه زما له خوا داسي حديث درته ورسېد چي له قرآن سره ئې تعارض او ټكر درلود نو هغه په ديوال ووهئ (مه ئې قبلوئ) • هغه روايت چي له عقل سره ئې سمون نه درلود او داسي مطلب ئې افاده كاوو چي پر انساني عقل برابر نه راتو او له عقلي معيار سره ئې ټكر كولو او هغه روايت چي يوه لوى شخصيت ته داسي قول پكي منسوب شوى وي چي د لويانو له اقوالو سره سمون ونلري، د اسلامي معيارونو له مخي كمزورى او ناوړه گڼل كېږي، لكه د ځان ستايل او نورو ته ښكنځلى او بد رد ويل، له قدرت سره مينه، ځان زړه ور، شجاع، غيرتي، په غيب پوه گڼل او داسي نورې ادعاگاني كول، نو د داسي رواياتو په اړه بايد محتاط وو، هم د دې روايت په هكله او هم ئې د راوي په هكله بايد شك ولرو او له ترويج او نشر نه ئې ډډه وكړو، ځكه دا امكان نه لري او له توقع نه بهر ده چي يو لوى شخصيت د ځان ستاينه وكړي، امكان نه لري په اسلام او قرآن پوه انسان د علم غيب ادعا وكړي، د صالحو او مؤمنو شخصيتونو دود ندى چي د ځان لپاره د مقام او قدرت غوښتنه وكړي، امكان نه لري چي يو عالم، د دېن په اساساتو پوه او په اسلامي اخلاقو متخلق انسان دا ادعا وكړي چي زه د راسخ فى العلم له ډلي نه يم، د پاخه علم خاوند او د متشابهاتو په تأويل پوه، كه پوهېدلى نو دا كار به ئې كړى وو، د ادعا په ځاى به ئې متشابهات توضيح كړي وو، مونږ خو د دوى په اقوالو كي هيڅ داسي بېلگه نه گورو چي د كوم متشابه آيت په اړه ئې څه ويلي وي. • د تأويل په اړه چي محترم ورور داكتر ايجى كوم تحليل كړى له هغه نه داسي څرگندېږي چي گويا د قرآنكريم الفاظ څو مختلفې معناگاني لري او د قرآنكريم آيتونه د ظهر او بطن، ښكاره او پټ (مخ او منځ) لري او د هر آيت په بطن كي بيا نور بطنونه شته!! راشى وگورو چي دا وينا د قرآنكريم ستاينه او توصيف دئ او كه نه برعكس دا قرآن ته د يوه عيب د انتساب په معنا ده؟! د قرآنكريم په اړه كېدى شي دوه انگېرني ولرو: 1. قرآنكريم واضح، مبين او څرگند كتاب دئ چي له آسمان نه ځمكي ته د انسان د هدايت لپاره "نازل" شوى، الفاظ او مفاهيم ئې مخاطب ته څرگند او د فهم وړ دي. 2. قرآنكريم داسي كتاب دئ چي الفاظ او مفاهيم ئې سخت مغلق، پيچلي او له فهم نه لوړ دي، له محدودو كسانو پرته نور څوك ئې په معنى او هدف نه شى پوهېدلى.

راشئ دا وگورو چي له دغو دوو تصوراتو او انگېرنو نه كوم يو حقيقت ته نږدې او صحيح دئ؟ دا هم بايد وڅيړو چي ولې او په كوم دليل ځيني كسان د قرآنكريم په هكله دا ادعا كوي چي قرآن پيچلى او مغلق كتاب دئ او له محدودو افرادو پرته نورو ته د درك او فهم وړ ندى؟ د دې تصور د پيدا كېدو علت څه دئ؟ آيا دا پر قرآنكريم د علم او پوهې په نتيجه كي رامنځته شوى دئ؟ او كه قرآنكريم ته زيات احترام د دې تصور د راولاړيدو سبب دئ؟ او كه جهل او ناپوهي ئې عامل دئ؟ او يا دا چي غرض او مرض، انحصار طلبي او له دين نه دكان جوړول ئې ترشا دي؟ څوك چي د قرآنكريم په هكله دا غلط او ناقص تصور لري، د خپلي رأيى د اثبات لپاره څه دلايل وړاندي كوي؟ د قرآنكريم كومې برخي پيچلى او له فهم نه لوړ بولي؟ د دې موضوعاتو څيړل ډېر وخت او اوږده بحث ته ضرورت لري، خو هڅه به وكړو چي په مختصرو الفاظو سره پدې هكله څه ناڅه رڼا واچوو: 

قرآنكريم په پوره صراحت، تأكيد او تكرار سره دا خبره كوي چي قرآني آيتونه روښانه، واضح، آسانه، د فهم وړ، له غموض او ابهام نه پاك او فارغ دي، فرمايي: تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ * القصص:2 دا د روښانه او واضح كتاب آيتونه دي وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقرآن لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ * القمر:17 بيشكه چي قرآن مو د يادوني لپاره آسانه كړى؛ آيا پند اخيستونكى شته؟ دا مبارك آيت درې ځله په قرآن كي تكرار شويدى. پداسي حال كي چي د دې كتاب نازلوونكى حكيم خداى په ډېر صراحت، وضاحت، تأكيد او تكرار سره فرمايي چي قرآن آسانه، واضح او څرگند دئ، د هر چا لپاره د فهم وړ او د هر پنداخيستونكي لپاره د پند وړ دئ، كه څوك د دې الهي قضاوت او حكم په مقابل كي دا ادعا وكړي چي په قرآنكريم كي يو شمېر پيچلي او د غامضې معنى درلودونكي الفاظ او برخي هم شته چي هر چا ته د فهم وړ ندي، آيا دا نظر به د منلو وړ وي؟ آيا دا قضاوت د قرآني قضاوت مخالف ندى؟! آيا د قرآن په مقابل كي بې باكي او بې حرمتي نده؟ الله تعالى د خپل كتاب په اړه يو څه وايي او دا خلك د دې قول مخالف بل څه، الله تعالى قرآن آسانه او د فهم وړ بولي، خو هغوى عيب ورپورى تړي، د فهم له سطحى نه ئې لوړ شمېري او لگيا دي د دې باطل تصور د اثبات لپاره دلايل لټوي!!

په سلگونو آيتونه پدې دلا لت كوي چي قرآنكريم واضح، روښانه او آسانه دئ،كه يوازي همدا پورته ذكر شوي آيتونه هم وي نو همدا كافي وو چي مخالفت ئې نه وى شوى او داسي تصور راسره هيڅ كله نه وى پيدا شوى چي قرآني آيتونه سخت، پيچلي او له فهم نه لوړ دي. 

الله تعالى او رسول صلى الله عليه وسلم خلك تشويقوي چي قرآنكريم ته رجوع وكړي، هغه د خپلي لاري مشال وگرځوي، بلنه وركوي چي په دې كتاب سره له تيارو نه د رڼا لور ته لاره مومي، ورته وايي چي پدې كتاب سره هم ځان پېژندى شي او هم الله تعالى، هم دنيا او هم آخرت، ښه له بد، خير له شر، گټور له زيانمنو شيانو نه ورباندي بېلولى شي، دا كتاب معيار دئ، تله ده، مشال دئ، لارښود دئ، د ټولو لپاره رانازل شوى او د ټولو لپاره د فهم او درك وړ دئ. لدې وضاحت او صراحت سره سره شته داسي كسان چي د دې حقيقت په خلاف غلط تصورات لري او وايي: د قرآنكريم پر مفاهيمو پوهېدل آسانه ندى، دا د هر چا د وس خبره نده، دا كار د ټولو لپاره ممكن ندى، پدې كتاب كي پيچلي او غامض مسائل شته، هرڅوك ورباندي نشي پوهېدى او په دې ترتيب سره هغه قرآنكريم چي بايد د نورو معرفي كوونكي وي په خپله د تعريف او پېژندني بلى وسيلى ته اړ شمېرل كېږي او د دې په ځاى چي د نورو لپاره مشال او څراغ وي په خپله روښانه كوونكي ته محتاج بلل كېږي!! دا څه عجيب قضاوت!! دا څومره بې انصافه تصور!! او دا څومره ناروا او غلطه انگېرنه!!

قرآن فرمايي! كه دكوم آيت په مفهوم پوه نه شوئ،كوم آيت مشكل او سخت درته ښكاره شو نو د همدې مشكل مفهوم توضيح او بيان په نورو آيتونو كي ولټوئ، ځكه چي دا كتاب داسي دئ چي يوه برخه ئې د بلي تشريح او بيان كوي، سوالونو ته ځواب وايي، اشكالات رفع كوي او ابهامات له منځه وړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: كه داسي حديث درته راغى چي له قرآن سره ئې تناقض او توپير درلود نو په ديوال ئې ووهئ. خو دا ښاغلي وايي: زمونږ خبره د قرآنكريم په هكله معيار او ملاك ده!! خپل نظريات دومره باارزښته شمېري چي بايد قرآني مفاهيم ورباندي وتلل شي او د قرآن په ځاى د دوى تصورات مرجع او مصدر وبلل شي!! 

ديني تحريكونه او اسلامي خوځښتونه تل دا عارضه او مشكل لري چي د تأسيس له لومړي پړاو نه وروسته ئې يوه داسي خاصه ډله رامنځته شي چي له دين نه ځانته دكان جوړ كړي او د خلكو د تحميق په وسيله ئې بدل كړي، په چل سره او د دېن په نامه له خلكو مال او دولت ترلاسه كوي او نه پرېږدى چي خلك د دېن په اصلي غوښتنو پوه شي، قرآنكريم د دې ستر خنډ په هكله فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنْ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبيل اللَّهِ...*

التوبه:34 

اې مؤمنانو! زيات شمېر احبار او رهبان (د يهودو او نصرانيانو علماء) په ناحقه د خلكومالونه خوري او د الله تعالى د لارى خنډ گرځي.

هركله چي د الله دين دغو خلكو ته پاتې شوى او دا خلك پدې توانېدلي چي له دين نه د خلكو د تحميق او ناوړه گټي ترلاسه كولو وسيله جوړه كړي، نو كريم خداى د خلكو د هدايت لپاره پيغمبران رالېږلى، ترڅو دين د دوې له انحصار نه آزاد كړي، د دوى له خوا جوړ شوي خرافات او په دين پورى په ناحقه لگيدلى تورونه له منځه يوسي، د خلكو پراوږو په ناحقه ايښودل شوي درانه بارونه لرى كړي او د همدې مكارو او دروغجنو له خوا د خلكو په لاس پښو كي اچول شوي ځنځيرونه مات كړي، د الله تعالى او خلكو ترمنځ بې اساسه او كاذب موانع ختم كړي او خلكو ته دا وښيي چي دا د دېن دروغجن او مكار ټيكه دارن، د بندگانو او الله تر منځ واسطه ندي، الله تعالى ته د رسېدو لاره له دوى نه نده تېره شوې، هر بنده كولى شي له خپل رب سره مخامخ او له واسطې پرته راز او نياز وكړي او دا ورته په ډاگه كړي چي خداى د ټولو رب دئ، هر چير ته د هرچا دعا او فرياد اوري، هر بنده ته د غاړى تر رگ نه ورلنډ دئ، هغه ته د رسېدو لپاره هيڅ وسيلى ته اړتيا نشته، هيڅوك د هغه له اجازې او امر پرته د هيچا شفاعت نه شي كولى، چا ته چي الله تعالى د زيان اراده كړې وي هيڅوك خير نشي وررسولى او چا ته ئې چه خير غوښتى وي هيڅوك ضرر نشي ورسولى. او ټولو ته اعلانوي چي خداى ته رجوع وكړئ، يوازي د ده عبادت وكړئ او يوازي له ده نه مرسته وغواړئ. 

الله تعالى خپل كتاب انسانانو ته رالېږلى، مخاطبين ئې ټول انسانان دي، دا د كومې ځانگړى طبقى لپاره ندى نازل شوى، دا د انسانانو د علم او فهم له سطحې سره برابر كتاب دئ. الله تعالى دا "كتاب" د خلكو د فهم سطحې ته "رانازل" كړى، هغه ئې دومره لاندي راوستى چي د هرچا لاس وررسېدى شي، هغه كسان چي د قرآنكريم په رابطه وايي چي دا يو پيچلى او غامض كتاب دئ هغوى يا دا غواړي چي دين په خپل انحصار او گروت كي وساتي، ناوړه گټه ترې وكړي او د دېن په عام كېدو كي د خپلي سوداگرۍ زيان ويني او يا دا چي له قرآن نه هيڅ علم نه لري، قرآن ته ئې په غور او دقت مراجعه نده كړې او د قرآن په نسبت خپل جهل ئې د قرآن د غموض لپاره دليل گرځولى دئ او يا دا چي د همدې تبليغاتو تراغېزې لاندي راغلى، همدا غلطه خبره ئې په پټو سترگو منلى. دا ډله د خپل غلط تصور د اثبات لپاره دا دليل وړاندي كوي چي: قرآنكريم دوه ډوله آيتونه لري: يو محكم او بل متشابه. محكم هغه دي چي الفاظ او مفاهيم ئې واضح، روښانه او صريح وي، هر څوك ورباندي پوهېدلى شي؛ خو متشابه هغه دي چي د قرآنكريم د حكم په اساس د تأويل وړ ندي!! دا د دوى غلط نظر او دليل دئ خو حقيقت بيا بل څه دئ، رحمن خداى چي دا دين ئې د انساني ژوند د تنظيم لپاره رالېږلى دئ، په څرگندو او روښانه الفاظو سره ئې د انسانانو او د دوى د ملموس او ښكاره ماحول په هكله بحث او خبري كړيدي، ښه او بد، مضر او گټور، خير او شر ئې د همدوى په ژبه ورته بيان كړي دئ، د حقايقو د بيان لپاره ئې دا دين له آسمانه ځمكي ته راكوز كړى، دومره ئې راكوز كړى او داسي ئې بيان كړى چي د انسان د فهم او ادراك له سويي سره بالكل برابر شي، حامل ئې په خپله امي دئ، په امي قوم كي مبعوث شوى، لومړي حاملان ئې په ليك لوست نه پوهېدل، د بلال حبشي، سلمان فارسي، صهيب رومي او ابوذر غفاري په څېر كسان چي نه ئې عربي سمه زده وه او نه په ليك لوست سم پوهېدل، دوى مخامخ له پيغمبر عليه السلام نه د قرآن آيتونه ترلاسه كول، په مراد ئې پوهېدل، نورو ته ئې رسول او د پلي كولو لپاره ئې جهاد ته ملا تړله. متأسفانه همدا عام فهمه، آسانه او روښانه دين د وخت په تېرېدو سره د داسي كسانو په لاس كي لويدلى چي غواړي نور خلك ورباندي تحميق كړي، دين په ځان پوري منحصروي او نورو خلكو ته وايي: دا دين يوازي زمونږ لپاره د فهم وړ دئ، نور څوك پدې دين نه شى پوهېدلى، د الله تعالى په ژبه يوازي مونږ پوهېږو، نور دا توان نه لري چي د دېن په رموزو او اسرارو پوه شي، كه څوك غواړي له الله تعالى سره رابطه ونيسي نو بايد زمونږ له لارى خداى ته د رسېدو كوشش وكړي، دوى د خداى استازي، د دېن ترجمانان او د خداى او بنده ترمنځ واسطه او وسيله دي!! پدې ډول بې اساسه خبرو سره هغه دين چي ډېر آسانه او عام فهم دئ، په داسي يوه دين بدل كړى چي د يوې خاصې ډلي په واك كي محدود او منحصر پاتې شي، الله تعالى دين له آسمان نه ځمكي ته رالېږلى، خو دوى ئې بېرته له ځمكي نه آسمان ته پورته كړي، هومر لوړ چي د هيچا لاس نشي وررسېدى!! دا خلك، هغه دين چي لومړنى حامل او راوړونكي ئې امي وو، پداسي دين بدلوي چي فيلسوفان ئې په الف باء نشي پوهېدى!! هغه دين چي د انسان او طبيعت په هكله بحث كوي، پداسي څه بدلوي چي د بحث محور ئې خارق العاده كارونه او ماوراء الطبيعت توكي او پېښي وي!! د دې ډلي د غلط تفسير له مخي د قرآنكريم ټول څرگند او صريح الفاظ په پيچليو او غامضو مفاهيمو بدلېږي او محكم آيتونه ئې هم د انسان د فهم له دايرې نه وزي، كه قرآنكريم له لمر، سپوږمۍ، ځمكي، آسمان، غرونو، سيندونو، وريځو او باران نه خبري كوي نو د دوى په اند د دې روښانه الفاظو معنى هم هغه نده چي عام خلك ئې انگېري، كه څوك غواړي د دې الفاظو په اصلي معنى پوه شي نو بايد د دوى په اصطلاح دين پوهانو ته رجوع وكړي، هغه چي د دوى له زعم او گمان سره سم د الفاظو په بطن پوهېږي، كه داسي ونكړي او د كلماتو معنى بل ځاى ولټوي نو حتماً به د اشتباه مرتكب شي!! دا انگېرنه او تصور چي له دين نه دكان جوړوي، دين د څو محدودو كسانو په انحصار كي راولي او دين د هغو كسانو د لاس آله جوړوي چي خلك پرې تحميق كړي او د خلكو مالونه پرې وخوري، قرآنكريم دا حالت څومره ښه انځور كړى: وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنْ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنْ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ *

آل عمران:78 

له دوى نه يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبې داسي اړوي چي ته هغه د الله تعالى د كتاب يوه برخه وبولى، پداسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نده، دوى وايي: دا خبري ټولى د الله له لوري دي، پداسي حال كي چي د الله له خوا ندي، په خداى پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي. گورئ چي دا مكاره او ټگماره ډله خپلي ليكني او خپلي خبري د الله تعالى كتاب ته منسوبوي، خپل غلط او مغرضانه تفسير او تعبير ته الهي تعبير وايي، دوى دا غلطي قصداً او په لوى لاس كوي، ښه پوهېږي چي دا خبرى نه د الله تعالى په كتاب كي شته او نه د الهي كتاب معنا هغه ده چي دوى ئې وايي. په دې آيت پسې له ذكر شوو نورو آيتونو نه دا په ډاگه معلومېږي چي په دې رنځ اخته كسان يا هغه خلك دي چي له دين نه ناوړه گټه پورته كول ورته په ميراث رسېدلي او يا هغه واكمنان دي چي له دين نه د خپل زعامت او واكمنۍ د اثبات لپاره وسيله جوړوي او دين د خلكو د غلامۍ آله گرځوي او يا هغه كسان دي چي غواړي پيغمبرانو عليهم السلام او ديني مشرانو ته د انتساب له لاري امتيازات لاسته راوړي، همدا كسان دي چي ځيني شخصيتونه د الوهيت تر مقامه پورته كوي، د خداى شريكان ئې جوړوي، د علم غيب خاوند او د عالم په امورو كي د تصرف حق ورته ثابتوي، له دوى نه مرسته او پردوى توسل لازمي گڼي او ادعا كوي چي يوازي د دوى له لاري د الله تعالى دربار ته لار موندل ممكن ده!! دوى دا ادعاگاني له دغو درنو شخصيتونو سره د محبت او هغوى ته د درناوي له امله نه كوي، بلكه لدينه ئې هدف خپلي گټى وي، غواړي په همدې سره خپل مقام اوچت كړي، ځكه دوى ځان د دغو شخصيتونو د مادي او معنوي مقام وارث گڼي، هر كرامت چي د هغوى لپاره ثابت كړي گټه ئې دوى ته راگرځي، له همدې نه د امتيازاتو د لاسته راوړلو وسيله جوړوي، قرآنكريم پدې هكله فرمايي: مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ* وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ * آل عمران :79-80 هيڅ انسان ته نه ښايي چي الله تعالى ورته كتاب، حكم او نبوت وركړي او بيا هغه "لدې الهي پېرزويني وروسته" خلكو ته ووايي: له الله تعالى نه علاوه زما بندگان شئ! بلكه "د دې برعكس هغه ته دا ښايي چي" ووايي: د دې لپاره بايد خداى پالونكي شى چي تاسو خو نورو ته دا كتاب ورزده كوئ او په خپله ئې لولى. او هغه تاسو ته دا امر نه كوي چي ملائكي او پيغمبران خپل اربابان ونيسئ، آيا تاسي ته د كفر امر وكړي، وروسته له هغې چي د دوى په دعوت سره په اسلام مشرف شوئ ياست؟! له دې لاري چي دين ته كوم زيان اوښتى، هومره ستر زيان دي چي جبران ئې گران كار دئ، همدا غلط تصور د ډېرو ژورو ديني انحرافانو سبب شويدى!! كه ووايو چي له همدى لاري دين تحريف شوى، د ژوند له ساحې او صحنې نه وتلى، د خرافانو ښكار شوى او د مابعد الموت په دايره كي محدود پاتې شوى، نو مبالغه به مو نه وي كړې. دا تصور او عقيده چي گويا د قرآنكريم الفاظ بطون لري، ظاهر ئې يو او باطن ئې بل څه دئ، همدې تصور د هغه كسانو په مخ دروازه خلاصه كړيده چي غواړي خپلي خبري او غوښتني د دېن خبري او غوښتني وگرځوي، خپل بدعتونه د دېن په نامه مشهور او معروف كړي او له همدې لاري امتيازات لاسته راوړي. د مذهب په نامه او عنوان د نويو لارو او ضوابطو ايجاد او په دين كي بدعتونه رامنځته كول او بيا همدې بدعت او نويو ايجاد شوو دودونو دستورونو ته له اصل مذهب او دين نه زيات ارزښت وركول، دا داسي يو آفت دئ چي اكثراً مذهبي كړۍ ورباندي اخته كېږي. دا پداسي حال كي چي د دېن تقاضا او حكم دا دئ چي بايد نه څه ورباندي زيات او نه څه ترې كم كړى شي، د دېن له نظره لكه څنگه چي له دين نه څه راكمول جرم دئ همداسي په دين له ځانه څه ورزياتول هم نابخښونكي گناه ده. دين نه هيڅ زياتوني ته اړتيا لري او نه څه كمول مني، دين مكمل او ښايسته دئ، نه خد او خال ته ضرورت لري او نه خراش او تراش ته؛ خو هغه ټگماره ډله چي له ديندارۍ نه ځانته حرفه او پيشه جوړوي، په خاصو ظروفو كي راوړاندي شي او د خاصو اهدافو پخاطر د مذهب د ښايست او ښكلا تر شعار او عنوان لاندي د خلكو د راجلبولو په نيت په مذهب كي نوى لارى اختراع كړي، بيا ئې مذهب ته منسوبوي، ورپسې همدا د دېن تر پرده لاندي له ځانه جوړ شوي ضوابط ورو، ورو دومره اهميت او ارزښت پيدا كړي چي د دېن اصلي او حقيقي څېره تر سورې لاندي راولي، همدا كسان په خپلو بدعتونو سره له آسانه او عام فهمه دين څخه داسي يو مذهب جوړ كړي چي د انسان سليم فطرت ترې كركه كوي، انساني عقل ئې نه شي منلى او د انسان د طبيعى اړتياوو مخالف او معارض واقع شي. همدا رنځ بيا د دې سبب شي چي د تقوى او اخلاص تر پردې او شعار لاندي د دېن د اصلي روح مخالف قيود او اصول وضع شي، حلال شيان حرام وبلل شي او د انسان ديني و جايب له ټاكلى دايرى نه ووزي، زياتونه پكي وشي او د قرآنكريم په ژبه دا دين ته منسوب شيان د خلكو لپاره د اضافي بار او درنو ځنځيرونو شكل غوره كړي. كه قرآنكريم ته رجوع وكړو نو وبه وينو چي دا د هر مسلمان داعي يوه ستره دنده او وظيفه گڼي چي د پورته ياد شوې ستونزي او رنځ معالجه وكړي او مسلمانان په دې آفت له اخته كېدو نه وژغوري. قرآن وايي چي پيغمبران عليهم السلام له همدې ډول مشكلاتو سره مخ شويدي او هغوى زياتې هلې ځلې كړيدي تر څو د تحريف شوي دين او مذهب پيروان پدې قانع كړي چي د دوى مذهبي مشران د بدعت مرتكب شويدي، هغوى له ځانه په دين كي زياتونه كړيده، حلال شيان ئې بې دليله په دوى حرام كړيدي، قرآنكريم له يوه پيغمبر عليه السلام نه حكايت كوي او فرمايي: وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ * آل عمران:50 او ترڅو هغه ځيني شيان درته حلال وگرځوم چي پر تاسو باندي حرام كړي شوي او ستاسي د رب له لوري مي څرگنده نښه درته راوړى، نو له خداى نه ووېرېږئ او زما متابعت وكړئ. همدا راز د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وظيفې او مسئووليت په هكله قرآنكريم فرمايي چي هغه راغى تر څو له خلكو درانه بارونه كوز كړي او د خلكو په لاسونو او پښو كي لويدلي ځنځيرونه وشلوي، همدې مطلب ته په اشارې سره فرمايي: الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنْ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمْ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمْ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ * الاعراف:157 هغه كسان چي د امي رسول او پيغمبر متابعت كوي، هغه چي دوى ئې نوم په تورات او انجيل كي له ځان سره ليكلى مومي، هغه چي دوى په نېكي گماري او له بدي نه ئې منع كوي او پاك شيان ورته حلال او ناولي ورته حرام گرځوي او بارونه ئې د دوى له اوږو راكوزوي او هغه ځنځيرونه شلوي چي د دوى په لاسونو او پښو كي لويدلى وو، نو چا چي پر هغه ايمان راووړ، د ده مرسته ئې وكړه او د هغه نور پيروي ئې وكړه چي په ده باندي نازل شويدى، همدا كسان برلاسي او بريالي دي. گورئ چي پيغمبر د خلكو بارونه سپكوي، ځنځيرونه شلوي، انسانان آزادوى، ټول پاك شيان "چي پخوا ئې يوه برخه ځينو ورته حرام كړي وو" حلال گرځوي او ټول ناولي شيان حرام شمېري، خلكو ته داسي نور او چراغ وركوي چي له تيارو او خرافاتو نه ورباندي ووځي او د حقيقت روښانه دنيا ته لاړ شي. د ځينو اشتباهاتو تصحيح "دا د تأويل په اړه د يوى بلى مقالې عنوان وو چي نوموړى ورځپاڼى ته ولېږلى شوه" د همشهرى ورځپاڼى د ارديبشهت مياشتي په 4 او 5 نېټه زما ليكنه (د تأويل په هكله يو بل نظر) تر عنوان لاندي خپره كړه، زه ئې مننه كوم، په ځانگړې توگه له هغې تبصرې نه چي د مقالې په اړه ئې درلوده؛ خو د همدې مياشتى په 11 نېټه په همدې ورځپاڼه كي زما د مقالې په هكله د لومړۍ تبصرې خلاف د يوى داسي تبصري شاهد وم چي د حيرانتيا وړ وه او دا ترې څرگنديده چي د ورځپاڼې مسئوولين زما د مقالې د خپرولو له امله ترفشار لاندي راغلي او دېته اړايستل شوي دي چي معذرت وغواړي او د خپل ځان د تبرئې او د خپلي دغې اشتباه د جبران لپاره مناسب اقدام وكړي، خپلي مخكنۍ خبري بېرته واخلي او د موضوع په اړه د خپلو علماوو او مراجعو آراء نشر كړي. له همدې نېټې نه څه موده وروسته، په څو پرله پسې گڼو كي د همدې موضوع په اړه د يو شمېر علماوو نظريات او مركې خپرې شوې، "صدا و سيماى جمهورى اسلامي ايران" هم د دغې موضوع په رابطه له يوه عالم سره مفصله مركه درلوده، چي دا ټول مي په دقت سره تعقيب كړل او په همدې رابطه او د دې نظرياتو په حواله لانديني ټكي وړاندي كول غواړم: • د يوې موضوع په هكله د مختلفو نظرياتو خپرول غوره اقدام دئ، حقيقت هغه وخت ښه څرگنديدلى شي چي د خپل معارض او ضد ترخوا كيښودل شي، د حق پلويان له مناقشې او له مخالفو نظرياتو نه وېره نه لري، بلكه دا يو ضرورت شمېري او په خلاصه ټنډه ئې اوري، دا د باطل خاصيت دئ چي په تياره او تنهائې كي خوښ وي، د مقابلې او مناقشې توان او جرأت نه لري، حقيقت خو د مؤمن وركه متاع ده، مؤمن د هرې خبري د اورېدو حوصله لري، مؤمن ټولي خبري اوري بيا ئې له منځه حق انتخابوي او هغه څه مني چي حق وي:

فَبَشرْ عِبَادِ * الَّذِينَ يَستَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسنَهُ أُولَئك الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَ أُولَئك هُمْ أُولُوا الأَلْبَبِ * 

الزمر: 17-‏18 آيا دا نه گورئ چي قرآنكريم حتى د هغو كسانو په ځواب كي چي ويل به ئې رسول صلى الله عليه وسلم، مجنون دئ، شيطاني القاءات ورته كېږي، ساحر، جادوگر او كاهن دئ، د دې او ديته ورته اباطيلو د ځواب لپاره تر ټولو غوره، معقوله او منطقي لاره اختياروي او فرمايي: وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُونٍ * وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ * وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ * وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ * فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ * إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ * لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ * التكوير:22- 28 ستاسي ملگرى ليونى ندى، په ښكاره افق كي ئې ليدلى او هغه په غيب بخل نه كوي "د كاهنانو په شان ندى چي په غيب ويلو اجره غواړي" او خبره ئې د رټل شوي شيطان خبره نده، نو چيرته ځى؟ دا خو له پند او يادوني پرته بل څه ندي، ستاسي د هر هغه چا لپاره چي غواړي په نېغه لاره روان شي. پوهېږئ چي دا د كوم ذات ځواب دئ؟ دا د هغه قهار او مالك الملك الله ځواب دئ چي د مرگ او ژوند فيصله له ده سره ده، د رزق او روزي خزانې ورسره دي، فعال لمايريد دئ، له حق نه د منكرو او گستاخو حق دښمنه خلكو په ځواب كي د دې په ځاى چي له قهر او غضب نه كار واخلي، عذاب ورباندي نازل كړي، د نرمۍ او مهربانۍ لاره نيسي او رسول صلى الله عليه وسلم د هغوى د ملگري په توگه ورمعرفي كوي.

د تأويل په اړه چي پدغو مقالو كي څه ليكل شوي د هغوى په ځواب كي بايد ووايم:

متأسفانه يو شمېر دوستان تفسير او تأويل مترادف لفظونه شمېري؛ خو حقيقت داسي ندى، قرآنكريم د تأويل لفظ يوازي د متشابه آيتونو په هكله استعمال كړى، د قرآن له نظره د متشابهاتو د تأويل هڅه ناوړه عمل دئ، دا د هغو كسانو كار گڼل شوي چي رنځور زړونه لري او فتنې لټوي، د تعجب او افسوس وړ ده كه د قرآن له دې صراحت سره سره د متشابهاتو تأويل، مذموم او ناوړه عمل ونه بلل شي: فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تأويلهِ وَمَا يَعْلَمُ تأويلهُ إِلَّا اللَّهُ * آل عمران: 7 او هغه كسان چي په زړونو كي ئې كوږوالى دئ، د همدې كوږوالي له امله په متشابهاتو پسې ځي، فتنې لټوي او د تأويل هڅه كوي، پداسي حال كي چي له الله تعالى پرته هيڅوك ئې په تأويل نه پوهېږي. نه پوهېږم په كوم دليل دا مذموم او ناوړه عمل د پاخه علم خاوندانو ته منسوبېږي؟ پدې پوهېږو چي يو غيبي او پټ څيز له مشهود او ښكاره څيز سره له تشبيه پرته په بل څه نشو درك كولى، انسان نه د غيبي شيانو د كيفيت د ادراك توان لري او نه ئې د معرفي كولو لپاره په خپل قاموس كي خاص او ځانگړي الفاظ. قرآنكريم خپلو مخاطبينو ته د غيبي شيانو د معرفي لپاره د تشبيه فن كارولى دئ، د متشابه آيتونو په ذريعه ئې انسان ته د غيبي نړۍ په لوري د فهم لاره پرانستي ده او د غيبي شيانو ادراك ئې ترممكنه حده ورته آسانه كړى. له غيبي شيانو نه چي د قرآنكريم متشابه آيتونه كوم انځور او تصوير وړاندي كوي، په هغه كي د انسان د عقلي او ذهني قدرت او ظرفيت وروستى حد مراعات شويدى، تركومه حده چي د انسان عقل كار كولى شي، په قاموس كي ئې د دې شيانو لپاره چي كوم الفاظ موجود وو هغه ټول په كار وړل شويدي. دا د انساني توان وروستۍ پوله ده، لدينه آخوا د مخكي تگ او مزيد علم ترلاسه كولو توان او وس نه لري. قانع او په خپل حد پوه انسان همدلته توقف كوي او د وړاندي تگ هاند نه كوي، خو حريص، د ناروغ زړه او دماغ خاوند او شكاك انسان پښى له خپل ټغر نه اوږدې غځوي او د وړاندي تگ سعى او هڅه كوي. د آيت وروستۍ برخه په څرگنده توگه وايي چي د پاخه علم خاوندان د دې پر ځاى چي د متشابهاتو د تأويل هڅه وكړي، توقف كوي او وايي: مونږ ايمان پرى راوړى، ټول زمونږ د رب له لوري دئ. يو شمېر دوستان د تأويل او تفسير تر منځ دې توپير ته متوجه ندي او ديته پام نه كوى چي تأويل تر متشابهاتو پوري خاص دئ، د تأويل لفظ د ټولو آيتونو لپاره ندى استعمال شوي، دوى د همدې غلط تصور له مخي د ډېرو اشتباهاتو مرتكب شويدي، هر چيرته ئې چي داسي آيتونه ليدلي چي مجمل دي، شرحې او تفصيل ته ضرورت لري، مجاز، تمثيل او استعاره پكي په كار وړل شويده، نو مخكي لدينه چي غور وكړي فوراً وايي: دا آيتونه د هر چا لپاره د فهم او پوهې وړ ندى، بايد دلته له تأويل نه استفاده وشي!! همدا ډله بيا تأويل په دوو برخو وېشي: يو جائز تأويل او بل ناجايزتأويل، پر همدې وېش په استناد سره وايي چي دا ضروري ده چي يوه ډله علما بايد د متشابهاتو په تأويل پوه وي!! څرگنده ده چي دا ډېر كمزورى تصور او بې اساسه استدلال دئ، د آيتونو تفسير، بيان او تشريح روا او جايز عمل دئ، خو د متشابه آيتونو تأويل د قرآن د حكم په اساس ناوړه عمل دئ. • د الرسخوان في العلم په هكله بايد ووايو چي تر خاصو كسانو دا مختص كول او داسي ادعا كول چي لدې نه فقط اهل بيت مراد دې، صحيح خبره نده، قرآنكريم د اهل كتاب د يو شمېر علماوو لپاره همدا صيغه په كار وړى ده، هلته چي فرمايي: لَكِنْ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤمِنُونَ يُؤمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلَاةَ وَالْمُؤتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أُوْلَئِكَ سَنُؤتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا *

 النساء:162

لكن د دوى راسخين في العلم او مؤمنان پر هغه څه ايمان لري چي پر تا باندي نازل شوي او پر هغه څه هم چي له تانه مخكي نازل شوي، لمونځ كوونكي، زكات وركوونكي، پر خداى او آخرت ايمان لرونكي، ډېر ژر به دوى ته ستره بدله او اجر وركړو. د الرسخوان في العلم صفت تر محدودو او خاصو كسانو پوري مختص كول نه يوازي له قرآنكريم سره توافق نه لري بلكه دا تصور له قرآن سره ټكر كوي. سره لدې چي د قرآنكريم آيتونه ټول روښانه او مدلول ئې څرگند دئ، الفاظ ئې په ډېر ښكلي او ښايسته انداز كي او پداسي طريقې له يوه بل سره په يوه مزي كي پويل شوي چي هم ئې عمومي مطلب واضح وي او هم د هر لفظ ځانگړى معنى، او مخاطب ئې په ډېره آسانۍ سره درك كولى او ورباندي پوهېدلى شي. د آيتونو مفاهيم واضح او هرچاته د فهم وړ دي، كه څوك په كوم آيت يا لفظ پوه نشي نو بايد مخكي وروسته آيتونو ته مراجعه وكړي تر څو د مطلوب آيت په مفهوم پوه شي. د هر لفظ صحيح او دقيقه معنى هغه وخت معلومېدلى شي چي له نورو الفاظو سره ئې رابطه په پام كي ونيول شي، همداراز د آيت دقيق تفسير هم هغه وخت ممكن دئ چي د آيتونو سياق او سباق ته جدي توجه وشي. د تأويل معنى بايد د ژبې د كتابونو په ځاى په خپله په قرآنكريم كي و لټوو، كېدى شي په عربى كي د دې لفظ لپاره متعددې معناگاني راغلې وي او پدې آيت كي حتماً لدې متعددو معناگانو څخه يوازي يوه مطلوبه وي او هغه مربوطه آيت په خپله راته په گوته كوي. كه د تأويل معنى د قرآنكريم د همدې آيت په متن كي ولټوو نو دا به راته په ډاگه شي چي دلته د تأويل معنى، تفسير او تشريح نده، بلكه دلته ئې مراد اصلي او اولني حالت ته گرځول دي، د تشبيه له حالت نه ايستل او لومړني حالت ته اړول، دا د تأويل معنى ده. د مثال په توگه د دې آيت په هكله: "الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى" كه ووايو چي دا آيت مونږ ته دا راښيي چي الله تعالى د هر څه مالك او واكدار دئ، ځمكه او آسمان ئې تر حكم لاندي دي، كه دلته پدې معنى بسنه ونكړو او ووايو چي عرش څه ته وايي؟ پرعرش د الله تعالى د استواء كيفيت څنگه دئ؟ كه پدې لاره لاړ شو نو دا تأويل دئ او دا په واقع كي هغه عمل دئ چي الله تعالى ئې نه خوښوي. مونږ كه په مجاز او استعاره كي پدې مكلف يو چي د الفاظو اصلي معنى وانه خلو، نو په متشابه آيتونو كي خو هيڅ حق او اجازه نه لرو چي د لفظ اصلي معنى واخلو او دا حق نه لرو چي پر ظاهري معنى ئې حمل كړو، په قرآنكريم كي په سلگونو داسي آيتونه شته چي هيڅ عاقل ئې د الفاظو ظاهري معنى مراد نه بولي، بلكه د تفسير او بيان لپاره ئې د آيتونو له سياق او سباق نه استفاده كوي، د مثال په توگه د الله تعالى دا قول چي فرمايي: خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ * البقره:7 الله تعالى د دوى پر زړونو او غوږونو مهر وهلى دئ او پر سترگو ئې پرده ده او د دوى لپاره لوى عذاب دئ. پدې آيت كي د ختم او غشاوه الفاظ نه ښايي په ظاهري معنى حمل شي او مطلب يى هم د ظاهري معنى اخيستل ندي، لدې آيت نه مخكي ياد شوي آيت د دې الفاظو معنى څرگندوى، مخكنى آيت اعلانوي چي د كافرانو گواښل او ايمان ته رابلل گټه نه لري، هغوى په هيڅصورت كي حق ته غاړه نه ږدي، له عقل نه كار نه اخلي، نه د نورو خبره اوري او نه له حوادثو نه عبرت اخلي، د هغوى د ضمير صفحه زنگ وهلې ده، وجدان ئې خيرن شويدى، د ادراك او پوهې توان او صلاحيت ئې له لاسه وركړى. همداراز دا آيت: اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ * الفاتحه: 5 خدايه! مونږ ته نېغه لاره راوښيه! پدې آيت كي هم له صراط او مستقيم نه ظاهري معنى مراد نده، دواړه لفظونه د معنوي مفاهيمو د معرفي كولو او افادى لپاره په كار وړل شويدي، لدينه مخكي ذكر شوي آيت پدې دلالت كوي چي له صراط مستقيم نه مطلب يوازي د الله تعالى عبادت او يوازي له همغه نه د مرستې غوښتل دي. صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ * البقره:18 كاڼه، گونگيان او ړانده دي او بېرته نه راگرځي. دلته هم د صم، بكم او عمي له الفاظو نه ظاهري معنى مطلوبه او مراد نده. وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبيلا*

                                  الاسراء: 72

د آيت وروستى برخه دا په ډاگه كوي چي له ( اعمى ) نه مراد ړوندوالى نه بلكه نا پوهي او گمراهي ده.

كه په قرآنكريم كي د ذكر شوو استعارو په هكله دا نده روا چي ظاهري معنى ئې ترې واخيستل شي نو د متشابهاتو په هكله خو په طريقه اولى سره د ظاهري معنى اخيستل جواز نه لري.

حكيم خداى خپل كتاب (قرآنكريم) له هغه باران سره تشبيه كړى چي له آسمان نه راورېږي او هره دره، سيمه، دښته او خوړ د خپل ظرفيت په اندازه ترې خړوبېږي، هره سيمه خپله مناسبه او د خپل ظرفيت برابره برخه ترې اخلي، د لويي دښتې او ارت خوړ برخه زياته او د واړه خوړ برخه كمه، همدا راز مخاطبين هم هر يو د خپل توان او ظرفيت په اندازه له قرآنكريم نه مستفيد كېږي، د عالم او پوه سړي برخه زياته او د بيسواد، نالوستي او امي برخه كمه، هر يو ترې مستفيد كېږي، هيڅ يو ئې له خير او گټي نه بې برخي نه پاتې كېږي، نه بيسواده د بيسوادۍ له امله ترې محروم پاتې كېږي او نه عالم د خپل علم په وجه د قرآن په ټولو مفاهيمو او رموزو احاطه كولى شي، هر يو خپله برخه اخلي. هر قول، كلام او وينا چي دا صفت ونلري هغه ناقص دئ، الهي كلام لدې عيب نه پاك دئ، هغه كلام او وينا چي ټولى او يا يوه برخه ئې يوازي د محدودو افرادو لپاره د فهم وړ وي او د نورو لپاره د ادراك وړ نه وي، هغه ناقص كلام دئ او دا جائز نده چي قرآن ته دا عيب راجع كړو. دا قرآن د حبشي بلال، فارسي سلمان او ابو ذر غفاري لپاره د فهم وړ وو، د هغوى له سويې سره برابر وو، هر يو راغلى، له رسول الله نه ئې د همدې آيتونو د اورېدو له بركته ايمان راوړى، دا په داسي حال كي چي هغوى نه په صرف او نه په نحو پوهېدل، نه ئې د بلاغت علم لوستلى وو او نه ئې له فلسفى، منطق، رياضي او حكمت سره آشنائې درلوده. كه څوك سوال وكړي چي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم امي او نالوستي قوم څنگه پدې قرآن وپوهېدل چي اوس ئې ستاسي فيلسوفان له درك او فهم نه عاجز دي؟ دې سوال ته ځواب لرئ؟

حتماً د دې سوال د توجيه لپاره به دا وواياست چي همدا آسانه او د هر چا لپاره د فهم وړ قرآن په خپله د مسلمانانو له خوا پداسي مشكل او غامض كتاب بدل شوي چي څوك ئې په مفهوم نشى پوهېدى، همدا مسلمانان دي چي د قرآني الفاظو لپاره ئې له ځانه ظاهر او باطن جوړ كړي او د باطن په معنى پوهېدل ئې په خاصو افرادو پورى تړلى. څرگنده ده چي دا تصور او ادعا حقيقت نه لري، كه په رښتيا سره قرآني آيتونو بطن او باطن درلوداى نو حتماً به رسول الله او يارانو ئې دا مونږ ته بيان كړي وو، دا باطن او يا بطن به ئې په خپله توضيح كړي وو او د هغوكسانو مخه به ئې بنده كړي وه چي اوس راځي او خپلي خبري د آيتونو د باطني معناگانو او بطونو ترنامه لاندي پر خلكو تحميلوي، كه قرآنكريم بطن درلودلى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به حتماً د خپل امت لپاره بيان كړى وو، په احاديثو كي به ئې وضاحت شوى وو او د هغو كسانو په مخ به ئې ټول ورونه تړلي وى كوم چي د باطن د توضيح په بهانه له اسلام نه ناوړه استفاده كوي!! په احاديثو او د امامانو په څرگندونو كي هيڅ داسي موارد نشته چي د متشابهاتو په تأويل دلالت وكړي، هيچا هم ندي ويلي چي عرش څه ډول دئ، پر عرش د الله تعالى د استواء كيفيت څنگه دئ،استواء، هروله او ديته ورته صفات څه كيفيت لري؟!.. رسول الله صلىالله عليه وسلم، يارانو او امامانو د دې ډول صفاتو په هكله هيڅ توضيح او تشريح نده كړې، نو د دې معنى دا ده چي هغوى د متشابهاتو له تأويل نه ځان ساتلى او په خپل قول او عمل سره ئې په دې حقيقت اعتراف كړى چي د متشابهاتو پر تأويل له خداى نه پرته بل څوك نه شي پوهېدى.
بايد په پام كي ولرو چي له اشخاصو سره محبت او د هغوى درناوى د دې سبب نشي چي هغوى د الوهيت مقام ته اوچت كړى شي او له دوى سره د محبت او دوى ته د عقيدت په اساس دا تصور ونكړو چي هغوى هم لكه الله تعالى په هر څه علم لري. واقعيت دا دئ چي د انسان علم د الله تعالى د علم په وړاندي د هغه څاڅكي حيثيت لري چي يوكس ئې د گوتې په سر له لوى سمندر نه پورته كوي. انسان يوازي په هغه شيانو علم لرلى شي چي ورته ښكاره وي او يا د وحى په واسطه ورته ښودل شوى وي، انسان له ښكاره شيانو نه آخوا په څه ندى خبر او لدې سرې كرښې نه آخوا يوازي هغه شيان هغه هم په نسبي توگه پېژندلى شي چي الله تعالى د وحى پواسطه ورته معرفي كړي وي، قرآنكريم څه ښه فرمايي: 

قُل لآَ يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ الْغَيْبَ إِلآَ اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ * النمل:65 ووايه: په ځمكه او آسمانونو كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي او په دې هم نه پوهېږي چي كله به راژوندى كېږي. په خواشينۍ سره بايد ووايو چي ځيني كسان د "وحى" او "خبر" له لاري په غيبي شيانو پوهېدل له علم غيب سره خلط او گډوي! د دې دواړو ترمنځ توپير نه شي كولى، اشتباه كوي او د وحى په ذريعه له ځينو غيبي شيانو نه اطلاع او لدې لاري په پټو شيانو خبرتيا ته علم غيب وايي، د همدې اشتباه په وجه د علم غيب په هكله داسي څه وايي چي د قرآن له صريح او قاطع وينا سره ټكر كوي، له الله تعالى نه پرته بل ته د علم غيب د ثابتولو ناكامه هڅه كوي، پداسي حال كي چي قرآنكريم په پوره صراحت او قاطعيت سره وايي چي له الله تعالى پرته هيڅوك علم غيب نه لري. • مونږ د اهل سنت او تشيع معتبرو تفاسيرو ته مراجعه كړيده، پدې ټولو تفاسيرو كي مو هيڅ داسي څه ندي موندلي چي پدې دلالت وكړي چي د قرآني آيتونو پوهه تر خاصو افرادو پوري محدوده ده، هيڅ كوم مفسر داسي ندي ويلي چي پدې آيت مونږ نه پوهېږو او د دې آيت په تفسير يوازي د پاخه علم خاوندان (الراسخون في العلم) پوهېږي. • كه فرضاً دا ومنل شي چي په قرآنكريم كي رښتيا داسي آيتونه شته چي په مراد او مطلب يى يوازي محدود شمېر كسان پوهېدى شي او دا محدود كسان هم نه اوس او زمونږ په زمانه كي شته او نه به په راتلونكي زمانه كي وي او د تېرو شخصيتونو په اقوالو كي هم د دې آيتونو د مراد په هكله څه نه موندل كېږي، كه دا فرضيه ومنو؛ نو له لاندنيو اشكالاتو سره به مخ شو: 1. دا له الهي حكمت سره تطابق او سمون نه لري. د قرآني آيتونو په اړه دا ذهنيت چي ټول يا ځيني ئې د بشر له فهم نه لوړ دئ، پدې معنا ده چي حكيم خداى د انسان د لارښووني لپاره داسي څه هم رالېږلي چي انسان ورباندي نه پوهېږي!! مگر ممكن ده چي حكيم ذات داسي كار وكړي؟! 2. پدې سره مو په قرآنكريم باندي دا تور او اتهام لگولى چي (نعوذ بالله من ذلك) په هغه كي ځيني مطالب مبهم، مهمل او غير قابل استفاده دي، چي مخاطب ورباندي نه پوهېږي او خاصه گټه ترې نشي اخيستي!! دا په ښكاره د قرآن هتك حرمت دئ!! حقيقت دا دئ چي په قرآنكريم كي نه مبهم لفظ شته او نه بې معنى او بې گټي كلمه، نه څه پكي زيات دي او نه څه كم، قرآن له اوله تر آخره حق دئ او د باطل لپاره پكي هيڅ ځاى نشته.




قاطعيت او تسامح

اما د جزم او قاطعيت په اړه چي ځيني ئې نفى كوي او په ځاى ئې د تساهل او تسامح سپارښتنه كوي او ځيني نور لدينه مخكي ځي او وايي: حق څو مخونه او متعددې جلوې لري، هرڅوك له خاصي زاويې نه حق ته گوري او ځانگړى انتباه ترې اخلي، د دوى په اند نه ښائې څوك له حق نه د يوې خاصې انگېرني په اساس محكوم شي او اعتراض پرې وشي؛ ځكه دا نده معلومه چي كوم تعبير او انتباه حق ته نږدې، له نورو نه قوي او صحيح ده او حقيقت ئې تر نورو ښه انځور كړي، دوى وايې: ټول انتباهات او انگېرني نسبي وي، له حق نه مختلف تعبيرونه او د هغه په اړه متعدد نظريات بايد نسبي وبلل شي او له همدې زاويې نه وڅيړل شي، لازمه نده دكوم مذهب او نظريې په هكله له تعصب نه كار واخيستل شي، حق بايد يوازي په يوه مذهب كي منحصر نه كړى شي، په كار ده پدې هكله قاطعيت او پرېكنده حكم يوى خوا ته كيښودل شي!! 

پدې هكله بايد ووايو: د "جزم گرائى" اصطلاح په ايران كي راپيداشوې ده، دا د نوي ايراني فرهنگ برخه ده چي د مذهبي پلورليزم (تعدد) د جواز او عدم جواز په هكله له بحثونو او مناقشو نه زېږيدلى او د مطبوعاتو بازار ته وړاندي شوي، متأسفانه ځيني كسان دا اصطلاح هر چيرته او ډېر بيځايه كاروي او له قاطعيت نه انكار او د جازم اعتقاد نفي حتى په مهمو اعتقادي مسائلو كي هم ضروري گڼي، هر ځاى او هرچيرته ئې نفى كوي!! د قاطعيت او جازم حكم له مخالفينو نه سوال كوو: كه مونږ ستاسي نظر ومنو، له قاطعيت او جزم نه لاس په سر شو، نو په ځاى ئې كوم مسلك خپل كړو، گمان، حدس او تخمين؟! آيا په اعتقادي مسائلو كي هم قاطعيت پرېږدو او د گمان لاره ونيسو؟! مونږ خو پدې باور لرو چي حق تل يو وي، تعدد او څووالي نه قبلوي، د حق ښي او كيڼ اړخ ته له ضلال او باطل نه پرته بل څه نه وي، فَمَا ذَا بَعْدَ الْحَقّ‏ِ إِلا الضلَلُ نو له حق نه وروسته به له ضلال نه پرته بل څه وي؟ حق د هغى نېغې لاري په شان دئ چي يوې او بلي خوا ته ئې ديوالونه وي، ښې او كيڼې خوا ته ئې ورونه وي چي هر يو ئې د باطل په لور پرانستل شوى وي. د حق په اړه عقيده او باور بايد داسي قاطع وي لكه دوه جمع دوه مساوي څلور، دلته له څلورو نه پرته بل هر عدد غلط دئ او كه وويل شي ان شاء الله دوه جمع دوه څلور كېږي، نو دا هم يوه غلطي ده، ځكه دلته ان شاء الله بې ځايه كارول شوى، قرآن امر كوي ان شاء الله هغه وخت وكاروئ كله چي غواړئ په راتلونكي وخت كي كوم كار ترسره كړئ او په كومې وعدې وفا وكړئ. پداسي ځايونو كي لكه روغ اوسې ان شاءالله، خداى دې بركت دركړي ان شاءالله، داسي وشول ان شاءالله، داسي ئې وكړل ان شاءالله، پدې مواردو كي دا لفظ غلط او بې ځايه استعمال شويدى، كه ووايي 2+2=4 والله اعلم بالصواب، نو بيا دې هم اشتباه كړيده او دا جمله دې بې ځايه استعمال كړيده، دا جمله هغه وخت بايد وكارول شي چي خبره غير يقيني او په گمان مبني وي. كله چي قرآنكريم تلاوت كوې نو بايد هره كلمه ئې وروستۍ خبره وشمېرې او پدې باور ولرې چي پدې الفاظو كي د شك، ترديد، گمان او ظن لپاره ځاى نشته، دلته قاطع اوسه، په جزم خبره وكړه، غوڅ او پرېكنده نظر ولره، د دې پروا مه لره چي ايراني پلورليستان به دې په جزم پالنه تورن كړي!! د تأسف ځاى دئ چي د پلورليزم كلمه هم لكه د جزم پالني او قاطعيت په شان د "عوامو" په لاس كي پريوتې او مظلومه واقع شوې ده، پلورليزم يعنى دا چي ټولنه دې د بېلابېلو آراوو د تجلى او تبارز ډگر وي او د باورونو او افكارو تعدد دې ومنلى شي، كه دا لفظ پدې معنى واخيستل شي چي په يوه ټولنه كي دې د مختلفو او متعددو آراوو او نظرياتو تبارز ته اجازه وركړى شي، بايد يوه ډله خپل نظر په زور سره پر نورو تحميل نه كړي او د مختلفو مذاهبو پيروان بايد يو بل وزغمي، نو پدې صورت كي د پلورليزم په اړه دې تعبير كي څه اشكال نشته؛ خو كه لدې لفظ نه دا مفهوم واخيستل شي چي حق يو نه بلكه متعدد اشكال لري، حق د توزيع وړ دئ، هيڅ دين مطلقاً حق ندى او هيڅ مذهب مطلقاً باطل ندى، حق او باطل نسبي دي، د هيڅ دين پلويان حق نه لري د نورو اديانو پر پلويانو اعتراض وكړي او لاره ئې ناسمه وگڼي، نه دي له يوه بل سره مناقشه او مباحثه وي او نه ټكر او تصادم، هرڅوك دي خپلي خوښي او خپلي مخي ته پرېښودى شي او د هر چا مذهب او مسلك دې روغ او محترم وگڼلي شي، نو د پلورليزم دا تعبير نه سم دئ او نه د منلو. د پلورليزم صحيح تعبير دا دئ چي: پرېږده مختلف عقايد او نظريات راڅرگند شي، ميدان ته راووځي، اعتقادات او تصورات رابرسيره شي، د يوه بل په وړاندي ودرېږي، تر څو حق ښكاره او راڅرگند شي او باطل افشاء او رسوا شي او له مخ نه ئې غولونكي پردې راپريوځي. زمونږ باور دا دئ چي حقيقت هغه وخت ښه څرگنديداى شي چي د خپل ضد او نقيض خوا ته كيښودل شي، له هغه سره پرتله او مقايسه شي، د حق پلويان له مناقشاتو او د نظرياتو له اظهار نه وېره نه لري، بلكه هغوى دا عمل ضروري شمېري او په خلاصه ټنډه هركلى ورته وايي، دا د باطل خاصيت دئ چي "يوازي" او په "تيارو" كي خوښ وي او حريف سره له مخامخ كېدو او له مناقشې او مقابلې نه وېره لري، حقيقت د مؤمن وركه متاع ده، مؤمن د هرې خبري د اورېدلو حوصله لري، هره خبره په پوره زغم او پراخه سينه اورېدلى شي، خبري ټولي اوري خو يوازي حق مني او حق خبره قبلوي الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ مگر نه گوري چي قرآنكريم په اعتقادي مسائلو كي د بحث په وخت د نرمۍ امر كوي، د قهر او غصې اسلوب نفى كوي او فرمايي چي نبايد حق دين په جبر او زور سره په نورو وتپل شي، فرمايي: لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنْ الغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤمِنْ بِاللَّهِ فَقَدْ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ * البقره: 256 په دين كي اكراه نشته، "په دين سره" هدايت له ضلالت نه څرگند شوي، نو څوك چي پر طاغوت كافر شو او په خداى ئې ايمان راووړ، هغه پداسي كړۍ منگولى لگولې دي چي شلېدل ئې نشته او الله تعالى اورېدونكى پوه ذات دئ. راشئ لږ ديته ځير شو چي قرآنكريم د هغو كسانو په ځواب كي له كوم اسلوب نه كار اخيستى چي له الله او آخرت نه ئې انكار كولو، جنت او دوزخ ئې نه منلو، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئې د مجنون او ساحر خطاب كولو او قرآن دا د الله كتاب ئې اساطير الاولين گڼلو؟ د دوى د سپكو سپورو خبرو او ناروا تبليغاتو په ځواب كي د شديد او قهرجن عكس العمل توصيه كوي كه د معقول استدلال، په سړه سينه د مخاطب د قانع كولو او پوښتنو ته ئې د مقنع دلايلو په وړاندي كولو ټينگار كوي؟ د التكوير د مباركي سورې لانديني آيتونه د دې پوره وضاحت كوي: وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُونٍ * وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ * وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ * وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ * فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ * إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ * لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ * التكوير: 22-28 ستاسي ملگرى مجنون ندى، په څرگند افق كي ئې هغه ليدلى او هغه پر غيب بخيل ندى او خبرى ئې د رټل شوي شيطان خبرى ندى، نو چيرته ځئ؟ دا خو عالميانو ته له پند او يادوني پرته بل څه ندى، د تاسو هغه چا ته چي غواړي په سمه لاره روان شي. پوهېږئ چي د دې اسلوب د غوره كولو توصيه د چا لخوا شوې؟ او دا په پېرزويني او زړه سوي ولاړ ځواب د چا له خوا وركړي شوى؟ دا د قهار او مالك الملك خداى له لوري، د هغه خداى له خوا چي د مرگ او ژوند فيصلې ورسره دي، د رزق او روزي د ټولو خزانو مالك او واكدار دئ، هر څه چي وغواړي، كولى ئې شي، دا د هغه لوى او عظيم خداى ځواب دئ، هغو ذليلو او پوچ خولو كفارو ته چي حق نه مني، له حق سره دښمني كوي، خداى او رسول نه مني، د همدې كفارو او حق دښمنه افرادو په ځواب كي د دې پر ځاى چي له خپل قهر او غضب نه كار واخلي او خپل عذاب ورباندي نازل كړي، برعكس له ډېري نرمۍ او مهربانۍ نه كار اخلي، په ډېره مهربانۍ سره ځواب وركوي او رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوى ملگرى شمېري!!



كوم مذهب حق دئ؟ كه څوك له مونږ نه سوال وكړي چي له اسلامي مذاهبو نه كوم يو حق او له نورو نه غوره دئ؟ په ځواب كي ورته وايو: هغه مذهب حق او غوره دئ چي د لاندي اساسي خبرو په اړه تر نورو مخكي وي: • په الله تعالى ايمان او په الوهيت او ربوبيت كي د شرك نفى. • په آخرت او له مرگ نه وروسته ژوند باندي ايمان. • په رسولانو عليهم السلام باندي ايمان او پدې چي محمد عليه السلام وروستى پيغمبر دئ. • په كتابونو ايمان او پدې چي قرآنكريم د ټولو آسماني كتابونو وروستى او له ټولو نه غوره او جامع كتاب دئ. • په ملائكو او قضاء او قدر باندي ايمان. كېدى شي ووايي: ټول اسلامي مذاهب په دې اصولو ايمان لري، ستاسي ځواب مجمل دئ، غواړو تر ټولو غوره مذهب په ښه او دقيقه توگه وپېژنو!! وايو: كه دا خبره د ټولو اسلامي مذاهبو په رابطه رښتيا وي او صدق پرې وكړي، نو بيا خو ټول حق دي او تر ټولو غوره ئې هغه مذهب دئ چي قرآنكريم او احاديث ئې د خپلي اعتقادي او فقهي مبانيو اصل او مبنى گرځولى وي او پدې ټينگار كوي چي ټول اختلافات بايد الله او د ده رسول ته راجع شي او د الله كتاب او د پيغمبر سنت بايد د هرڅه لپاره وروستي معيار او ملاك ومنلى شي. او خلكو ته په صريح الفاظو وايي: كه زمونږ كوم قول مو د الله تعالى او رسول الله له قول نه مخالف وموندو، نو زمونږ قول په ديوال ووهئ. بې له شكه چي پدې به هم قانع نشي او تر دې به د لازيات څرگند او واضح ځواب انتظار كوي، ځكه دوى له مذهبي اختلافاتو او د دې اختلافاتو له بدو نتائجو نه، چي امت ئې ټوټې ټوټې كړ، د دښمن په وړاندي ئې تضعيف كړ، په داخلي نښتو او شخړو ئې مبتلا كړ، د نړۍ د قيادت او مشرتابه له هغه پروني لوړ مقام نه ئې محروم او له ذلت سره ئې مخامخ كړ، دوى لدې حالت نه ستومانه شوي او د دې اختلافاتو لپاره د حل لار لټوي. مونږ ورته وايو: د مذاهبو او ديني مشرانو تر منځ د رأيې اختلافات يو مشروع، معقول او په تحقيق ولاړ اختلاف وو، هغه مخور علماء چي مونږ ئې په نظرياتو استدلول كوو، هغوى يو بل ندي تكفير كړي، بلكه هر يوه د بل رائې ته احترام درلود، اكثراً ئې اختلاف په فرعي مسائلو كي وو، نه په اصولو كي، په دې فرعي امورو كي د كمزورې او ناسمې رأي په متابعت سره څوك د اسلام له دائرى څخه نه وځي. تر څو پوري چي زمونږ مشرانو سلفو د حق پېژندلو پخاطر قرآن او احاديثو ته رجوع كوله، پدې هكله ئې څيړني كولى، يو له بل سره ئې مناقشې كولى او د خپلو اختلافاتو او نظرياتو د تللو لپاره ئې قرآن او حديث معيار بالو، نو يوه بل ته ئې احترام درلود، حق ته ئې غاړه ايښودله، يو بل ته ئې تنازل كاوو، هر نظر به چي حق وو هغه به ټولو منو، هيڅ يوه به د خپل نظر لپاره تعصب نه كاوو، ټولو دا منلى وه چه قرآن او احاديث اصلي معيار او تر ټولو لوړه مرجع ده، نو پدې توانيدل چي ډېري پېچلي قضايا په آسانۍ حل كړي، ژر په خپلو كي توافق وكړي، د اصوب او ترټولو غوره رأي په وړاندي له خپلي رأي تېر شي او د خاصې رأي په هكله تعصب ونكړي. خو كله چي مذهب د سياست په خدمت كي ولويد او فكري اختلافات په سياسي اختلافاتو بدل شول، نو هرې ډلي د خپل موقعيت او دريځ د اثبات او د مقابل لوري د كړنلاري او دريځ د غلط ثابتولو لپاره ئې له مذهبي توجيهاتو نه كار واخيست، هرې ډلي هڅه كوله حق يوازي تر ځان پوري محدود او په خپلي تگلاري او مذهب كي منحصر كړي او نور ټول د حق له دايرې نه دباندي وگڼي او له نورو سره جنگ او مقابلې ته مذهبي رنگ وركړي او په نورو د تېري لپاره مذهبي توجيه او جواز وړاندي كړي. آيا لدې خبر نه ياست چي امام ابو حنيفه (رح) له امام جعفر صادق نه زده كړه كړيده او له ده نه وروسته امامانو بيا هغه خپل استاد شمېري؟ امام ابو حنيفه د هغو كسانو په هكله چي لده سره د رأي اختلاف لري وايي: مونږ هغه كسان نه تكفيروو چي قبله ئې له مونږ سره يوه ده. آيا نه وينئ چي علي رضي الله عنه له ابوبكر، عمر او عثمان رضي الله عنهم سره بيعت كوي، په لمانځه كي پدوى پسي اقتدا كوي او له هر يوه سره تر پايه د مشاور په حيث كار كوي او په هغه ورځ چي باغيان د عثمان رضي الله عنه په كور حمله كوي، علي رضي الله عنه خپلو زامنو حسن او حسين رضي الله عنهما ته امر كوي چي لاړ شي او دواړه په خپلو تورو سره له عثمان رضي الله عنه نه دفاع وكړي، د باغيانو په مقابل كي د هغه مرسته وكړي او د كور په وره كي ئې د مسلح محافظ دنده ترسره كړي. كه مونږ د دې لويو امامانو پلويان او په مذهبي چارو كي د دوى تقليد كوو او غواړو د دوى په پل گام كېږدو نو ولې او په كوم دليل په خپل مسلمان ورور په فرعي مسائلو كي د رأيې د اختلاف له امله د كفر ټاپه وهو؟ څه راباندي شوي چي د تعصب په رنځ اخته شوي يو؟ او ولې دومره په دښمنۍ كي لويدلي يو چي له مسلمان سره جنگ له كفارو او مشركينو سره تر جنگ نه د زيات اجر مستحق گڼو؟! آيا كوم امام او مذهبي مشر د دا ډول تعصب او ناروا دښمنۍ د جواز حكم كړى؟! احتمال لري پوښتنه وشي چي كه داسي ده نو په صدر اسلام كي د مسلمانو تر منځ د جگړو لپاره څه نوجيه وړاندي كولى شئ؟ وايو: مونږ پدې اړه همغه څه وايو چي قرآنكريم ويلي: تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ * البقره:41 دا يو امت وو چي تېر شو، د هغوى لپاره د هغوى د كړو جزا ده او تاسو ته د خپل عمل نتيجه او له تاسو نه د دوى د عمل په هكله پوښتنه نه كېږي. مونږ د هغوى د اعمالو په هكله نه پوښتل كېږو، له مونږ نه د خپلو عملونو سوال كېږي. دا دئ د پخوانيو مؤمنانو په هكله زمونږ نظر، مونږ د هغوى نېكي بيانوو او نور ديته رابولو چي په ښيگڼه او خير كي د هغوى په لاره لاړ شي، د هغوى تقليد وكړي او د هغوى د اشتباهاتو او غلطيو د بخښني دعا ورته كوو. دا مهمه او ضروري نده چي د هغوى د اختلافاتو په هكله څيړنه وكړو، د اختلافاتو عوامل ئې وپېژنو، په حقيقت ئې ځان پوه كړو او بيا حكم صادر كړو او د هغوى اختلافات د مسلمانانو تر منځ د اختلاف او بېلتون سبب وگرځوو!! اصلي او ضروري مسئله دا ده چي امت له تعصباتو نه وژغورو، له مذهبي تعصباتو نه نجات وركړو او ټول په يوه ليكه كي راټول كړو. څومره د افسوس خبره ده چي يو مسلمان بل هغه مسلمان تكفيروي، د فرعي مسائلو په سر د رأې د اختلاف له امله خپل هغه ورور تكفيروي چي په الله تعالى، رسول (ص)، قرآن، آخرت، ملائكو، قضاء او قدر ايمان لري، د همده قبلې ته لمونځ كوي، د همده په شان ركوع او سجده كوي، ډېر د افسوس ځاى دئ چي د ډېرو وړو امورو لكه په لمانځه كي د لاسونو د بندولو او نه بندولو، پورته كولو او نه پورته كولو له امله يو پر بل د كفر ټاپې ولگوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: قولوا لا اله الا الله تفلحوا. رواه احمد لا اله الا الله ووائى چي نجات ومومئ او بريالى شئ. دا د پيغمبر عليه السلام لاره او حكم او دا د مسلمانانو تنگ نظري او جاهلانه دريځ!! راځئ خپل اعمال د اصحابو رضي الله عنهم د اعمالو سره پرتله كړو، ته به وائې چي علي رضي الله عنه له ابوبكر او عمر او عثمان رضي الله عنهم سره اختلاف درلود خو عمر رضي الله عنه فرمايي: كه علي رضي الله عنه او د هغه مشورې نه وى نو عمر رضي الله عنه به هلاك شوى وى. آيا علي رضي الله عنه له د وو لسيزو نه زيات د ابوبكر، عمر او عثمان رضي الله عنهم خلافت ته غاړه نه وه ايښې؟ په هر يوه پسې ئې په لمانځه كي اقتدا نه كوله؟ آيا له ټولو سره ئې بيعت نه وو كړى؟ او له هر يوه سره ئې مرسته او ملگرتيا نه كوله؟ كه دا ومنو چي علي رضي الله عنه له دريو نورو يارانو سره اختلاف درلود؛ خو اختلاف ئې پټ ساتلى وو، نو آيا له ده سره د محبت او د ده د متابعت تقاضا دا نه ده چي مونږ هم خپل قهر پټ وساتو، له صبر او زغم نه كار واخلو، خپل مخالفت علني او ښكاره نه كړو، يو د بل په خلاف له اقداماتو نه ځان وساتو، د كفر فتواوى صادرې نه كړو؟! اهل سنت په داخلي جگړو كي د علي رضي الله عنه عمل د همدې (داخلي اختلافاتو) برخي په فقهي امورو او احكامو كي د اصل په توگه منلى دئ او په هغه حديث استناد كوي چي له ده څخه روايت شوى دئ، علي رضي الله عنه د جمل په جگړه كي اعلانوي: د جنگ له ډگر نه تښتيدلې خلك مه تعقيبوئ، بنديان مه وژنئ او پر ټپيانو حمله مه كوئ، چا چي وسله كيښوده هغه ته پناه وركړئ، د خلكو كورونو ته مه ننوزئ، د ښځو حرمت ته درناوى وكړئ، ښځو ته لاسونه مه اوږدوئ، حتى كه ښكنځلې درته وكړي هم، يو شمېر جنگيالانو وويل: دښمنان اود هغوى ښځى او اولادونه بايد غلامان ونيول شي، علي رضي الله عنه ورته په قهر شو اوئې فرمايل: له تاسي نه كوم يو دا جرأت كولى او دا منلى شي چي ام المؤمنين عايشه رضي الله عنها ئې په برخه ورسېږې؟!! هغه شخص هيڅ لوى او مهم شخص ندى چي د اصحابو رضي الله عنهم اختلافات لوى كړي او د مسلمانانو د افتراق او بېلتون وسيله ترې جوړه كړي، لوى او عاقل شخص هغه دئ چي د مسلمانانو تر منځ د وحدت او يووالي لاري ولټوي، د امت په نفاق او شقاق اوښكي تويي كړي او مسلمانانو ته بلنه وركړي چي سره يو شي او ورته ووايي چي تاسي وروڼه ياستئ، تاسو د يوه جسد حيثيت لرئ، د يوه خداى بندگان، د يوه رسول او يوه كتاب پيروان او د يوې قبلې خاوندان ياستئ، اختلافات يوې خوا ته پرېږدئ، تعصب ليرى وغورځوئ، سره يو شئ، يو د بل خوا ته ودرېږئ، يو ځاى لمونځ ادا كړئ، يو په بل پسې اقتداء وكړئ، پروا نه كوي كه يو لاس تړلى او بل خلاص لاسونه په لمانځه ودرېږي، ټول خپل قوت د دښمن خوا ته متوجه كړئ او په يوه غږ د حق دښمنه عناصرو مقابله وكړئ. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: لاَ تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤمِنُوا. وَلاَ تُؤمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا. ترهغې به جنت ته داخل نشئ چي ايمان مو نه وي راوړئ او تر هغې به مؤمنان نشئ تر څو مو چي يو له بل سره مينه او محبت نه وي كړئ. قرآنكريم فرمايي: مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ * الفتح: 29 محمد چي د الله رسول دئ او هغه كسان چي له ده سره دي پر كافرانو شديد او په خپل منځ كي رحم كوونكي دي. يوه ورځ د افغانانو په يوې غونډه كي يوه عالم د خپلو خبرو په پاى كي د دعا لاسونه پورته كړل او په ډېر سوز او انهماك سره ئې وويل: خدايه! په خپل عظمت او جلال سره د هغو كسانو لاسونه او قلمونه مات كړه چي د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو باعث كېږي!! د غونډې په پاى كي د ماښام د لمانځه وخت شو، ومې كتل چي ځيني يوې خوا ته يو ځاى شول او په لمانځه ودرېدل او ځيني بلي خوا ته سره غونډ شول او بېل ئې لمونځ وكړ، كله چي هغه عالم دعا كوله وېرېدم چي هسي نه همدا اوس ډېر لاسونه او قلمونه مات نشي؛ خو له دعا نه لږ وروسته مي وليدل چي سره بېل شول او حتى د لمانځه لپاره هم سره يوځاى نشول!! الله تعالى دې پر مونږ رحم وكړي، له دې دردونكي حالت نه دې مسلمانان وژغوري او دا توان او جسارت دې ورپه برخه كړي چي د مسلمانانو تر منځ د بېلتون ټول ديوالونه ونړوي، د تعصب پردې څېرې كړي، په لمانځه، جهاد او سياست كي سره يو شو او له شخص پالني نه خداى پالني، له مذهب پالني نه دين پالني، له فروعاتو نه اصولو ته، له مسلمانانو سره له دښمنۍ نه د اسلام له دښمنانو سره دښمنۍ ته لاړ شو. د مذهبي اختلافاتو اور ته يا دښمنان لمن وهي او يا بدغرضه او سوء علماء. مونږ دوه ډوله عالمان لرو: يوه ډله مؤمن او حق پالونكي چي تل د حق په لټه كي وي، د حق خبره كوي او د ټولي دنيا د مخالفت پروا نه كوي، دوهمه ډله هغه عالمان دي چي د خلكو خوښي لټوي كه څه هم د الله تعالى د قهر او ناخوښۍ په بيه وي، گمان كوي چي انسانان روزې وركوي او د دې لپاره چي معامله ئې خرابه نشي، د خلكو د سليقې خلاف خبري نه كوي، د خلكو په منځ كي د خورو او مروجو خرافاتو په خلاف غږ نه اوچتوي، څه چي خلكو غوره كړي وي دوى همغه ورته توجيه كوي، حق پټوي او د خلكو ناروا غوښتني تائيدوى او د اثبات لپاره ئې مذهبي دلايل او توجيهات وړاندي كوي!! د امت زياتره مشكلات او غمونه د همدې ډلي علماوو له لاسه راولاړ شويدي. زه دا نه وايم چي مذهب پرېږده، بلكه دا وايم چي حق يوازي په خپل مذهب پوري محدود او منحصر مه شمېره، د فرعي اختلاف له امله پر نورو د كفر ټاپې مه وهه، تعصب مه كوه، د مسلمانانو د وحدت او يووالي هڅې كوه او هر مسلمان خپل ورور وشمېره. د مذهبي اختلافاتو د له مينځه وړلو او د مسلمانانو تر منځ د يووالي په لار كي تر ټولو مهم گام دادى چي: ټول ديته راوبولو چي قرآنكريم د ټولو اختلافاتو د حل او فصل يوازينۍ مرجع ومني، قرآنكريم د مسلمانانو د وحدت راز او د ټولو مناقشاتو او اختلافاتو د حل معيار وشمېري، لكه څرنگه چي قرآن حكم كوي هر وخت او په هره مسئله كي چي اختلاف پيدا كېږي بايد قرآن ته مراجعه وشي او د قرآنكريم فيصله وروستۍ فيصله وشمېرو او عمل ورباندي وكړو. قرآنكريم زمونږ د هر مشكل د حل لپاره لارښووني لري، زمونږ هرې پوښتني ته بشپړ ځواب راكوي، مونږ ايمان ورباندي لرو بايد فيصلې ئې هم ومنو. شايدپوښتنه وشي چي له قرآنكريم نه د ليرى والي له امله مسلمانان داسي حالت ته رسېدلي چي اوس همدا قرآن چي بايد د وحدت رمز او د فيصلو معيار وي، د اختلاف سبب جوړ شوى، هرڅوك او هره ډله بېل او ځانگړى تعبير ترې لري او د همدې قرآني آيتونو د تفسير په هكله اختلافات د فقهي او فكري اختلافاتو عامل او سبب جوړشوي!! هو، دا يو تريخ واقعيت دئ، بايد د دې رنځ علاج ولټول شي، فكر كوم دا رنځ او مشكل داسي حلولى شو چي: اسلامي نهضتونه يا كوم اسلامي هيواد ابتكار وكړي او په قرآنكريم، تفسير او حديث پوه غښتلي عالمان راغونډ كړي، له ټولو اسلامي گوندونو او مذهبي ډلو نه غوښتنه وكړي چي مشهور او متقي علماء ورمعرفي كړي، بيا دا علماء د علمي څيړنو په رڼا كي او له ټولو معتبرو تفاسيرو نه په استفادې سره، د قرآنكريم يو جامع تفسير تهيه او تدوىن كړي او همدا تفسير د ټولو مسلمانانو او ټولو مذاهبو د پلويانو لپاره يوازنى د اعتبار وړ تفسير اعلان شي او په كافي اندازه نسخې ئې خپرې او چاپ شي، پخوانيو مفسرينو ته له زيات احترام او درناوي سره سره ټول پخواني تفسيرونه يوې خواته غونډ شي او نور ئې د چاپ اجازه ورنكړل شي، لكه څرنگه چي عثمان رضي الله عنه د اختلافاتو د مخنيوى په خاطر د قرآنكريم متعددې نسخې راغونډې كړې، يوه نسخه ئې ترې انتخاب كړه او نورې ئې يوې خوا ته كړې، همداسي يو كار بايد د تفاسيرو په هكله هم تر سره شي. د علماوو همدا ټولنه په دې هم بايد توافق وكړي چي نور بايد هيڅوك هم په ځانگړې او شخصي توگه د قرآنكريم تفسير ونكړي، تفسير او په تفسير كي تجديد او له سره كتنه بايد د همدې ټولني وظيفه وبلل شي. د تفاسيرو له يووالي نه وروسته د ټولو مذاهبو منل شوي او ثقه روايات بايد د همدې تفسير په رڼا كي وڅيړل شي او همدا مشترك تفسير معيار وبلل شي، هر رأي او روايت چي له دې تفسير سره سمون ونلري، هغه بايد يوې خواته شي او له اعتبار نه ولوېږي. او پدې ترتيب ټول هغه كمزوري، ضعيف او موضوعي روايات حذف شي چي د مسلمانانو اكثر اختلافات ترې راولاړ شوي، ټول روايات بايد د قرآن په رڼا كي چاڼ شي. دا كار نه يوازي د مسلمانانو ترمنځ اختلافات له مينځه وړي، ټول د وحدت په مزې تړي، بلكه په ټوله اسلامي نړۍ كي د ټولنيز، سياسي او اقتصادي نظامونو د يووالي عوامل هم برابروي. نن ورځ د اسلامي امت په منځ كي د متعددو مذهبي ډلو د موجوديت ترڅنگ له هندوىزم، بودايزم، اور لمانځونكو او بت لمانځونكو نه متأثرې ډلي هم وينو، همداراز اسلامي نړۍ په سياسي، اقتصادي او اجتماعي ډگرونو كي هم د تشتت او تعدد ښكار ده او په اسلامي دنيا كي مختلف او متناقض نظامونه رائج دي چي زياتره ئې حتى د اسلام سره څرگند تضاد لري. هر زړه سواند محلل چي د امت له مشكلاتو نه خبر دئ پدې باور لري چي: د دې اختلافاتو اصلي عامل د واحد تعليمي نظام او نصاب نشتوالي او د اسلامي اصولو په اړه د نظرياتو اختلاف دئ. د تفسير په اړه د نظرياتو د توحيد او د يوه جامع، شامل او منل شوي تفسير د تدوىن له لاري كولى شو دا بېلتون او اختلاف ختم كړو او امت له خطرناكو عواقبو نه وژغورو. اسلامي امت داسي اتلانو ته سترگي په لار دئ چي له دې بدې ورځي، ذلت او خوارۍ نه د نجات لپاره قيام وكړي او د مسلمانانو د تېر برم د اعادې لپاره ميدان ته شي، د امت د وحدت او يووالي لاري ولټوي او دا خوار امت بېرته د تېر برم لوړې څوكي ته اوچت كړي.




دوهم فصل زمونږ عقيده سريزه الحمدلله وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى و بعد: په افغانستان كي اسلامې جهاد د امت د ويښتابه او د جهاد د فريضې د احيا سبب شو، له امت نه ئې د حقارت، كمزورۍ، ذلت او خوارۍ احساس لرې كړ او په ځاى ئې د عزت، قوت، سرلوړۍ او عظمت احساس وركړ، له امت سره ئې د روښانه مستقبل او تېر برم د بېرته لاسته راوړلو هيلې راپيدا كړې. د اسلام دښمنان چي په مستقيمه يا غيرمستقيمه توگه د امت پر برخليك مسلط دي، لوى اسلامې هيواد ئې په وړو وړو محكومو او نورو ته په هر څه كي اړو ټوټو وېشلى، خپله بقاء او پر اسلامې نړۍ د تسلط دوام له اسلام نه د مسلمانانو په لرې والي او تفرق او تمزق كي لټوي، د جهاد احياء او د اسلام لور ته د بېرته راگرځيدو او عودت خوځښت د ځان لپاره لوى خطر گڼي، دوى له پيل نه د جهاد له پايلو او د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي دولت له تأسيس نه ډېر سخته وېره او تشويش درلود، د مجاهدينو په وړاندي د روسي ځواكونو له ماتۍ نه وروسته، سمدلاسه د كمونيستي امپراطورۍ زوال پيل شو، دا هغه امپراطوري وه چي د جهاد له پيل نه مخكي ئې ټوله دنيا گواښله، ټول ترې وېرېدل او د هغې مخي ته د ودرېدو جرأت ئې نه درلود، د دې جهاد په نتيجه كي د دغې ځواكمني او وحشي امپراطورۍ سقوط او زوال د دښمنانو وېره او پريشاني نوره هم زياته كړه. مونږ د جهاد له لومړيو ورځو نه د دښمن له توطئو سره مخامخ وو، د وخت په تېرېدو سره دا توطئې تشديد او زياتيدلى، دښمنانو د متعددو ډلو جوړولو، د فكري او عقيدتي اختلافاتو د رابرسيره كولو او بيا دا ډول اختلافات په داخلي جنگونو د بدلولو لپاره له هيڅ جنايت او كوشش نه ډډه ونكړه. دا توطئې او مداخلې كه څه هم مجاهدين ئې له مشكلاتو سره مخ كړي وو خو دښمنان پدې ونه توانيدل چي د جهاد د بري مخه ډب كړي. د دښمنانو له خوا د راولاړ شوو مشكلاتو له جملې نه يو هم د داسي يوى ډلى جوړول وو چي هغې ته ورته ډلي په نورو اسلامې هيوادونو كي هم د اصيل اسلامي نهضت د مقابلې لپاره رامنځته شوې دي. لدينه هدف دا دئ چي مسلمانان په فرعي مسائلو مصروف شي، فرعي فقهي مسائل ئې دومره مشغول كړي چي اساسي مسائل لكه د طاغوتي نظامونو په ضد جهاد او د مفاسدو او مظالمو مقابله، هيره كړي او په فرعي اختلافي مسائلو كي هومره غرق شي چي اساسي مسائلو ته ئې نه پام شي او نه ورته فرصت ومومي او د دې وخت په لاس ورنشي چي له پرديو نه د آزادۍ، د اسلامي حكومت د قيام او اسلام ته د خلكو د بلني په لاره كي مؤثر او لازم اقدامات وكړي. دا ډله چي يوه خاصه منبع ئې جوړوي، وده وركوي او وسايل او امكانات ورته تهيه كوي، همدې ډلي مونږ ته هم مشكلات راولاړ كړل او هغه داسي چي د دې ډلى غړي چي له هر چا سره مخامخ شي نو ورته وائې: د مذهب پيروي شرك دئ!! د مذاهبو امامان لكه بتان او اصنام دي!! چي پيروان ئې د دوى عبادت كوي!! له هرچا نه تپوس كوي چي ووايه پرعرش د الله تعالى د استوى په هكله څه نظرلرې؟ د الله تعالى د يد، قدم، عين، سمع، مجئ، اتيان او نزول په رابطه څه عقيده لرى؟ او څه نور مسائل لكه رفع اليدين (په لمانځه كي د لاسونو پورته كول) آمين بالجهر، په امام پسې قرائت او داسي نورى مسئلى!! پداسي طريقى سره مطرح كوي چي د خلكو ترمنځ د اختلافاتو سبب گرځي، مذهبي تعصباتو ته لمن وهي او بالآخره خبره د يوه بل تكفير او د يوه بل په خلاف د فتواگانو د صادرولو مرحلې ته رسوي. نه مي غوښتل د داسي مسائلو په اړه څه وليكم او له اساسي مسائلو لكه جهاد او دعوت نه ديخوا ته توجه واړوم او د خپل فرصت يوه برخه ديته وقف او ځانگړې كړم او څه وليكم، په دې هكله مي موجود بې شماره كتابونه كافي بلل، خو ومو ليدل چي قضيه ډېره جدي ده، د دې مسائلو د مطرح كولو ترشا سياسي اهداف پراته دي، دښمنان غواړي لدې ډلي او د هغې له خوا مطرح او راپيدا شوو مسائلو نه د مجاهدينو په خلاف استفاده وكړي، مجاهدين ورباندي بدنام كړي او په همدې ډلي پوري د تړليو تبليغاتي وسائلو له لاري د مجاهدينو په خلاف ناروا او بې بنسټه تبليغات كوي، ادعا كوي چي گويا مجاهدين مشركين دي، عقيده ئې خرافي او خرابه ده او په افغانستان كي روان جنگ د مشركينو او ملحدينو ترمنځ جگړه ده. دا بې اساسه تبليغات دومره زيات شول او په عربي نړۍ كي د همدې ډلي د مؤسسينو له خوا دومره تكرار او زمزمه شول چي نږدې وه ټول خلك د مجاهدينو د عقيدې په هكله شك وكړي، هرڅوك چي له كوم مجاهد سره مخامخ كېږي، نو لومړى د مجاهدينو د عقيدې په رابطه پوښتنه ترې كوي، په ځانگړې توگه د همدې مسائلو په اړه چي دا ډله ئې ډېر تكراروي، بيا په مجملو ځوابونو هم نه قانع كېږي. په ياد مي دي چي يو دوست چي د همدې ډول تبليغاتو تر اغېزې لاندي راغلى وو، مونږ ته راغى، د خبرو په ترڅ كي ئې پوښتنه وكړه چي د عقيدې په اړه له كومو مصادرو نه استفاده كوئ؟ ما ورته وويل: له قرآن او احاديثو نه. د دې خبري په اورېدو سره ئې رنگ بدل شو، د عدم قناعت او ناخوښۍ نښانې ئې په څېرې كي راڅرگندې شوې، وئې ويل: دا خو مجمل ځواب دئ! يوه افغان ورور چي په مجلس كي ناست وو، وويل: مونږ په خپلو مدرسو كي د عقيدة الطحاويه كتاب تدريس كوو. هغه دوست پدې هم قانع نه شو، غوښتل ئې د عقيدة الطحاويه د كومې شرحې نوم ورته واخستل شي، تر څو ئې قناعت حاصل او د مجاهدينو د عقيدې په هكله ئې شكوك او شبهات رفع شي. هغه افغان ورور ورته وويل چي مونږ د علامه ابي العزالحنفي (رحمه الله ) شرح تدريس كوو، پدې سره هغه ميلمه دوست څه آرام او ډاډه شو. د داسي خلكو له وضعې او له هغو پوښتنو نه چي دوى ئې د مجاهدينو د عقيدې په رابطه مطرح كوي په څرگنده معلومېږي چي متعصب او متعنت يا گمارل شوي او استخدام شوي افراد څومره كوشش كوي چي د مجاهدينو په اړه او د دوى د عقيدې په رابطه د نړۍ له نورو مسلمانانو سره شكوك او شبهات راپيدا كړي، د اسلام دښمنان د دې پخاطر چي له مجاهدينو سره د نړۍ د مسلمانانو رابطه وشلوي او پرې نږدې چي جهادي روحيه د اسلامي نړۍ نورو برخو ته خوره شي، د همدې شوم هدف لپاره ميدان ته راوتلي او غواړي د مذهبي اختلافاتو راولاړولو له لاري د مسلمانانو د وحدت مخه ونيسي، دوى هڅه كوي مسلمانان په فرعي مسائلو كي مصروف وساتي او پدې سره ئې له اصلي او اساسي مسائلو نه غافل كړي، دوى جاهل او بې خبره عناصر په كار اچوي او د همدوى په لاس د مذهبي تعصباتو اور بلوي او د مسلمانانو تر منځ اختلافات راولاړوي. زمونږ مجاهدين هميشه لدې ډول پوښتنو سره مخ كېږي او د هغو كسانو له خوا چي د دښمنانو د تبليغاتو تر اغېزې لاندي راغلي په مكرره توگه د عقيدې په هكله ترسوال لاندي راځي، سوال كوونكي بيا په مجمل او لنډ ځواب هم اكتفا نه كوي، غواړي په دې رابطه اوږد او مفصل ځواب واوري ترڅو ډاډه او د مجاهدينو د عقيدې په هكله ورسره پيدا شوي شكوك رفع شي. كه څه هم پدې هكله ډېر كتابونه ليكل شوي او مونږ چي څه دلته راوړو هغه به هم د امت د منل شوو علماوو نظريات،او له معتبرو اسلامي كتابونو نه رانقل شوي اقتباسات او د دوى د مفصلو نظرياتو لنډيز وي، خو د يو شمېر مخلصو وروڼو د غوښتني او د مجاهدينو په هكله د شكوكو او شبهاتو د له منځه وړلو لپاره مجبور شوم دا رساله وليكم. تر هر څه د مخه بايد ووايم چي مونږ د ټولو حقه مذاهبو منونكو او پلويانو ته احترام لرو،او له هغوى سره د نظر د اختلاف باوجود د ټولو ترمنځ د يووالي غوښتونكي يو او هغه كسان معذور شمېرو چي د حقايقو د ادراك په لار كي له مخلصانه او جدي هڅو او هاند نه وروسته هم پدې ندي توانيدلي چي ټول حقايق درك كړي او د ځينو حقايقو په پېژندلو كي غلط شوي. مونږ دا ډله خلك معذور شمېرو، له بخښونكي خداى نه ورته د مغفرت سوال او د هدايت دعا كوو، خو له هغوكسانو نه كلك نفرت او ژوره كركه لرو چي له فرعي اختلافاتو نه د مسلمانانو ترمنځ د بېلتون او تفرق او د نورو د تكفير وسيله جوړوي او پرديو ته دا امكان په لاس وركوي چي له همدې لاري خپل سياسي اهداف پلي كړي. دا ډول كسان له بل هرچا نه اسلام او اسلامي تحريك ته زيات خطر لري. هيله منديم هادي او كريم خداى مونږ ټولو ته هدايت وكړي د حق او صواب لار راوښيي، د قرآني آيتونو او مباركواحاديثوصحيح علم اوپوهه راكړي او پراسلام دپوره عمل او د نېكواو صالحوامامانواو سلف صالح په لاره دتگ توفيق راپه برخه كړي. اَللهُم ارنَاالٌحق حَقاًوارٌزُقٌنااتباعهُ،وارناالٌباطِلَ باطِلا وَارزُقٌنااِجٌتِنابه




د الله تعالى په اړه زمونږ عقيده الحمدلله نحمده ونَسْتعينه ونستغْفِره ونتوبُ اليه وَنعوذُبالله منْ شرور اَنْفُسناوَمنْ سيئاتِ اعْمالِنا، منْ يَهده اللهُ فلامُضل له ومنْ يضلل فلاهادي له، وَاشهدان لااله الا اللهُ وحْدهُ لاشريكَ له واشهدان محمداً عبْدُهُ ورسوله. اعوذ بالله من الشيطن الرجيم. بسم الله الرحمن الرحيم. هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ*هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ْ" *

الحشر:23-24

الله تعالى د ټول عالم پيدا كوونكى او پالونكى دئ، په هغه كي د رب او ټولواك په حيث تصرف كوي. په ذات، صفاتو او افعالو كي د كمال په ټولو صفاتو متصف دئ، له هر عيب او نقص نه پاك، منزه او لوړ دئ. پدې هستى كي چي څومره ښكلا، ښايست، جمال او كمال ترسترگو كېږي؛ د ده له لوري دي او ده د عالم موجوداتو ته ورپه برخه كړي. نه هيڅ سيال او شريك لري او نه ئې هيڅ مثل او مثال شته، ابتداء او انتهاء نه لري، اول دئ او آخر، فنا نه لري، له ټولو مخلوقاتو نه مخكي وو او له ټولو نه وروسته به وي. هغه ظاهر دئ چي د كائناتو ټولي برخي ئې په وجود شهادت وركوي، باطن دئ چي د انسان په وهم او فهم كي نه ځايېږي، انسان يي د ذات له ادراك نه عاجز دئ، هيڅ مثال ئې نشته. تلپاتې ژوندى دئ چي هيڅ مرگ او فنا نه لري، ټول شيان هغه پيدا كړي، ټولو ته ئې ژوند وركړى، هغه خالق يعني پيداكوونكى او رب يعني پالونكى دئ، د كائناتو د تدبير واك له هغه سره دئ، قيوم دئ چي يوه لحظه هم د كايناتو د امورو له ادارې او تدبير نه غفلت نه كوي، چا ته چي وغواړي ژوند وركوي او څوك چي وغواړي له ژوند نه محروموي، وژني ئې او بيائې بېرته راژوندى كوي.

په دې هستى كي هيڅ پېښه د الله تعالى له ارادې پرته نه شي واقع كېدلى. هره لويه او وړه پېښه د هغه په اجازه او اراده، د هغه له خوا د وضع شوو ضوابطو، سننو، قضا او قدر مطابق ترسره كېږي. 

هم د شيانو په خلقت كي او هم د عالم په ټولو هغو تحولاتو او بدلونونو كي چي د الله تعالى په اراده ترسره كېږي، خاص مصلحت او حكمت پټ دئ، د خداى په مخلوقاتو كي بيهوده، عبث او بې هدفه شى نشته. د دې هستي دا بې حسابه توكي ئې هر يو په ډېره ښه توگه د خاص هدف د تحقق لپاره پيداكړى، د شيانو خلقت هغه هم په خاص شكل او كيفيت سره د الله تعالى كار دئ، ځكه هغه خالق، باري او مصور دئ. د الله تعالى ټول د كمال صفات ازلي او ابدي دي، نه څه ترې كمېږي او نه څه ورباندي زياتېږي. هغه غني او بې نيازه دئ، هيچا او هيڅ څه ته اړ ندى، غناء ئې ذاتي صفت دئ، ټول شيان ده ته اړ او محتاج دي، هم په خپل خلقت كي او هم په بقاء او وجودكي. قدير او ځواكمن دئ، هركار ورته آسان دئ، ټول شيان ئې پيدا كړل، برابر ئې كړل، اندازه او مقدار ئې ورته وټاكو، پيل او پاى ئې ورته تعيين كړ، هر يوه ته ئې لاره او مسير وټاكو، هدايت او لارښوونه ئې ورته وكړه. نه څه له پيدايښت نه مخكي ترې پټ دي او نه له پيدايښت نه وروسته، پټ او ښكاره، شاهد او غائب، ماضي او مستقبل ټول ورته معلوم دي، علم ئې په هرڅه حاوي دئ، هيڅ داسي څه نشته چي ترې پټ وي، لوى او ووړ، نږدې او لرى، رڼا او تياره هيڅ ترې پټ ندي. الله تعالى نه يوازي دا هستي پيدا كړې ده، بلكه د رب او پالونكي په حيث هر څه اداره او پالي، هرڅه د ده په اراده، تقدير او توفيق ترسره كېږي. ټول شيان ئې د قضا او قدر تابع دي،اراده ئې هر چيرته او په هرڅه كي نافذ ده، هيڅ شى ئې د ارادې مخه نشي نيولى، كوم كار چي هغه ئې د كېدو اراده ونكړي نشي كېدى، د بندگانو اراده د ده د ارادې تابع ده، څه چي ورته وغواړي همغه كېږي او څه چي ونه غواړي هغه نشي كېدى، بندگان په خپله هيڅ نشي كولى، د هرڅه او هركار توفيق د ده له لوري دئ. نه څوك د هغه قضاء بدلولى شي او نه ئې د ارادې مخه نيولى شي، په ټول عالم كي هيڅ داسي قدرت او ځواك نشته چي د ده حكم وځنډوي او د ده د امر مانع شي. د هغه قضاء نافذه او حكم ئې حاكم دئ، په هر څه غالب، امر ئې په خپل ټاكل شوي او معين وخت تحقق مومي، داسي نده چي د هستي او كايناتو له خلقت، د ضوابطو او قضاء له وضع كولونه وروسته ئې دا مخلوقات په خپل حال پرېښي وي او هر څه ئې خپلي مخي ته آزاد خوشي كړي وي او گويا اوس پېښي په خپله د وضع شوو ضوابطو مطابق واقع كېږي، نه، داسي نده، بلكه هره پېښه، په هره شېبه كي، د ده جل جلاله په اجازه، توفيق او د ده لخوا د ټاكل شوي تقدير او قضاء مطابق ترسره كېږي. د الله تعالى په اړه زمونږ د دې عقيدې مصدر او منبع قرآنكريم او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دئ، مونږ په هر هغه څه باور او ايمان لرو چي عليم خداى او د ده رسول صلى الله عليه وسلم په صراحت او وضاحت سره بيان كړيدي، څه ئې چي په څرگنده توگه او په تفصيل سره بيان او شرحه كړيدي، په همغه واضح، څرگند او مفصل شكل ورباندي ايمان لرو،او څه ئې چه مجمل پرېښي، په همغه مجمل شكل ئې اكتفاء كوو، له څه زياتولو او څه كمولو نه ډډه كوو، له خپل حد نه تېرى نه كوو، هغه شيان چي الله او رسول ئې په تفصيل سره ندي بيان كړي او زمونږ له فهم او ادراك نه ئې لوړ شمېرلي، مونږ بې ځايه تكلف نه كوو، بې گټي زحمت نه باسو، آمنا او اسلمنا وايو، د دې ډول شيانو په كنه او حقيقت د پوهېدو بې ځايه او بې فائدې هڅه نه كوو. د خپلو اختلافاتو او منازعاتو د حل لپاره الله او د ده رسول ته رجوع كوو او همدا مرجع د حق او باطل د پېژندلو او د اختلافاتو د حل يوازنۍ مرجع شمېرو. د دېن او ايمان په امورو كي د الله او د رسول صلى الله عليه وسلم په مقابل كي د هيچا خبره د اعتناء وړ نه گڼو، د هغه چا خبره نه منو چي د الله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په لارښوونو مبتني نه وي، د الله او د ده د رسول له وينا سره مخالف اقوال له يوه سره ردوو. مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم ياران او هغوى ته نږدې خلك د دېني امورو په فهم او پوهي كي تر نورو مقدم گڼو. كه پوښتنه رانه وشي چي كوم مذهب ته ترجيح وركوئ؟ نو وايو چي حنفي مذهب ته ترجيح وركوو، دا ځكه چي د اهل سنت وجماعت دا مذهب مو تر بل هر مذهب نه پر كتاب الله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم پر سنت ولاړ او د سلفو پر منهج مبتني موندلى؛ خو دا هم په تأكيد سره وايو چي نورو مذاهبو او پلويانو ته ئې احترام لرو، له هغوى سره په آراوو او نظرياتو كي اختلاف روا اختلاف شمېرو او الله تعالى ته سوال كوو چي زمونږ او هغوى اشتباهات معاف كړي، مونږ په فرعي مسائلو كي د اختلاف په اساس هيچا ته د گمراه، مشرك او كافر خطاب نه كوو، بلكه د دې برعكس د ټول امت د يووالي او د ټولو مذاهبو ترمنځ د تقارب او وحدت غوښتونكي يو.




د الله تعالى اسماء او صفات د الله تعالى په پاكو نومونو او لوړو صفاتو ايمان درلودل د ايمان بالله له اساسي اجزاوو څخه دئ، له همدې لاري كولى شو الله تعالى ښه وپېژنو او له خپل رب سره د خپلو اړيكو د څرنگوالي په كيفيت پوه شو. لكه څرنگه چي مونږ مكلف يو د الله تعالى په ربوبيت ايمان ولرو، په دعا او عبادت كي د هغه لوري ته رجوع وكړو، هغه ته پناه وروړو، د هغه عبادت وكړو او له هغه نه مرسته وغواړو، همدا راز مكلف يو چي الله تعالى په هغه نومونو سره يادكړو چي په خپله ئې را ښوولي دي. كه څه هم هغه آيتونه او احاديث چي د الله تعالى نومونه پكي ذكر شوي اكثراً ډېر واضح او څرگند دې او هرڅوك پرې پوهېدلى شي، خو پدې هكله يو شمېر داسي آيات او احاديث هم شته چي د علماوو ترمنځ د مناقشاتو او د نظر د اختلاف سبب شويدي، دا ډول نصوص ځينو د صفاتو آيات او احاديث بللي او نورو ورته متشابهات ويلي دي. پدې ډول نصوصو كي الله تعالى ته داسي افعال منصوب شويدي چي همدې ته ورته افعال او اعمال انسان د خپلو اعضاوو او جوارحو په واسطه ترسره كوي، لكه اورېدل، ليدل، وركول، اخيستل، تلل، راتلل، چي دا اعمال په غوږونو، سترگو، لاسونو او پښو ترسره كېږي. د اسلام په پيل كي د اصحابو او سلف صالح ترمنځ د دې ډول نصوصو په هكله هيڅ اختلاف نه وو، پدې اړه د دوى ترمنځ هيڅ ډول مناقشه نده شوې او نه پدې رابطه له دوى نه اختلاف روايت شويدى، د دوى (سلف صالح ) مذهب او نظريه دا وه چي دوى به د همدې نصوصو په الفاظو اقرار كاوو او په معنى به ئې ايمان درلود، د كيفيت په هكله به ئې له بحث او له مناقشې نه ډډه كوله. له ابي عبيدالقاسم بن سلام رحمه الله نه د دې ډول احاديثوپه هكله پوښتنه وشوه؛ ده په ځواب كي ورته وويل: مونږ دا احاديث حق بولو، باور لرو چي ثقه راويانو يو له بل نه روايت كړيدي؛ خو كه د تفسير او معنى په رابطه ئې سوال رانه وشي نو وايو چي د پخوانيو علماوو (سلف صالح) په منځ كي داسي څوك نه مومو چي دا ډول نصوص ئې تفسير او تشريح كړي وي، نو مونږ ئې هم له تفسير او تشريح نه ځان ساتو، فقط د هغه تصديق كوو، ايمان ورباندي لرو او د كيفيت د ادراك په هكله ئې بې فايدى هڅې نه كوو او سكوت غوره گڼو. ابوالمعالي جويني په خپل كتاب "الرسالة النظامية" كي ليكي: و ذهب ائمة السلف الى الانكفاف عن التأويل و اجراء الظواهر على مواردها و تفويض معانيها الى الرب" و يقول: "وقد درج اصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم على ترك التعرض لمعانيها و درك ما فيها" ثم يقول: "فلوكان تأويل هذه الظواهر مسوغاً او محتوماً لا شك ان يكون اهتمامهم بها فوق اهتمامهم لفروع الشريعة، و اذا انصرم عصرهم و عصر التابعين على الاضراب عن التأويل كان ذلك هو الوجه المتبع فحق على ذى الدين ان يعتقد تنـزيه الباري عن صفات المحدثين و لا يخوضوا في تأويل المشكلات ويكل معناها الى الرب تعالى" سلفو امامانو له تأويل نه ډډه كړې، د نصوصو ظاهر ئې په خپل حال پرېښې او د هغوې معنى ئې الله تعالى ته مفوض كړي ده. بيا وايي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو دا غوره گڼلى چي له معنى سره ئې كار ونلري او د هغى د ادراك لپاره هڅه ونكړي. ورپسې وايي: كه د دې ظواهرو تأويل جايز او ضرورى وى نوبيشكه چي دوى به ديخوا ته د شريعت د فروعاتو په نسبت زياته توجه كړې وى، پداسي حال كي چي د اصحابو او تابعينو دور داسي تېر شو چي له تأويل نه ډډه كېده، نو همدا كار د متابعت وړ دئ، هر دينداره انسان ته ښايي چي دا عقيده ولري چي الله تعالى د مخلوقاتو له صفاتو نه منزه دئ، د مشكلو الفاظو په تأويل كي تكلف ونه كړي او معنى ئې الله تعالى ته پرېږدي. پر دې ډول آيتونو او احاديثو باندي ايمان درلودونكي په دريو مهمو برخو وېشل شويدي: • اهل ظاهر: دا ډله د متشابه آيتونو كلمات په همغه ظاهري معنى اخلي، قرب، معيت، نزول، استوى، مجئ او نورې دا ډول كلمې لكه يد، عين، اذن، د همدې كلماتو په ظاهري، متداولې او متبادرې معنى اخلي. له اهل ظاهر نه يو شمېر مشبه (تشبيه كوونكي) دي، يعنى هغوى د الله تعالى دا صفات د بنده گانو د صفاتو په شان بولي او د الله صفات د بندگانو له صفاتو سره تشبيه كوي. د همدى ډلي يوه بله برخه كه څه هم د دې كلماتو معنى د لومړۍ ډلى په شان ظاهري او ذهن ته په نږدې معنى حمل كوي خو وايي چي مونږ الله تعالى په هيڅ شي كي له مخلوقاتو سره نه تشبيه كوو، هغوى دا كلمات په خپله ظاهري معنى سره تعبير او تفسيروي؛ خو د بلاتشبيه، بلاتكييف او بلاتمثيل قيد ورسره ږدي. • دوهمه ډله : دا ډله ذكرشوي كلمات د هغې په ظاهري معنى سره نه اخلي ، لدې ډلى نه يوشمېر عقيده لري چي په دې ځاى كي لدې كلماتو نه د الله تعالى صفات ندي مراد، بناء لازمه ده د دې الفاظو ظاهري او ذهن ته نږدې معنى ترې واخيستى شي، د مثال په توگه استواء بايد د تسلط او سيطرې او يد دقدرت او نعمت په معنى تفسير او تعبير شي، يو شمېر نورئې ظاهري معنى ردوى او د هغى مراد او مفهوم خداى ته پرېږدي او په خپله هيڅ نه پكي وايي. • دريمه ډله: دا ډله پدې هكله بالكل څه نه وايي، سكوت ئې غوره كړى، له دې ډلي نه يو شمېر عقيده لري چي لدې كلماتو نه د الله تعالى صفات مراد ندي،او كه فرضاً صفات ترې مراد وي؛ د هغه معنى هسي بايد وشي چي د الله تعالى له شأن سره مناسبه او وړ وي. نور وائې چي د همدې نصوصو قرائت او تلاوت كافي دئ او له هر ډول تفسير، تأويل او تعبير نه ځان ساتي، نه يى په دې هكله په زړه او دماغ كي څه تصور وي او نه په خوله څه وايي. د دې ډلو په رابطه بايد وويل شي چي: • د لومړنۍ ډلى عقيده بيشكه له صريحو نصوصو سره ټكر كوي او د دې عقيدې په بطلان او فساد كي هيڅ شك نشته. د اهل ظاهر د دوهمې ډلى عقيده كه دا وي چي يد، سمع او بصرالهي صفات وشمېرى او هغه غړي، جوارح او د فعل وسايل ونه بولي او له انسان سره ئې تشبيه نه كړي، قرب، معيت، نزول، استواء، مجئ، اتيان، اخذ او ايتاء د الله تعالى اختياري افعال وشمېري او د انسان د افعالو سره ئې تشبيه نه كړي او د دې صفاتو او افعالو كيفيت او حقيقت خداى ته پرېږدي، نو مونږ ورسره اختلاف نه لرو او د دې عقيدې د صحت په هكله د شك ځاى هم نه گورو. • هغه ډله چي د ذات په هكله د تشبيه د نفى پخاطر د دې كلماتو ظاهري معنى ترې اخلي، دوى كه څه هم له تشبيه نه تښتي خو د الهي ثابتو صفاتو د نفى مرتكب كېږي، د دوى عقيده هم غلطه او فاسده ده، دا عقيده له هغو صريحو نصوصو سره ټكر او تناقض لري چي د الله تعالى لپاره دا صفات په اثبات رسوي. • خو هغه ډله چي د الله تعالى د ذات سره د تشبيه د نفى كولو پخاطر د دې كلماتو ظاهري معنى نه اخلي او په عين وخت كي تأويل هم نه كوي، مراد او اصلي مفهوم ئې خداى ته سپاري او د الله تعالى له هيڅ صفت نه انكار نه كوي، د دې ډلي عقيده هم صحيح ده. • هغه كسان چي پدې هكله يى سكوت غوره كړى، نه تشبيه كوي او نه تأويل، دا صفات د غړيو يا اندامونو او جوارحو په معنى نه اخلي، بلكه هغه د الله تعالى د شأن سره برابر او مناسب صفات شمېري، د دې كسانو د عقيدې د صحت په هكله هم د شك ځاى نشته. • همداراز هغه كسان چي د تقوى او احتياط له مخي د همدې آيتونو په تلاوت اكتفاء كوي، له هر ډول تأويل نه ډډه كوي، نه په خپل ذهن كي خاص تصور قائموي او نه په ژبه پدې اړه څه وايي، كه دوى د دغو آيتونو په مراد او مفهوم ايمان ولري، كه څوك دا ډله جاهل او نادان گڼي نو واقعاً چي بې انصافي كوي. • هغه كسان چي د عقيدې د سموالي په هكله ئې شك نشو كولى، د دوى ترمنځ اختلاف په اصل كي لفظي اختلاف دئ، د دوى ترمنځ اساسي او بنيادي اختلاف نشته. پدې هكله ترټولو زيات صحيح، قوي او د اسلامي امت د امامانو له نظر سره مطابق نظردا دئ چي ووايو: مونږ په دې ټولو آيتونو او احاديثو ايمان لرو، اقرار ورباندي كوو، په الفاظو ئې تكلم كوو، خو هغه په خپلي ظاهري معنى نه اخلو، له تأويل نه ئې ډډه كوو، په معنى او مرادئې ايمان لرو. ځكه كه ظاهري معنى ترې واخلو نو د تشبيه او تمثيل مرتكب كېږو او الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوو، پداسي حال كي چي قرآنكريم فرمايي: ليسَ كَمِثله شئ، او كه تأويل پكي وكړو نو بيا به موهم د نص مخالفت كړى وي، ځكه قرآن فرمايي : وَمَا يَعْلَمُ تأويلهُ إِلَّا اللَّهُ گرانه وروره! كه ته دا عقيده ولرې او په څرگندو الفاظو سره بې مجاملى ووايي چي: • په مخلوقاتو كي هيڅ شى هم په ذات كي له الله تعالى سره شباهت او مماثلت نه لري. • د لوى او قدير خداى د ذات ادراك ممكن او ميسر ندى. • انسان نه شي كولى د الله تعالى د تصرف څرنگوالى په خپلو اختياري افعالو كي درك كړي. اخذ، بطش، امساك، ايتاء، مجئ، اتيان دا ټول د الله تعالى لپاره ثابت شوي افعال دي، خو انسان ته نه دا ممكنه ده چي د دې افعالو كيفيت درك كړى شي،او نه دا افعال د مخلوقاتو له افعالو سره شباهت لري. • الله تعالى داسي ذاتي صفات لري چي دا افعال هغوى ته منسوب دي. لكه انفاق او تمليك چي يد،اورېدل او ليدل، سمع او بصر ته منسوب شويدي؛ خو دا نه اعضاء او جوارح دي او نه پدې رابطه د خالق او مخلوق ترمنځ شباهت شته. د داسي عقيدې د درلودو په صورت كي كه ته په هرو الفاظو خپله عقيده تعبير كړې؛ مونږ ستا د عقيدې د صحت او سموالي په هكله شك نه كوو. خو كه څوك د خپل ذهني انحراف له امله د الله تعالى په هكله په خپل ذهن كي خاص تصوير جوړ كړي او الله تعالى په خپل ذهن كي انسان ته ورته مجسم كړي او په همدې خاطر هر چيرته چي كوم داسي لفظ او كلمه بيا مومي چي د خپل دې غلط او كاږه تصور د اثبات لپاره ترې كار اخستلى شي نو فوراً او په منډه ورباندي استناد كوي، بېله دې چي د لفظ مخكي او وروسته په پام كي ولري او محل او مقام ته ئې نظر وكړي، په پوره لجاجت په همدې لفظ استدلال كوي، مونږ دغو كسانو ته له الله تعالى نه هدايت غواړو،الله تعالى دې لدې مصيبت نه وباسي، خداى دې تياره ذهنونه روښانه كړي. دا كاږه ذهنونه په اصل كي په غيب له ايمان نه عاجز دي، يوازي په "جهر" او "څرگند" ايمان لري، هر څه له ملموس او مشهود شيانو سره مقايسه كوي، هغه څه نشي منلى چي له محسوس او ملموس شيانو سره ورته والي او مماثلت ونلري. دوى د تعصباتو په لومو كي داسي نښتي چي وتل ورته گران شوي!! مونږ له هغوكسانو سره هيڅ مشكل نه لرو چي د الله كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت ئې د خپل قضاوت آخرينۍ مرجع گرځولى ده او د هر شي په رابطه د قرآن او احاديثو په رڼا كي فيصله كوي، هغوى چي خپل حد پېژني، له حدودو او پولو نه اخوا نه اوړي، په خپل حد درېږي او اعتراف كوي چي لدينه اخوا د تللو او وړاندي تگ اجازه نه لري، دا ځكه چي الله تعالى همداسي فرمايلي دي. مونږ له داسي اشخاصو سره هيڅ مشكل او اختلاف نه لرو، زمونږ مشكل له هغو اشخاصو سره دئ چي د خداى او رسول صلى الله عليه وسلم قول يوازي په هغه صورت كي قبلوي چي د دوى له نظرياتو سره توافق ولري، دوى په اصل كي خپل ذهن، تصور او انتباه معيار گرځولى، حتى حاضر ندي دا ومني چي ځيني شيان د غيب په دائره كي دي او انسان ئې په خپلو حواسو نشي درك كولى، د دا ډول غيبي شيانو تجسم په ذهن كي او له مشهودو شيانو سره ئې او له محسوساتو سره ئې تشبيه او تمثيل غلط كار دئ. پدې اړه لازمه دا ده چي خپل حد او توان وپېژنو او له حد نه تېرى ونكړو، په الهي لارښوونو او د الله د كتاب په هغو اشارو بايد اكتفاء وكړو چي د غيبي امورو د پېږندگلوي او د انسان ذهن ته د تقرب او نږدې كولو لپاره راغلي دي. دا رساله اصلاً د همدغو كسانو په ځواب كي ليكل شوي ده. د دې لپاره چي د نوموړي موضوع حقيقت ښه څرگند شي بايد قرآن ته رجوع وكړو او د الله د كتاب په رڼا كي د دې موضوع حقيقت ولټوو.




خداى جل جلاله څنگه وپېژنو؟ د الله تعالى د ذات، اسماء او صفاتو په هكله بحث او خبري په څو برخو كي خلاصه كولى شو: د الله تعالى د ذات په هكله اسلام مونږ لدې نه منع كړي يو چي د الله تعالى د ذات د كيفيت په هكله تفكر او بحث وكړو، ځكه انسان ته ممكنه نده چي د الله تعالى ذات درك كړي او په كيفيت ئې پوه شي. قرآنكريم فرمايي: يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا * طه:110 "الله" په هر هغه څه پوهېږي چي د دوى مخى ته دي او يا ئې شا ته دي، خو دوى علماً پر ده احاطه نه شي كولى، يعنى انسانان نه دا وس لري او نه دومره علم چي د الله تعالى د ذات كيفيت درك كړى شي. دوى ئې د ذات د كيفيت له ادراك نه عاجز دي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

تَفَكرُوا فِي آلاءِاللهِ ولاَ تَفكروا فِي اللهِ عزوجل د الله تعالى د نعمتونو په هكله فكر وكړى خود ذات په هكله ئې تفكر مه كوى. نه يوازي انسان نه شي كولى د الله تعالى د ذات په كيفيت پوه شي بلكه مونږ له دې نه هم منع شوي يو چي په خپل ذهن كي د الله تعالى لپاره كوم تصوير جوړ كړو او له مخلوقاتو سره د هغه د تشبيه او تمثيل په اړه تصور وكړو. الله تعالى فرمايي: فَلَا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الْأَمْثَالَ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ * النحل:74 د الله تعالى لپاره مثالونه مه بيانوى؛ الله تعالى پوهېږي او تاسو نه پوهېږى. يعنى پداسي حال كي چي په هرڅه پوه او خبير خداى د خپل ذات لپاره مثال ندى راوړى او په قرآنكريم كي ئې د داسي كوم مثال ندى ذكر كړى؛ نو تاسي پدې محدود علم سره څنگه كولى شى چي د الله تعالى د ذات لپاره مثال راوړى؟ له مخلوقاتو سره د الله تعالى او يا له الله تعالى سره د مخلوقاتو تشبيه او داسي يو مثال راوړل چي تشبيه ترې ثابته شي او يا په تمثيل دلالت كوونكى تصور، دا ټول ناروا دي، لازمه ده لدې نه په كلكه ځان وساتو. دا ځكه چي الله تعالى مونږ ته امر كوي : فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ * البقرة:22 له الله تعالى لره سيالان مه جوړوى، پداسي حال كي چي ښه پوهېږئ "چي الله تعالى سيال او مثل نه لري" همداراز فرمايي: وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ * الاخلاص:4 هيڅ يو ده لره كفو او سيال ندى. بل ځاى فرمايي : لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ * الشورى:11 هيڅ شى د هغه په څېر ندى او دى اورېدونكى ليدونكى دئ. يعنى كه وغواړئ چي په خپل ذهن كي د الله تعالى لپاره كوم مثال مجسم كړي، نو پوه شه چي پدې كايناتو او موجوداتو كي به هيڅ شى دې مثال ته ورته ونه مومئ. د يوه شي مثال په حقيقت كي د هغه شي تخميني او تقريبى تصوير وي، چي د همغه شي د پېژندلو لپاره په كار راوړل كېږي، كله چي د يوه شي د اصل او حقيقت ادراك ممكن نه وي نو د مثال په راوړلو سره ئې تشريح او توضيح كوو، خو د الله تعالى په هكله نه د مثال راوړل ممكن دي او نه ئې مثال او مثل شته. په دې آيت شريف كي داسي ندى ويل شوي : " ليس مثله شئ: ده ته ورته څه نشته" بلكه ويل شوي: لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ: د ده مثل ته ورته څه نشته او دى سميع بصير ذات دئ. د دې معنى دا ده چي نه يوازي د الله تعالى د ذات دكيفيت ادراك ممكن ندى، بلكه دا هم ممكنه نده چي د الله تعالى د ذات او ذاتي صفاتو د كيفيت په هكله تخميني او تقريبي تصور ولرو. نو لازمه ده له هر هغه تأويل او توجيه نه په كلكه ځان وساتو چي د مخلوقاتو سره د الله تعالى تشبيه پكي وي. كه د الله تعالى د ذات د كيفيت په هكله بحث ضروري وى او د انسان لپاره ئې ادراك امكان درلودى نو الله تعالى به په خپله په پوره صراحت او وضاحت سره بيان كړى وى، مجمل به ئې نه پرېښود او يوازي په هغو آيتونو به ئې اكتفا نه وى كړې چي له اسماى حسنى او لوړو صفاتو نه بحث كوي. د آيت شريف دوهمه برخه وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ دا په گوته كوي چي كه څه هم انسان ته هم سميع او بصير ويل كېدى شي، الله تعالى د اورېدو او ليدو صفت انسانانو ته هم وركړى، خو بيا هم پدې موجوداتو كي داسي څه نشته چي له الله تعالى سره ورته والى او شباهت ولري. د الله تعالى ذات هيڅ مثل او مثال نه لري. د يوه څه د پېژندلو طريقه يا دا ده چي مستقيماً د همغه شي د ذات د كيفيت په هكله معلومات لاسته راوړې او وئې پېژنې او يا دا چي د مثال او سيال له لاري ئې وپېږنې او يا دا چي هغه ته ورته شى د ده په هكله تا ته خاص انځور دركړي او لدې لاري ئې په نسبي توگه وپېژنې. قرآنكريم د الله تعالى د ذات د ادراك او د هغه د كيفيت د پېژندلو په رابطه دا ټول امكانات رد كړيدي او په پوره صراحت ئې ويلى دي چي الله تعالى نه سيال او مثل لرى او نه د چا علم د هغه تعالى د ذات پركيفيت احاطه او احتوا كولى شي. د دې مطلب د لا روښانتيا لپاره ضروري ده د الشورى سورت يوولسم آيت په دقت سره توضيح او تشريح كړو: فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنْ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَړكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ * الشورى:11 د آسمانونو او ځمكي مبتدع او مخترع پيدا كوونكى چي تاسي ته ئې ستاسي خپله جوړه پيدا كړه او له چارپايانو نه ئې هم جوړې جوړې پيدا كړې، په دې جوړو سره تاسي زياتوي، هيڅ شىهغه ته ورته ندي، هغه اورېدونكى ليدونكى دئ. دا آيت لانديني اساسي مطالب په گوته كوي: • الله تعالى د ځمكي او آسمان خالق او پيداكوونكى دئ. پداسي حال كي چي: الف _ د دې شيانو خالق او پيداكوونكي وو او په څنگ كي ئې بل هيڅوك او هيڅ څه نه وو. ب _ نه ځمكه وه او نه آسمان او نه د ځمكي او آسمان هيڅ څه. • انسانان او حيوانات جوړه جوړه پيدا كړي شوي، داسي چي: الف – دا ټول (انسانان او حيوانات ) نه وو، پيدا شول. ب – له دوى نه مخكي ئې ځمكه او آسمانونه پيدا كړل.

ج – د نسل د بقا لپاره ئې جوړه جوړه پيدا شوي، لدې نه پرته نه تكثير موندلى شي او نه ئې د نسل بقا ممكنه ده.

• په ځمكه او آسمانونو كي هيڅ شى د الله تعالى په مثل ندي، هيڅ څيز ورسره ورته والى نه لري، د الله تعالى د مثل مثال هم نشته ځكه: الف- الله تعالى خالق او دا نور ټول موجودات مخلوق دي. ب – ژوندي مخلوقات پيدا كېږي، زېږول كېږي او نور زېږوي، جوړه جوړه پيدا شوي، پداسي حال كي چي الله تعالى فرد واحد دئ، نه له چا نه زېږيدلى او نه نور څه زېږوي، نه سيال لري او نه مثال. همدا مطلب د اخلاص په سورې كي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ئې د قرآنكريم ثلث (دريمه برخه) بولي، داسي بيان شوى: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ * الاخلاص:1-4 ووايه: هغه يوازنئ الله دئ، بې نيازه الله دئ "ټول هغه ته اړدي، خپل ضرورتونه ورته وړاندي كوي، هغه تعالى له هر ډول احتياجه پاك او منزه دئ، ټول د كمال صفات د ده دي. فنا نه لري،تلپاتې دئ" نه ئې څوك زېږولي او نه له چا نه زېږيدلى، هيڅ سيال او كفو نه لري. 4- د آيت له وروستنۍ برخى "وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ" نه دا څرگندېږي چي: كه څه هم الله تعالى په خپل ذات كي له هيچا سره هيڅ ډول شباهت او ورته والى نه لري، نه ئې مثل شته او نه مثال، خو د داسي صفاتو درلودونكي هم دئ چي بېلگه او مثال ئې په ناقص شكل سره په مخلوقاتو كي هم ليدل كېدى شي، د مثال په توگه الله تعالى سميع او بصير، يعني اورېدونكى او ليدونكى دئ، همدا د اورېدو او ليدو صفات ئې خپلو مخلوقاتو ته هم وركړى، خو څرگنده ده چي د الله صفات د مخلوقاتو له صفاتو نه ډېر لوړ، كامل او دايمې دي، د مخلوقاتو صفات د هغوى د حال او توان برابر دي، ناقص دي، له مينځه تلونكي دي، په وسايلو كار كوي، خو د الله تعالى صفات د همغه د ذات له شأن سره برابر، بې مثاله، دايم او كامل دي. پدې ترتيب سره ويلى شو چي پدې موجوداتو كي هيڅ شى د الله تعالى له ذات سره شباهت او ورته والى نه لري، هره هغه عقيده او نظريه چي د الله د ذات د كيفيت د ادراك په هكله داسي بحث ولري چي له مخلوقاتو سره د خالق په تشبيه او تمثيل منتجه شي، باطله او مردوده ده. الله تعالى لدينه منزه او ډېر لوړ دئ چي په خپل ذات كي له مخلوقاتو سره شباهت او ورته والى ولري، هيڅ شى له الله تعالى سره هيڅ شباهت نه لري، ټول نصوص پدې دلالت كوي چي الله تعالى بې مثله او بې مثاله ذات دئ.




د الله تعالى نومونه

الله تعالى د پاكو او نېكو نومونو خاوند دئ، لازمه ده هغه په همدې پاكو نومونو سره ياد او په همدې نومونو سره سوال ترې وشي، په كومو نومونو سره چي الله تعالى خپل ذات نومولى او ياد كړى بايد په همدغو اكتفا وشي، له ځانه الله تعالى ته نوم ورنه كړئ شي. الله تعالى خپل نومونه مونږ ته په قرآنكريم كي او د رسول صلى الله عليه وسلم له لاري راښودلي دي. الله تعالى په قرآنكريم كي فرمايي :

وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ * الاعراف:180 الله تعالى لره نېك او پاك نومونه دي، نو په همدغو سره ئې راوبولي او هغه كسان پرېږدئ چي په نومونو كي ئې په كږه ځي، ژر ده چي د خپل عمل له امله مجازات شي. همداراز فرمايي : قُلْ ادْعُوا اللَّهَ أَوْ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبيلا * الاسراء:110 ووايه! يا الله راوبولى يا رحمن ته دعا وكړئ، "له دغو نه ئې" چي په هر نوم راوبولئ " صحيح ده" ده لره ښايسته او غوره نومونه دي او مه دې دعا په لوړ آواز كوه او مه ئې پټوه، بلكه د دواړو ترمنځ وسط لاره غوره كړه. دغه آيتونه دا مطالب بيانوي: • الله تعالى نېك او غوره نومونه لري، بايد په همدغو نومونو ئې ذكر وشي او دعا ورته وشي، په هرې دعا كي ئې هغه نوم ياد شي چي له سوال سره مناسبت ولري، د مثال په توگه يا رحمن ارحمني، ياحفيظ احفظني. • بايدپه اسماء الله الحسنى كي له انحراف او له ځانه د اسماوو او صفاتو له ايښودلو نه ډډه وكړو. • د الله تعالى وړاندي په دعا كي بايد هغه طريقه غوره كړو چي دين راښودلى، لكه دا آيت چي امر كوي: نه به په ډېر لوړ غږ دعا كوو او نه په ډېر ټيټ، بلكه د دواړو ترمنځ به متوسطه لاره غوره كوو. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: أيها الناس أربعوا على أنفسكم، فإنكم ما تدعون أصم ولا غائباً، إنما تدعون سميعاً بصيراً إن الذي تدعون أقرب إلى أحدكم من عنق راحلته. رواه احمد اې خلكو! پرخپل ځان نرمي وكړئ "او په لوړ غږ د دعا لپاره پر ځان زياتى مه كوئ" ځكه تاسي نه كوڼ ته دعا كوئ او نه غائب ته، بلكه هغه چا ته دعا كوئ چي اورېدونكى او ليدونكى دئ، تاسي چي د كوم ذات نه سوال كوئ هغه ستاسو هر يوه ته د خپلي سورلۍ تر غاړې نه ډېر ورنږدې دئ. د الله تعالى ټول مبارك نومونه د داسي بشپړو او كاملو صفاتو ښودنه كوي چي د هيڅ ډول نقص او عيب شائبه پكي نشته.

مونږ د الله تعالى نومونه او لوړ صفات د هغه كتاب له لارى پېژندلى شو چي الله تعالى نازل كړى او رسول صلى الله عليه وسلم ته ئې د هغه علم وركړى، له دې نه پرته د اسماء او صفاتو د پېژندلو بله صحيح لاره نشته. هغه الهي كتابونه چي دا صفات او اسماء ئې بيان كړيدي؛ هريو د ځانگړي قوم په ژبه نازل شوى دئ، پدې اساس د الهي اسماوو الفاظ مختلف دئ، خو معنى او مفهوم ئې يو دئ، دا ټول نومونه په قرآنكريم، تورات، انجيل او زبور كي په يو ډول الفاظو سره ندي ياد شوى. لدې نه معلومېږي چي پدغو نومونو كي ترټولو د پام وړ خبره هغه صفات دي چي دا نومونه ئې په گوته كوي.

په قرآنكريم كي له ذكر شوو نومونو نه علاوه، الله تعالى نور نومونه هم لري چي يا ئې په نورو آسماني كتابونو كي ذكر كړي دي او يا ئې له ځان سره ساتلى او هيڅ څوك ئې ندى پرى خبر كړى، لكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : اَسٌالُكَ بِكُل اسم هوَ لك سميٌتَ به نفسك اوعلمٌته احداً مِنٌ خلقك اوانزلٌته في كتابك اوٌ اسٌتأثرتَ به في عِلمِ الغيٌب عندك* رواه احمد الهي! په هر هغه نوم دې سوال درته كوم چي ځان دې پرې نومولى دئ، يا دې خپل كوم مخلوق ته ورښودلى دئ او يا دې په خپل كتاب كي نازل كړى او يا دې په خپل علم غيب كي چي له تاسره دئ ځانته ځانگړى او خاص كړى. لدې حديث شريف نه دا څرگندېږي چي د الله تعالى نومونه محدود ندى، يو شمېر ئې پدې كتاب كي ذكر شويدى او نور ئې په نورو كتابو كي راغلى دي، يو شمېر ئې پيغمبرانو عليهم السلام ته ورښودل شوي او يو شمېر ئې الله تعالى له خپل ځان سره ساتلي او هيچا ته يى ندى ښودلى. دا ټول نېك او پاك نومونه داسي صفات په گوته كوي چي الله تعالى ورباندي متصف دئ. د مثال په توگه السميع، يعنى هغه ذات چي اورېدونكي دئ، البصير: هغه ذات چي ليدونكي دئ، الرحمن: هغه ذات چي د رحمت او مهربانۍ د صفت درلودونكى دئ. كه د الله تعالى هغه پاك او مبارك نومونه چي په قرآنكريم او احاديثو كي راغلي دي، د فاتحى سوري د دريو لومړنيو آيتونو په ترتيب تنظيم كړو، نو وبه گورو لكه څرنگه چي فاتحه د قرآنكريم اساس او خلاصه ده، همدا ډول د الله تعالى د نومونو خلاصه هم د همدې سوري په دريو لومړنيو آيتونو كي راغلى ده او دا ترتيب او خلاصه به داسي وي: رب العالمين: الله، الرب، الخالق، البارئ، المصور، الاله، الواحد، الاحد، الوتر، الاول، الآخر، الظاهر، الباطن ، الحق، المبين، الحي، الصمد. الرحمن الرحيم : الرحمن، الرحيم، الروْوف، الاكرم، البر، التواب، الحليم، العفو، الغفور، الكريم، اللطيف، المجيب، الودود، الوهاب، الولي، المولى، الرفيق، الشافي، المحسن، المعطي، المنان، القريب، الجميل، الطيب، الشاكر، الشكور، الواسع، النصير، البصير، الخبير، السميع، العليم، العالم، الشهيد، الحافظ، الحفيظ، الرقيب. مالك يوم الدين : الملك، المليك، القاهر، القهار، القادر، القوي، الكبير، القدير، المؤمن، المهيمن، المقتدر، المتعال، المتكبر، المجيد، المعز، المذل، المقدم، الموْخر، الحكم، الحكيم، الباسط، القابض، الرزاق، الجبار، الاعلى، العزيز، القيوم، العلي، القدوس، السلام، السبوح، الحميد، الوارد، الغني، المحيط، الفتاح، الوكيل، المقيت. د الله تعالى يو شمېر نومونه ،د مضاف په صيغه راغلي دي لكه: رب العالمين: د عالميانو څښتن او پالونكى، مالك يوم الدين: د جزا د ورځي مالك او پاچا، ذوالفضل العظيم يعنى د لوى فضل خاوند. سريع الحساب: تېز او ژر حساب اخيستونكى، مالك الملك: د هر څه مالك، خيرالماكرين: تر ټولو غوره تدبير كوونكى او د ماكرينو تر ټولو غوره، خيرالناصرين: تر ټولو ښه او غوره مرستندوى، خيرالحاكمين: ترټولو غوره حاكم، خيرالفاتحين: تر ټولو غوره او افضل فاتح، خيرالغافرين: تر ټولو غوره بخښونكى، خيرالراحمين: تر ټولو غوره رحم كوونكى، خيرالرازقين: تر ټولو غوره روزي وركوونكى، اسرع الحاسبين: تر ټولو سريع حساب كوونكى، خيرالفاصلين: تر ټولو غوره فيصله كوونكى، احكم الحاكمين: تر ټولو غوره حاكم، سميع الدعاء: د دعا اورېدونكى، عالم الغيب والشهاده: په پټ او ښكاره عالم، غافرِالذنَبِ: د گناه بخښونكى، قَابِل التوب: د توبې قبلوونكى، رَفيعُ الدرجاتِ: د درجو لوړوونكى، ذوالجَلالِ والاكرام: د جلال او اكرام خاوند.





د الله تعالى صفات

د الله تعالى ټول صفات د كمال صفات دي، الله تعالى حميد دئ، ټولى ستايني هغه لره دي، له هر عيب او نقص نه منزه او لوړ دئ، ټولى ښيگڼې او ستايني هغه لره دي، په موجوداتو كي چي څه كمال او جمال، ښكلا او ښايست ليدل كېږي دا ټول الله تعالى لره دي او ده پدې شيانو كي ايښى دي، د نېكۍ او ښكلا چي كوم صفات په مخلوقاتو كي ليدل كېږي الله تعالى په همدى صفاتو په بشپړ او كامل طور متصف دئ. د الله تعالى د صفاتو د پېژندلو لپاره هم له قرآنكريم او احاديثو نه پرته بله منبع نه لرو. خداى جل شأنه د انسان د هدايت او لارښووني او د خالق او مخلوق د پېژندني لپاره په مختلفو وختونو كي پيغمبران عليهم السلام رالېږلى دي. هر قوم ته چي كوم كتاب يا صحيفه راغلىده، هغه د هغمه قوم په ژبه وه، د كتاب معارف او مفاهيم د همغه قوم په منځ كي په متدوالو او مروجو الفاظو بيان شويدي. كه په قرآنكريم كي الله تعالى په علم، حلم، قدرت، اراده، كلام، حيات، سمع و بصر متصف معرفي شوى او د عليم، حليم، قدير، حي، سميع، بصير په نامه ياد شوى، په نورو الهي كتابونو كي د الله تعالى همدا صفات په نورو ژبو او نورو نومونو ياد شوي. همداراز گورو چي دغه صفات د انسان لپاره هم ذكر شوي، دا صفات چي د انسان لپاره ذكر شوي، معنى ئې د هغه د حال او توان مطابق ده، يعنى انساني صفات ناقص، كم، قاصر او فنا كېدونكي دي، پداسي حال كي چي د الله تعالى صفات كامل، بشپړ او دايمي دي. د انسان او الله تعالى د صفاتو ترمنځ يوازي لفظي شباهت وجود لري، نور د الله تعالى صفات د مخلوق له صفاتو سره نه شي مقايسه كېدلى، د الله تعالى صفات كامل، ازلي، دايمي او ابدي دي، خو د انسان صفات ناقص، حادث (نوى پيداشوي) او له مينځه تلونكي دئ. قرآنكريم فرمايي: اِن الله على كُلِ شَئ قدير: الله تعالى پرهرڅه قادر دئ. خو د انسان د قدرت په هكله فرمايي: إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَقْدِرُوا عَلَيْهِمْ * المائده:34 مگر هغه كسان چي توبه ئې وكړه، مخكي لدينه چي قدرت ورباندي پيدا كړى. قرآن د الله تعالى په هكله وايي: إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ * المجادله:1 الله تعالى اورېدونكى ليدونكى دئ. د انسان په هكله فرمايي: إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِنْ نُطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا * الانسان:2 بيشكه چي مونږ انسان له مخلوطي او گډي شوې نطفې نه پيدا كړ، آزمويو ئې او بيا مو هغه اورېدونكى ليدونكى وگرځاوو. قرآن د الله تعالى د ارادى په هكله فرمايي: إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شيْئاً أَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ‏* يس:82 د هغه امر او كار داسي دئ چي د څه اراده وكړي نو ورته ووايى: شه، نو هغه كېږي. د انسان د ارادې په هكله بيا فرمايي: يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ * الصف:11 غواړي په خپلو خولو سره د الله تعالى نور خاموش كړي. د الله تعالى د علم په هكله فرمايي: وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ * التغابن:11 الله تعالى په هرڅه ښه پوه دي. د انسان د علم په اړه فرمايي: قَالُوا لَا تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ * الحجر:53

وئې ويل: مه وېرېږه، مونږ تا ته د يوه پوه زوى زېرى دركوو.

څرنگه چي انسان ناقص او محدود دئ، نو صفات ئې هم نا قص او محدود دې، د انسان صفات د الله تعالى د صفاتو په مقايسه داسي دي لكه څوك چي په ستر بحر كي خپله گوته غوټه كړي او څه نم راپورته كړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله تعالى له پراخ رحمت سره د انسان او ټولو مخلوقاتو د رحمت مقايسه داسي كوي: عَنْ سَلْمَانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ خَلَقَ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِائَةَ رَحْمَةٍ كُلُّ رَحْمَةٍ طِبَاقَ مَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ فَجَعَلَ مِنْهَا فِي الْأَرْضِ رَحْمَةً فَبِهَا تَعْطِفُ الْوَالِدَةُ عَلَى وَلَدِهَا وَالْوَحْشُ وَالطَّيْرُ بَعْضُهَا عَلَى بَعْضٍ فَإِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ أَكْمَلَهَا بِهَذِهِ الرَّحْمَةِ *

    رواه مسلم

له سلمان رضي الله عنه نه روايت دئ چي وايي: رسول الله (ص) وفرمايل: الله تعالى په هغه ورځ چي آسمانونه او ځمكه ئې پيدا كړه، سل رحمتونه ئې هم پيدا كړل، هر رحمت د ځمكي او آسمان ترمنځ د فاصلې په اندازه، بيائې لدينه يوه برخه رحمت په ځمكه كي كيښود، چي په هغه سره مور پر زوى او حيوانات او مرغان يوه پربل رحم او مهرباني كوي، چي كله د قيامت ورځ راشي نو پدې رحمت سره به ئې مكمل او بشپړ كړي. يعنى دا رحمت، زړه سوي او پېرزوينه چي اوس د مخلوقاتو، انسانانو، حيواناتو او مرغانو ترمنځ موجوده ده، دا په حقيقت كي د هغه پراخ الهي رحمت د سلو برخو نه يوه وړه برخه ده چي پدې مخلوقاتو ئې وېشلى ده. د مخلوقاتو نور صفات لكه سمع، بصر، قدرت او اراده هم پدې قياس كړى. انسان نشي كولى ټيټ غږ واوري، همداراز له لرى نه هم څه نشي اورېدلى، د پردى شا ته څه نشي ليدلى، له لرى فاصلې نه هم د ليدلو توان نه لري. د ډېرو شيانو د احساس او مشاهدى توان او وس نه لري، نشي كولى انرژي، جاذبه، نور، پيريان او پرښتې وويني يا ئې احساس كړي. خو قرآنكريم د الله تعالى په هكله فرمايي : وَإِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى * طه:7 كه خبره په لوړ غږ وكړى، نو بيشكه چي الله تعالى په سري او خفي ټولو پوهېږي. همدارنگه له لقمان حكيم حكايت كوي او فرمايي : يَابُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُنْ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ

  لقمان:14 

اې گرانه زويه: حقيقت دا دئ چي كه (گناه) د خردل (مشنگ) د دانې په اندازه وي او د يوى پرښى په د ننه كي وي او يا په آسمانونو او ځمكي كي وي، الله تعالى به ئې راوړي (له هغه نه پټه نه پاتې كېږي) بيشكه چي خداى لطيف او خبير دئ. همدارنگه فرمايي: وَمَا يَعْزُبُ عَنْ رَبِّكَ مِنْ مِثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ * يونس:61 او ستا له رب څخه نه د ذرې په اندازه "كوم څيز" نه په ځمكي كي پټيدلى شي او نه په آسمان كي او نه له دې نه كوم وړوكى او يا لوى داسي څيز شته چي په څرگند كتاب كي دي نه وي (ليكل شوى)




دالله تعالى افعال 
په قرآنكريم كي د الله تعالى افعال د هغه د نومونو او صفاتو په اندازه ذكر شويدي، د مثال په ډول خلاق: پيداكوونكى، اسم يا نوم دئ او يخلق: پيدا كوي، فعل دئ، لكه چي قرآنكريم فرمايي :

قَالَ كَذَلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ * آل عمران: 47 وئي ويل: همداراز الله تعالى چي څه وغواړي پيدا كوي ئې. الله تعالى رازق: روزي وركوونكى دئ او روزي وركول ئې فعل دئ. قرآنكريم فرمايي : إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ * آل عمران:37 الله تعالى هر چا ته چي وغواړي بې حسابه روزي وركوي. عليم: پوه، د الله تعالى نوم دئ او تعليم ئې فعل دئ، قرآنكريم فرمايي : " الرَّحْمَانُ * عَلَّمَ الْقرآن * خَلَقَ الْإِنسَانَ * عَلَّمَهُ الْبَيَانَ * رحمن خداى قرآن وښود، انسان ئې پيدا كړ، هغه ته ئې وينا ورزده كړه. د انسان لپاره هم همدا ډول افعال ذكر شوي دي. قرآنكريم له عيسې عليه السلام نه نقل قول كوى فرمايي: أَنِّي أَخْلُقُ لَكُمْ مِنْ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ..... آل عمران:49 زه ستاسي لپاره له خټى نه د مرغه څېره جوړوم، بيا په هغه كي پو كوم، نو هغه به د خداى په اذن سره مرغه شي. او د روزي په هكله فرمايي: وَلَا تُؤتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمْ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا * النساء:5 خپل مالونه چي الله تعالى ستاسو لپاره د "ژوند" د قيام "وسيله" گرځولي بې عقلانوته مه وركوئ او پدې مالونو سره د دوى د روزي انتظام وكړئ او جامې ورته تهيه كړئ او دوى ته نېكي او منل شوې خبري وكړئ. دا چي انسان هم نوروته د ښوونى فعل ترسره كولى شي، فرمايي: هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمْ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ * الجمعه:2 الله تعالى هغه ذات دئ چي په اميانو او نالوستو كي ئې د دوى له منځه پيغمبر مبعوث كړ، ترڅو د ده آيتونه ورته ولولي، تزكيه ئې كړي، كتاب او حكمت ته ورزده كړي، پداسي حال كي چي لدينه مخكي په ښكاره گمراهى كي وو. د انسان د افعالو او پر خپلو افعالو د ده قدرت او واكمني او د افعالو د نتائجو توپير ئې له الهي افعالو سره هومره دئ لكه د الله تعالى او انسان د ذات او صفاتو ترمنځ توپير. پدې اړه يوه ډېره ضروري او د زياتى توجه او پاملرني وړ خبره دا ده چي د الله تعالى د فعل د انجام كيفيت لكه د هغه د ذات په شان د انسان د فهم او ادراك نه لوړ دئ، هيڅ مثال ئې نه موندل كېږي. انسان ځكه د الله تعالى د افعالو كيفيت نه شي درك كولى چي د الله تعالى د ذات د كيفيت په هكله علم نه لري. د مثال په توگه مونږ په دې پوهېږو چي د انسان نطفه له هغو توكيو نه جوړېږي چي له خاوري نه راشني شوي داني او مېوې نه ئې اخلي، دا نطفه بيا په علقه او ورپسې په يوه ټوټه غوښه بدلېږي، بيا هډوكي ترې جوړ او بيا د ماشوم په شكل دنيا ته راځي، ورپسې ځوان شي، پياوړى او تنومند شي، بيائې له همدى ځاى نه زوال پيل شي، زوړ او بيا مړ شي، دا ټول كارونه د قيوم خداى په اراده صورت نيسي؛ خو څرگنده ده چي په دې اموروكي د الله تعالى د تصرف كيفيت مونږ نه شو درك كولى. همدا رنگه وينو چي د بحرونو اوبه تبخيرېږي، بيا په وريځو بدلېږي، بادونو ته امركېږي چي دا وريځى ليرى، ليرى سيموته يوسي او هلته بيا د واورى، باران او ږلۍ په شكل ورېږي او له دې اوبو نه ويالى، سيندونه او رودونه بهېږي، شاړې او وچي ځمكي ورباندي شنې او خړوبېږي، تر خاورو لاندي دانه (تخم) په حركت راځي، وده كوي، شنه شي او لوى نبات ترې جوړ شي، ساقه او پاڼى ئې شنې شي ، گل او مېوه وكړي، دا ټول كارونه د الله تعالى په اراده ترسره كېږي، خو په دې امورو او د دانې د تطور په دې مراحلو كي د الله تعالى د تصرف د كيفيت ادراك زمونږ لپاره ناممكن او محال دئ. كم شمېر داسي نصوص هم شته چي په هغوې كي الله تعالى ته داسي افعال منسوب شوي چي هغوې ته ورته افعال انسان په خپلو اندامونو او جوارحو ترسره كوي او يو شمېر نورو نصوصو كي الله تعالى ته داسي افعال منسوب شوي چي كه ظاهرى معنى ترې واخيستل شي نو له مخلوق سره د الله تعالى د تشبيه احتمال پكي رامنځته كېږي، د مثال په توگه كه د قرآنكريم په دې آيت كي غور وكړو چي فرمايي: وَجَاءَ رَبُكَ وَ الٌمَلكُ صفًا صفًا * الفجر: 22 او ستا رب به راشي پداسي حال كي چي ملايكي به ليكه ليكه وي. كه په دې مبارك آيت كي د "جاء" لفظ په ظاهري او متداوله معنى واخلو نو بيشكه چي معنى به ئې دا وې چي الله تعالى به د قيامت په ورځ داسي راشي لكه مخلوقات چي له يوه ځاى نه بل ته حركت كوى، كه دا معنى ترې واخلو نو د تشبيه مرتكب شوي يو، كه هرڅو په خوله ووايو چي بلاتشبيه او بلاتكييف! كه "جاء" پدې معنى واخلو نو په خوله بلاتشبيه ويل هيڅ فايده نه لري. خو كه ووايو چي الله تعالى راځي، خو له راتگ نه دا ظاهرى او متداوله معنى وانخلو، بلكه مراد او حقيقت ئې خداى ته وسپارو، نو په دې صورت كي مو له تشبيه نه ځان ساتلي. راتگ مخصوصا په هغه ځاى كي چي له اجسامو سره تړاو ونلري تل د گام اخيستلو په معنى نه وي. د مثال په ډول: حَتَّى تَأْتِيَهُمْ السَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ* الحج:55 تر هغى پورى چي قيامت ناڅاپه ورباندي راشي او يا د بې خيره ( شنډى ) ورځى عذاب ورباندي راشي. يوم عقيم يعنى هغه ورځ چي خير نه وي پكي او بله ورځ ورپسې رانشي. او يا دا آيت : مِن بَعدِ مَا جَائَتهُمُ البَيِّنٰتُ وروسته له هغه چي ښكاره نښانې ورته راغلې. آيا په دې آيتونوكي د قيامت او نښانو له راتگ نه همدا ظاهري راتگ او گام اخيستل مراد دې؟ داسي راتگ چي په گام اخيستو سره مخكي درومي او مسافه وهي؟ او كه نه دلته له راتگ نه مطلب دا دئ چي دا شيان به ورته ښكاره شي او پيغمبران عليهم السلام به ئې ورته بيان كړي؟! دا ډول آيات او احاديث يو شمېر علماوو د متشابهاتو په نامه ياد كړي او يو شمېر نورو د صفاتو آيات او احاديث نومولي. د همدى نصوصو د تفسير او بيان په هكله د علماوو ترمنځ زيات اختلاف وجودلري او له همدې امله مختلف او متعدد افكار او ډلي رامنځته شوي دي او خبره تردى حده رسېدلى چي يوه ډله د بلى د تكفير حكم صادركړي. د همدى موضوع په حقيقت د پوهېدو پخاطر بايد د عليم او حكيم خداى كتاب او د پاك رسول صلىالله عليه وسلم احاديثو ته مراجعه وكړو او وگورو چي هغوى څه لارښوونه راته كوي.




قرآنكريم اومتشابهات د قرآنكريم آيتونه په عامه توگه دوه نوع دي: • محكم آيتونه: هغه چي د الفاظو مراد او معنى ئې څرگنده او واضح ده، داسي الفاظ او كلمات پكي كارول شوي چي ظاهري او ذهن ته نږدې معنى ئې څرگنده ده او د هيڅ شك او شبهې احتمال پكي نشته. همدا محكم آيتونه د قرآنكريم د مفاهيمو اساسي محور تشكيلوي. • متشابه آيتونه: هغه چي له داسي شيانو نه پكي بحث شوى چي نه د لمس وړ دي او نه د مشاهدې او ليدني، داسي شيان چي انسان په خپل قاموس كي د هغه لپاره نوم نه لري. دا غيبي شيان په دې آيتونو كي پداسي الفاظو سره معرفي شوي دي چي انسان ئې معمولاً د محسوس او ملموس شيانو لپاره كاروي. پدې سره قرآن خپل مخاطب په نسبي طور د هغو غيبي شيانو په حقيقت څه ناڅه پوهوي چي د هغوي لپاره په خپل قاموس كي هيڅ نوم نه لري. قرآنكريم په دې رابطه فرمايي: هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تأويلهِ وَمَا يَعْلَمُ تأويلهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُوْلُوا الْأَلْبَابِ * آل عمران:7

الله هغه ذات دئ چي دا كتاب ئې پرتا باندي نازل كړ، چي ځيني آيتونه ئې محكم دي، چي دا د كتاب بنسټ دئ او نور ئې متشابه دي، نو هغه كسان چي په زړونو كي ئې كوږوالى دئ په متشابه پسې ئې درومي، د فتنې په لټه كي او د تأويل په لټه كي، پداسي حال كي چي په تأويل ئې له الله پرته هيڅوك نه پوهېږي او هغه چي د راسخ علم خاوندان دي وايي: مونږ ايمان پرې راوړى، ټول زمونږ د رب له لوري دي او پند نه اخلي مگر د عقل خاوندان.

دا مبارك آيت څو مهم مطالب زمونږ مخي ته ږدي: • د دې كتاب ځيني آيتونه "محكم" دي او ځيني ئې "متشابه" • د كتاب اصلي او اساسي مطالب په هغو آيتونو كي راغلي چي محكم دي ا و تشبيه نده پكي كارول شوې. • متشابه آيتونه چي په مفهوم ئې پوهېدل غور او دقت غواړي بايدهمدې محكمو آيتونو ته راجع شي او د همدى آيتونو په رڼاكي تفسير او توضيح شي. • هغه كسان چي په زړونو كي ئې خيرى او كوږوالى وي، د دې په ځاى چي د متشابه آيتونو په مراد باندي ايمان كافي وگڼي، برعكس د دې آيتونو په تأويل د پوهېدو هڅه او لټه كوي او غواړي هغه د خپل بحث او تحقيق محور وگرځوي. • هغه كسان چي غواړي دغه ډول آيتونه د مناقشې او بحث موضوع وگرځوي، هغوى په حقيقت كي يا د فتنو راولاړول غواړي، د دې هڅه كوي چي د الله تعالى په هكله د مسلمانانو په زړونو كي شكوك او شبهات راولاړ كړي او خلك د محكمو آيتونو له مفاهيمو نه بل لور ته واړوي او يا دا چي غواړي د متشابهاتو په تأويل ځان پوه كړي. د تأويل لغوي معنى اول يا اصل ته اړول دي، تأويل يعنى د متشابه آيت فعلي حالت د هغه لومړني حالت ته گرځول، گويا دوى غواړي په دې پوه شي چي د دې متشابه اصلي او اولني حالت او كيفيت څنگه دئ؟! • دا هلې ځلې او دا هڅه او هاند د هغه چا كار دئ چي زړه ئې كوږ او خيرن وي، پر زړه او دماغ ئې شكونو سيورى غوړولى وي. • د متشابهاتو د تأويل علم يوازي له الله تعالى سره دئ، بل هيڅوك نشي كولى په هغه باندي پوه شي، ځكه الله تعالى هغه غيبي او له سترگو نه پټ شيان چي انسان ئې نه پېژني او نه په خپل قاموس كي ورته نوم لري، د انسان د ښې پوهى پخاطر له محسوسو او پېژندل شوو شيانو سره تشبيه كړي او پداسي الفاظو سره ئې معرفي كړي دي چي په حقيقت كي د ښكاره او څرگندو شيانو لپاره استعمالېږي. د دې لپاره چي هغه د انسان لپاره د فهم وړ وگرځوي او د هغه څيز د حقيقت په اړه نسبي تصور ورته حاصل شي، د دې مطلب دا شو چي د دغو شيانو د معرفي لپاره ترممكنه حده او تر هغه ځايه چي د انسان عقل ته مقدور ده اهتمام شوي او د متشابه آيتونو په ترڅ كي معرفي شوي، د انسان د عقل نيلۍ لدې نه آخوا وړاندي نشي تلي، دا د ده د الوت وروستئ پړاو دئ، آخوا ته ئې لاس نه رسېږي، د ده له عقل او ادراك نه لوړ دي، الله تعالى د همدې ډول شيانو د معرفي كولو لپاره ښه لازمه څرگندونه كړيده او د انسان د عقلي قوت مطابق وضاحت ئې كړى، خو لدينه آخوا عقل د مخكي تگ مجال نه لري، بايد همدلته ودرېږي او د متشابهاتو له تأويل نه ځان وساتي. د انسان د عقل او پوهى قصور، د حواسو او مشاعرو محدوديت ئې او د ژبې او قاموس عدم جامعيت ئې باعث شوي چي له مخكي تگ نه عاجز شي او د متشابهاتو په حقيقت تر دې زيات پوه نشي. پداسي حال كي چي د قرآنكريم دا مبارك آيت په پوره صراحت او وضاحت سره دا بيانوي چي د كږو، رنځورو، خيرنو، له شك او شبهاتو نه د ډكو زړونو خاوندان د متشابهاتو د تأويل په لټه كي وي، متأسفانه د ځينو مذهبي فرقو پلويان د دې آيت د صريح حكم خلاف دعوى كوي چي د دوى ائمه د متشابهاتو په تأويل پوهېږي، دوى د دې ادعا كوي چي په علم كي پاخه "الراسخون في العلم" مستثنى شوي، دوى كولى شي د متشابهاتو په تأويل پوه شي. د آيت د دوهمي برخي په هكله د دوى دا انگېرنه په څرگنده توگه د همدى آيت له لومړنۍ برخى سره تناقض لري، د دوى دا تعبير بالكل غلط او كمزورى دئ، ځكه د آيت په سركي راځي چي د رنځورو زړونو خاوندان د متشابهاتو د تأويل هڅه كوي، دا ممكنه نده چي د علم خاوندان د داسي يوه عمل هڅه وكړي. • عالمان ټول آيتونه د الله تعالى له لوري شمېرى، ايمان ورباندي راوړى او هوښياران پند ترې اخلي. متأسفانه د متشابهاتو په اړه يوه بله ډله له لومړنۍ ډلى نه هم زياته بې لاره شوې او په غلطه روانه ده، هغوى د متشابه آيتونو له الفاظو نه ظاهري معنى اخلي، خصوصاً په هغوآيتونو كي چي د الله تعالى له صفاتو نه پكي يادونه شويده!! هغه كسان چي د متشابه آيتونو الفاظ په ظاهري معنى سره اخلي او په دې سره د الله تعالى لپاره مثال جوړوي او له مخلوق سره ئې تشبيه كوي، مونږ دا سوال ترې كوو چي: ولې د قرآن د ټولو آيتونو په اړه دا كار نه كوي، ولې په هر ځاى كي د الفاظو ظاهري او متداوله معنى نه اخلي؟ راشى له سلهاو آيتونو نه يو څو د دوى مخي ته كېږدو او ترې تپوس وكړو چي دلته د الفاظو ظاهري معنى ولې له نظره غورځوي؟ په دې آيت كي: اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ * مونږ پر سمي لار هدايت كړه تاسي ولې له صراط نه د هغه ظاهرى معنى نه اخلئ؟ صراط يعنى د ځمكي پرمخ لاره چي له يوې نقطې نه پيل او په بله ختمېږي!! تاسي ولې د دې ظاهرى معنى په ځاى د الله عبادت مستقيمه لار گڼي؟ همغسى لكه چي قرآن فرمايي: إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ * آل عمران:51 بيشكه زما او ستاسي رب الله دئ، نو عبادت ئې وكړئ، همدا نېغه لاره ده. همداراز په دې آيت كي : خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ * البقره:7 الله تعالى د دوى پر زړونو او غوږونو مهر وهلى او پر سترگو ئې پرده غوړيدلى ده او د دوى لپاره لوى عذاب دئ. آيا دلته هم "ختم"يعنى مهر په ظاهرى معنى اخلئ؟ آيا گمان كوئ چي الله تعالى هم داسي كوم مهر لري چي د كافرانو پر زړونو او غوږونو ئې وهلى دئ؟ او دا تصور كوى چي د هغوى په سترگو د پردى معنى هم همدا ظاهري معنى ده؟! او كنه لدينه دا مفهوم اخلئ چي الله تعالى له دوى نه د حق ليدلو او د حق د منلو استعداد اخيستى دئ، دا استعداد ئې د دوى په زړونو او غوږونو كي ځپلى او له مينځه ئې وړى دئ؟ ولې او په كوم دليل په دې مبارك آيت كي د"خَتَم" او"غِشاوه" ظاهرى معنى نه اخلئ او مجازي مفهوم ئې اخلئ؟ پدې آيت كي: صمُّ بُكْمٌ عُمْىٌ فَهُمْ لا يَرْجِعُونَ * البقرة: ‏18 كاڼه، گونگيان او ړانده دي، نو ځكه نه راگرځي. آيا دلته له صم، بكم، عمي، نه ظاهرى معنى اخلئ او ادعا كوئ چي منافقان كاڼه، گونكيان او ړانده د ي؟ څرگنده ده چي د دې كلماتو ظاهري معنى اخيستل دلته ممكن او صحيح نده. په دې آيت كي: فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ * البقره :36 نو شيطان هغوى دواړه وښويول. آيا دلته له ښويدلو(زل) نه دا معنى اخلئ چي گويا شيطان د دوى تر پښو لا ندي اوبه توى كړې او د دوى پښى ورباندي ښوېدلې او همداسي په ښويدو، ښويدو له جنت نه ووتل او كه نه لدينه مطلب معنوى ښويدل دي؟ همداراز آيا په دې آيت كي: وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ *

 البقرة:42

حق ته د باطل لباس مه وراغوندى او حق مه پټوئ پداسي حال كي چي پوهېږئ. آيا دلته هم له "تلبسوا" نه ظاهرى معنى اخلئ؟ او ادعاكوئ چي باطل يوه جامه ده چي حق ته وراغوستل كېږي او پدې سره له نظر نه پټېږي او كه نه داسي ئې تفسيروئ چي حق له باطلو توجيهاتو او نظرياتو سره مه مغشوش او گډوډوئ او حق په خپلو غلطو تعبيراتو سره سرچپه مه ښئي، داسي چي خلك وغولېږي او باطل ته د حق په سترگه وگوري. دا آيت: وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمْ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ * البقره :93 او خوسى (خوسندر) د دوى په زړونوكي وروڅښل شو، د دوى د كفر له امله. آيا له "اشربوا" نه د هغه ظاهري معنى اخلئ او گمان كوئ چي سخوندر هم لكه اوبه هغوى ته ورڅښل شوى او په زړونو كي ئې ځاى نيولى؟ او كه نه داسي ئې معنى كوئ چي د سخوندر محبت ئې داسي په زړونو كي ځاى نيولى لكه چي دى په خپله د دوى زړونو ته ننوتى او هلته ئې ځاى نيولى وي او مينه ئې پردوى مسلطه شوې وي؟ دا آيت: وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمْ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ * البقره:61 او ذلت او خوارى ورباندي وتپل شوه. آيا دلته له "ضُربت " نه مطلب د هغه ظاهرى معنى ده او آيا خوارى او ذلت داسي شيان دي چي په نورو ورتپل كېدى شي؟ او كه نه دلته ناقابل لمس مفهوم ته عيني تجسم وركړل شوى ترڅو ذهن ته نږدې كړى شي او دا مطلب افاده كړى شي چي ذلت او خوارى ورباندي مسلطه كړي شوه، له داسي خوارۍ او ذلت سره مخ كړى شو چي نښانې ئې له ورايه ښكاري او اجتماعى ژونداو حالت ئې په ذلت او خوارۍ دلالت كوى؟

دا آيت:

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً

 البقره:74 

وروسته ستاسو زړونه داسي سخت شول لكه تېږه او تر دې هم زيات سخت. آيا له "قست قلوبكم" نه ظاهرى معنى اخلئ او دا سختوالى د تيږي د سختوالى په څېر گڼئ؟ او كه نه له دې نه مطلب د زړه بې رحمي او عدم عطوفت دئ او دا چي د حق خبره پر دې زړونو اغېز نشي كولى د تأثيرقبلولو استعداد ئې ځپل شوي؟ په دې آيت كي: بَلَى مَنْ كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ * البقره:81 بلى، چا چي بدى وكړه او خپله گناه ئې ورباندي راتاو شوه نو همدا دوى دوزخيان دي چي تل به پكي پاتې وي. آيا دلته له "احاطت به خطيئته " نه دا مطلب اخلې چي گناه هم داسي يو څيز دئ چي خوځېږي او انسان احاطه او محاصره كوي؟ او كه نه، معنى ئې دا ده: هرڅوك چي داسي گنهگار وي چي گناه ئې ټول وجود نيولى او هغه ئې له هرى خوا نه داسي محاصره كړى وي چي د وتلو ټولي لاري ورباندي تړل شوى وي؟ دا يوازي د قرآن د لومړى جزء د بقره د سورت ځيني آيتونه وو او له همدى نه اندازه لگولى شئ چي په ټول قرآنكريم كي به د دا ډول آيتونو شمېرڅومره وي. څو بېلگى له نورو سورتونو نه هم رااخلو: د مريم په سوري كي د زكريا عليه السلام د زوړوالى په هكله راځى: قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا * مريم:4 وئې ويل: اې زما ربه! زه خو داسي يم چي هډوكي مي سست شوي او له زوړوالى مي سر مشتعل شوى (سپين والى پكي لگيدلى) او تا ته په دعا كي شقى او كم بخته نه وم. آيا په "اشتعل الراْس شيبا" كي د اشتعل ظاهرى معنى مطلوبه ده؟ يعنى دا چي په سرئې له زوړوالى نه اور بل شوى؟ او كه د زوړالي نښانې ئې داسي په سركي ښكاره شوې لكه د اور لمبه چي له ورايه ښكاري او يو ځل چي په څه شي گډه شي نو هغه ټول احتوا كړي؟ په همدى سورت كي راځي: يَايَحْيَى خُذْ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا * مريم:12 اى يحيى! دا كتاب په قوت سره واخله.... آيا دلته له "خذِالكتَب بِقُوة " نه ظاهرى معنى اخيستل صحيح دي؟ او آيا معنى ئې دا ده چي اې يحيى! دا كتاب په دواړو لاسونو سره كلك ونيسه او په كلك نيولو كي ئې خپل ټول قوت وكاروه؟ او كه نه معنى ئې دا ده چي دكتاب په حمل او پر هغه عمل كي له خپل ټو ل توان او ځواك نه كار واخله، په ډاډه او مطمئن زړه ئې حمل او په پوره باور او قوت سره عمل ورباندي وكړه؟ د التكويرپه سورت كي راځي: وَ إِذَا السمَاءُ كُشِطت * التكوير:11 او هغه وخت چي آسمان پوست كړى شي. د "كشطَت" ظاهرى معنى له حيوان نه د پوست ايستل دي، آيا دا خبره سمه ده چي ووايو: آسمان به هم د كوم حيوان په څېر له پوسته كړى شي؟ او كه نه معنى ئې دا ده چي هغه ورځ به د آسمان دا لاجوردي پرده له مينځه لاړه شي او هغه څه به ښكاره شي چي اوس ئې شاته پټ دي، دوزخ به راڅرگند او جنت به وليدلى شي ؟ په دې مقدمه كي دوه اساسي مطالب په ښه توگه څرگند او بيان شويدي: • د متشابه آيتونو په تأويل پسې لټه او هڅه د فتنه گرو خلكو كار دئ او دا داسي بې گټى او بې حاصله كوشش دئ چي يوازي هغه كسان ئې كوي چي غواړي په دې بې هدفه هڅو سره ځان عالم او پوه معرفي كړي. • نه ښايي د متشابه آيتونو له كلماتو او الفاظو نه د هغوى ظاهري معنى واخلو. اوس راځئ د همدى مفاهيمو او څرگندونو په رڼا كي دا وگورو چي اهل ظاهر د الهي صفاتو په اړه څه نظر او تصور لري؟ هغوى عقيده لري هغه صفات چي له افعالو سره تعلق لري لكه: مجئ او اتيان: راتگ. نزول: كوزيدل. اخذ، امساك، بطش: نيول،اخيستل. استوى: استقرار، كيناستل. هروله: منډه او دې ته ورته نور بايد د هغوى په ظاهرى معنى حمل شي، ځكه دا په قرآن او حديث كي راغلي او ثابت دي، نو لازمه ده چي ظاهرى معنى ترې واخيستله شي. دوى د دې افعالو په منځ كي په دې آيت: الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى* او په دې حديث: وينزل ربناالىالسماء الدنيا" ډېر تأكيد او تركيز كوى. راشئ دا آيتونه او احاديث لږ په تفصيل سره وڅيړو، خو لدې نه وړاندي د لاندنيو څو ټكيو يادونه ضروري شمېرو: مونږ په هغو الفاظو او كلماتو چي پدې آيتونو او احاديثو كي ذكر شويدي اقرار او تكلم كوو، په مفهوم او معنى ئې باور او ايمان لرو، له تأويل نه ئې ډډه كوو او ظاهرى معنى نه ترې اخلو؛ ځكه كه داسي وكړو نو بيا د تشبيه او تمثيل مرتكب گرځو. او په دې كي هيڅ شك نشته چي هيڅ شى له الله تعالى سره ورته والى او مشابهت نه لري، نه ئې د ذات مثال شته او نه د صفاتو او افعالو. د امام ابوحنيفه (رح) له شاگرد محمد بن الحسن(رح) نه روايت دئ چي وايي: اتفق الفقهاء كلهم من المشرق و المغرب على الايمان بالقرآن و الاحاديث التى جاء بها الثقات عن رسول الله صلى الله و سلم في صفة الرب عزوجل من غير تفسير و وصف و لا تشبيه، فمن فسر اليوم شىء من ذلك فقد خرج عما كان عليه النبى صلى الله عليه و سلم و فارق الجماعة فانهم لم يصفوا و لم يفسروا. ټول فقهاء، په شرق او غرب كي، په دې باندي متفق دي چي په قرآنكريم كي او د معتبرو اشخاصو پواسطه له رسول الله (ص) نه په روايت شوو احاديثو كي د الله تعالى د صفاتو په هكله راغلو نصوصو باندي له تفسير، توصيف او تشبيه نه پرته ايمان درلودل لازم دي، كه څوك لدې نصوصو نه د كوم يوه تفسير كوي، هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له طريقې نه مخالفت كوي او د مسلمانانو له ډلى نه وځي، ځكه دوى (سلفو) دا ډول نصوص نه تفسير او نه توصيف كړي. يوه كس عبدالله بن المبارك ته وويل: يا ابا عبدالرحمن إني اكره الصفة عن صفة الرب فقال له عبدالله بن المبارك: انا اشد الناس كراهية لذلك و لكن اذا نطق الكتاب بشئ قلنا به و اذا جاءت الآثار بشئ جسرنا عليه. اې ابو عبدالرحمن: زه د الله تعالى د صفاتو په اړه بحث نه خوښوم! عبدالله بن المبارك ورته وويل: زه له هرچا نه زيات له دې ډول بحثونو نه كركه لرم، خو كه قرآن كريم پدې هكله څه ووايي، نو همغه وايو او كه پدې اړه په آثارو كي څه ذكر شي، نو د هغه د ويلو په اړه له جسارت نه كاراخلو. لدې اقوالو نه دا په ډاگه كېږي چي پخوانيو او سلفو علماوو د دې ډول آيتونو او احاديثو له تأويل او تفسير نه ډډه كوله، يوازي تلاوت، لوستل او پر مفهوم ئې ايمان كافي بالو. ابن تيميه د"الحمويه الكبرى" كتاب په 63 مخ كي ليكي: واعلم ان من المتأخرين من يقول مذهب سلف اقرارها على ما جائت به مع اعتقاد ان ظاهرها غير مراد پوه شه چي يو شمېر متأخرين علماء وايي چي د سلفو مذهب او طريقه دا ده چي څه چي راغلي په هغى باندي بايد اقرار وشي، لدې اعتقاد او باور سره چي ظاهرې معنى ئې مراد نده. ابن تيميه په خپله له دې نظر سره موافق ندى. د امام مالك په هكله روايت دئ چي يوه كس ترې پوښتنه وكړه چي: په "الرحمن عَلى العرش استوى" آيت كي د استوى معنى څه ده؟ امام مالك خپله ټنډه په څپيړه ووهله، له ډېرى وېرې او غم نه خولې ورباندي راماتې شوې، وئې فرمايل: الاستواء معقول، والكيف فيه مجهول والسؤال عنه بدعة. استوى معلومه ده، خو كيفيت ئې مجهول دئ او په دې اړه سوال بدعت دئ. اهل ظاهركه څه هم په ظاهره د امام مالك (رح) پدې قول زيات استناد كوى، خو په خپلو ټولو بحثونو او مناقشاتو كي د دې قول خلاف عمل كوي. گورو چي امام مالك (رح) لدې پوښتنى نه سخت خفه كېږي، له ځواب وركولو وېرېږي، خپله ټنډه په څپيړه وهى، خولى ورباندي راماتېږي، خو د اهل ظاهرو د مناقشاتو اصلي موضوع همدا ده او ټول د همدې قضيى په محوركي په پوره جسارت بحث او مناقشې كوي. امام مالك (رح) دا ډول سوال بدعت شمېري او وايي چي په سلفو كي سابقه نه لري، خو اهل ظاهر ئې واجب گڼي او د اسماء او صفاتو د توحيد اساس ئې شمېري!! امام مالك (رح) د استواء له ترجمې نه ډډه كوي، يوازي دومره وايي چي استواء معلومه ده! خو دا ډله استواء د هغى په ظاهرى معنى ورحمل كوي او ځيني خو ئې له دومره جسارت نه كار اخلي چي په كرسۍ (څوكۍ) او يا منبركښېني او بيا وايي: دا استواء ده!! دوى په دې سره او د استواء په دې ډول ترجمې سره د تمثيل او تشبيه مرتكب گرځي، كه څه هم په خوله ووايي چي بلاتشبيه او بلاتكييف، هغوى په دې ډول تفسيرسره الله تعالى له انسان سره تشبيه كوي او داسي حالت ثابتوى چي الله تعالى هم لكه انسان كښېني او پاڅېږي، ځي او ولاړېږي، راكوزېږي او بره خېږي!! چي دا بلكل تشبيه او تمثيل دئ. له اهل ظاهرنه يوه پوښتنه له دې دوستانو نه چي الله تعالى دې ورته هدايت وكړي، پوښتنه كوم چي زما دې سوالونو ته څه ځواب لري: الله تعالى فرمايي : أَلَمْ تَرَى أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِنْ النَّاسِ * الحج:18 آيا نه گورې چي په آسمانونو او ځمكي كي هرڅه، لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، وني، حيوانات او ډېر خلك الله تعالى ته سجده كوي. آيا د لمر، سپوږمۍ، ستورو، حيواناتو، ونو او نورو سجده لكه د انسان د سجدى په شان ده؟ آيا دا شيان هم د ملا تير او بندونه لري، ټيټېږي او سر پر ځمكه ږدى؟ او د انسان په شان سجده كوي؟ او كه نه لدې سجدى نه مراد او مطلب اطاعت او تسليمي ده؟ داسي اطاعت چي په هر څه كي د الله تعالى امر ته تابع دي، په هرڅه كي د هغه حكم عملي كوي او په همغه لار روان دي چي الله تعالى ورته ټاكلى او د ټاكلى هدف په لور مخ په وړاندي ځي، هيڅ انحراف او غفلت نه كوي. د قرآن كريم بل آيت فرمايي: وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ * آل عمران:83 څه چي په آسمانونو او ځمكه كي دي، په خوښه او ناخوښه ( په هرحال كي) خداى ته تابع او تسليم دي او ټول د ده په لوري بېرته گرځول كېږي.

پداسي حال كي چي د مخلوق په هكله د هغو كلماتو ظاهري معنى اخيستل صحيح نه وي چي د تشبيه لپاره كارول شوي، نو د الله تعالى په اړه استعمال شوي د تشبيه الفاظ او كلمات څنگه په ظاهري معنى حمل كولى شو؟ بايد دا په پام كي ولرو چي قرآن كريم د انسانانو لپاره رانازل شويدى،د انسانانو په ژبه دئ، د انسان قاموس د ده د عقل په څېر محدود او ناقص دئ، د انساني فرهنگ كلمات محدود او ناقص مدلول لري، انسان يوازي د هغو شيانو لپاره نومونه وضع كړي چي ملموس او مشهود دې، دا الفاظ د غيرملموسو او پټو شيانو د معرفي لپاره كافي ندى او په دې سره د هغى حق په صحيح توگه نشي ادا كېدلى.
مونږ ايمان لرو چي خداى مالك الملك دئ او په ټولو موجوداتو كي د خپلي خوښى مطابق تصرف كوي، حكم ئې هرچيرته نافذ دئ، د ټول عالم تدبير له ده سره دئ، د هرڅه واكمن دئ، د امورو او كارونو پاى او عاقبت هغه ټاكي، د كارونو د لا س ته راوړنو او نتائجو ټاكل د ده كار دئ، هرچا ته دخپل عمل جزا او سزا وركوي، هرڅه د ده په اراده ترسره كېږي، الله تعالىد ځمكي او آسمان له خلقت نه وروسته په هغه څه چي عرش ئې نومولى استواء كړې او له هغه نه چي ترټولو كائناتو لوړ او په هرڅه احتواء لري، احكام صادروى او ټول موجودات اداره كوي، خو له عرش نه د هغه ظاهرى معنى نه اخلو، نه وايو چي عرش لكه د پاچايانو عرش (تخت) داسي دئ او نه هم له استواء نه ظاهري معنى اخيستل صحيح گڼو. 

له ابن عباس ر(ض) نه د عرش په هكله روايت دئ وايي: ان الكرسى موضع قدمين، وان العرش لا يقدر قدره الا الله. يعنى كرسى د پښو ايښودلو ځاى دئ او عرش داسي دئ چي بېله خدايه ئې هيڅوك اندازه نشي لگولى. ابوهريره رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت كوي چي فرمايي: ان الله اذن لي ان احدثكم عن ملك قد مرقت رجلاه الارض السابعة السفلى و العرش على منكبه و هو يقول سبحانك انت و حيث تكون. ما ته الله تعالى اجازه راكړه چي د هغى پرښتى په هكله تاسي ته معلومات دركړم چي پښى ئې د ځمكي له اوومي طبقى نه لاندي تېرې شوې او عرش ئې په اوږو دئ او وايي: خدايه! پاكي ده تا لره هرچير ته چي وې. گورئ! يوه دومره باعظمته پرښته چي د عرش حامل ده، پښى ئې له اوو آسمانونو او ځمكي نه تېرېږي، د الله تعالى د ذات له ادراك نه عاجزه ده، د استواء په كيفيت نه پوهېږي، په خپله ناتوانۍ اعتراف كوي او وايي: خدايه! هر چيرته چي وې پاكي تا لره ده! مونږ همداراز په دې آيت هم ايمان لرو چي فرمايي: أَلَمْ تَرَى أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِنْ نَجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَى مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

 المجادله:7 

آيا نه گورئ چي الله تعالى په هرهغه څه پوهېږي چي په آسمانونو او په ځمكه كي دي، نه داسي نجوى شته چي د دريو ترمنځ وي او دى ئې څلورم نه وي او نه د پنځو ترمنځ چي دى ئې شپږم نه وي او نه تر دي كم يا زيات مگر دا چي دى ورسره وي، هرچيرته چي وي، بيا به ئې د قيامت په ورځ په خپلو اعمالو خبر كړي، بيشكه چي الله په هرڅه پوه دئ. د الله تعالى معيت

مونږ د الله تعالى په معيت او ملتيا، عام دئ كه خاص، ايمان لرو، تأويل نه پكي كوو او نه ئې په ظاهري معنى حمل كوو او له بندگانو سره د الله تعالى معيت په عرش له استواء سره منافي نه شمېرو، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

ما منكم من احد الا سيرى ربه مخلياً به فقال له ابو رزين العقيلي: كيف يا رسول الله و هو واحد و نحن جميع؟ فقال النبي صلى الله عليه وسلم: سأنبئك بمثل: ذلك في آلاء الله: هذا القمر كلكم يراه مخلياً به و هو آية من آيات الله، فالله اكبر او كما قال رسول الله صلى الله عليه و سلم. له تاسي نه به هيڅ يو داسي نه وي چي خپل رب به ونه ويني، پداسي حال كي چي له همده سره به گوښه كېدونكى وي، ابورزين عقيلى وويل: دا به څنگه وي يا رسول الله! هغه يو دئ او مونږ ډېر او ډله؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: په يوه مثال سره به درته وښيم، هغه هم د الله په مخلوقاتو كي، دا سپوږمۍ ده، تاسي هريو ئې پداسي حال كي وينئ چي گويا له هغه سره يوازي گوښه كېږي،دا پداسي حال كي چي سپوږمۍ د الله تعالى د قدرت له نښو نه يوه نښه ده، الله تعالى له هرڅه نه لوى دئ. همدا مطلب په بل حديث كي داسي راغلى دئ: عَنْ أَبِي رَزِينٍ الْعُقَيْلِيِّ أَنَّهُ قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكُلُّنَا يَرَى رَبَّهُ عَزَّ وَجَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمَا آيَةُ ذَلِكَ فِي خَلْقِهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَلَيْسَ كُلُّكُمْ يَنْظُرُ إِلَى الْقَمَرِ مُخْلِيًا بِهِ قَالَ بَلَى قَالَ فَاللَّهُ أَعْظَمُ * رواه احمد له ابي رزين نه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئې وويل: يارسول الله! آيا مونږ هر يو به د قيامت په ورځ خپل رب وينو؟ او د دې نښه به په مخلوقاتو كي څه وي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: آيا تاسو هريو سپوږمۍ پداسي حالت كي نه گورى چي گويا له ده سره يوازي گوښه كېږي؟! هغه وويل: هو، همداسي ده! رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: نو الله تعالى خوله هرڅه نه ستر دئ. اهل ظاهر په ډېرو مواردو كي مجبورېږي له خپل مسلك نه انحراف وكړي، خپله لاره پرېږدي او د ځينو كلماتو غير ظاهري معنى اخلي، د مثال په توگه د الله تعالى د معيت په هكله د خپل مسلك خلاف وايي چي له مخلوق سره د الله تعالى له معيت نه مراد ظاهري معيت ندى بلكه دلته معيت د علم او بصر په اعتبار سره دئ، يعنى دلته د معيت ظاهرى معنى مطلوبه نده بلكه لدينه مطلب دا دئ چي الله تعالى په خپلو مخلوقاتو علم لري او د ټولو حالاتو شاهد او ناظر دئ، هغه له بره نه پداسي حال كي چي پر عرش ئې استواءكړې ده د خپل مخلوق په حال خبر او د دوى د هر څه شاهد دئ، نه داسي چي پاك ذات ئې په ځمكه كي له مخلوق سره خلط او يو ځاى دئ. له دې دوستانو نه سوال كوو چي كه معيت د علم او بصر په اعتباراخلئ نو د دې حديث په رابطه څه واياست: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الْآخِرُ فَيَقُولُ مَنْ يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ وَمَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ وَمَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ * رواه مسلم ابوهريره ر(ض) روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى د هرې شپې په وروستۍ دريمه برخه كي د دنيا آسمان ته نزول كوي او فرمايي: څوك راته دعا كوي چي قبوله ئې كړم؟ او څوك له ما نه څه غواړي چي ورئې كړم؟ او څوك رانه مغفرت غواړي چي بخښنه ورته وكړم؟ په دې حديث كي ولې او په كوم دليل نزول په ظاهرى معنى اخلي او د ډېري توجه او التفات په معنى ئې نه اخلئ، ولې ئې په اصلي معنى: كوزيدل اخلئ؟ كه له مخلوق سره د الله تعالى معيت پدې دليل په اصلي معنى نه اخلئ چي پدې سره د الله تعالى او مخلوق ترمنځ د اختلاط او حلول تصور راولاړېږي او د حلول او اختلاط د عدم جواز په خاطر د هغه مجازي معنى اخلئ، نو دا راته وواياست چي آيا لومړنى آسمان هم د ځمكي په څېر مكان او ځاى ندى؟ آيا هلته هم د الله تعالى بل مخلوق ملا ئكي نه اوسېږي؟! كه په ځمكه كي له مخلوق سره د معيت ظاهري معنى اخيستل جواز نه لري نو هغه آسمان ته د الله تعالى نزول څنگه د كوزيدو په معنى اخلئ چي له مخلوقاتو داسي ډك دئ او هومره ملائكي پكي ميشت دي چي يوه لوېشت ځاى پكي خالي ندى پاتې؟ كه په ياد شوي حديث شريف كي د نزول ظاهري معنى واخلو او داسي گمان وكړو چي الله تعالى د شپې په وروستۍ دريمه برخه كي عرش پرېږدي او د ځمكي آسمان ته راكوزېږي، نو دا وخت يعنى د شپې وروستۍ دريمه برخه خو د هميش لپاره په ځمكه كي وجود لرې، يوه داسي شېبه هم نشته چي دا وخت نه وي پكي، ځكه شپه خو په مسلسله توگه له ختيځ نه د لويديځ لور ته روانه ده، په دې حساب سره د شپې وروستۍ دريمه برخه د تل لپاره د ځمكي پرمخ كله يوځاى او كله بل ځاى موجوده وي، نو د اهل ظاهر د تعبير په اساس الله تعالى بايد تل له خپل عرش نه لرې، په اول آسمان كي وي!! لدينه علاوه ځمكي او آسمانونه د الله تعالى د عظمت په نسبت داسي مثال لري لكه د مشنگو يوه دانه زمونږ په ورغوي كي. لنډه دا چي د الله تعالى په اړه لومړي آسمان ته د نزول ظاهري معنى اخيستل نه د نقلى دلايلو له مخي سمه ده او نه په عقلي دلايلو. مونږ په دې مبارك حديث ايمان لرو، اقرار پرې كوو، حق ئې شمېرو، په دې كلكه عقيده لرو چي دعا قبلوونكى، بخښونكى او مهربان خداى د شپې په وروستۍ برخه كي خپلو بندگانو ته ورنږدې كېږي، د تائب توبه، د مستغفر استغفار، د دعاكوونكي دعا او د سائل سوال ژر قبلوي. طبيعي ده، كله چي انسان د شپې په تياره كي، پداسي حال كي چي نور په ژور خوب ويده وي او هغه پاڅېږي، الله ته د احتياج احساس او دا باور چي د خپل رب عنايت او رعايت ته سخت محتاج او اړ دي، له ژور خوبه ئې راويښوي او دعا او عبادت ته ئې هڅوي، ځان د هغه رحم او كرم ته محتاج شمېري، د الله تعالى لوري ته پناه وروړي، هغه ته عجز او زارۍ كوي، توبه وباسي، د شپي په تياره كي، له رياء او تظاهر نه په هغې پاكي فضا كي، د خپل رب په وړاندي لاسونه اوچتوي، سر په سجده ږدي، بخښنه ترې غواړي، له هوى، هوس نه پاك، په پوره اخلاص د هغه تعالى عبادت كوي، د تقرب او مغفرت دعا كوي؛ نو يقيناً چي الله تعالى هم له دغه بنده سره خپله فاصله كموي، هغه ته ورنږدې كېږي او د رحم او كرم توجه ورته كوي. لكه چي په يوه قدسي حديث كي راځي: عَنْ أَنَسٍ رَضِي اللَّه عَنْه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَرْوِيهِ عَنْ رَبِّهِ قَالَ إِذَا تَقَرَّبَ الْعَبْدُ إِلَيَّ شِبْرًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا وَإِذَا تَقَرَّبَ مِنِّي ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ مِنْهُ بَاعًا وَإِذَا أَتَانِي مَشْيًا أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً* متفق عليه

انس ر(ض) وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل رب نه په روايت سره فرمايي: كله چي بنده ما ته د يوې لوېشتى په اندازه رالنډ شي، زه يوگز ورنږدې كېږم او كه بنده يو گز رانږدې شي، نو زه يوه باع (د دواړو لاسونو د اوږدوالي) په اندازه ورلنډېږم، كه بنده زما خوا ته په عادي تگ راشي، زه په منډه د ده خوا ته ورځم.

په دې قدسي حديث كي د تقرب، شبر، ذراع، باع، مشي او هروله، ټول كلمات د تشبيه لپاره راغلي دي، هيڅوك نشي كولى له دې كلماتو نه ظاهري معنى واخلي، ځكه دلته جسمي او مكاني تقرب مراد ندى او په هيڅ صورت د بنده او رب ترمنځ د فاصلې د لنډوالي او نږديوالى په معنى نده؛ ځكه وينو چي مونږ د عبادت په وخت كي له ځمكي نه آسمان ته نه خيژو، د ځمكي او آسمان ترمنځ فاصله مو په پښو نده وهلې او الله تعالى ته پدې معنى نه ورنږدې كېږو، بلكه له دې تقرب نه مراد معنوي تقرب دئ. لكه چي په بل حديث كي راځي: ان اقرب مايكون العبد من ربه وهوساجد بيشكه چي بنده د سجدې په حالت كي له بل هرحالت او وخت نه الله تعالى ته ډېر نږدې وي. د الله تعالى په اړه دا كلمات ټول متشابهات دي او په تأويل ئې له عليم خداى نه پرته بل هيڅوك نه پوهېږي. وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا وَإِنْ سَأَلَنِي لَأُعْطِيَنَّهُ وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ * رواه البخاري بنده مي په نفلونو سره همداسي زما لور ته رانږدې كېږي، ترهغه چي راته گران شي، نو چي راته گران شي بيا ئې زه هغه غوږ شم چي پرى اوري او هغه سترگى ئې چي پرى ويني او هغه لاس ئې چي پرې نيسي،او هغه پښى ئې چي ورباندي درومي، كه رانه څه وغواړي حتماً ئې وركوم او كه ما ته له هر چا پناه راوړي نو هرو مرو پناه وركوم. د دې مبارك حديث مراد دا دئ چي: بنده كولى شي په نفلونو سره الله تعالى ته ورنږدې شي او دومره ورلنډ شي چي د الله تعالى د دوستانو په ډله كي شامل شي او د الله تعالى د محبت وړ شي او كله چي دې مرحلى ته ورسېږي نو الله تعالى ئې هومره په خپل رحم او كرم ونازوي چي د ټولو اندامونو، غوږونو، سترگو، لاسونو او پښو كارونه ئې الله تعالى په خپله او په كامل طور ورته ترسره كوي، څه چي وغواړي وركوي ئې، له هر چا او هرڅه نه چي الله ته پناه يوسي پناه وركوي او له شر او ضرر نه ئې په خپل امان كي ساتي. اهل ظاهر د دې حديث د الفاظو په توجيه او تعبير كي دومره بې وسه كېږي چي لاره ترې وركه شي او داسي په خټو كي ونښلي چي د وتلو ټولى لارى ورباندي وتړلى شي. هيڅ لجوج، متعنت او متعصب توجيه كوونكى نشي كولى د دې حديث الفاظ په ظاهري معنى حمل كړي. دلته غوره بولو د دې ډلى د يوه داسي لجوج او متعنت مشر توجيه رانقل كړو چي پرنورو اسلامي ډلو او د نورو مذاهبو پر اتباعو باندي په خپل تېري كي ډېر زړه ور، جري او جسور دئ او په خپلو ليكنو كي هومره چي د نورو په ضد د تكفير په فتوى صادرولو او د دوى پر ټنډه د كفر او شرك د ټاپى وهلو ته اهتمام لري، د اسلام لوري ته د بلني او د توحيد ترويج او نشر ته دومره اهتمام نه لري، توحيد ته د ده بلنه او دعوت په حقيقت كي د هغه مسلمانانو او موحدينو تكفيرول دي چي د ده هم مسلكه او هم مذهبه ندي!! همدا جناب د دې حديث شريف په شرحه كي ليكي: "زمونږ صالحو سلفو هيڅكله هم په دې حديث كي تأويل ندى كړى، بلكه د حديث په ظاهر ئې عمل كړى او حقيقى معنى ئې ترې مراد كړې. خو په دې بايد ځان پوه كړو چي د دې حديث ظاهري معنى څه ده؟ آيا دوى دا گمان كوي چي الله تعالى رښتيا د بنده غوږ، سترگى، لاس او پښى شي؟! او كه نه، ظاهرى معنى ئې دا ده چي الله تعالى د خپل محبوب بنده ټول اندامونه، غوږونه، سترگى، لاسونه او پښى په سمه توگه سمبال كړي او پدې اندامونو سره د ده ادراك او افعال لله، بالله او في الله كړي! څرگنده ده چي له حديث نه همدا مراد دئ، نه لومړنى مطلب او تعبير؛ ځكه هغه لومړنى قول د رسول الله صلى الله عليه وسلم له قول سره هيڅ تطابق نه لري." لدې جناب نه مو پوښتنه دا ده چي آيا ته غواړې د دې مبارك حديث په تشريح او تفسيركي د اهل ظاهر د مسلك متابعت وكړې او كه نه هغه مردود او ناقص بولې او د نورو مسلك اصلح او اسلم گڼې؟ كه د اهل ظاهر د مسلك مخالفت كوې او وايې چي له حديث نه لومړنۍ معنى مراد نده، نو مونږ درسره موافق يو، ځكه واقعيت همدا دئ چي دلته د اصلي معنى مراد نه د عقل له مخى صحيح دئ او د نص او نقل له روح او غوښتني سره اړخ لگوي؛ خو لا زمه ده چي همدا مسلك د نورو همدى ډول آيتونو او حديثونو په رابطه هم مراعات كړې او هغه كسان تكفير نه كړې چي دې حديث ته د ورته آيتونو او احاديثو د تشريح او بيان لپاره ئې همدا مسلك غوره كړى! ته چي د دې حديث په رابطه دا عقيده لرى چي له الفاظو نه ئې ظاهري او متبادره معنى مراد نده، نو كه نوركسان همدې ته ورته نصوصو په رابطه همدا عقيده لري نو هغوى ته د الحاد نسبت مه كوه!! همداراز كه ته د دې حديث د ظاهري او متبادرې معنى مراد مطلوب نه بولى نو بيا ولې ځان په اهل ظاهركي شمېرې؟ د اهل ظاهر مسلك خودا دئ چي د داسي آيتونو او احاديثو د ټولو الفاظو ظاهري او اولنۍ معنى اخلي، نو بايد لدې حديث نه د هغه ظاهري معنى واخيستل شي او د معنوي مراد اخيستل بايد تأويل وبلل شي، كه ته همدا مسلك د نورو نصوصو په رابطه هم خپل كړې نو مونږ له تاسره هيڅ مشكل او مخالفت نه لرو؛ خو هغوى څو كرښى وروسته د دې حديث "من تقرب مني شبراً تقربت منه ذراعاً" په شرح كي ليكي: دا حديث او نور نصوص په دې دلا لت كوي چي الله تعالى ته اختيارى افعال ثابت دي، هغه چي هرڅه وغواړي هغه كوى. صالح سلفو دا ډول نصوص د هغوى په ظاهرى معنى اخيستي، پداسي ډول چي د الله تعالى له شأن سره وړ وي. وروسته زياتوى: څه مانع لري چي ووايو: الله تعالى خپل بنده ته پداسي ډول چي په خپله ئې غوره كوي، نږدې كېږي، سره له دې چي د علو (لوړوالى) صفت هم لري؟ د دې دوست په ځواب كي وايو: كه له تقرب نه د هغه ظاهرى معنى وانه اخيستل شي او داسي تقرب ئې وگڼو چي د الله تعالى له شأن سره مناسب وي او د علو (لوړوالى) له صفت سره تناقض ونلري، نو مونږ هم درسره موافق يو او له تاسو سره مو اختلاف منتفي كېږي؛ خو كه له تقرب نه د اهل ظاهر د مسلك مطابق د هغه ظاهري معنى واخيستل شي؛ نو په دې صورت كي بيا دا تقرب نه يوازي د "علو: لوړوالي" له صفت سره اړخ نه لگوي بلكه د هغه منافي هم دئ او بيا همغه اشكال رامنځته كوي چي د معيت او نزول د ظاهري معنى اخيستلو په صورت كي راپيدا كېږي. د معيت او تقرب ترمنځ لږ توپير وجودلري، ځكه د تقرب پاى معيت دئ. د معيت په هكله چي تا كوم اشكال ته اشاره كړې ده هغه ته ستا پام رااړوو، تا ليكلي دي: "د معيت تقاضا او غوښتنه دا ده چي الله تعالى د علم، قدرت، سمع، بصر، سلطې او تدبير له پلوه په هرڅه احاطه لري او الله تعالى لدينه پاك او منزه دئ چي له مخلوق سره خلط شي او يا له هغوى سره د دوى په ځايونو كي حلول وكړي او ورسره هستوگن وي، الله تعالى د ذات او صفاتو له پلوه لدينه لوړ دئ، د هغه يو صفت علو دئ." ته خپل دغه قول لدې سره چي وايي: " څه مانع او اشكال لري چي ووايو: الله تعالى څرنگه چي وغواړي خپل بنده ته ورنږدې كېږي، سره له دې چي د علو صفت هم لري" دا يو د بل متضاد او منافي اقوال سره مقايسه كړه!! ولې د معيت په رابطه هم دا نه شو ويلى چي څه مانع او اشكال لري چي ووايو: الله تعالى له خپل بنده سره پداسي طريقى مل او يوځاى دي چي هغه په خپله غوښتي او په خپله ورباندي پوهېږي، سره لدې چي د علو صفت هم لري؟ تاسي خو د معيت په تفسير او شرح كي واياست: مونږ په دې نظر يو چي كه څوك دا عقيده ولري چي الله تعالى هرچيرته دئ نو دا شخص كافر دئ، هيڅ عاقل او مسلمان ته نه ښايي عقيده ولري چي الله تعالى په ځمكه كي له خپلو بندگانو سره دئ!! عجيبه ده چي دلته دا وايي خو د تقرب په رابطه بل نظر لرې، د دې تناقض، تضاد او دوه رنگي دريځ اصلي علت د اهل ظاهر هغه په ظاهر ولاړ مسلك دئ چي ته او ستا ملگري ورباندي روان دي. صحيح او قوى قول دا دئ چي مونږ عقيده ولرو او اقرار وكړو: په هغو آيتونو ايمان لرو چي له بندگانو سره د الله تعالى د خاص يا عام معيت په هكله بحث او يادونه كوي، د دې آيتونو په مراد ايمان لرو او وايو چي واقعاً الله تعالى له بندگانو سره دئ؛ خو له معيت او يو ځاى والي نه ظاهري او متبادره معنى مراد نده او پداسي معيت اعتقاد جائز نه بولو چي د علو له صفت سره تنا قض ولري. په يوه مبارك آيت كي له بندگانو سره معيت او پر عرش استواء يو ځاى راغلى ده: هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنـزِلُ مِنَ السَّمَاء وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ * الحديد: 4 الله تعالى هغه ذات دئ چي آسمانونه او ځمكه ئې په شپږو ورځو كي پيدا كړي، بيا ئې پر عرش استواء وكړه، په څه چي په ځمكه كي لاندي كوزېږي او څه چي ترې راوزي او څه چي له آسمان نه راكوزېږي او څه چي ورته پورته كېږي، په ټولو پوهېږي، هرچيرته چي وئ هغه له تاسو سره وي، الله تعالى ستاسو د كړو ليدونكي دئ. لكه څرنگه چي په دې آيت شريف كي د ايام لفظ د تشبيه لپاره راغلى دئ او مطلب يى همدا زمونږ معمولي ورځى ندي (دا مطلب په نورو آيتونو كي توضيح شوى) همدا راز د استواء، عرش او معيت الفاظ هم همدا حكم لري، د تشبيه لپاره راغلي، ظاهرى معنى يى مقصود نده او پر تأويل يى له عليم خداى نه پرته نور څوك نه پوهېږي. څوك چه قدير او عظيم خداى په مخلوق قياس كړي او د خالق په هكله يى هم په خپل ذهن كي مخلوق ته ورته تصوير جوړ كړى وي، دا كسان مجبورېږي د قرآنكريم الفاظ تأويل كړي او له هر لفظ نه داسي معنى راوباسي چي د دوى له ذهن او تصور سره برابره وي. لكه چي د دې مبارك آيت په هكله: وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْكُمْ وَلَكِنْ لَا تُبْصِرُونَ * الواقعه: 85 مونږ هغه ته له تاسي نه ورلنډ يو خو تاسي نه وينئ. د اهل ظاهر له ډلى نه يو تن ليكي: "اى نحن اعلم منه ما ظهر وما بطن" يعنى مونږ د هغه په ظاهر او باطن پوره علم لرو. مونږ له دې گران دوست نه پوښتنه كوو چي: • د "اقرب" لپاره دې د "اعلم" ترجمه په كوم كتاب او د عربي ژبې په كوم قاموس كي ليدلى ده؟ • آيا الله تعالى نه شوى كولى ووايى: "ونحن اعلم به منكم" مونږ د هغه په رابطه له تاسي نه ډېر علم لرو. • د آيت په پاى كي د "لاتبصرون" جمله د اقرب له لفظ سره سمون خوري؛ او له اعلم سره اړخ نه لگوي،كه د اعلم لفظ راغلى وى نو بايد په پاى كي يى "وانتم لاتعلمون" ويل شوي وى. • په دې كي څه مشكل گورى چي له كوم تحريف او تأويل نه پرته وواياست: الله تعالى له نورو نه زيات خپل بنده ته نږدې دئ، د دې نږديوالي كيفيت الله تعالى ته وسپارى او عقيده ولرئ چي دا تقرب د مخلوق له تقرب سره شباهت نه لري او د الله تعالى د علو له صفت سره منافات نه لري. • څوك چي رب العالمين له مخلوق سره تشبيه كړي، هغه داسي انگېري چي الله تعالى خو په خپل عرش استواء كړيده، نو له بنده سره ئې تقرب محال دئ. دا ځكه چي ويني د يوه مخلوق له بل سره د تقرب تقاضا دا ده چي هغه خپل لومړى ځاى خامخا پرېږدي، مخكي درومي او هغه بل ته ورنږدې كېږي، دا شخص له مخلوق سره د الله تعالى تقرب هم د مخلوقاتو په تقرب قياسوي او دا ډول قياس بيا په عرش د استواء منافى بولي، نو بناءً مجبورېږي دقرآنكريم الفاظ تأويل كړي. خو كه دا شخص پدې عقيده وي چي په موجوداتو كي هيڅ شى له الله تعالى سره شباهت نه لري، د الله تعالى تقرب د مخلوقاتو له تقرب سره ورته والى نه لري او داسي ندى چي د حركت، نقل او ترك مكان غوښتونكى وي،كه دا ډول عقيده خپله كړي نو بيا به نه بې ځايه تأويل ته اړ وي او نه به له هغه څه نه انكار ته اړ كېږي چي الله تعالى په خپله په قرآن كي بيان كړي. دى دوستانو ته عرض كوو چي: كه دا لمر، چي د الله تعالى له مخلوقاتو نه يو مخلوق دئ، پداسي حال كي چي له مونږ نه په زرگونو ميله فاصله لري، په خپل مسير كي خوځي، كولى شي له همغې ليرې فاصلې نه، په خپلي رڼا او حرارت سره، له مونږ سره او په هرحالت كي، د توقف يا حركت په حالت كي زمونږ ملگرى وي او وينو چي په ځينو ځايونو كي راته رالنډ او تجلي او حرارت ئې زيات او په ځينو نورو سيمو كي رانه ليرې او اثرات ئې كم وي، د لمر چي دا حال وي نو په كوم دليل له بندگانو سره د الله تعالى معيت او تقرب، د هغه تعالى له شأن سره برابر او لايق تقرب، محال او ناممكن شمېرئ؟ پداسي حال كي چي هغه د ټولو رب دئ، هغه عظيم دئ، په هرڅه محيط دئ، ټول عالم د ده د عظمت په وړاندي داسي دئ لكه د خردل يوه دانه. بايدپه ياد ولرو چي له الله تعالى سره زمونږ رابطه يوازي دا نده چي هغه مونږ ويني او له لېري نه زمونږ غږ اوري، زمونږ په هر څه علم لري، بلكه لدينه علاوه هغه پر مونږ او زمونږ په ټولو حالاتو او افعالو احاطه لري، د هر كار د كولو قدرت هغه راكوي، توفيق د هغه له لوري دئ، زمونږ اراده د ده د ارادې تابع ده، اراده ئې زمونږ پر ارادې او افعالو حاكمه او مسلطه ده، هغه څه كېږي چي هغه ئې وغواړي او د كولو توفيق ئې راكړي او هغه څه نشي كېدى چي دى ئې ونه غواړي او د كېدو توفيق ورنكړي. دغو مفاهيمو ته په پام سره بايد پر عرش د استواء، قرب او معيت تر منځ ځانگړى رابطه ولټوو، نه داسي چي په يوه ايمان ولرو او له بل نه انكار وكړو. د دې مفاهيمو تر منځ تلفيق د هغه چا لپاره گران كار دئ چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي او استواء، تقرب او معيت په هغه معنى اخلي چي د انسانانو تر منځ متداوله ده. يو بل مثال هم وړاندي كوم، قرآنكريم فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ * الفتح: 10 بيشكه هغه كسان چي له تا سره بيعت كوي په حقيقت كي له الله تعالى سره بيعت كوي، د الله تعالى لاس د دوى پر لاسونو د بره دئ. د اهل ظاهر د مسلك يو كس د دې آيت په رابطه ليكي: څرنگه چي الله تعالى د آسمانونو د پاسه پر خپل عرش دئ، نو لاس ئې هم د هغو د لاسونو د پاسه دئ چي له رسول صلى الله عليه وسلم سره بيعت كوي!! دې دوست ته وايو: كه له "يدالله فوق ايديهم" نه دا مطلب واخلو چي د الله تعالى لاس له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د بيعت كوونكو له لاسونو نه بره او پورته وو، نو بيا د دې بيعت الرضوان فضيلت او امتياز له نورو بيعتونو نه به څه كه وو؟ ځكه په هر بيعت كي د الله تعالى لاس د بيعت كوونكو له لاسونو نه پورته وي، پداسي حال كي چي پدې آيت كي خو دغه مطلب د بيعت الرضوان د فضيلت او امتياز د بيان پخاطر راغلى دئ، لكه چي ته په خپله د الله تعالى د دې قول په هكله چي فرمايي: " مَا مَنَعَك أَن تَسجُدَ لِمَا خَلَقْت بِيَدَى " ليكي: دلته "خلقت بيدي" د آدم عليه السلام د خلقت امتياز او فضيلت افاده كوي او الله تعالى ته د "يد" صفت ثابتوي، دلته هم بايد ووائى چي "يد الله فوق ايديهم" د دې بيعت د امتياز او فضيلت د افادي لپاره راغلي او په خاصه نه عامه معنى د الله يد د دوى د يد د پاسه وو. هغه كسان چي له (يد) نه د هغه ظاهري معنى اخلي او الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي دا ورته مشكله ده چي پر عرش د استواء او د بيعت كوونكو د لاسونو د پاسه د يدالله موجوديت څنگه سره تلفيق كړي، هغوى د خپل غلط او باطل تصور نه راولاړ شوي كړكيچ سره مخامخ دي او دې ته اړ شوي چي عجيب او غريب تأويلات وكړي، داسي تأويلات چي نه يوازي د دوى مشكل نشي حل كولى بلكه مزيد مشكلات ورته راپيدا كړي؛ خو كه دوى ووايي چي بې نيازه خداى پداسي حال كي چي پرهغه څه ئې استوى كړي چي عرش ئې ورته ويلى، په عين وخت كي او د همدى بيعت په مهال ئې لاس د بيعت كوونكو د لاسونو د پاسه وو، خو په عرش استواء او په لاسونو د پاسه لاس ايښودل ئې له مخلوقاتو سره هيڅ مشابهت او ورته والى نه لري، حقيقت او كيفيت ئې يوازي عليم خداى ته معلوم دئ او بس، نو پدې صورت كي به نه له كوم اشكال سره مخامخ كېږي، نه به ئې په اعتقاد كي كوم خلل رامنځته كېږي، نه به تشبيه او تأويل ته اړ كېږي. هغه كسان په غلطه روان دي چي پر عرش استواء، آسمان ته نزول او له بنده سره د الله معيت او قرب پرظاهري معنى حمل كوي او متداوله معنى ترې اخلي او د مخلوقاتو له استوى، نزول، معيت او قرب سره ئې تشبيه كوي. همداراز هغه كسان هم په غلطه دي چي دا شيان يا بالكل نه مني او يا تأويل پكي كوي. د نورو مفاهيمو په اړه هم اختلاف له همدې ځايه سرچينه اخلي او د همدې اصولو د عدم مراعات په وجه اشتباهات رامنځته كېږي، د مثال په توگه د دې مبارك آيت "مامَنَعكَ انٌ تَسجُد لِماخَلقت بيدي" په اړه له همدى افراطي ډلي نه يوكس ليكي: "اذ كل عباده خلقهم بغيرمسيس بيدوخلق آدم بمسيس: څرنگه چي ټول مخلوقات ئې له لاس وروړلو پرته پيدا كړي او آدم عليه السلام ئې امتساساً په خپل لاس پيدا كړى" ورپسې زياتوى: "غيرانه ولى خلق الاشياء بامره وقوله وارادته و ولى خلق آدم بيده مسيسا: غير لدې چي الله تعالى د مخلوقاتو په پيدايښت كي په خپل امر، قول او ارادې سره تصرف كړى، خو د آدم (ع) په پيدايښت كي ئې د خپل لاس په امتساس سره تصرف كړى" لدي كبله چي دا ښاغلى؛ الله تعالى له انسان سره تشبيه كوي، نو د الله لاس هم د بندگانو له لاس او په لاس پيدا كول ئې هم د انسانانو د لاس له كار سره ورته گڼلى نو ځكه ئې د مسيس لفظ كارولى دئ. دې ښاغلي ته وايو: • ولې دومره جسارت او بې باكي كوى چي د مسيس لفط له ځانه زياتوې؟ پداسي حال كي چي نه په قرآنكريم كي دا لفظ راغلى او نه په احاديثو كي. • ته د الهي افعالو كيفيت د بندگانو د اعمالو له كيفيت سره تشبيه كوى، پداسي حال كي چي له يوه بل نه ذاتاً متفاوت شيان حتماً د افعالو او اعمالو د كيفيت له مخي هم له يوه بل سره توپير لري، هغه څه چي په ذات كي يو له بل سره توپير ولري افعال ئې هم توپير لري او يو په بل نشي قياس كېدى. • پداسي حال كي چي لوى غر د الله تعالى د تجلى په مقابل كي د مقاومت توان نه لري، د جبرائيل عليه السلام په څېر د الله ستر او لوړ مرتبه مخلوق دا وس او توان نه لري چي د الله تعالى لومړني حجاب ته ورنږدې شي، نو د آدم عليه السلام د وجود مواد به څنگه د الله تعالى د يد د امتساس په وړاندي د مقاومت توان ولري؟ په يوه حديث كي راځي: عن زرارة ابن اوفى رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم سأل جبرئيل: هل رأيت ربك؟ فانتفض جبرئيل وقال: يا محمد ان بيني و بينه سبعين حجاباً من نور لو دنوت من ادناها حجاباً لاحترقت. زراره د اوفى زوى روايت كوى چي رسول صلى الله عليه وسلم له جبرائيل عليه السلام نه پوښتنه وكړه: آيا تا خپل رب ليدلى دئ؟ جبرائيل عليه السلام ولړزيد او وئې ويل: اې محمده! زما او رب ترمنځ اويا د نور داسي پردى دي چي كه تر ټولو نږدې پردې ته ئې ورلنډ شم نو حتماً به اور واخلم. • ولې دا نه واياست چي: الله تعالى خپل بنده آدم عليه السلام په خپل لاس پيدا كړ، خو نه له (يد) نه ظاهري معنى اخلو او نه د دې خلقت د كيفيت په هكله علم لرو، دا زمونږ له ادراك نه لوړدى، د دې معنى الله تعالى ته سپارو ترڅو نه د تشبيه مرتكب شي او نه تأويل ته اړ. تأويل! د تأسف خبره ده چي اهل ظاهر د تأويل له لفظ نه، هغه هم په متشابهاتو كي، هغه مفهوم او معنى نه اخلي كوم چي په قرآن كريم كي راغلى. د دوى له نظره تأويل ديته ويل كېږي چي د لفظ ظاهري او متبادره معنى په بل لوري واړولي شي او د ظاهري معنى پرځاى بله معنى ترې واخيستلى شي، پداسي حال كي چي قرآن كريم د تأويل لفظ د دوى د دې تعبير په خلاف په بله معنى رااخلي او وايي چي د متشابه آيتونو پرتأويل له الله تعالى پرته هيڅوك نه پوهېږي: ومايَعلمُ تأويلهُ اِلا الله: په تأويل ئې له الله پرته هيڅوك نه پوهېږي" د دغه آيت په اساس د تأويل تعريف داسي ندى لكه چي اهل ظاهر وايي. دلته تأويل د متشابهاتو په اړه راغلى، په هغو ځايونو كي چي يو غيرمرئې او غيرمحسوس څيز پداسي كلماتو او الفاظو سره معرفي شوى چي اصلاً د محسوسو او ليدل كېدونكو څيزونو لپاره وضع شوي او پداسي ځايونو كي نه ظاهري معنى مطلوبه وي او نه ئې تأويل ممكن وي. د يوسف عليه السلام خوب چي په قرآن كريم كي ئې يادونه شويده دا مطلب ښه توضيح كوي، يوسف عليه السلام په خوب كي ويني چي يوولس ستورى ، لمر او سپوږمۍ سجده ورته كوي، خپل پلار ته د دې خوب كيسه كوي، پلار ئې په تعبير پوهېږي او خپل زوى ته داسي نصيحت كوي: زويه! خپل خوب دي وروڼو ته مه وايه، هسي نه چي كومه توطئه درته جوړه كړي. ډېروخت تېر شو، يوسف عليه السلام د ژوند ډېري هسكي ټيټى وليدې، بالآخره د مصرد خزانو امين او بيا د ټول مصر واكمن وټاكل شو، كورنۍ ئې مصر ته وروغوښتله، كله چي پلار، مور او يوولس وروڼه ئې راورسېدل او وئې ليدل چي ټول د ده لپاره الله ته په سجده پريوتل نو خپل پلار ته ئې وئې ويل: وَقَالَ يَاأَبَتِ هَذَا تأويل رُؤيَاي مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا *

 يوسف:100 

او وئې ويل: گرانه پلاره! دا دئ زما د هغه پخواني خوب تأويل او تعبير چي الله تعالى رښتونى كړ. گورئ چي د ده پدې خوب كي تشبيه كارول شوې، مور او پلار د لمر او سپوږمۍ په بڼه كي او وروڼه د ستورو په شكل كي،كله چي د ده د خوب متشابهات په خپل اصلي او لومړني شكل ښكاره كېږي نو وايي: دا دئ زما د خوب تأويل! په دې اساس تأويل يعنى كلمات له ظاهري او ذهن ته نږدې معنى نه د هغى حقيقى معنى ته گرځول،يا متشابهات خپل لومړني كيفيت ته اړول. نامناسبه به نه وي كه دلته د خپل هغه خوب يادونه وكړم چي دې خوب ته ورته دي او په اتلس كلنۍ كي مي د واده په شپه ليدلى دئ: په هغه شپه چي سهار ته مي د واده ورځ وه، څو لحظې مي د خوب لپاره وخت وموند، په همدې شېبوكي مي خوب وليد چي د خپل تره له يوه زوى سره چي له ما نه مشر وو، يو ځاى آسمان ته خيژو، ښه پور ته لاړو، ترستورو پورى ورسېدو، هلته ستوري وينم چي ټول له ختيځ نه د لويديځ په لوري درومي، حركت ئې د څپو په څېر، ودرېدم او د ستورو د دې عجيب حركت تماشا ته ځير شوم، ناڅاپه گورم چي ستوري سره واوبدل شول او يوه زرينه تكه ترې جوړه شوه، ورپسې گورم چي لدې زريني ټوټې په خپله زريني خولۍ جوړې شوې او له مونږ نه څو قدمه آخوا كوټه شوې، زه يوازي دې ځاى ته ور روان شوم ترڅو دا خولۍ له نږدې نه وگورم، ناڅاپي له يوې بلي خوا څلور، پنځه تنه نور هم دې نقطې ته راغونډ شول، هر يوه لدې كوټې نه يوه يوه خولۍ واخيسته پرته لدې چي په سر ئې كړي، ما هم يوه خولۍ راوخيسته او هغه مي په سر كيښوده او له همدې سره له خوب نه راويښ شوم. د دې خوب د تعبير په رابطه مي لومړى داسي گمان كولو چي كېدى شي الله تعالى ډېر نېك او صالح اولادونه راكړي، له خپل واده سره مي هغه مربوط گڼلو او له ستورو مي همدا د صالح اولاد تعبير اخيستو، خو دا تعبير راته د خوب له مجموعي روحيى سره موافق نه ښكارېدو او دا تعبير مي ناقص بالو، دوه كاله وروسته په كابل پوهنتون كي شامل شوم، په همدې كال د الله په فضل سره اسلامي تحريك پيل شو او الله تعالى په ما پېرزوينه وكړه او د دې تحريك كي په روانولو كي ئې د نورو وروڼو په څنگ كي ما ته هم د څه ونډي افتخار راپه برخه كړ، بيا د داوود خان د اقتدار په دوران كي، د رژيم په ضد په كودتا متهم شوم، زما د نيولو هڅه وشوه، زه الله تعالى وژغورلم، څو تنه وروڼه ونيول شوو او زه له ځينو وروڼو سره خپل شرقي گاونډي ملك، پاكستان ته مهاجر شوو، هلته مو د حركت د مجدد تنظيم فرصت ترلاسه كړ، د افرادو روزنه مو پيل كړه، روزل شوي وروڼه به د كار لپاره هيواد ته ستنېدل، دوى به ډېري سختي، اوږدې، كږې وږې، هسكي او ژوري لاري وهلې، له لوړو لوړوغرونو او سختو درو به تېرېدل او خپلو سيمو ته به تلل، هلته به ئې د دعوت، تنظيم او حزبي فعاليتونو كارونه ترسره كول. پدغه دوران كي وروڼو په اتفاق سره د نهضت امارت ما ته راوسپارو. دلته مي گمان وكړ چي شايد زما د هغه خوب تعبير همدا وو، له شرق نه غرب ته د ستورو خوځيدل مي له شرق نه غرب ته د مجاهدينو تلو ته اشاره وگڼله، مخصوصاً هغه وخت چي له هېواد نه بهر نوري او نوې ډلي جوړي شوې، نوي رهبران صحنې ته راووتل، هر يوه غوښتل د زعامت خولۍ په سركېږدي، دا هره صحنه مي د هغه خوب د يوې برخي تعبير وموندو. په ټولو هغو آيتونو كي چي د الله تعالى له افعالو نه پكي بحث او يادونه شويده، په ځانگړې توگه هغه افعال چي انسانان ئې په جوارحو او اندامونو ترسره كوي او په هغو آيتونو كي چي د انساني اعضاوو لپاره وضع شوي نومونه د الله تعالى په اړه پكي ذكر شوي، اهل ظاهر دا ټول افعال او اسماء د هغوى په ظاهري معنى حمل كوي او وايي چي بايد په دې افعالو او اسماوو ايمان ولرو، گويا دا افعال او اسماء د الله تعالى لپاره ثابت دي او تأويل ئې "د دوى له نظره تأويل" ناجائز دي، مونږ پداسي حال كي چي پدې آيتونو ايمان لرو، تلاوت ئې كوو او په مراد او مطلب ئې عقيده او باور لرو، خو دا افعال او اسماء پرظاهري معنى نه حمل كوو، ځكه ظاهري معنى ترې اخيستل د تشبيه په معنى ده او نه ئې د تأويل هڅه كوو ځكه ايمان لرو چي پرتأويل ئې له عليم خداى نه پرته بل څوك نه يوهېږي. كله چي د الله تعالى په هكله،يد، سمع، بصر، قدم او ديته ورته د نورو نومونو يادونه كېږي دا ټول د الله تعالى ثابت صفات بولو، نه وايو چي د يد مطلب قوت او يا نعمت دئ او د سمع او بصر معنى علم دئ، دا ډول تأويلات نه كوو، همدا راز دا هم نه منو او نه پدې عقيده لرو چي دا ياد شوي نومونه او اندامونه د انسان د اندامونو په شان دي، يعنى يد، سمع او بصر داسي جوارح ندي لكه د انسان لاس، غوږونه او سترگى. بايد دا ټكي په ياد ولرو چي له دې ټولو آيتونو نه هدف دا دئ چي د الله تعالى صفات راوپېژني، دا ئې مراد او موخه نده چي د الله تعالى د ذات كيفيت معرفي كړي. له الله تعالى سره د موسى عليه السلام تكلم مونږ په دې موجوداتو كي د الهي افعالو له نښو او مظاهرو نه د الله تعالى په اړه علم حاصلولى شو، خو د ذات او افعالو د كيفيت د څرنگوالى د ادراك وس او قدرت نه لرو، لكه چي قرآن كريم له موسى عليه السلام سره د الله تعالى د تكلم په قصه كي دې مطلب ته اشاره كوي: وَلَمَّا جَاءَ مُوسى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَنْ تَرَانِي وَلَكِنْ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنْ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسى صَعِقًا فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤمِنِينَ * الاعراف:143 او كله چي موسى عليه السلام زمونږ د وعدي ځاى ته راغى او رب ئې خبري ورسره وكړې، وئې ويل: يا ربه! ما ته ځان راوښيه چي درته وگورم، الله وفرمايل: هيڅكله مي نشې ليدلى، خو دې غره ته وگوره، كه دا په خپل ځاى باقي پاتې شو نو "په هغه صورت كي به" مي وليدى شى، نو كله چي د ده رب غره ته تجلي وكړه "ځان ئې وروښود" ټوټې ، ټوټې شو او موسى عليه السلام بيهوشه ولويد او كله چي په خود راغى وئې ويل: پاكي ده تالره، تا ته مي توبه ده او زه لومړنى مؤمن يم. دا مبارك آيت څو اساسي مطالب څرگندوى: • د لوى عرش مالك خداى پداسي حال كي له موسىعليه السلام سره خبرى وكړې چي موسى عليه السلام په ځمكه كي وو. • موسى عليه السلام د الله تعالى د ذات د ليدو هيله څرگنده كړه چي په ځواب كي ورته وويل شول: هيڅكله به مي ونه وينې، يعنى اوس ته د الله تعالى د ذات د ليدو توان او استعداد نه لرې او په فعلي حالت كي لدې نه عاجز يې چي الله تعالى ووينې. • الله تعالى پداسي طريقى سره چي په خپله ئې غوښتى او كيفيت ئې د انسان لپاره د ادراك وړ ندى، خپل ذات غره ته ورښودلى او غره د دې تجلي په وړاندي مقاومت ونه شوى كړى، ټوټې ټوټې شو. • موسى عليه السلام د دې تجلى له آثارو نه بيهوشه شو او كله چي په خود راغى نو اعتراف ئې وكړچي: الف- الله تعالى لدينه لوړ او منزه دئ چي انسان ئې په خپلو محدودو وسايلو او استعدادونو مشاهده او د هغه تعالى د تجلى په وړاندي مقاومت وكړى شي. ب- د دېدار مطالبه او د مشاهدې هيله، خپله غلطي گڼي او توبه كوي. ج- ځان لومړنى مؤمن او په دې حقايقو باور لرونكى شمېري، ځكه لده نه مخكي هيچا داسي صحنه نده ليدلې. دغه مبارك آيت كه له يوى خوا د الله تعالى لپاره اختياري افعال لكه له بنده سره خبري او تجلى په اثبات رسوي له بلى خوا دا په ډاگه كوي چي د الله تعالى د ذات د كيفيت ادراك د انسان لپاره ممكن ندى. بايد پدې هكله له هر ډول تخيل، تصور او تفكر نه ډډه وشي. هغه كسان چي په متشابه آيتونو او احاديثو كي يد، عين، قدم، اصابع، اذن او مربوطه افعال لكه اخذ، بطش، اعطاء، امساك، سمع، بصر،اتيان، مجئ او استواء دا ټول كلمات چي اصلاً بايد متشابه وبلل شي د تأويل هڅه ئې ونه شي، برعكس هغوى جسارت كوي او دا ټول پرظاهري معنى حمل كوي، پدې سره دوى د تشبيه مرتكب كېږي او له عظيم او احد خداى نه انسان ته ورته موجود جوړوي!! غوره به وي په دې اړه څو آيتونه او احاديث تفسير، توضيح او تشريح كړو ترڅو مساْله ښه څرگنده او روښانه شي: وَقَالَتْ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ * المائده :64 او يهودانو وويل: د الله تعالى لاس تړلى دئ، د دوى لاسونه دي تړلى وي او پر دوى دي لعنت وي، په سبب د هغه څه چي وئې ويل، داسي نده لكه دوى چي وايي، د الله تعالى دواړه لاسونه خلاص دي او څنگه چي وغواړي همغسي انفاق كوي. په دې آيت كي د بخل، سخاوت، امساك او انفاق په اړه بحث شوى، يهودان الله تعالى ته د بخل نسبت كوي او وايي: " يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ: د الله لاس تړلى دئ" يعني څه چي ترې غواړو نه ئې راكوي، د هرڅه واك ورسره دئ، د ټولو شيانو مالك دئ، خو بندگان ئې همداسي پرېښى دي، څه نه وركوي! په عربي ژبه كي له بخيل نه په همدې كلماتو تعبيركېږي او د دې برعكس هغه كسان چي سخاوت لري، هر چا ته لاس وركوي، له هر چا سره مرسته كوي، سخاوت لري، د هغه لپاره (يداه مبسوطتان) كلمات كاروي، يعنى لاسونه ئې خلاص دي، هر چا ته هرڅه وركوي. الله تعالى د يهودانو په ځواب كي فرمايي: "بَل يَدَاهُ مَبسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيفَ يَشَاءُ" د دې معنى دا ده چي الله تعالى زيات انفاق كوي، هر چا ته له خپلو نعمتونو نه مناسبه برخه وركوي. متأسفانه اهل ظاهر لدې آيت نه هم له حقيقت نه لرى تعبير اخلي او وايي چي دا آيت په دې دلالت كوي چي الله تعالى دوه لاسونه لري!! خو هر څوك پوهېږي چي كه چيرته د آيت د بحث محور د الله تعالى د ذات دكيفيت بيان وى! او د بخل او سخاوت په رابطه خبره نه كېدى او د الله د ذات په اړه ويل شوي وى چي: "يَدَاهُ مَبسُوطَتَانِ" نو په هغه صورت كي مو ويلى شوى چي د آيت معنى همغه ده چي اهل ظاهر ئې ترې اخلي، خو پدې صورت كي به هم له دې اشكال سره حتماً مخ كېدو چي: آيا الله تعالى دوه داسي لاسونه لري چي تل خلاص وي او هيڅ نه سره يوځاى كېږي؟ ځكه د مبسوطتان معنى همدا ده!! د اهل ظاهر استدلال د تعجب وړ دئ. مونږ په دې مبارك آيت ايمان لرو او په مفهوم او مراد ئې چي "يُنفِقُ كَيفَ يَشَاءُ " دې باور لرو، خو له دېكلماتو نه ظاهرى معنى نه اخلو او تأويل ئې الله تعالى ته سپارو او د هغه كسانو په ځواب كي چي الله ته د بخل نسبت كوي او وايي: يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ورته وايو:

بَلْ يَدَاهُ مَبْسوطتَانِ يُنفِقُ كَيْف يشاء

د تقوا او احتياط غوښتنه خو دا ده چي د آيتونو په تفسيركي پوره محتاط وو، د هر آيت د تفسير او ترجمې په وخت د هغه سياق، سباق او له مخكي وروسته سره رابطه په پام كي ولرو، كه دا اصل مراعات نشي نو زيات اشتباهات رامنځته كېږي. د مثال په ډول كه تاسي د يوه شخص د ذات په اړه او د يوه خاص حالت د معرفي كولو په هكله ئې خبرى كوى او وائې چي هلته يو څوك دئ له دوو خلاصو لاسونو سره. لدينه مطلب دا دئ چي هغه سړى دوه داسي خلاص لاسونه لري چي يو له بل سره وصل كېدى نشي. خو كه هدف د هغه شخص د سخاوت بيان وي او هدف مو دا وي چي هغه سړى خلاص لاس لري، سخي دئ، نو په دې حالت كي د لومړنۍ معنى اخيستل غلطه او بيځايه خبره ده. لدى آيت نه د اهل ظاهر تعبير كه څه هم ډېر كمزورى او ناسم دئ، خو كه فرضاً د هغوى نظر ومنو او د "يَدَاهُ مَبسُوطَتَان همغه معنى واخلو چي دوى ئې اخلي، په دې صورت كي خو الله له مخلوق سره تشبيه كېږي، بيا نو د اهل ظاهر او مشبه (هغه چي الله له مخلوقاتو سره تشبيه كوي) ترمنځ څه توپير وجود لري؟ هغوى هم وايي چي د الله تعالى (نزول)، (يد) او نور دا ډول صفات همغه دي چي مونږ ئې مثال په مخلوقاتو كي گورو او الله تعالى مونږ ته په خطاب كي داسي كلمات استعمال كړي چي مونږ هغه پېژندي شو او د معرفت توان ئې لرو او له همدې امله د الله تعالى نزول او يد لكه د بندگانو د نزول او لاسونو په شان شمېرو. د دې ډلى يو شيخ په خپل كتاب (قواعدالمثلى في صفات الله واسمائه الحسنى) كي ليكي: پوه شه چي د هغو نصوصو معنى چي د الله تعالى صفات پكي ذكرشوي همغه ظاهري معنى ده چي په آسانۍ سره ذهن ته رسېږي او دماغ ئې بې تكلفه مني او ورباندي پوهېږي. دلته وينو چي د (مشبه ډلى) او اهل ظاهر د نظرياتو ترمنځ هيڅ تفاوت نشته. د مشبه ډله وايي چي د دغو نصوصو ظاهر په دې دلا لت كوي چي الله تعالى لكه انسان دوه لاسونه لري، يو ئې ښى او بل ئې چپ او لاسونه ئې گوتى هم لري،........او ته هم ديته كاملاً ورته خبره كوي، خو فقط دا علاوه كوې چي وائې بلا تكييف يا بلاتشبيه، پدې بلاتشبيه او بلا تكييف ويلو سره ته د مشبه له ډلى نه نه وځې، د بلا تشبيه جمله تا ته هيڅ گټه نشي رسولى، ځكه مشبه ډله خو هم دا نه وايي چي د الله تعالى لاس لكه د انسان د لاس په اندازه اوږد او له غوښو او هډوكو نه جوړ شوى دئ. همداراز كه د "واشتعلَ الراسُ شيِبا" له آيت نه هغه ظاهري معنى واخيستي شي چي ژر او په آسانۍ سره ذهن ته رسېږي نو د دې آيت معنى به دا وي چي: سر ئې له زوړوالي نه اور واخيست! پدې صورت كي كه بلا تشبيه اوبلا تكييف ووايو نو څه گټه به ولري؟! او يا په دې آيت كي: يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ كه په دې ځاى كي ظاهرى او ذهن ته متبادره معنى واخيستى شي نو د آيت ترجمه به يا دا وي: • الله تعالى په هغه څه پوهېږي چي دوى په خپلو ورغوو (لاسونو) كي پټ كړي. • او يا دا چي الله تعالى په هغه څه پوهېږي چي د دوى د دواړولاسونو ترمنځ واقع دي چي هغه ئې خپل بدن دئ. • او يا دا چي الله تعالى په هغه څه پوهېږي چي دوى په خپله غېږ او دواړو لاسونو كي نيولى. • او كه ډېر تكلف وكړو نو ايله دا ويلى شو چي: الله تعالى هم په هغو شيانو علم لري چي د دوى په مخ كي پراته دي او هم په هغه شيانو چي د دوى شاته پراته او واقع دي. پداسي حال كي چي دا آيت نه دغه پورتني مطالب افاده كوي او نه ئې دا شيان مراد او مطلوب دي، بلكه د آيت مطلب او مراد دا دئ چي الله تعالى د دوى په ماضي او مستقبل ټولو باندي عالم دئ، په هر هغه څه پوه دئ چي دوى مخكي كړي او يائې په آينده كي كوي. لنډه دا چي كه له د "يَعلمُ ماَ بينَ ايدِيهِم وماخلَفهُم" په آيت كي د الفاظو ظاهري معنى واخلو نو داسي تفسير به موكړى وي چي د آيت له مراد سره اړخ نه لگوي او پدې صورت كي د بلا تشبيه او بلا تكييف قول او قيد مونږ ته هيڅ گټه نه شي رسولى. همداراز كه دلته د "يُحيطُونَ" له لفظ څخه د هغه ظاهري معنى واخلو نو معنى به ئې دا وې چي گوا كي علم يو داسي شى او جسم دئ چي لا سته راوړل ئې د يوه ديوال په څېر كومې احاطې ته ضرورت لري او تاسي نه شئ كولى د الله تعالى علم لاسته راوړئ او شا او خوا ئې احاطه كړئ مگر هغه چي الله تعالى ئې وغواړي، پدې صورت كي به د بلا تشبيه د قيد راوړلو سره څنگه دا اشكال رفع كړئ؟ ابن جوزي وايي:

كه په دې آيتونو او احاديثو كي د الفاظو ظاهري معنى واخيستل شي نو الله تعالى ته د جسم اثبات او له مخلوق سره ئې تشبيه لا زمېږي، ځكه د لفظ ظاهري معنى هغه ده چي د هغى لپاره لفظ وضع شويدى، په دې اساس د (يد) معنى له هغه مخصوص غړي يا اندام نه پرته بل څه نشي كېدى، همدا راز نور الفاظ.، د سلفو لاره دا نه وه چي د الله تعالى د صفاتو په اړه د استعمال شوو الفاظو ظاهري معنى واخلي، بلكه د هغوى مذهب دا وو چي په دې هكله ئې هر ډول بحث ناروا باله او له هغه نه ئې ډډه كوله. ابن جوزي زياتوي: دې ډول آيتونو او احاديثو ته د صفاتو آيات او احاديث ويل په خپله بدعت دئ، ځكه دا نوم نه په قرآن كي راغلى او نه په احاديثو كي، بلكه دا د بدعتيانو كار دئ. 

امام فخر رازي ليكي: د قرآن كريم په زياتو آيتونو كي د بې شمېره دلايلو له امله د الفاظو ظاهري معنى اخيستل جواز نه لري. د مثال په توگه په دې آيت كي: وَلِتصنعَ علَى عينِي كه دلته ظاهري معنى واخلو نو ترجمه به ئې دا وي چي گويا موسى عليه السلام ئې د سترگى د پاسه وو!! پداسي حال كي چي هيڅ عاقل انسان دا خبره نشي كولى. همداراز پدې آيت كي: وَاصْنَعْ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا كه ظاهري معنى واخلو نو معنى به ئې دا وي چي كښتۍ زمونږ پر سترگو جوړه كړه، همداراز د ظاهرى معنى تقاضا دا ده چي د كښتۍ د جوړولو آله همدا سترگي وگڼو!! دا دواړه خبري غلطې دي، بل اشكال ئې دا دئ چي يوه ذات ته د څو سترگو نسبت شوى او په يوه مخ كي د څو سترگو موجوديت يو ډول عيب شمېرل كېږي، بيا زياتوى دلته له عين او اعين نه مراد نظارت، توجه، پاملرنه او اعتناء ده. هغه كسان چي وايي: الله تعالى دوه لاسونه (ښى او كيڼ) لري، هرلاس ئې گوتى لري او د گوتو ترتيب ئې هم لكه د انسان د گوتو په شان دئ، دا ډله غواړي او كه نه خو په دې تصور سره الله تعالى له انسان سره تشبيه كوي، پداسي حال كي چي الله تعالى فرمايي: لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ * الشورى:11 هيڅ شى د هغه په شان ندى او هغه اورېدونكى ليدونكىدئ. همدا راز فرمايي: فَلَا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الْأَمْثَالَ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ *

 النحل:74

نو د الله تعالى لپاره مثالونه مه راوړئ، بيشكه الله تعالى پوهېږي او تاسو نه پوهېږى. الله تعالى په ذات او صفاتو كي سيال، مثال او مثل نه لري، هرڅوك چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي هغه په غلطه روان دئ او دا ډول عقيده خرافي او الحادي عقيده ده. له اهل ظاهر دوستانو نه پوښتنه كوو چي: د خپل مسلك او مذهب له مخي دا مبارك حديث څنگه تأويلوئ: إنَّ الْمُقْسِطِينَ، عِنْدَ اللّهِ، عَلَىٰ مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ. عَنْ يَمِينِ الرَّحْمَـٰنِ عَزَّ وَجَلَّ. وَكِلْتَا يَدَيْهِ يَمِينٌ رواه مسلم په تحقيق سره عدل كوونكي به د الله تعالى خوا ته او ښي لاس ته ئې د نور پر منبرونو تاست وي او د الله تعالى دواړه لاسونه ښي دي. كه دلته (يد) او (يمين) ستاسي د مسلك په اساس په همدى ظاهري معنى واخلو نو خبره نه په عقل برابره راځي او نه په نقل، په عقل سره ځكه چي دوه ښي لاسونه عقل نه مني او په نقل سره ځكه چي رسول صلى الله عليه وسلم په بل حديث كي فرمايي: يَطْوِي اللّهُ عَزَّ وَجَلَّ السَّمَاوَاتِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. ثُمَّ يَأْخُذُهُنَّ بِيَدِهِ الْيُمْنَىٰ. ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا الْمَلِكُ. أَيْنَ الْجَبَّارُونَ؟ أَيْنَ الْمُتَكَبِّرُونَ؟ ثُمَّ يَطْوِي الأَرَضِينَ بِشِمَالِهِ. ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا الْمَلِكُ. أَيْنَ الْجَبَّارُونَ؟ أَيْنَ الْمُتَكَبِّرُونَ؟ " رواه مسلم الله تعالى به د قيامت په ورځ آسمانونه راونغاړي او بيا به ئې په ښي لاس كي ونيسي او وبه فرمايي: زه پاچا (ملك) يم، جابران چيرته دي؟ متكبران چيرته دي؟ بيا به ځمكي راونغاړي او په كيڼ لاس كي به ئې ونيسي او وبه فرمايي: زه پاچا يم چيرته دي جابران؟ چيرته دي متكبران؟ مونږ د دواړو حديثونو په الفاظو اقرار كوو، ايمان پرې لرو، حق ئې بولو، هغه د متشابهاتو له جملې نه شمېرو او وايو چي د "يداليمنى، شمال، يأخذ او يطوي" كلمات د تشبيه لپاره راغلى دي او پر تأويل ئې له الله تعالى نه پرته بل څوك نه پوهېږي او په لا ندينيو مفاهيمو دلالت كوي: • لومړنى حديث دا مطلب څرگندوى: هغه كسان چي عدل ئې كړى، په خپلو قضاوتونو كي ئې د انصاف رعايت كړى، حق ئې حقدار ته سپارلى، د دوې مقام ډېر لوړ دئ، د الله تعالى په وړاندي د اوچت مقام خاوندان دي، د قيامت په ورځ به د الله تعالى خوا ته د نور په منبرونو ناست وي. • لكه څرنگه چي په دنيا كي د پاچايانو او واكمنو دا دود دئ چي كه وغواړي څوك تقديركړي درناوى ئې وكړي نو هغوى خپلي ښي خوا ته دروي، الله تعالى هم عدل كوونكو ته خاص مقام وركوي او تقديروي ئې خپلي خوا ته ځاى وركوي، خو پام مو وي چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه نه كړئ، د الله تعالى په رابطه ښى او كيڼ مطرح ندى، هرڅوك چي هر چيرته د الله تعالى خوا ته ځاى ومومي همغه ځاى مبارك دئ. • كه نن ورځ يو شمېر جابر او متكبر واكمنان په خپل قوت او واكمنۍ غره دي، اقتدار او واكمني ئې د تمرد سبب شوې او دا ئې هيره كړې چي الله تعالى د هر څه واكدار دئ او دا هر څه د هغه په واك كي دئ، همدا مغرور واكمنان به د قيامت په ورځ وگوري چي ځمكي او آسمانونه د الله تعالى ملكيت دي، دا ځمكي او آسمانونه د الله تعالى د عظمت په وړاندي داسي دي لكه زمونږ لپاره د كاغذ يوه پاڼه، الله تعالى به آسمان او ځمكه داسي راغونډكړي لكه د كاغذ يوه پاڼه زمونږ په لاس كي. • هغه وخت به قهار او مالك الملك خداى فرمايي: چيرته دي جابر واكمنان؟ چيرته دي هغه متكبر او مغرور حاكمان؟ لِمن الملك اليوم لله الوَاحِد القهار: نن پاچايي د چاده ؟ د قهار او واحد خداى. پوښتنه به وشي چي نن واكمني د چاده ؟ ټول به ووايي: واكمني يوازي د قهار او احد خداى ده. • د دې احاديثو له فحوى او محتوى نه دا معلومېږي چي دلته هدف د الله تعالى د ذات كيفيت بيانول ندى او نه ښايي له الفاظو نه ظاهري معنى واخلو، ځكه د الله تعالى د ذات د كيفيت ادراك د انسان د وس خبره نده، انساني عقل دومره توان نه لري چي دا درك كړى شى. د الله تعالى د ذات د كيفيت د بيان لپاره په انساني قاموس كي الفاظ نشته، دا الفاظ چي دلته استعمال شوي ټول په حقيقت كي د محسوسو او مشهودو مخلوقاتو لپاره وضع شويدي او څرگنده ده چي پدې كلماتو سره د عظيم خداى د ذات د كيفيت بيان ممكن ندى. پدې ډول نصوصوكي د دې الفاظو پر معنى د پوهېدو لپاره دا مطلب ډېر ضروري دئ چي په دې مثال سره ئې بيانوو: الله تعالى فرمائې: وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُوْلِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ * ص:45 او ياد كړه زمونږ بندگان ابراهيم، اسحاق او يعقوب چي د لاسونو او سترگو خاوندان وو. كه دا آيت د اهل ظاهر د مسلك له مخي ترجمه كړو نو بايد ووايو چي: دوى لكه زمونږ په شان د لاسونو او سترگو درلودونكي وو. خو د آيت سياق او سباق پدې دلا لت كوي چي دلته هدف او مقصد دا ندى، بلكه مراد ئې دا دئ چي: هغوى عليهم السلام د بصيرت او پوهى خاوندان، كاركوونكي او زيار ايستونكي وو. په ټولو هغو نصوصو كي چي اهل ظاهر هڅه كوي استدلال ورباندي وكړي او دا ورباندي ثابته كړي چي د الله تعالى (يد) لاس بايد په ظاهري معنى حمل شي، په دې ټولو نصوصو كي د بحث محور د الله تعالى ذات ندى او نه (يد) د يوه غړى (اندام) په حيث استعمال شوى دئ. د مثال په توگه: (بيدِي الامر) (والخيرفي يديك) (والذي نفس محمدبيده) (اِن الله يَبسط يده بالليل ليتوب مسئ النهار ويبسط يده بالنهار ليتوب مسئ الليل) كه پدې نصوصو كي دقت وكړو نو وبه وينو چي دلته د خير، توبې او نفس انتساب يد يا لاس ته مجازي دئ نه حقيقي، د امورو تدبير، د خير وركړه، د مرگ او ژوند د فيصلې صدور، د توبې قبلول، دا نه ايجابوي چي دلته دي له يد نه مراد د بدن غړى او جارحه وي، ځكه نه امر جسم دئ، نه خير، نه نفس او نه توبه او نه خيرات او نه دا نور ذكر شوي شيان ،دا يو هم جسم ندى چي ملكيت، وركړه، اخيستل او تدبير ئې د جارحه، آلې او اندام غوښتونكي وي. قرآن كريم په پوره صراحت سره فرمايي: إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ *

  يس: 82

بيشكه چي كله الله د څه شي اراده وكړي نو كار ئې يوازي دا دئ چي ورته ووايي: وشه، نو هغه وشي. د ټولو امورو د تدبير او ترسره كېدولپاره يوازي د الله تعالى اراده كافي ده، د شيانو پيدايښت، مرگ، ژوند، ساتنه، پالنه، تدبير، وركړه، تمليك، اخيستل، امساك، بطش، دا ټول د الله تعالى په ارادې سره او د كُنٌ په حكم ترسره كېږي. سره لدې چي الله تعالى د هرڅه قدرت لري او د كارونو په تدبير او پاى ته رسولو كي شريك ته ضرورت نه لري، هرڅه يوازي د هغه جل شأنه په ارادې ترسره كېږي، خو بيا هم الله تعالى د دې كايناتو د تدبير او د امورو د ادارې لپاره د ملائكو په نامه داسي لښكر توظيف كړي چي د الله تعالى په امر او اذن سره كارونه ترسره كوي، كوم كارونه چي پدې عالم كي د ملا ئكو په واسطه ترسره كېږي، الله تعالى هغه ټول ځانته منسوبوي، دا ځكه چي د ده په امر، اراده او حكم سره د مطيع او منونكو مأمورينو پواسطه اجرا كېږي. كه هغه كارونه چي (يد) ته منسوب شوي د اهل ظاهر د مسلك مطابق تعبير او تفسيركړو نو بايد د ملائكو ونډه كاملاً نفى كړو او په هغو آيتونو سترگي پټې كړو چي په همدې امورو كي د ملا ئكو ونډه ثابتوي، د مثال په توگه الله تعالى فرمايي: وَاللهُ يُحي ويُمِت الله تعالى ژوندى كوى او وژني خو د النساء سورې 97 آيت فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمْ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا* بيشكه هغه كسان چي ملائكي ئې روح قبضوي، پداسي حال كي چي دوى پر خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي، ورته وايي: تاسي په څه حالت كي وئ؟ وايي: مونږ په ځمكه كي كمزوري او مستضعف وو، ورته وبه وايي: آيا د الله تعالى ځمكه پراخه نه وه چي هجرت موكړى وى؟ نو د دوى ځاى دوزخ دئ او هغه څومره بد ځاى دئ. په همدى رابطه بل ځاى فرمايي: اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ * الزمر:42 الله تعالى نفسونه د مرگ په وخت كي وفات كوي او هغه چي ندي مړه شوي د خوب په وخت كي ئې، نو هغه چي د مرگ فيصله ئې شويده روح ئې له ځان سره ساتي او د دې بل كس روح ترټاكلې نېټې بېرته رالېږي. لدى او ديته ورته آيتونو نه دا په ډاگه كېږي چي الله تعالى د ملائكو په ذريعه د مخلوقاتو او موجوداتو اداره، تدبير او پالنه كوي، د ملائكو بېلې بېلې ډلي دي چي هره يوه ئې په ځانگړي كار او وظيفه گمارل شويده. كه څوك دا آيتونه له پامه واچوي او ادعا وكړي چي په فلاني آيت يا حديث كي د يد او اصابع لفظونه راغلي دي او فلانى فعل ورته منسوب شويدى او په همدې استناد وكړي او ادعا وكړي چي بايد د يد او اصابع ظاهري معنى واخيستل شى، دا ډول كسان به يا جاهل وي او يا مغرض او مغرور. عجيبه ده چي اهل ظاهر د يو شمېر نصوصو په رابطه د خپل مسلك او مذهب مخالفت كوي، د نورو په لاره ځي او پداسي مسلك عمل كوي چي بل ځاى همغه مسلك د نورو د تكفير سبب گرځوي. د مثال په ډول د دې آيت په اړه: ونحنُ اقَرَبُ اليهِ من حَبل الوَريد * ق:16 او مونږ هغوى ته د دوى د غاړى له رگ نه ورلنډ يو. اهل ظاهر پدې ځاى كي وايي: دلته له (نحنُ) نه مراد هغه ملائكي دي چي د بنده د اعمالو د ثبتولو او څارني لپاره توظيف شويدي!! پدې موضوع كي څو پوښتني ترې كوو: • ولې همدا تعبير او مسلك د نورو آيتونو په هكله نه كاروئ؟ • ولې د (نحن) ظاهري او ذهن ته لنډه معنى پرېږدى او ملا ئكي ترې اخلئ؟ • آيا الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوئ چي قرب او بعد ورته مطرح دئ، پداسي حال كي چي الله تعالى ته نن، سبا، شاهد او غائب ټول يو شانته دي، نږدې او ليرى هم ورته يو شانته دي، نه ښايي چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كړو او داسي گمان وكړو چي الله تعالى پرعرش استواء كړې نو ممكنه نده چي په عين وخت كي بنده ته هم نږدې وي!! كه په لاندي ذكر شوو نصوصو كي غور وكړو نو مطلب به نور هم راته روښانه شى: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: مَا تَصَدَّقَ أَحَدٌ بِصَدَقَةٍ مِنْ طَيِّبٍ، وَلاَ يَقْبَلُ الله إِلآَ الطَّيِّبَ، إِلآَ أَخَذَهَا الرَّحْمٰنُ بِيَمِينِهِ....." رواه مسلم هيڅوك پاكه صدقه نه وركوي او الله تعالى خو له پاك نه پرته بل څه نه قبلوي، مگر دا چي رحمن خداى هغه په خپل يمين (ښي لاس) اخلي. ابن عباس ر(ض) وايي: الحجر الاسود يمين الله في الارض فمن صافحه وقبله فكانما صافح الله وقبل يمينه حجر الاسود په ځمكه كي د الله تعالى ښى لاس دئ، چا چي پر هغې لاس كيښود او ښكول ئې كړه نو دا داسي ده لكه چي له الله تعالى سره ئې مصافحه كړې وي او د هغه ښى لاس ئې ښكول كړى وي. قرآن كريم فرمايي: ان الذينَ يُبايِعُونكَ اِنمايبايعُون الله يدالله فَوق ايدِهم *

 الفتح:10

په تحقيق سره هغه كسان چي له تاسره بيعت كوي هغوى په حقيقت كي له الله تعالى سره بيعت كوي، د الله تعالى لاس د دوى د لاسونو د پاسه دئ. د لومړني حديث مطلب او مدلول دا دئ چي الله تعالى يوازي پاكه صدقه او خيرات قبلوي، نه يوازي قبلوى ئې بلكه هغه ته خاص ارزښت وركوي او لكه څرنگه چي انسان يو باارزښته څيز په ښى لاس اخلي، شكور خداى هم د خپل بنده پاكي صدقى ته ارزښت وركوي او قبلوي ئې؛ خو پدې حديث كي نه د يمين او نه د اخذ كلمې ظاهري معنى مراد ده، ځكه گورو چي صدقه د يو انسان له خوا بل انسان ته وركول كېږي، وركوونكي او اخيستونكي دواړه انسانان دي. په دوهم حديث كي هم گورو چي په لومړنۍ برخه كي ئې حجرالاسود ته په ځمكه كي د خداى يمين (ښى لاس) ويلى شويدى او په دوهمه برخه كي د حجرالاسود لمس كول او يا ښكولول د الله تعالى د لاس د لمس او ښكولولو په معنى راغلى دئ، هيڅ عاقل انسان به دا ادعا ونكړي چي له دې الفاظو نه مراد همدا ظاهري معنى ده. په پورته ذكر شوي آيت كي هم چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره بيعت له الله تعالى سره بيعت شمېرل شوى، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د بيعت لپاره لاس وركول لكه الله تعالى ته لاس وركول بلل شوي، دلته هم هيڅوك حتى اهل ظاهر دا ادعا نشي كولى چي گويا الله تعالى خپل لاس د هغوى د لاسونو د پاسه ايښى او د دوى خوا ته نږدې وو. اهل ظاهر په لا ندې ذكر شوي حديث باندي په استدلال سره وايي چي اصابع په اصلي معنى (گوتې) د الله تعالى صفت دئ او ايمان ورباندي ضروري دئ!! راشئ دې مبارك حديث ته لږ ځير شو: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ كَقَلْبٍ وَاحِدٍ يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهم عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ * رواه مسلم د بني آدمو ټول زړونه لكه د يوه زړه په شان د الله تعالى د دوو گوتو ترمنځ دي، هر لوري ته چي وئې غواړي اړوي ئې، بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې د زړونو اړونكيه خدايه! زمونږ زړونه ستا د اطاعت لوري ته واړه وه. د دې حديث د لومړنۍ برخى معنى " إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ " دا ده چي د حديث په دوهمه برخه كي راغلى ده: " يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ " يعنى الله تعالى د زړونو اړوونكى او گرځوونكى دئ، د خلكو زړونه هر لوري ته چي وغواړي اړوي ئې، پر زړونو د الله تعالى سلطه او سيطره داسي ده لكه ټول ئې چي په دوو گوتو كي وي او هرې خوا ته ئې په آسانۍ سره اړولى شي. پدې حديث كي د (اصابع) او (يقلبه) كلمات هغه متشابهات دي چي نه ئې ظاهري معنى مراد ده او نه ئې انسان په تأويل علم لري. په قدسي حديث كي راځي چي الله تعالى فرمايي: يُؤذِينِي ابْنُ آدَمَ يَسُبُّ الدَّهْرَ وَأَنَا الدَّهْرُ بِيَدِي الْأَمْرُ أُقَلِّبُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ * رواه البخارى د آدم اولاده مي ځوروي، دهر ته ښكنځلې كوي، پداسي حال كي چي دهر زه يم، كارونه زما په لاس كي دئ، شپه او ورځ زه اړوم را اړوم. هرڅوك پوهېږي چي: • د "اناالدهر" معنى هغه ده كومه چي په حديث كي وروسته ذكرشويده "بيدي الامر اقلب الليل والنهار" • هيڅوك حتى اهل ظاهر هم دا ادعا نه شي كولى چي دهر د الله تعالى نوم دئ،او يا الله تعالى هغه ذات دئ چي مونږ ئې دهر بولو، ځكه د دهر لفظ په قرآن كريم كي د زمانې په معنى راغلى دئ، قرآن كريم فرمايي: وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ * الجاثيه :24 او وئې ويل: يوازي همدا دنيوى ژوند دئ چي مرو او ژوندي كېږو او نه وژني مونږ مگر زمانه، پداسي حال كي چي هغوى پدې خبره علم نه لري، دوى له گمان كوونكو پرته بل څه ندي. وينو چي دلته قرآن كريم دا تصور چي مرگ په زمانې پوري تړي او د مرگ نسبت دهر ته كوي، باطل او كفري تصور شمېري، نو د (اناالدهر) مطلب دا ندى چي الله تعالى په خپله زمانه دئ، بلكه هدف او مراد ئې دا دئ چي: خلك ښه او بد زمانې ته منسوبوي، د زمانې له ناوړه پېښو نه شكايتونه او گيلې كوي، گمان كوي چي پېښي په خپله او په تصادفي شكل واقع كېږي، له همدې امله زمانه محكوموي او ښكنځلې ورته كوي، پداسي حال كي چي د پېښو مدبر او متصرف قديرخداى دئ، هركار د ده په امر او اراده ترسره كېږي، شپه او ورځ د ده په امر اوړي را اوړي، زمانې ته بد ويل او ښكنځلې ورته كول، په حقيقت كي خداى ته د بد ويلو مترادف دئ. • كه په دې حديث كي د (اناالدهر) ظاهري معنى نه اخلو او لازماً د (بيدي الامر) مراد ترې مطلوب بولو، نو ولې همدا اسلوب او طريقه د نورو ديته ورته نصوصو په هكله نه غوره كوو؟ او اهل ظاهر ولې هغه كسان تكفيروى چي همدا اسلوب د نورو نصوصو د تفسير او بيان لپاره غوره كوي؟ • كه احياناً تاسو ووايئ چي د فلاني مهار د بل په لاس كي دئ او لدينه مو مطلب دا وي چي دى استقلال او آزادى نه لري او د خپل واك خاوند ندى، بل ته تابع دئ، هيڅوك ستاسو لدې قول نه دا مطلب نه اخلي چي گويا هغه كس د اوښ په څېر دي او داسي پړى ئې په غاړه دي چي سر ئې د بل په لاس كي دئ!! كه څوك لدې جملى نه دا غلطه معنى واخلي او د دې خبري د ثابتولو هڅه وكړي چي دا كس حتماً كوم حيوان دئ او پړى ئې د بل په لاس كي دئ! نو آيا دا هڅه به د يوه بې عقله او جاهل انسان هڅه نه وي؟! دا مبارك حديث په حقيقت كي د دې مبارك آيت شرح او تفسير بيانوي چي فرمايي: وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ * الشمس:29 تاسي هيڅ څه نشى غوښتى، مگر هغه څه چي رب العالمين ئې وغواړي. انسان نشي كولى د زړونو په اړه د الله تعالى د تصرف كيفيت درك كړي. عملاً گورو چي له تصريف نه مطلب له ښى اړخ نه چپ او له پورته نه لا ندى ته اړول ندي، بلكه دلته له تصريف نه مطلب او مراد هغه القائات او الهامات دي چي زړونو ته ئې كوي، د كار كولو او يا نه كولو اراده او تلوسه پكي راولاړوي، محبت او يا كينه ورته القاءكوي. او واقعاً چي دا تعبير د اهل ظاهر له تنگ تصور او گمان سره توپير لري او د دوى په غلط تصور د بطلان كرښه راكاږي. همداراز الله تعالى سميع او بصير دئ، اوري او ويني، هيڅوك ئې په دې صفاتوكي سيال او مثال ندى، ليرې، نږدې، رڼا، تياره، ټيټ او لوړ غږ، ټول د ده په وړاندي يو شانته دي، هغه په تپه تياره شپه كي تر ځمكي لا ندې، پر تيږه د مېږي د پښى غږ اوري، هيڅ شى د دې غږ او الله تعالى ترمنځ نشي حايل كېدى. هغه هر غږ اوري او هرڅه ويني. خو نه ښايي له سمع نه د غوږ او بصر نه د سترگى مطلب او معنى واخلو، سمع يو صفت دئ او (اذن) د بدن يو غړى او جارحه، همداراز بصر صفت دئ او (عين) سترگه عضو او اندام، مونږ په سترگو وينو او په غوږونو اورو، په لاسونو نيسو او وركوو، خو د الله تعالى د اخذ، بطش، ايتاء، ليدلو او اورېدلو كيفيت زمونږ له ادراك نه لوړ دئ، دا زمونږ له فهم او عقل نه پورته خبره ده، مونږ په خپلو پښو سره ځو او راځو، خو د علي او قدير خداى مجئ (راتگ) زمونږ په شان ندى او د تگ كيفيت ئې زمونږ له ادراك نه لوړ دئ. لكه څنگه چي د الله تعالى د ذات ادراك زمونږ لپاره ممكن ندى همدارنگه ئې د صفاتو او افعالو د كيفيت ادراك هم ناممكن دئ. مونږ له (جاء) نه ظاهري معنى نه اخلو، د هغه حقيقت او اصلي مفهوم الله تعالى ته سپارو او له ادراك نه ئې ځان عاجز او قاصر شمېرو؛ ځكه (جاء) كه په هره ظاهري او ذهن ته متبادره معنى تعبير شي د الله تعالى له شأن سره تطابق نه كوي، دا لفظ د مخلوقاتو په منځ كي له يوه ځاى او يوى نقطې نه بلي ته د نقل او انتقال په معنى دئ، دا نقل او حركت د مكان او زمان تقاضاء كوي او الله تعالى له مكان او زمان نه مستغني دي. مونږ دا هم گورو چي د يوه مخلوق تگ له بل سره تفاوت لري، وينو چي انسانان او څاروي د ځمكي په وچه د تگ صلاحيت او توان لري، مرغان په هوا كي الوزي او بحرى حيوانات په اوبو كي لا مبو وهي، د هر يوه حركت له بل سره توپير لري، د مادې حركت د انجماد په حالت كي يو شانته وي؛ خو كله چي مايع شي حركت ئې بل ډول وي او كه په گاز او بخار بدله شي نو بيائې حركت بل ډول وي، همداراز د دې ټولو شيانو حركت د نور له حركت سره د مقايسې وړندى، د انرژى حركت له ټولو نه بېل دئ. پداسي حال كي چي په مخلوقاتو كي د حركت او خوځښت شكلونه بدل دي، هر څومره چي يو مخلوق له كثافت نه د لطافت خوا ته نږدې كېږي، په همغه اندازه ئې زمان او مكان ته اړتيا كمېږي، د زمان او مكان له قيد نه آزادېږي، محدوديت ئې كمېږي، له يوى نقطى نه بلى ته حركت ورته آسانه كېږي، د مثال په توگه برق په زرگونو كيلومتره فاصله په يوه شېبه كي طى كوي، دلته يوه تكمه وهو، هلته په همدې لحظه كي څوكيلومتره ليرې گروپونه روښانه كېږي. ساينس ادعا كوي چي كه ماده په انرژى بدله شي نو د مكان او زمان له قيده آزادېږي. د الله تعالى د مجئ (راتگ) كيفيت له هيڅ مخلوق سره د تشبيه وړندى، قرآنكريم فرمايي: (لَيسَ كَمِثلِه ِ شيئ) نو نه شو كولى چي د اخذ، بطش، سمع، بصر او نوركلمات د الله تعالى په رابطه په همغه ظاهري معنى ونيسو او نه ښايي له دې صفاتو نه د الله تعالى لپاره د غړو لكه لاس، سترگي، غوږ او پښى د اثبات هڅه وكړو. دا مطلب په يوه مثال سره روښانه كوو: ټيپ چي فيته ثبتوي،كه كوم استاد خپلو دوو شاگردانو ته چي لا تر اوسه ئې ټيپ ندى ليدلى، ووايي چي ټيپ داسي يوه آله ده چي اوري، ثبت او حفظ كوي او بيا هغه څه بېرته بيان او اوروي چي اورېدلى ئې دي. كه لدې شاگردانو نه يو له دي جملي نه چي (ټيپ اوري) دا مطلب واخلي چي دا ټيپ حتما غوږونه لري او لدې جملى نه چي (څه ئې اورېدلي هغه اوروي) دا مطلب واخلي چي دا آله حتماً زمونږ يا كوم بل حيوان په شان شونډې، ژبه او خوله لري، خو دوهم شاگرد ووايي چي معلم خو دا ندى ويلي چي ټيپ غوږ لري، بلكه دا ئې ويلى چي اوري او دا ئې هم ندي ويلى چي شونډى او ژبه لري، بلكه صرف دا ئې ويلي چي اورېدلې خبرى تكراروي، دلته اورېدل او بيانول د غوږ او ژبى د اثبات دليل نشي كېدلى. وواياست لدې دوو شاگردانو نه د كوم يوه خبره حقيقت ته نږدې ده؟ سيدقطب (رح) د دې آيت په اړه چي فرمايي: وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ * الزمر: 67 داسي ليكي:" وكل ماورد في القرآن و في السنة من مثل هذه انماهو تقريب للحقيقة، فالله تبارك وتعالى وضعهافي اسلوب يقرب بهاويمثل"

په قرآنكريم او احاديثو كي چي ديته ورته كوم الفاظ راغلي دي، دا ټول په اصل كي د دې لپاره راغلي چي حقيقت ذهن ته رانږدې كړى شي، الله تعالى دا كلمات او الفاظ د دې لپاره په خاص اسلوب سره وضع كړي چي حقيقت ورباندي رانږدې او تمثيل كړي.

كه اهل ظاهر همدا خبره ومني، نو د دوى ټولي بې گټي مناقشې او جنجالونه به پاى ته ورسېږي. خو متأسفانه اهل ظاهر دا تعبير نه مني، نيوكه ورباندي كوي او وايي: د قبضه او يمين كلمات چي د الله تعالى په هكله استعمال شوي بايد په حقيقي معنى تعبير شي نه په مجازي سره؛ پداسي حال كي چي هرانسان پوهېږي چي د "قبضه او يمين" الفاظ د انسان له خوا د خپلو غړو لپاره د نومونو په حيث غوره شويدي او حقيقى معنى ئې يوازي د انسان په هكله صدق كوي.كه د قبضه، يمين، شمال، يد، رجل، عين، اذن او ديته ورته كلمات له انسان نه پرته د بل چا لپاره استعمال شي نو حتما به ئې مجازي معنى ترې مراد وي نه اصلي معنى. انسان چي كوم څه له خپلو غړو او اندامونو سره ورته ليدلى نو د هغوى لپاره يى همدا نومونه كارولي دي. او كه عليم خداى د خپلو صفاتو د بيان او معرفي لپاره د انسانانو په منځ كي متداول نومونه او كلمات استعمال كړيدي نو دا لدې امله چي له همدې لاري او د همدې كلماتو په استعمال سره د انسان لپاره د دې الهي صفاتو فهم او ادراك ممكن دئ او يوازي په همدې طريقې سره د دې صفاتو په حقيقت پوهېدو ته ورلنډيداى شي. كه څوك د الله تعالى په اړه (يد) او (عين) د غړي او عضو په معنى حمل كوي او همدا ظاهري معنى ئې اخلي، نو پوښتنه ترې كوو: كه د انسان د جسم ټول پوستكى د سترگي د شفافې پردي په شان شفاف وى او تر پوستكي لا ندي ئې له نور نه متأثره كېدونكي هغه عصبى رشتې موجودې وى چي عكسونه دماغ ته انتقالوي، نو پدې صورت كي به انسان په ټول بدن سره ليدل كولى شوى، هره خوا به ئې ليدله، كه همداسي يو مخلوق چي په ټول بدن سره ليدل كولى شي او هره خوا ويني او په طبيعت كي ئې بېلگې هم شته، له داسي مخلوق سره مقايسه كړو چي يوه يا دوې سترگى لري، نو دا راته وواياست چي كوم يو ئې د بصر او ليدو د صفت له مخي تر بل نه كامل او بشپړ دئ؟ دې مطلب ته په توجه سره لا زمه ده دا هڅه ونكړى چي د الله تعالى لپاره يو غړى د عين، عينين يا اعين په نامه ثابت كړئ. لازمه ده په دې اكتفاء وكړئ چي الله تعالى د ليدو صفت لري او دا صفت ئې د بصر په نوم مونږ ته معرفي كړى او د ليدلو فعل ئې ورته منسوب كړى. انسان نشي كولى دا صفت درك كړي او له مخلوق سره له هيڅ پلوه شباهت او ورته والى نه لري. په ټول قرآنكريم كي يوځل هم دا ندى راغلي چي الله تعالى (اذن) يعنى غوږ لري، خو په لسهاوو ځله دا راغلي چي الله تعالى سميع (اورېدونكى) دئ، هر غږ اوري، دا ځكه چي اصل مطلب دا دئ چي د الله تعالى صفات وپېژندل شي، دا ضروري نده چي د الله تعالى په ذات او د صفاتو په كيفيت پوه شو، ځكه دا زمونږ د توان له اندازې نه اوچته خبره ده. پداسي حال كي چي انسان د خپل روح د حقيقت له ادراك نه عاجز دئ، نو همدا د كمزوري عقل خاوندانسان څنگه كولى شي د الله تعالى د ذات په كيفيت پوه شي؟ قرآنكريم فرمايي: وَيَسْأَلُونَكَ عَنْ الرُّوحِ قُلْ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا * الاسراء:85 د روح په هكله پوښتنه درنه كوي، ورته ووايه چي روح زما د رب كار دئ او تاسي ته پدې اړه ډېره كمه پوهه دركړل شويده. يعنى ستاسي علم دومره ندى چي د روح حقيقت پرى درك كړى شئ، د روح حقيقت يوازي الله تعالى ته معلوم دئ. داسي گمان ونكړئ چي د (وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا) معنى دا ده چي تاسي ته د روح په هكله لږ علم دركړل شويدى، نه، بلكه د دې معنى او مفهوم دا دئ چي تاسي د روح حقيقت نه شى درك كولئ، ستاسي علم محدود دئ، دومره ندى چي د روح ادراك وكړى شي. دلته د (مِن علمِهِ ) لفظ ندى استعمال شوى بلكه ويل شوي (من العلم) د دې دواړو تعبيرونو ترمنځ زيات توپير شته. پداسي حال كي چي ادراك او احساس د روح وظيفه ده، اورېدل، ليدل، څكل، بوىكول، لمس كول، د يخنۍ او گرمۍ احساس، د نرمۍ او سختوالي احساس، دا ټول د روح په واسطه ترسره كېږي، دا د روح وظيفه ده، خو همدا روح له خپل حقيقت نه بې خبره ده. د انسان ټول حركات او افعال لكه تلل، راتلل، نيول او وركول ټول د روح په واسطه ترسره كېږي، سترگى، غوږونه، لاسونه، پښى، زړه او دماغ د روح په خدمت كي وسايل دي او دا روح ده چي لدې شيانو نه استفاده كوي، انسان هرڅه د روح په واسطه ترسره كوي، قرآن وايي چي تاسو د دغې روح په حقيقت نه پوهېږئ او دا له خپله حده پښه آخوا غزول گڼي چي څوك د روح په اړه د بحث كولو جسارت كوي. حقيقت دا دئ چي روح، اورېدونكي او ليدونكي ده، احساس لري او د هرڅه ادراك كولى شي، ښه او بد پېژني، قضاوت كوي او د انسان نوموړي صفات د ده د روح مظاهر دي، خو دا به څومره لويه غلطي وي چي د روح د همدې مواصفاتو په وجه څوك د روح لپاره د ځانگړو غړو او اندامونو د اثبات هڅه وكړي!!

عجيبه ده، الله تعالى په خپله په قرآنكريم كي د خپل ذات د كيفيت په هكله بحث نه كوي، خو اهل ظاهر همدا موضوع د توحيد اساسي جزء گرځوي، همدا ئې د بحث محور دئ او ټوله هڅه ئې دا وي چي په دې هكله بحث او مناقشه وكړي او د صفاتو توحيد د الله تعالى د ذات په رابطه له بحث سره گدوى! د يوه شي د ذات په هكله د بحث تقاضا دا ده چي د هغه د جوړښت، شكل او صورت په اړه خبري وشي، لكه چي د انسان په رابطه راځي:

أَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَيْنَيْنِ * وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ * البلد:8-7 آيا هغه (انسان ) ته مو دوه سترگي، يوه ژبه او دوى شونډې ندى وركړئ. او يا لكه چي د حيواناتو په هكله فرمايي: وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ * النور:45 او الله تعالى هر خوځيدونكى له اوبو پيدا كړى، چي ځيني ئې په سينه خوځي او ځيني ئې پر دوو پښو درومي او ځيني ئې په څلورو پښو درومي. كله چي د شيانو د ذات په اړه بحث كېږي نو بايد د پورتني آيت په څېر وي او دا صيغې، دا اسلوب او دا صراحت پكي وكارولي شي. كه لوى، عليم خداى د حيواناتو جوړښت، شكل او صورت پدې طريقى او دې وضاحت سره بيانوي، آيا ممكنه ده چي لدينه د ډېري مهمي قضيى لكه د الله تعالى د ذات د بيان په هكله داسي اسلوب وكاروي چي له اهل ظاهر نه پرته بل چا ته د فهم وړ نه وي!! او اصحاب، تابعين، تبع تابعين، د مذاهبو امامان يو هم لدې آيتونو نه د اهل ظاهر د تعبير په شان تعبير ونلري؟ اهل ظاهر ته وايو چي د صفاتو توحيد دا ندى چي د الله تعالى له ذات نه بحث وشي او د الله تعالى لپاره په خپل ذهن كي يو تصوير ترسيم او انځور كړو او يائې له مخلوق سره تشبيه كړو، د صفاتو توحيد دا دئ چي عقيده ولرو الله تعالى سميع (اورېدونكى) دئ، هيڅوك د ده په شان سميع ندى، الله تعالى بصير (ليدونكى) دئ، د ليدو په صفت كي هيڅ سيال نه لري، هيڅ ترې پټ ندي، خداى عليم دئ، په پټ او ښكاره علم لري، حاضر او غائب ورته يوشان معلوم دي، هيڅوك پدې صفت كي ورسره برابر ندي، الله تعالى خبير دئ، په هرڅه خبردى، كه پټ وي كه ښكاره، حاضر وي كه غائب، تېر وي كه راتلونكي، هرڅه ورته ښكاره دي او په ټولوخبردى، هغه روْوف، رحيم، غفور، كريم، عزيز او حكيم دئ او د نورو صفاتو او نومونو خاوند دئ چي ځيني ئې په قرآنكريم كي ذكر شوي، نور ئې له ځان سره ساتلي او هيچاته ئې ندي ښودلي. پدې ټولو صفاتوكي هيڅوك ورسره برابر ندي، نه مثل لري او نه مثال. نه ښايي د الله تعالى د ذات په هكله خبري او بحث ته د صفاتو توحيد ووايو او په بې گټي مناقشې او مباحثې سره خپل وخت ضايع كړو او له مخلوق سره د الله تعالى د تشبيه مرتكب شو. د اهل ظاهرنظريات او څرگندوني پدې دلا لت كوي چي هغوى الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي، دا اتهام ندى بلكه دوى همدا ډول عقيده او تصور لري، د دې مدعا د اثبات لپاره د لاندي ذكرشوي حديث په رابطه د اهل ظاهر تعبير او تفسير كافي دئ. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: إِذَا ضَرَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ وَلَا يَقُلْ قَبَّحَ اللَّهُ وَجْهَكَ وَوَجْهَ مَنْ أَشْبَهَ وَجْهَكَ فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ خَلَقَ آدَمَ عَلَيْهِ السَّلَام عَلَى صُورَتِهِ * رواه احمد كه چا بل څوك وهلو نو بايد په مخ ئې ونه وهي او داسي ونه وايي چي الله تعالى دې ستا او تا ته د ورته كس مخ تور كړي، ځكه الله تعالى، آدم عليه السلام د ده په بڼه او شكل كي پيدا كړ. پدې مبارك حديث كي چي مفهوم ئې ډېر روښانه دئ او د صافو زړونو خاوندانو ته په هغه كي د هيڅ اشتباه او سوء تفاهم ځاى او مجال نشته، خو اهل ظاهر او هغه كسان چي رنځور زړونه لري لدې حديث نه داسي څه راباسي او داسي ترجمه او تفسير ئې كوي چي په ډېرو خطرناكو نتائجو منتج كېږي، هغوى وايي: په (صورته) كي ضمير الله تعالى ته راجع دئ، گويا الله تعالى آدم عليه السلام خپل ځانته ورته پيدا كړ!!! او وايي: دا هم د الله تعالى لپاره يو ثابت صفت دئ؛ خو لدې قيد سره چي د الله تعالى له شأن او منز لت سره ښايي!!! بيشكه چي دا خلك د خطاء او اشتباه په ډېري ژورې كندې كي پريوتي، په خطرناكه فتنه كي لويدلى، زړونه ئې رنځور دي، روښانه حقيقت سرچپه ويني او له څرگندو الفاظو نه داسي تعبير اخلي چي د رنځورو زړونو له خاوندانو پرته بل چا ته د منلو ندى، هغوى كه هر څه فكر كوي خو واقعيت دا دئ چي پدې ډول تصور سره الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي. لږ پورتني مبارك حديث ته ځير شئ، دلته د دوو كسانو ترمنځ شخړي ته اشاره شوې، رسول الله صلى الله عليه وسلم دا حكيمانه لارښوونه كوي چي د جگړى په وخت كي يو بل په مخ مه وهئ، داسي مه وايئ چي الله تعالى دي ستا او تا ته ورته كس مخ تور او قبيح كړي، ځكه چي الله تعالى، آدم عليه السلام هغه ته په ورته شكل او صورت كي پيدا كړى وو. پدې پوهېږو چي د دښمنۍ او جگړې په وخت كي هر انسان د مقابل لوري له مخ او څېرې نه په خپل زړه كي د نفرت،كينې او كركي احساس كوي، د مقابل طرف د نفرت او كركي آثار هم د هغه په څېرې او مخ كي راڅرگند شي، په سترگو كي ئې د قهر او غصې نښي راښكاره شي، نو ځكه د ده غصه او كركه د مقابل لوري او دښمن مخ او سترگو ته متوجه كېږي، همدې برخي ته پام اړوي او خپل داخلي قهر داسي اظهاروي: سترگي دې راباسم، پزه دې پرې كوم، مخ دې تور، سترگى دي ړندى شه، دا مردار مخ دي داسي او داسي شه، پدې الفاظو هم اكتفا نه كوي بلكه لاس پورته كوي او غواړي په مخ ئې يوه كلكه څپېړه وركړي، خوله ئې په سوك ورماته كړي. حكيم رسول الله صلى الله عليه وسلم په جگړه د بوختو افرادو روحي حالت ته په پام سره او د دوى د قهر او غضب د سړولو لپاره فرمايي: الله تعالى خپل بنده او ستاسو ټولو پلار آدم عليه السلام پداسي څېرې او شكل كي پيدا كړى وو لكه دا ستا مقابل لورى، دا له تاسره په جگړه اوشخړه بوخت ستا ورور، خپل پلار ته د احترام په دود بايد هغه پر مخ ونه وهې او د مخ په اړه ئې سپكي خبري ونه كړې. كه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا حكيمانه لارښووني مراعات شي او د شخړو او مشاجرو په وخت كي په پام كي ونيولى شي، نو د ډېرو فتنو او جگړو مخنيوى به وشي. نه پوهېږم اهل ظاهر ولې دا څرگند حقايق نه شي درك كولى؟ او ولې څرگند مفاهيم غلط تعبيروي؟ او ولې داسي توجيهات پكي كوي چي خبره تشبيه او تمثيل ته رسوي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم خو فرمايي: تفكروا في خلق الله ولا تفكروا في الله د الله تعالى په مخلوقاتو كي غور وكړئ او د الله په ذات كي له تفكر او بحث نه ځان وساتئ. بل ځاى فرمايي : تفكروافي آلاء الله ولا تفكروا في الله د الله تعالى په نعمتونو كي غور او تفكر وكړئ خو د الله تعالى په ذات كي فكرمه كوئ. اسحاق بن ابراهيم بن راهويه وايي: هرچا چي الله تعالى داسي توصيف كړ چي يو صفت ئې د كوم مخلوق له صفت سره تشبيه كړ نو كافر شو. ابوبكررضي الله عنه فرمايي: العجزعن درك الذات ادراك " د الله تعالى د ذات له ادراك نه ځان عاجز گڼل حقيقي ادراك دئ. علي رضي الله عنه فرمايي: والبحث عن سرالذات اشراك د الله تعالى د ذات د كيفيت په هكله بحث كول شرك دئ. سبحانك اللهم وبحمدك نشهد ان لا اله الا انت نستغفرك ونتوب اليك.